Should Be Russian افغانستان کې د سولې راوستو غربي میکانیزمونه ناکام ول

 

 
لیکوال: شفیع اعظم

څرنګه چې د افغانستان په رغولو کې غربي سټراتیژۍ او روشونو ناکام و همداسې د سولې راوستو برخه کې د دوی تکتیکونو او سټراتیژۍ هم له ناکامۍ سره مخ شوې.
تاسې چې کله د جګړې پیل او پای لپاره د نړیوالو انسټیټونو تجویز شوي روشونه مطالعه کړئ نو پوه به شئ چې افغانستان کې بهرنيو ښکېلو لوریو په خپل انداز او څړنیزو مراکزو د توصیو مطابق سولې راوستو لپاره خپلې ټولې هڅې کړي اما پایله یې دا کېږي چې جګړه اتلسم کال ته ننوځي او دا جګړې د امریکا د تاریخ د اوږدې جګړې نوم خپلوي.
یوه ټولنه چې ارزښت ونلري نو تاسې چې ورته له بیرون نه هر شی/ناشی د ارزښت په نوم راوړئ نو دوی به هغه په پټو سترګو مني او بیا به ترې مطابعت کړي. اما دا چې په افغانستان کې هیڅ بیرونۍ کاپي پیست طرحه کار نه ورکوي او ناکامۍ سره مخ کېږي دا د دې ښکارندويي کوي چې دا ملت د لوی تمدن او لوی ارزښت درلودونکی دی او پردۍ طرحې او اسلوبونه ورته سپکاوی ښکاري او پرله پسې له ناکامۍ سره مخ کېږي.
د سولې، جګړې او شخړې په اړه چې تاسې نړیوال تحقیقاتي مراکزو مواد وګورئ نو په لویه کې دوی منازعې یا جګړې لپاره خپل تعریف او حل لارو لپاره یې خپل روشونه لري.
دوی جګړه یا شخړه په لاندې درې مرحلو ویشي:
1. مخکې له جګړې (Pre-Conflict) مرحله
2. جګړه (Conflict)
3. او وروسته له جګړې (Post- Conflict) مرحله.
د دغو د حل لپاره بیا لاندې روشونه لري:
1. د سولې ایجاد (Peace Building)
دا هغه مرحله ده چې دوی د شخړې یا جګړې له پېلدو مخکې د تطبیق وړ ده.
2. سولې جوړونه (Peace Making or Peace enforcement).
دا هغه تجویز دی چې جګړه یا شخړه کې ښکېل وضعیت لپاره کارېږي چې څرنګوالی او تطبیق یې ځان ته نور میکانیزمونه او شاخصونه لري تر څو جګړه کې ښکېل لوري سولې ته مجبور/وهڅوي.
3. د سولې ساتنې (Peace Keeping) مرحله ده چې له جګړې وروسته د مصالحې (Reconciliation) له لارې تر لاسه شوې توافقاتو ته د ژمنتیا مرحله ده او بیا بېرته په ټولنه کې د پیس پیلډنګ مرحلې ته رجوع کېږي چې له لارې یې بنسټیز هدف چې هغه ثبات دی تر لاسه شي.
تاسې چې دغه ټول له سترګو تېر کړئ نو وینئ چې په تېره اولس/اتلس کلنه جګړه کې دا ټول روشونه کارول شوي او پایله یې هم زموږ مخکې پرته ده چې هیڅ پرمختګ نشته. لاهم موږ هماغسې تر پخوا شدیده جګړه کې ښکېل هیواد یو. د دې باوجود چې دوی د پیس انفورسمنټ یا پیس میکنګ یا سولې جوړونې لار کې پوره کوښښونه وکړل.
پر طالبانو د پاکستان له لارې فشار، پر مشرانو یې جایزې ټاکل، تور لیست، نظامي ډګر کې فشارونه، ولسي پاڅون، اربکیان او بل هر هغه څه چې دوی تسلیمۍ ته وهڅوي او له دې لارې جګړه پای ته ورسوي و ازمویل شول؛ اما پایله؟ ټول یې وینو.
نو دلته موږ بېرته په افغان وطن کې یو ځانګړي افغاني حل لارې او تجویز ته محتاج یو. دا احتیاج اوس امریکا، افغان حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې په خپله درک کړی او همدا علت دی چې د هر لوري په خبرو او اعلامیو کې موږ د خورا لوی انعطاف شاهدان یو.
اوس یې وخت دی چې افغان حکومت، امریکا او طالبان خپلې اندېښنې او غوښتنې د یو بل مخته د میز پر سر کېږدي او ځان سره د ورکولو او اخیستلو اپشن هم ولري.
دا چې امریکا ډاډ غواړي تر څو افغانستان به یې د تېر په څېر خلاف نه کاریږي باید دا ډاډ ترلاسه کړي او طالبان چې له امریکا د اشغال او نظامي حضور پای غواړي باید ور سره ومنل شي او بل لوری افغانانو ته هم باید ښکېلې غاړې او نړیواله ټولنه دا تضمین ورکړي چې نظام به د تېر په څېر نه پاشل کېږي او یو ځل بیا به خپل منځي جګړو ته نه ننوځي او دېته ورته موارد هغه څه دي چې ټولې ښکېلې غاړې باید ورته چمتو والی ولري.
اوس خبره ده دغو مذاکراتو ته د عملي ننوتو او پیل ده. دا مذاکرات که نن پیلیږي، که سبا یا کلونه پس نو بلاخره به همدغو ټکو ته راځي او بحث به پرې کوي.
اما که څومره ځنډېږي زیان به یې د ښکېلو غاړو سر بېره افغانانو ته رسي. دا فرصت نه باید د دې خوشباورۍ قرباني شي چې یو لوری دې د مطلقې بریا فکر وکړي.
اولس کاله همدا فکر حاکم و. نړیوالې ټولنې + حکومت د طالبانو د حذف خوبونه لیدل او برعکس طالبانو بیا د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د مطلقې ماتې.
دا فکر خام و/دی/وي او معقوله خبره همدا ده چې داسې ګفتمان را منځته شي چې هر لوری ترې راضي وي تر څو د سولې پروسه بریالئ، ثبات یقیني او افغانستان یو ځل بیا هغو پخوانیو آرامو طلایي شپو ته ور وګرځي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.