د ملي یووالي د لارې خنډونه او فرصتونه/ اسدالله غضنفر

 

اسدالله غضنفر
سریزه

په افغانستان کې موږ ټول د اتفاق تږي یوو خو که ملي وحدت کمزوری وي او په کور کې کوره کي جوړوو نو د ملي ستونزو د اواري هر بحث ته به له بدګومانیو سره ورځو اوغوټې به ناسپړلې پاتېږي.

افغانستان د خپلو ګاونډیو او اکثرو نورو هیوادونو غوندې د څو قومونو هیواد دی او د افغانستان ټولنه د بلې هرې ټولنې غوندې د مختلفو پرګنو او قشرونو، ښځو او نارینه وو، شتمنو او نېستمنو، ښاریانو او کلیوالو، امیانو او ملایانو… ټولګه ده. په هره ټولنه کې رنګارنګي شته خو له ټولو رنګونو د خلکو په پارولو کې یو شان استفاده نه کېږي. زموږ په وطن کې په وروستیو دوه، درې لسیزو کې د خلکو په راغونډولو او پارولو کې د قومي رنګ برخه زیاته وه.

په یوه ملک کې چې قومونه د عدالت احساس نه کوي او یو قوم یا قومونه، په ځای یا بې ځایه، داسې ګڼي چې انصاف ورسره نه کېږي، هلته ملي یووالی بې سېکې او د شخړو، ناامنۍ او بې ثباتۍ امکان زیات وي. په داسې هیوادونو کې که په ظاهره کراره کراري هم وي خو چې د سیاسي او اقتصادي ستونزو په وجه حکومت ضعیف شي یا ګاونډیو ته څه هوس ورپیدا شي، حالات بې ثباته کېدلی او هغه ظاهري کراري په ناکراري بدلېدلی شي. زموږ ټولنه اوس هم په کافي اندازه ناکراره ده. له وطنه تېښته، تروریزم، نشو ته پناه وړل، بدۍ دښمنۍ، شدیده بدګوماني، کار ته ملا نه ټیټول، په مازې خبره قهرېدل… دا ټول د ناکرارې ټولنې څرګندې نښې دي.

ملي وحدت ته د رسېدو لارې کومې دي؟

د دې لارې خنډونه کوم دي؟

د نه رسېدو عواقب یې څه دي؟

په دغو پوښتنو غور ته باید وخت ورکړو.

۱- د ملي وحدت یو لوی عامل

پیاوړی ملي هویت د ملي وحدت لوی عامل دی. د ملي وحدت غوښتنه خو به هغه وخت کېږي چې اول د یوه هیواد اوسېدونکو ته ځانونه (موږ) ښکاره شي. د هیواد د اوسېدونکو د (موږ) تعریف د هغوی د ملي هویت تعریف دی. کله چې څو کسان ځانونه د یوه کور غړي او سره خپل وګڼي، هاله بیا په دې پسې ګرځي چې په خپل منځ کې متفق واوسي. د ملي هویت او ملي وحدت رابطه دغه شان ده.

زه څوک یم؟ اصل مې څه دی؟ د کوم ځای یم؟ او له نورو مې فرق په څه کې دی؟ دا پوښتنې له ادمه تر دې دمه له انسان سره وې، ځکه انسان د ځان لپاره په پېژندګلوي او هویت پسې ګرځي. په فردي هویت سربېره اجتماعي هویتونه هم شته. ملي هویت د اجتماعي هویت یو ډول دی چې اوسنۍ معنا یې د ملت له اوسنۍ معنا سره تړاو پیدا کوي. ملي هویت چې له ملت او هیواد سره غوټه دی، سیاسي او حقوقي اړخ یې خورا پیاوړی او د وګړیو او ټولنو په ژوند باندې یې اثر زیات دی. دا هم زما د اجتماعي هویت یو ډول دی چې د کومې قبیلې غړی یم خو دغه هویت حقوقي نتایج نه لري، حال دا چې د خپل ملي هویت په وجه د افغانستان تذکره او پاسپورټ لرلی شم او د افغانستان تابعیت خاص حقونه او مسولیتونه راکړي دي. ملي هویت له خپل هیواد سره د وګړي رابطه ښیي. ملي هویت په سیاست، ټولنه او ان اقتصاد باندې ژور اثر پرېباسي. چې ملي هویت کمزوری وي، ملي وحدت کمزوری پاتېږي. په دغسې هیواد کې ثبات ته رسېدل سخته شي او پرمختګ ټکنی وي.

ملي هویت بسیطه ښکارنده نه ده، له بېلابېلو عناصرو رغېدلې پدیده ده. د ملي هویت په رغښت کې جغرافیه، تاریخ، دین، توکم، فرهنګ، سیاسي نظام او مشترک اقتصاد اصلي برخه لري. د یوې ټولنې غړي باید له نورو ملتونو بېله جغرافیه ولري چې مستقل ملت وبلل شي. یو هیواد طبعا پولې لري او پولې د داخل او خارج مفاهیم زېږوي چې ورسره د ملت په توګه د (موږ) او (نور) معنا واضح کوي. د ملت غړي د هیواد د دفاع لپاره سرښندنې ته تیارېږي او د هیواد د ابادولو لپاره شریکې هڅې کوي. د هیواد کلي، ښارونه، غرونه، بیابانونه، درې او کروندې د ملت د غړیو د بې شمېرو تجربو او خاطرو مشترکې ساحې وي. که جغرافیه نه وي تاریخ هم نشته: ستا زړه کې ویدې دي ټولې تللې زمانې زما. د هیواد خلک معمولا له زمانو راهیسې په هماغه خاوره کې اوسي او تاریخ یې مشترک وي. په تاریخ کې اشتراک په غمونو او خوشحالیو، په ماتو او بریاوو، په ګټو او تاوانونو کې اشتراک دی. د یوه مشترک سیاسي نظام تر چتر لاندې اوسېدل د ملي هویت د معنا د بشپړولو لوی عامل دی. کله چې ملت داسې وګڼي چې سیاسي نظام یې خپل او د ملت شریک مال دی، ملي هویت ورسره پیاوړی کېږي او ملي وحدت ته لاره اوارېږي. شریک هیواد او سیاسي نظام شریک اقتصاد زېږوي. شریک اقتصاد اجتماعي رابطې زیاتوي او د ملت اقتصادي بریاوې د ملي سرلوړۍ سبب ګرځي. اقتصادي بریا د خلیج غاړې عربي هیوادونو د ملي هویت د پیاوړتیا لویه وجه ده. د دغو هیوادونو ملتونه د اقتصادي بهترۍ په وجه له ژونده راضي دي او کله چې بیوزلو ملتونو ته ګوري او خصوصا هغه په ملیونونو بهرنیان ویني چې د دوی ملکونو ته په کار پسې راځي، د سرلوړۍ احساس ورپیدا کېږي او خپل هویت د افتخار وړ ورښکاري. دغه راز دین او مذهب د ملتونو د هویت ډیر مهم عنصر دی. روسیه یوه پیړۍ وشوه چې کاملا سکیولر نظام لري خو ارتدوکس مذهب اوس هم د روسیې د ملي هویت یو اصلي عنصر دی. په پخواني شوروي جمهوریت ګرجستان کې چې د شلمې پیړۍ په وروستیو لسیزو کې د کمونیزم فشار کم او بیا ختم شو، ګرجانو د زړو کلیساګانو رغولو ته ډیر پام واړاوه، ځکه د ګرجي ملي هویت ورسره پیاوړی کېده.

توکم هم د ملتونو د هویت یو ټاکونکی عنصر دی. چارسده وال متل کوي چې رګه، رګه را مې کاږه؛ د شریکې وینې او شریکو نیکونو تصور خلک یو بل ته نژدې کوي او په (موږ) یې بدلوي.

فرهنګ مختلف اجزا لري. له ژبې رانیولې، تر دودونو، ادبیاتو، هنرونو او ملي سیمبولونو پورې دا ټول په فرهنګ کې شاملولی شو. د اوسنۍ زمانې دولتونه او ملتونه د ملي بیرغ، ملي سرود او ملي نښان په څېر سیمبولیک علایم د ملي هویت د احساسولو لپاره ضروري بولي. دغه راز د یوه ملت شریکې ژبې، جشنونه، جامې، لوبې، خواړه، ولسي ادبیات،موسیقي، تاریخي ودانۍ او نور کلتوري میراثونه د ملي هویت د فرهنګي عنصر اجزا دي.

د خپل هویت په احساسولو کې د (بل) او (پردي) په اړه زموږ تصور بنیادي نقش لري. که د بل په اړه تصور نه وي، د خپل په اړه تصور هم واضح بڼه نه نیسي. د پاکستان په تاریخونو کې عرب فاتح محمد بن قاسم ته د یوه ملي اتل په سترګه کتل کېږي، خو د خالد بن ولید(رض) په څېر هغه فاتحان چې ساساني ایران یې مات کړ، په ایران کې نه ستایل کېږي، ځکه چې د ایران او پاکستان لپاره (پردی) فرق کوي. د پاکستان لپاره (پردی) د هندوانو هندوستان دی او محمد بن قاسم چې په سند او ملتان کې یې هندوان مات کړي وو، د پاکستانیانو د (پردي) ماتوونکی وو، خو ایرانیان چې ساساني امپراطوري د خپل تاریخي هویت برخه ګڼي، د ساساني امپراطوري ماتوونکو ته په بله سترګه ګوري.

د ملي هویت په بحث کې د (بل) معنا دا نه ده چې هغه به خامخا رقیب وي. د امریکا او انګلستان دوستي ډېره مضبوطه ده مګر دا یو ملت به مثلا) (colour لیکي او بل به (color)، ځکه د بېلو ملتونو په حیث هر یو غواړي خپله انګریزي ولري او ژبنی هویت یې هم خوندي وي. ملي هویت داسې سیکه ده چې یو مخ یې شباهت دی او بل یې تفاوت. شباهت د ملت په خپل منځ کې او تفاوت له نورو ملتونو.

هویتونه د کاڼي کرښه نه وي، د حالاتو په بدلېدو سره یې په عناصرو کې فرق راځي. کله په یوه عنصر تاکید کېږي، کله په بل. په عثماني زمانه کې ترکانو د خپل هویت په اسلامي اړخ زیات تاکید کاوه، ځکه د امپرطوري نور مسلمان ملتونه او ترکان په اسلام کې سره شریک وو او اسلامي عنصر دوی په (موږ) بدلول، خو چې د لومړي نړیوال جنګ په نتیجه کې عثماني امپراطوري ماته شوه او عرب ورنه بېل شول، نوې ترکیې د خپل هویت په ترک عنصر باندې ټینګار زیات کړ. د شلمې پیړۍ په سر کې چې د توکم بحث مهم و او اروپایانو په فخر سره ویل چې ارین دي او دا خبره هم عامه شوې ده چې ارین غوره توکم دی، نو په افغانستان کې د هویت په بحث کې د ارین عنصر مهم شو، خو اوس چې هلته د ارینوالي بحث له موده لوېدلی دی، موږ هم هغه پخوانی اهمیت نه ورکوو.

د ملتونو د ملي هویت عناصر یو شان نه وي. په سعودي عربستان کې ،چې قبایل یې تر ډېره حده د سلفي فکر په مرسته سره پییل شوي او د اسلام همدغه تعبیر تر څه حده پورې له شاوخوا ملتونو متفاوت ساتلي دي، سلفیت د ملي هویت په مهم عنصر بدل شوی دی. له بلې خوا په ایران کې جعفري مذهب د دغه هیواد تر ټولو لوی قومونه یعنې فارس او ترک، چې د ژبو، توکم او کلچر په لحاظ واضح فرقونه لري، سره پېیلي دي او په همدې وجه د ایران په ملي هویت کې د اسلام د شیعه تعبیر برخه جوته او اوڅاره ده.

یو ملت ممکن خپل ملي اتڼ ولري یا خپلې ملي جامې ولري خو بل ملت به ترې محروم وي. سعودیان او د فارس خلیج د غاړي عرب د چلتار او خپل ارته کمیس ملي لباس لري خو د لبنان د خلکو په ملي هویت کې د خاص ملي لباس عنصر نشته.

د ملي هویت په بحث کې یو بل مهم ټکی دا دی چې عناصر یې یوازې د تعقل او واقعیت زېږنده نه وي بلکې تخیل او عاطفه یې هم په رغېدو کې لوی لاس لري. یو ملت ممکن د خپلې پېژندګلوي لپاره له اساطیرو او افسانو الهام واخلي او تاریخي پېښې هم د علم په بنیاد نه بلکې د خپلو ګټو، خپلو ارزښتونو او خپلو ارزوګانو مطابق تعبیر او تفسیر کړي. هغه کسان چې ملتونه یې په بانکنوټونو باندې عکسونه چاپوي، مجسمې یې دروي، ستاینې یې کوي او د خپل تاریخ ستوري یې ګڼي، ممکن په خپل وخت کې به تر نورو همعصرو له ځينو جهتونو یو څه تکړه وو، خو د ملتونو په ذهنونو کې د دوی هغه مقام چې تر نورو کسانو یې ډیر لوړ معرفي کوي، په هغه کې معمولا د تخییل برخه هم وي. ملتونه د خپلو اړتیاوو په اساس په تاریخ کې انتخاب کوي.د ملي روحیې په ایجاد کې د شاعر او لیکوال او هنرمن نقش تر عالم او مورخ او سیاستوال کم نه دی.

(۲) په افغانستان کې ملي هویت

په افغانستان او بل هر هیواد کې د ملي هویت بحث د ملت له اوسنۍ معنا سره غوټه دی.

د ملت اوسنۍ او معاصره معنا دوه، درې پیړۍ پخوا په اروپا کې راپیدا شوه. په نوي تعریف کې ملت د خلکو یوه داسې ټولګه ده چې اراده یې کړې ده چې د مشخصو پولو په یوه ساحه کې د سره یو شان قوانینو په سیوري کې واوسي. دوی د خاورې د ساتلو، د قوانینو د تطبیق او نورو چارو لپاره خپل مستقل دولتي نظام لري او څرنګه چې په یوه خاصه ساحه (هیواد) کې اوسي نو کلتور او تاریخ یې هم تر ډېره حده شریک دی.

په تېرو زمانو کې د خلکو تر ارادې د زورور اراده ډیره مهمه وه، د هیوادونو پولې مشخصې نه وې، که به صفوي پاچا زورور شو، کندهار یې خپله خاوره ګڼله او که به شاه محمود هوتک پیاوړی شو، له اصفهانه یې خپل پایتخت جوړاوه. چې جغرافیا مشخصه نه وه نو د خاص تاریخ، خاص کلتور او سره ورته خلکو خبره هم مشکله وه.

د اوسني افغانستان جغرافیا د نولسمې پیړۍ په پای کې د امیرعبدالرحمن خان په وخت کې مشخصه شوه. نوموړي امیر ملوک الطوایفي ختمه کړه او په دې ډول یې د افغانستان دولت ته د معاصر دولت دا ځانګړنه ورکړه چې په خپل قلمرو باندې حاکمیت ولري. پخوا به پاچا، هم په افغانستان او هم اکثرو نورو هیوادونو کې، په خپله پاچهي باندې پوره کنټرول نه درلود. د زور خاوندانو د پاچهي د منځ په مختلفو سیمو کې خپل مستقل واک چلاوه. د پاچا کمال به دا و چې له ټولو سره ګوزاره وکړي او شخړو ته اړتیا پېښه نه شي. په دغسې حالت کې طبعا له مرکزي دولت سره د ایکي یوه او مسلط هویت فکر چندان نه پیدا کیده.

له بلې خوا عبدالرحمن خان او د پخوا زمانې نورو پاچهانو دا د خلکو حق نه ګاڼه چې د حکومت په کار کې دې ورسره شریک واوسي او حکومت دې د دوی خوښې ته وګوري. د قدرت خاوندانو ته خپل قلمرو تقریبا داسې ښکارېده لکه خپل جایداد او د پلار میراث. په قلمرو کې داخل خلک یې فتح شوي او تابع شوي وګړي ګڼل چې پاچا ورباندې ګویا د خپلې تورې، خپل تدبیر او خپل بخت په برکت حکومت کوي. د حکومت کولو په پخواني تصور کې دا نشته چې حکومت کوونکي دې له خلکو سره د اساسي قانون په څېر یو واضح تړون ولري او د هغه په اساس دې د خلکو په استازیتوب د واک واګې په لاس کې ولري.

څرنګه چې د سیاست او حکومت په چاره کې د خلکو ونډه نه وه، نو د خلکو او قومونو د هویت یا هویتونو بحث سیاسي اهمیت نه پیدا کاوه او په ولسونو کې د سیاسي فعالیت بندیز دا زمینه نه برابروله چې له اجتماعي هویتونو سیاسي استفاده وشي. له بلې خوا ټولنه هم د اوس په نسبت خورا زیاته قبایلي وه او د قبیلې غړي به له خپلو کوچنیو هویتونو سره دومره بوخت وو چې د ملي هویت په څېر لوی بحث ته یې وخت نه مونده.

عبدالرحمن خان په سیاسي لحاظ فیوډالیزم په بې رحمۍ سره مات کړ خو د ټولنې ارزښتونه فیوډالي وو او اقتصاد فیوډالي وو. په اوسنۍ معنا ملي هویت چې په اروپا کې د بوژوا طبقې او کلچر پیداوار دی، طبعا په هغه زمانه کې په اسانه نه غوړېده.

اسلامي ټولنې له لویه سره یو دیني هویت هم درلود چې له پیړیو راهیسې د امت په نوم موجود و. په تېرو زمانو کې چې سیاسي پولې مشخصې نه وې، امت تر ډېره حده د ملي هویت ځایناستی و او د ملت کلمه هم معمولا د امت په معنا استعمالېده. عبدالرحمن خان چې ځان ضیا الملت و الدین باله، منظور یې دا و چې د دین او دیندارانو لپاره د رڼا حیثیت لري.

د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمه کې چې د عبدالرحمن خان د پاچهي زمانه هم وه، افغانستان د تزاري روسیې، برتانوي هند او شیعه ایران ګاونډی و. د دغه وخت افغانستان د حنفي حکومت او هیواد په توګه له خپلو ګاونډیو هیوادونو د تشخیص واضحه نښه لرله. موږ دا ویلای شو چې په افغانستان کې د ملوک الطوایفي له ختمېدو وروسته چې په اوسنۍ معنا د ملي هویت اړتیا زیاته محسوس شوه، حنفي مذهب دا تشه ډکوله.

د ملي هویت په بحث کې یوازې خپلې ځانګړنې نه بلکې د ګاونډیو او نورو ملتونو ځانګړنې هم مهمې وي. هغه وخت چې زموږ په څنګلورو کې هیڅ حنفي مذهبه دولت نه و، حنفي مذهب د ملي هویت لوی عامل شو. څرنګه چې مذهب مقدس وي نو د شک او بحث ځای پکې نه و، په فکري لحاظ یې په ټولنه کې ثبات راوست.

کله چې د شلمې پیړۍ تر پیله پورې په اوسنۍ بڼه د هیواد مفکوره زموږ سیمې او ملک ته راورسېده، دا سوال پیدا شو چې دیني هویت او امت خو په هیوادنیو پولو کې نه ځاییېږي، امت پراخ مفهوم دی او په امت کې د داخلو ملتونو د خپل منځي پیژندګلوي لپاره استفاده ورنه نه کیږي.

محمود طرزي دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو کوښښ وکړ. هغه د سراج الاخبار په جریده کې چې د عبدالرحمن خان له مړینې څو کاله وروسته خپره شوه، د اسلامیت په څنګ کې د افغانیت خبره وکړه، مانا دا چې موږ مسلمانان یو او په مسلمانانو کې افغانان یو. طرزي چې په ترکي او عربي ژبو پوهېده او له نوې شوې دنیا سره اشنا و، د افغانانو د ملي هویت بحث ورته مهم و. محمود طرزي د هیواد لومړنی صاحب نظر یادولی شو چې د ملي هویت معاصر مفهوم ته یې پام واړاوه.

که یو څوک ټول عمر په افغانستان کې اوسي او د وطن مفهوم ته له سیاسي نظره نه ګوري، د هغه لپاره وطن ممکن د ده ښار او کلی وي. په کابل کې د غزني د قره باغ اوسېدونکي ته وطن قره باغ دی. د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې چې ځینې کورنۍ له افغانستان څخه ووتې او برتانوي هند یا عثماني قلمرو ته لاړې، د هغوی دا احساس پیاوړی شو چې وطن په لویه معنا واخلي او ټول افغانستان وطن وبولي. ځکه خو د دغو مهاجرو افغانانو تعلیم یافته اولادونه چې د عبدالرحمن خان له مړینې وروسته افغانستان ته راستانه شول، د افغانستان په کچه فکر کولو ته زیات مایل وو. محمود طرزي چې په پنځه دېرش کلنۍ کې له عثماني قلمروه راستون شوی و، په سراج الاخبار کې یې په لومړي ځل د ملي هویت بحثونه مطرح کړل.

اصلا په هر هیواد کې د ملي هویت د ټاکلو او پیاوړي کولو په بحث کې سیاسي نخبه ګان لوی نقش لري. دوی چې د هیواد او دولت د بقا په اهمیت پوهېږي، د ملي هویت موضوع ورته مهمه وي او په هغو فکري او عاطفي دلایلو پسې ګرځي چې د یوې ټولنې وګړیو ته یو ځای اوسېدل، د یوه دولت تر چتر لاندې اوسېدل، په یوه قلمرو کې اوسېدل او ځان یو ملت ګڼل، د منلو وړ ګرځوي.

د محمود طرزي او د هغه وخت د نورو منورینو ارزو دا وه چې د ملک د ترقي لپاره د افغانستان دولت عصري دولتونو ته ورته شي او دولت هغه وخت مدرن کېدای شي چې د ملت مدرن مفهوم موجود وي. ځکه نو په سراج الاخبار کې له ملي وحدت او ملي هویت سره اړوند موضوعات مطرح شول.

له استقلال څخه وروسته افغانستان وغوښتل چې چټکه ترقي وکړي نو په عصري ارزښتونو یې تکیه کولو ته مخه کړه. په هغه وخت کې استقلال او د عصري توب په لور ګړندي ګامونه د ملي هویت او ملي ویاړ برخه وګرځېدل.

له استقلال څخه وروسته قمري سنه په لمریزه هجري سنه واوښته. په دې شي کې یوازې ایران له موږ سره شریک و او څرنګه چې د نړۍ او په تېره بیا سیمې نور هیوادونه دغه سنه نه لري نو د هویت په بحث کې یې اهمیت زیات دی. د ۱۳۸۲ کال په اساسي قانون کې راغلي دي چې د هیواد رسمي سنه به شمسي هجري وي. ګویا له قانون جوړوونکو سره وېره وه چې د خارجي عسکرو په حضور کې د افغانستان سنه میلادي نه شی، او یا به یې د طالبانو په وخت کې د قمري تاریخ د رسمي کېدو پېښه په ذهن کې وه.

دلته یو بل ټکي ته هم پام پکار دی چې د ملي هویت پیاوړي کوونکي اجزا په اول سر کې ډېر ځله د یو بل ضرورت د پوره کولو لپاره استخدامېږي او وروسته بیا د وخت په تېرېدو سره د ملي هویت په عنصر بدلېږي. په اماني دوره کې رسمي سنه ځکه هجري شمسي شوه چې حکومت غوښتل مالي او اداري سستمونه د عصري دولتونو غوندې کړي. شمسي کال له فصلونو، زراعت او د زراعت له مالیې سره سمون خوري، بله دا چې د میاشتې پیل یې ثابت وي او د کال اوږدوالی یې د نورې نړۍ د کلونو په اندازه وي، حال دا چې قمري کال تر شمسي لس، یولس ورځې لنډ دی. په اوله کې دغسې ځانګړنو د لمریز هجري کال رسمي کېدو ته لار پرانیسته او وروسته بیا د هویت برخه هم شو. د ۱۳۸۲ کال په اساسي قانون کې د لمریز هجري کال ذکر د هویتي عنصر په توګه شوی دی.

په اماني دوره کې په لومړي ځل د تذکرې ورکړه پیل شوه چې د هویت رسمي سند دی.

په دې دوره کې د افغانستان پیسې چې (کابلي روپۍ) بلل کېدې، (افغانۍ) وبلل شوې. (روپۍ) د ګاونډي ملک یعنې برتانوي هند د پیسو نوم و او چې (افغانۍ) شوې نو زموږ پیسو خپل نوم پیدا کړ. داسې ښکاري چې د هغه وخت حکومت د (کابلي) ستاینوم هم د ملي پیسو لپاره په ګټه نه باله، ځکه د هیواد معنا ورسره کوچینۍ کېده او د افغانستان دولت چې خاوره یې په نولسمه پیړۍ کې څو ځله کنډو شوی وه، په دې برخه کې حساس و. د دولت په قدیمي تصور کې ولایتونه د خراج سیمې دي او پلازمېنه چې پاچا پکې اوسي، تر نورو ممتازه ده. د شاه امان الله په وخت کې د دغه زاړه او غیرعادلانه دود د ختمولو هڅه وشوه. په ولایتونو کې د مرکز غوندې د ښوونځیو پرانیستل او د جرېدو را ایستل د دې هڅې یوه نخښه ده. یوه بله نخښه یې د پیسو د نوم په بدلانه کې وینو. د شاه امان الله د وخت د اساسي قانون (اساسي نظامنامه) په دریمه ماده کې لولو چې:«د افغانستان د مملکت پایتخت کابل دی. د افغانستان ټول خلک د حکومت په نزد برابر دي. د کابل ښار اوسېدونکي د افغان محروسه مملکت د نورو ښارونو او کلیو تر خلکو هیڅ ډول زیاتوالی نه لري.» دغه ماده د ۱۳۰۹ کال په اساسي اصولنامه (اساسي قانون) کې تکرار شوه خو په ورپسې اساسي قوانینو کې یې صرف اوله جمله راغله، ځکه نور نو د مرکز او ولایت تر منځ د تفاوت پخوانی تصور ختم شوی او د تاریخ برخه ګرځېدلی و.

د شلمې سدۍ په دریمه لسیزه کې د تاجیکستان، اوزبکستان، ترکمنتستان، اذربایجان… په نومونو د شوروي جمهوریتونو تاسیس د افغانستان او ایران حکومتونه ووېرول چې دا به د دوی په هیوادونو کې د شوروي د پرمخیون سریزه وي. دې وېرې په دواړو هیوادونو کې د ملي هویت په بهیر باندې اثر وغورځاوه او دواړو هیوادونو د احتمالي تجزیې له وېرې ځینې اقدامات وکړل. ایران چې په خپل ګاونډ کې د عثماني امپراطوري تجزیې له مخه لا اندېښمن کړی و، د خپلو ځینو سیمو او ښارونو نومونه بدل کړل. مثلا په لویدیځو پولو کې یې خپل عربستان ولایت خوزستان ونوماوه او د محمرې ښار یې خرمشهر کړ چې د ایران د دغو عرب مېشتو سیمو او ځنګلورو عربي خاورو تفاوت لا محسوس شي او یا مثلا په شرقي خوا کې یې په بلوچستان کې یو ځای ته د زاهدان او یو بل ځای ته د ایرانشهر نوم ورکړ. دې ته ورته ځینې کارونه، البته د ایران په نسبت په کمه اندازه، افغان حکومت هم وکړل. په هرات کې یې سبزوار شینډنډ کړ چې د سرحد بلې غاړې ته یې د ایران له سبزواره فرق واضح شي او په شمال کې یې د افغاني ترکستان نوم له منځه وایست. پهلوي پاچا رضا خان یو شمېر قبایل، د خپل هیواد له یوې سیمې بلې ته، ځينې په زور او ځينې په رضا، ولېږدول چې د احتمالي تجزیې خطر کم کړي. دغه وخت د افغانستان شمال ته د ماورا النهر ګڼ شمېر مهاجر راغلل چې حکومت ته یې تشویشونه پیدا کړل خو پناه یې ورکړه او د افغانستان د تابعیت تذکرې یې ورباندې وویشلې. له بلې خوا افغان حکومت هڅه وکړه چې په شمال او وروسته بیا هلمند او ځینو نورو ځایونو کې دولتي ځمکې په بې ځمکو کورنیو باندې وویشي چې هم اقتصادي عواید زیات کړي ،هم ملت سره ونښلوي او هم قبایل سره خواره واره کړي او د بغاوت زور پکې پرې نه ږدي. په شوروي کې له بدلونونو د ایران وېره هغه وخت رښتیا شوه چې د دویم نړیوال جنګ په کلونو کې د ستالین لښکرو د ایراني اذربایجان تر تبریزه پورې ځان راورساوه او د ایراني اذربایجان د تجزبه غوښتونکو چپیانو ملاتړ یې وکاوه.

د نادر شاه په وخت کې افغانستان د دویم اساسي قانون (اصولنامه) څښتن شو. د دغه قانون په لومړۍ ماده کې د حنفي مذهب د رسمیت یادونه شوې ده. په لومړۍ ماده کې یادول یې د ملایانو غوښتنه وه. البته، تر دغه وخته په طبیعي ډول هم حنفي مذهب د ملي هویت لویه ځانګړنه وه ځکه د افغانستان په ګاونډیانو کې لا بل حنفي مذهبه دولت نه و ایجاد شوی.

خو له دویم نړیوال جنګه وروسته چې پاکستان جوړ شو، افغانستان یو بل حنفي مذهبه ګاونډی هم پیدا کړ. په ملي هویت کې د هغه عنصر اهمیت زیات وي چې هم په داخل کې د ټولو یا اکثرو خلکو د هویت برخه وي او هم یو ملت له نورو او خصوصا شاوخوا ملتونو او هیوادونو را بیل کړي. د پاکستان په جوړېدو سره د ملي هویت دا ځانګړنه ختمه شوه چې افغانستان د سیمې یوازینی حنفي مذهبه هیواد دی. ګومان کوم د هویت په ترکیب کې به دغه بدلانه هم د پښتونستان د مسالې په تودولو باندې اثر لرلی وي.

په ۱۳۴۳ لمریز کال کې چې افغانستان د نوي اساسي قانون څښتن شو، د هویت په سیاسي اړخ کې یو لوی تغییر راغی. نور نو افغانستان په واقعي معنا یو مشروطه سلطنتي نظام شو. ملي هویت ثابت مفهوم نه دی، د وخت او حالاتو په بدلیدو سره یې د عناصرو په اهمیت کې تغییر راځي.

تر ۱۳۴۳ پورې یو احساساتي ناسیونالیزم زموږ د ملي هویت په فکر باندې سیوری کړی و. د دغه ناسیونالیزم درې اړخه برجسته وو: یو دا چې ملت ته یې د خټې او توکم او مشترک نسل له عینکو کتل. بل دا چې په تاریخ کې یې په حماسي اړخ تاکید کاوه. بله دا چې دا فکر ورسره وو چې موږ اصیل خلک یو او اصیل کلتور او ارزښتونه لرو چې باید تاریخ او کلي – بانډې پسې وپلټوو او پیدا یې کړو. د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د احساساتي ناسیونالیزم ځای مدني ناسیونالیزم ته ورکړ چې د خلکو سیاسي او مدني ازادیو پکې اهمیت وموند. په مدني ناسیونالیزم کې له ذات سره نه بلکې له هیواد او خلکو سره ژمنه مهمه ده. ډاکتر یوسف خان، شمس الدین مجروح، هاشم میوندوال، محمد موسي شفیق، صمد حامد او د دیموکراسي د دورې نورو سر لارو د دغه فکر د عملي کولو کوښښونه وکړل.

د محمود طرزي له زمانې رانیولې د داوود خان د حکومت تر سقوطه پورې زموږ دولتي نظام او منورینو په شریکه د یو داسې ملي هویت د پیاوړي کولو هڅه کوله چې ملت پکې یو دی او تاریخ یې یو دی. په دغه موده کې د خټې او ارین موضوع هم ارزښت درلود او د ملت مفهوم ته د توکم او نژاد له عینکو کتل کېدل. که څه هم د ارین په عنصر کې د افغانستان ټول قومونه نه شاملېدل خو یوه لویه برخه افغانان پکې شریکېدل او بله دا چې د اریایانو اساطیري تاریخ له بلخه او له یما پاچا پیلېده چې په دې خاوره او د هغې په تاریخ باندې یې باور زیاتاوه او د ویاړ سبب ګرځېده.

په دې موده کې د ګریکو بودیک تمدن او کوشانیانو په اړه څېړنې خپرې شوې او په لومړي ځل د یما او کنشکا غوندې نومونه کېښودل شول.

د اسلام تر راتلو وروسته زمانه کې د امویانو د خلافت په ړنګولو کې د ابومسلم او نورو هڅې او د خلافت په مشرق کې د طاهریانو او صفاریانو د خپلواکو سلطنتونو جوړېدا د خپل هیواد د ازادۍ هڅې وبلل شوې. زموږ په رسمي تاریخونو کې هڅه وشوه چې د خراسان هغه حدود معرفي شي چې په حدود العالم من المشرق الی المغرب کې راغلي دي.

په دغه تاریخ لیکنه کې له مقدوني سکندره رانیولې تر چنګیز او انګریزه پورې د ټولو تیریګرو خلاف جدوجهد په داسې انداز بیان شوی چې ملي غرور ورسره پیاوړی کیږي. دغه راز د مغولو خلاف د روښانیانو او خوشحال خټک جد وجهد او د صفویانو خلاف د میرویس نیکه کوښښونه ملي مبارزې بلل کېږي او احمدشاه بابا ته په معاصر تاریخ کې د افغانستان د موسس په سترګه ګورو.

په هغه وخت کې استاد کوهزاد، استاد حبیبي او د دوی ملګري وتوانېدل چې د افغانستان د خپل تاریخ یو انځور تکمیل کړي.

د ملي هویت په بحث کې یو بل لوی تغییر د ثور له کودتا او خصوصا د شوروي لښکرو له راپورې وتو وروسته راغی. په دې وخت کې قومي هویتونو ته رسمي توجه زیاته شوه او د (ملیت) کلمه راپیدا شوه، افغانستان کثیرالملیتي هیواد وبلل شو او د ملي مسالې د حل موضوع مطرح شوه. دا اصطلاحات ټول د شوروي اتحاد وو. تر دې له مخه دې خبرې ته چندان توجه نه کېده چې موږ په خپلو کې څوک، څوک یو، تر دې وروسته مو ډېر وخت قومي هویتونو ته ورکړ.

تر دې وخته پورې به موږ ملیت (نشنلټي) یا ناسیونالیزم ته ویل (مثلا د ملیت مفکوره یعنې د ناسیونالیزم او ملت پالنې مفکوره)، یا به مو له یوه دولت یا ملت سره د وګړي تعلق ته ملیت ویل (مثلا، ملیت یې څه دی؟ یعنې د کوم دولت تذکره لري؟) خو تر دې وروسته ملیت د داسې قوم په معنا هم استعمال شو چې د خپل شمېر او سیمې په لحاظ دا وړتیا پکې شته چې خپل دولت ولري او یو ملت وبلل شي، خو حالاتو د یوه لا لوی دولت او ملت برخه ګرځولی دی. نو لازمه دا ده چې په هماغه دولت او ملت کې د فدرال یا فدرال ته ورته سستم په چوکاټ کې په خپله سیمه د خپل اختیار حکومت ولري. هغه وخت چې به د ملي مسالې د حل اصطلاح کارېدله، نهایي مطلب پکې تقریبا د قومونو په اساس د ولایتونو ویشل او د فدرال یا فدرال ته ورته سیستم جوړول وو.

همدا مفکوره د ۱۳۶۶ کال په اساسي قانون کې یو څه واضح بیان شوه. د دغه اساسي قانون په دیارلسمه ماده کې حکومت ژمنه کړې ده چې (په تدریج سره به د ملي (قومي) ځانګړنو په اساس اداري واحدونو د جوړېدو زمینه برابروي.)

دې شي ډیر توقعات پیدا کړل. هماغسې تقسیمات ونه شول چې شاید هغه حکومت وخت نه وي پیدا کړی او یا شاید عملي نه وو، ځکه افغان قومونه تر ډېره حده له یو بل سره په شریکو سیمو کې اوسی، خو توقعات یې زیات کړل او قومي تفاوتونه سیاسي شول.

د مجاهدینو سیاسي مشران چې په پاکستان او ایران کې مېشته وو، د ملي او قومي هویت موضوعاتو ته یې اهمیت ورنه کړ. دوی په جهاد بوخت وو او بل فکر یې کاوه چې د ملي هویت بحث له ناسیونالیزم سره غوټه دی او ناسیونالیزم د لوېدیځ د استعمار پیداوار دی چې مسلمانان سره وویشي. البته، عبدالعلی مزاري او احمدشاه مسعود حد اقل د جهاد په وروستیو کلونو کې دې ته متوجه وو چې په هیواد کې باید قومي غوښتنو ته هم ځواب ولټول شي.

د ډاکتر نجیب د حکومت په وروستیو کې د واکمن ګوند ترمنځ اختلافونو او بیا د مجاهدینو تر منځ اختلافونو ورو ورو قومي بڼه واخیسته او چې د برهان الدین رباني د وخت په کابل کې د مجاهدینو ډلې سره جنګېدلې، د جګړې قومي اړخ څرګند و. د طالبانو او متحدې جبهې پر جګړه هم ټاپه ولګېده چې قومي تمایلات پکې پیاوړي دي.

د ظاهر شاه او داوود خان په وخت کې چې حکومت پیاوړی و، اختلافونه له حکومت سره وو او چې د حکومت موسسه کمزورې شوه، اختلافونه قومي شول.

کله چې د بن له کنفرانسه وروسته افغانانو یو ځل بیا د سیاسي بحث فرصت وموند نو قومي عنصر په سیاست کې پټ پاته نه شو خو دا ځل د ملیت اصطلاح ختمه شوه او ځای یې قوم ته ورکړ، ځکه یو خو د شوروي زمانې اصطلاحاتو دوران تېر و او بل د فدرالیزم پلویان یا نه وو یا ډېر کم وو نو د ملیت اصطلاح بې فایدې کېده. د ۱۳۸۲ کال په اساسي قانون کې د قومونو نومونه واخیستل شول، شیعه مذهب رسمي شو او په ملي سرود کې د قومونو نومونه راغلل. دا ځل تمه کېده چې ولسواکي به د قومي او ملي هویت تر منځ د کشمکش مخه ونیسي خو دا کار په عمل کې ونه شو.

په دې دوره کې رسنیو د ملي هویت له پیاوړتیا سره خاصه مرسته ونه کړه او بلکې ځينو رسنیو داسې بحثونه تادوه کړل چې قومي جنجالونه یې زیاتول. له بلې خوا په نړۍ کې د ایدیولوژیو د عصر زوال او په داخل کې له ګوندونو څخه مایوسي هم د دې سبب شول چې قومي نخبه ګان د قومي احساساتو پارولو ته زور ورکړي او د قوم له نظره تاریخ، سیاست، اقتصاد او فرهنګ ته کتل ورته سم کار ښکاره شي.

د ایدیولوژیو په عصر کې د سیاست شوقي ځوانان باوري وو چې مثلا د مارکس یا سید قطب په کتابونو کې د ټولې دنیا د ستونزو حل لارې شته. د دوی په مجلس کې به که چا د قوم خبره وکړه، نورو ته به ساده یا غرضي سړی ښکاره شو، ځکه په کتابونو کې ډیر لوی لوی مشکلات حل شوي وو او د قوم خبره خو دومره وړه وه چې په یادولو نه ارزېده. خو چې شوروي مات شو او په پخواني شوروي او ختیځه اروپا کې قومي جنجالونو زور واخیست، معلومه شوه چې په کتاب او عمل کې فرق وي. دغه راز د جګړو په وجه په افغانستان کې ګوندونه بدنام شول.

څرنګه چې ولسواکي ګوندونه غواړي او ګوندونه مو د معیوبو ماشومانو غوندې د لویېدو نه وو، نو ګڼو سیاستوالو ته د خلکو د راټولېدو لپاره قومي چوکاټ مناسب ځای معلوم شو. د ایدیولوژي په زمانه کې به ګوند ته د یو چا د جذبېدا لپاره یو کتاب دلایل پکار وو خو نوي چوکاټ د رهبرانو کار خورا اسانه کړ.

ځينو رسنیو به هغه سیاستوال ډېر غټول چې افغانستان ته یې د ملت او هیواد په سترګه نه کتل.

البته، دا سوال هم کېږي چې که چېرې قومي مشکلات واقعي نه وي، نو نخبه ګان ولې ورنه دومره په اسانۍ سره استفاده وکړي؟ موږ که ووایو چې په افغانستان کې قومي تمایلات پیاوړي نه دي او قومونه غوښتنې نه لري، دا به ځان تېر ایستل وي.

په اوسني افغانستان کې د قومي تمایلاتو شدت چې د ملي وحدت د کمزورۍ سبب ګرځي، خارجي او داخلي عوامل لري.

د شوروي اتحاد او یوګوسلاویا تجزیه کېدو او د دې واقعیت راڅرګندېدو چې سوسیالیزم یا بله کومه نظریه د قومونو تر منځ ستونزې نه شي حل کولی، په دنیا کې قومي هویتونه پیاوړي کړل او قومي جنجالونه چې یا د ایدیولوژي سیوري ته غلي پراته وو، یا د استبداد په تیاره کې پټ وو، را څرګند شول. لکه څنګه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې د عثماني امپراطوري تجزیې قومي او ملي احساسات پارولي وو، دغسې د شوروي تجزیې هم قومي هویتونه پیاوړي کړل خو د عثماني امپراطوري د تجزیې په زمانه کې په افغانستان کې ثبات و او حکومت کولی شول چې د قومي احساساتو له توفانه ځان وساتي مګر دا ځل افغانستان تر بل هر وخت ژوبل او بې ثباته و او زموږ د ملي وحدت او هویت د کمزورۍ په بیه قومي اختلافونو ته په اسانۍ سره لمن ووهل شوه.

(۳)د انټرنیټ زمانه

په تېرو دوه، درې لسیزو کې انټرنیټ او د جهاني کېدلو سرعت دنیا بېخي زیاته بدله کړې ده چې په نتیجه کې یې حکومتونو ته پخوانی زور نه دی ورپاته. په ۱۹۷۰ کلونو کې به په افغانستان یا پاکستان یا کوم بل هیواد کې ډیر لږ کسان د ډالر له نرخه خبر وو مګر نن سبا د رسنیو یو مهم خبر د ډالر نوی نرخ دی. دا ولې؟ دا ځکه چې دنیا په اقتصادي لحاظ خورا زیاته سره نژدې شوې ده. په ۱۹۷۰ کلونو کې به که یو حکومت بشري حقونه تر پښو لاندې کړل، خاصه ستونزه ورته نه جوړېده خو د نن دنیا بدله ده، نن که ان د چین غوندې زورور دولت هم له ایغورو سره ناوړه چلند کوي، دنیا یې په تکلیفوي.

دنیا په تاریخ کې تر بل هر وخت را ټوله شوې ده او دې شي د دولتونو په مستقل والي کې پخوانی قوت نه دي پرې ایښی. جهاني کېدل پوهه او اقتصادي وده زیاتوي خو ورسره داخلي ارزښتونه او فرهنګ ګواښي او په هیوادونو کې د بې ثباتي خطر ډېروي.

له بلې خوا انټرنیټ د حکومتونو د سانسور قوت ډیر کم کړی دی. اڼترنیټ چې سانسور یې مشکل دی، چې استفاده ورنه اسانه ده، چې د زمان او مکان په لحاظ هر ځای ته رسېدای شي، چې ټوله ټولنه نه بلکې خاص مخاطبان په نظر کې نیسي، د هر راز تبلیغاتو او نظریاتو لاره ازاده پرې ایښې ده او دې شي په خپل وار هغو سیاستوالو ته کار اسانه کړی دی چې د ملي هویت پروا نه لري او یا په قومي هویتونو باندې تاکید کوي. انټرنیت په کور کې له نورو ګوښه لولو او هغه څه پکې لولو چې د هیوادونو د ملي حاکمیت کنټرول ورباندې نشته.

د ملتونو پر ملي امنیت، ملي وحدت او ثبات باندې د انټرنیټ، مجازي فضا او خواله رسنیو اغېز که څه هم ډېر تازه دی خو ژور او حتا ټاکونکی دی. څو کاله مخکې موږ ټولو ولیدل چې انټرنیټ په عربي هیوادونو کې د انقلابونو لوی عامل وبلل شو. مجازي فضا چې پولې نه پېژني او وګړی پکې د انتخاب ګڼې لارې لرلی شي، د ملي هویت د کمزورۍ احتمال زیاتوي او دا هم کیدای شي چې د انټرنیټ له لارې د یوه ملت تاریخ، کلتور، ادب، ورزش، هنر، دودونه، ارزښتونه او بریاوې په مثبته او اغېزمنه طریقه معرفي او ملي باور، ملي وحدت او ملي هویت لا پیاوړي شي.

د انټرنیټ او ملي مسایلو په اړه ځینو ټکو ته پام پکار دی:

یو- هغه ملتونه چې د انټرنیټ لپاره مواد برابروي، طبعا پر هغو ملتونو اثر ښندي چې د نورو له موادو استفاده کوي. زموږ ګاونډي، لکه د دنیا د اکثرو ملکونو ګاونډي، په اقتصادي ګټو او د ملي هویت په بحث کې راسره د ټکر ټکي لري او لاس تر زنه نه کښېني. دوی مو شاید له یوې خوا په خپل هیواد او ملت بې باوره کړي او له بلې خوا مو په خپل منځ کې سره واچوي. ډېر ځله داسې شوې دي چې په خواله رسنیو کې د یوه مستعار نوم له خوا د افغانستان یوه قوم ته بد وویل شي او بیا په سلګونو واقعي کسان یو بل ته سپکې سپورې ووایي.

دوه- انټرنیټ تر بلې هرې رسنۍ د سانسور او بندیز په مقابل کې بې پروا دی.

درې- په خواله رسنیو او مجازي فضا کې د مستعارو نومونو رواج بې پروایي او بې مسولیتي نوره هم زیاته کړې ده.

څلور- په خواله رسنیو کې هر څوک یوه وړکۍ او خاصه حلقه لري او د هغې تر اثر لاندې راځي چې په نتیجه کې ممکن فکر وکړي چې دی برحقه دی او خلک یې د خبرو لېوال دي.

پنځه- په خواله رسنیو کې چې تبصرې وړې او د منطقي او ژور بحث ځای نه وي، نو فکر ورسره ممکن سطحي شي.

شپږ- له انټرنیټه استفاده اسانه، چټکه او ارزانه ده. ډېر وسیع روابط په کمه موده کې او کم زحمت سره جوړېدای شي.

اووه- افغانستان چې جنګ ځپلې ټولنه ده او د جګړو په وجه منفي افکار او احساسات لکه قهر، د کسات جذبه، کرکه، بدګوماني، بدبیني او مایوسي خورا زیات شوي دي، له انټرنیټه پکې د منفي استفادې امکان لا زیات دی.

که د خپل وطن او خپل ملت خیر غواړو باید د تفرقه اچوونکو د دسیسو ښکار نه شو او له دې پراخې، اسانې او اغېزمنې فضا تر وسه وسه د خپل وطن او خپلو خلکو د خیر لپاره مواد خپاره کړو.

(۴) د افغانستان خپلې ستونزې

د انټرنیټ او جهاني کېدلو مثبت او منفی اثرات عام دي. افغانستان د ملي وفاق په لاره کې ځينې خاصې ستونزې هم لري چې دلته د جګړو په وجه د قانون د حاکمیت کمزوري، مهاجرتونو او د احصاییو نشتوالي ته اشاره کوو.

الف، د قانون د حاکمیت ستونزه

د څلورو لسیزو جګړو په افغانستان کې د دولت موسسه سخته کمزوره کړې او د هغې اعتبار ته یې زیاته صدمه رسولې ده. د دولت کمزوري د قانون حاکمیت محدود کړی دی. کله چې قانون او حکومت د وګړیو حقوق او امنیت خوندي نه کړي، وګړي په نورو لارو پسې ځي، وګړي ځان مجبور ویني چې په قوم او کلیوال او یار اشنا پسې لاړ شي چې وساتل شي.

که خدای مکړه په افغانستان کې له چا سره ظلم وشي، دی په غالب ګومان په دولت کې د هغه ظلم د بازخواست مسوول کس ته نه ورځي، بلکې په یوه زورور اشنا او شناخته پسې ورځي چې د ده غم وکړي. طبعا داسې شناخته کسان چې درسره درېږي، معمولا په خپلو خپلوانو او عزیزانو کې وي. مطلب دا چې کله د حکومت موسسه او د قانون د تطبیق قوه کمزورې شي، قوم او خېل پالنه پخپله پیاوړې کېږي. په افغانستان کې په تېرو څلورو لسیزو کې د قومي سیاست او احساساتو د زیاتېدو یو لوی علت د جګړو په وجه د حکومت له کمزورۍ سره تعلق لري.

ب، مهاجرت

حمزه شینواري په ۱۳۶۴ لمریز هجري کال کې له سپیدې مجلې سره په مرکه کې وویل چې د افغانانو له هجرت سره افغان ادب هم مهاجر شو. د شوروي یرغل په نتیجه کې ویل کېدل چې کابو دریمه برخه افغانان له وطنه وتلي دي. کله چې دومره ګڼ کسان له ټولنې وځي، دا بیا مبالغه نه ده چې د هغې ټولنې ادب و فرهنګ او د ژوند و کلتور ډیر اړخونه هم مهاجر وبولو. د روانې میلادي پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې کابل ډېر لوی او ډېر ودان شو خو د کابل د سولې د کلونو کلتوري سویه پکې ونه لیدل شوه، هغه کلتور چې د څو نسلونو ښاري ژوند په نتیجه کې د کابل اوسېدونکو خپل کړی و، د دوی د پراخو مهاجرتونو په وجه کمزوری شو. خټین دیوالونه کانکریټي شول، مګر د مېلمستیا، د لباس، د واده، د کور د دیکور، د ګلبازي، د مړي ژوندي ګڼ کابلی دودونه پیکه پاته شول او تمدن تاوان وکړ. مهاجرت په نورو لایتونو کې هم دې ته ورته اغېزې لرلې دي.

د افغانانو مهاجرت اوږد شو، لسګونو کلونو ته ورسېد او اکثره هغه افغانان چې له پاکستان او ایران څخه خپل وطن ته راستانه شول، په همدغو وطنونو کې دنیا ته راغلي وو. دغه دوباره لېږد له ځان سره د ژوند بېلې طریقې، بېل فکرونه او بېلې سلیقې راوړې چې له مخکې نه ناهمغږه شوې ټولنه یې نوره هم ناهمغږه کړه.

د مهاجرتونو تر دوران له مخه افغانان که په بېوزلي هیواد کې هم اوسېدل، په خپل وطن یې باور و. افغانستان ورته د یوه تاریخي ملت کور ښکارېده، په وطني رواجونو، ارزښتونو، پیداوارو او خوراکونو کې یې کمالونه لیدل او د نورو تر هغو ورته ښه ښکارېدل خو په راستانه شویو کې یو ګڼ شمېر د کوربنو هیوادونو تر ډېر اثر لاندې راغلي وو.

لویدیځ ته تلليو افغانانو چې له یوه نیمه پرته، او هغه هم د لنډې مودې لپاره، راستانه نه شول، له وطن او وطنوالو سره رابطه تر ډېره حده د تیلفون او تلویزیون او انټرنیټ له لارې وساتله. دوی اکثرو د هیواد په اړه تبصره د هغو تجربو په رڼا کې کوله چې په وطن کې يې لرلې. ځینو یې چې له چپیانو تښتېدلی وو، له چپیانو سره د مخالفت له عینکو د افغانستان پېښو ته کتل او چې د مجاهدینو یا د طالبانو د واک په دوران کې له وطنه وتلي وو، د کابل د ورانۍ پېښې او بدمرغۍ یې له ذهنه نه وتلې. د تجربو تفاوت د فکرونو د تفاوت سبب شو او یو د بل په خبره پوهېدل یې مشکل کړل.

څرنګه چې زموږ د خلکو هجرت د زور او فشار په وجه و او پردی وطن د مېړو قدر کموینه، نو مهاجر چې د وطن په حالاتو تبصره کوي، ممکن توند وغږېږي او د هغو ډلو په مقابل کې کینه پټه نه کړي چې دوی یې له وطنه شړلي وو. دوی چې اوس په وطن کې نه اوسي نو د ترخو تبصرو خطرناکو عواقبو ته ممکن ونه ګوري او د زړه بړاس ایستل ورته د خپلو خبرو تر نورو نتیجو مهم ښکاره شي. دغو یو اړخیزو تبصرو په هیواد کې د یو اړخیزو ذهنیتونو په پیاوړي کولو اثر کړی دی چې ورسره ملي وفاق ته صدمه رسېدلې ده. د جمهوریت له نسکورېدو وروسته مهاجرت ملي وفاق ته یو بل خطر دی.

ج، د معلوماتو کموالی

په افغانستان کې د قومي جنجالونو او بدګومانیو د زیاتېدو یو بل علت دقیقو معلوماتو ته نه توجه ده. موږ ډیر ځله ان په لویو رسنیو کې خبر په دې پیلوو چې ویل کېږي… او انټرنیټي تبلیغات خو مو اکثره د اوازو او حتا خپلو تصوراتو پیداور دي. په افغانستان کې ممکن د هر قوم او هر ولایت اوسېدونکي دا فکر وکړي چې له دوی سره بې انصافي روانه ده. او د دې شي یو علت دا دی چې د بل ولایت او نورو وطنوالو په اړه معلومات نه لرو. فکر کوو چې یوازې زموږ په سیمه کې روغتونونه کم دي، سړکونه کم دي، بریښنا کمه ده یا مثلا ښوونځي کم دي. حقیقت دا دی چې د افغانستان په کوم ځای کې چې دغسې خدمات زیات دي، هلته هم د واقعي ضرورت تر اندازې کم دي نو منفي تصوراتو ته په اسانۍ سره زمینه برابرېږي.

دا سمه ده چې له بودجې رانیولې تر ناامنیو پورې د عمومي سرشمېرنې په مخ کې ډېر خنډونه شته خو

مثلا د صحي یا تعلیمي خدماتو په اړه احصاییه پیدا کول او خپرول مشکل کار نه دی. زموږ رسنیو او سیاستوالو هغو خبرو ته هوا ورکړې ده چې د تبعیض احساس پیاوړی کوي مګر د احصاییو پیدا کولو ته یې پام نه دی اړولی. زما په خیال د دقیقو معلوماتو خپرول به مو یو دې نتیجې ته ورسوي چې تقریبا ټول وطنوال محروم دي، نه خاص خلک او بل که فرضا چیرته یو څه کم وي ،نو په آینده کې به توجه ورته وشي او په اقدام کې به زړه ور شو.

(۵) حکومتونه څه کولای شي؟

ځينې کسان ګومان کوي چې د ملي هویت جوړېدل او پیاوړي کېدل یوه طبیعي پروسه ده او حکومتونه باید پکې نقش ونه لري. دا خبره سمه نه ده. دا د دنیا د هر حکومت دنده ده چې د ملي هویت او له ملي هویت سره د نورو هویتونو او منجمله قومي هویت د انسجام لپاره پالیسی ولري. موږ که په ارین عنصر باندې تاکید کوو، نو ترک قومونه خو ارین نه دي، ایا په دې برخه کې ډیر تاکید مو په ګټه دی، که په تاوان؟ موږ که په حنفي عنصر زیات تاکید وکړو، ایا داسې څه لرو چې شیعه د محرومیت احساس ونه کړي؟ دغسې ګڼ لوی او واړه موضوعات شته چې حکومتونه باید ورته حل لارې ولټوي او انسجام راولي.

چې ملت راټول وي، حکومت ورباندې اسانه شي. چې ملت له نورو ملتونو ځان بېل تعریف کړي، د دولت په قلمرو کې د پردیو د رخنې مخنیوی اسان شي او چې ملت متحد وي، دولت ته فیصلې اسانه شي. نو دولتونه همیشه ملي وحدت ته اړتیا لري او د ملي وحدت په خاطر ملي هویت پیاوړی کوي.

تاجیکستان چې د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې خپلواک شو، په خپله پیسه یې ساماني نوم کیښود او په خپل تاریخ کې یې په ساماني دوره تاکید وکړ. سامانیانو د تاجیکستان تر شتون زر دولس سوه کاله پخوا پاچهي کوله. تاجیکستان په منځنۍ اسیا کې یوازینی هیواد دی چې اکثره اوسېدونکي یې فارسي ژبې او ارین توکمه دي، سامانیانو همدا دوې ځانګړنې لرلې او په منځنۍ اسیا کې له نورو ګاونډیو د تشخیص لپاره تاجیکستان همدغو ځانګړنو ته اړتیا لرله، حال دا چې د سامانیانو پلازمېنه په بخارا کې وه او بخارا د اوزبکستان یوه برخه ده. دغه راز اوزبکستان په خپلو تاریخي شخصیتونو کې تر ټولو ډیر تاکید په تیمور وکړ او امیر علي شیر نوایي چې په هرات کې اوسېدلی او خاورو ته سپارل شوی دی، د اوزبکستان په ملي تاریخ کې لوی ځای وموند. منظور دا چې دولتونه د ملي هویت د عناصرو په انتخاب، تبلیغ او توضیح کې اساسي نقش لري او دا هم ضرور نه ده چې انتخاب کړي اجزا دې له هره حیثه خو ونه لري. تیمور په تاریخ کې په ډیرو قتلونو مشهور دی خو دا یې هم د شخصیت یو اړخ دی چې یو نابغه جنرال و او د خپل پایتخت، سمرقند، ابادلو ته یې خورا زیاته توجه وکړه.

د پاکستان حکومت په ۱۹۶۸ کال کې د لاهور په هغه ځای کې یو یادګاري منار جوړ کړ چې د ۱۹۴۰ کال په مارچ کې آل انډیا مسلم لیګ غونډه کړې او په رسمي ډول یې په ړومبي ځل د هند د مسلمانانو لپاره د بېل هیواد غوښتنه کړې وه. دغه منار (منار پاکستان) اوس په پاکستان کې د ملي هویت یوه لویه نښه ده. د غازي امان الله خان په وخت کې په پغمان کې د طاق ظفر جوړېدل همداسې یو اقدام و چې د افغانستان خلکو ته تر اوسه پورې د ملي هویت او ملي تاریخ مهم سیمبول ښکاري. په پاکستان کې د مسلم لیګ د هغې غونډه او پرېکړې د یاد تازه کولو لپاره هر کال د مارچ په درویشتمه نېټه عمومي رخصتي وي.

د پاکستان حکومت د پاکستان د ملي هویت د تبلیغ لپاره په درسي نصاب کې د پاکستان سټدي په نوم مضمون لري.

په افغانستان کې حکومتونه د ملي هویت او ملي وحدت د پیاوړیتا لپاره په معارف، اطلاعاتو کلتور وزارت، اکادیمي او رسنیو زیاته تکیه کولای شي. رسنۍ که ازادې نه وي، اغېز یې کمېږي. د ا نو تر ډېره حده د ټولنې د منورینو، مصلحینو او ژورنالیستانو خپل مسولیت دی چې ملي خیر په نظر کې ونیسي او هغه ټوکه په ځان ونه کړي چې وایي ګڼ کسان په بېړۍ کې سپاره وو، د یو چا میخ په لاس کې و، بیړۍ یې سورۍ کوله. څنګلوري ورته وویل، مه کوه چې غرق به شو! ده ورته کړه، ستا یې څه، خپل کار مې دی.

په افغانستان کې معارف وزارت، علومو اکاډیمي او اطلاعاتو کلتور وزارت هغه درې مهم دولتي مرکزونه دي چې د ملي هویت د پیاوړتیا لپاره ډیر څه کولای شي. ملي هویت یوه پروژه نه ده چې یو وخت بشپړېږي او بیا زحمت نه غواړي. د ملک او ملت د بقا اړتیا دا ده چې ملي هویت همېشه وپالل شي او نه یوازې د ځینو دودونو او تشریفاتو له لارې (مثلا د خپلواکۍ د ورځې لمانځل یا په ښوونځیو کې هر سهار د ملي سرود اورول) بلکې د نویو علمي تحقیقاتو او هنري تخلیقاتو له لارې په دوامداره توګه پیاوړی شي. که موږ غفلت کوو، معنا یې دا نه ده چې نور ملتونه به هم غافل وي. خدای مکړه داسې وخت به راشي چې زموږ د هیواد خلک به له یو بل سره نه بلکې له پردو ملتونو سره ډېره خپلوي احساسوي او په خپل هیواد، تاریخ، فرهنګ، ملت او هویت کې به جاذبه نه ویني. معارف وزارت، اطلاعات و فرهنګ وزارت او علومو اکاډیمي په خپل دغه مسولیت کې د بري لپاره څه کولای شي؟ څو ټکي دا دي:

الف، معارف

د افغانستان د معارف نظام او درسي کتابونو د ملي وحدت او ملي هویت په پیاوړتیا باندې مثبت اثر لرلی دی او د معارف له نظامه په هر ملک او هر ځای کې همدا توقع کېږي. دولتونه مجبور دي چې د هیواد د ساتنې او د ثبات او پرمختګ لپاره ملي وحدت او ملي هویت ته کار وکړي او معارف د دې کار یوه اصلي ساحه ده. په شلمه پېړۍ کې د علم د فلسفې لوی مورخ او مفکر او شاید د دې ساحې تر ټولو نامتو دانشمند توماس کوهن (Thomas Samuel Kuhn 1922-1996) وایي چې ښوونځی یوازې د علم د زده کړې ځای نه دی بلکې له وطن سره د مینې خپلولو ځای هم دی. همدا د کوهن خبره په یوه یا بله بڼه د نړۍ د مختلفو هیوادونو د معارف وزارت په بنیادي هدفونو کې شامله ده.

زموږ د معارف کتابونه چې له پامیره تر نیمروزه په ټولو سیمو کې تدریس کېږي او د افغانستان د تاریخ، فرهنګ، جغرافیا، ارزښتونو، کلتور او اوسېدونکو په اړه مثبت افکار خپروي، په خپل هیواد باندې د راتلونکو نسلونو باور زیاتوي، اتحاد ته یې هڅوي، د وطن په اړه د سرلوړۍ احساس وربخښي او په مختلفو طریقو یې د خاوري خدمت ته وربولي. د دغو مقصدونو درناوی پکار دی خو د دغو کتابونو د کیفت بهتري یوه لویه اړتیا ده. که څه هم په وروستیو کلونو کې د معارف د کتابونو د بهتري لپاره ځينې مهم کارونه وشول خو ډیر مزل لا په مخ کې دی. د دې مقالې د لیکلو په وخت له ما سره د اتم ټولګي څو کتابونه شته چې زه دلته په۱۳۸۹ کال کې د چاپ شوې دري او په ۱۳۹۲ کال کې د چاپ شوې پښتو دوه، درې مثالونه د دې لپاره راوړم چې د کیفیت د بهتري په اړتیا تاکید وشي.

د پښتو او دري په دغو کتابونو کې د هیواد د ادبیاتو، تاریخ، مشاهیرو، جغرافیې، کلتور، فولکلور، اقتصاد او ځینو نورو مسایلو په اړه درسونه شته چې ملي هویت ورسره پیاوړی کیږي. په دغو کتابونو کې د کمیت له اړخه اخلاص شوی دی خو کیفیت ته چې یو څه ډېره خواري یې غوښته، کافي توجه نه ده شوې.

د غلام محمد میمنه ګي په اړه لیکنه په دغو جملو پیلېږي:« غلام محمد میمنه گی در سال ۱۲۵۲ خ هفت ساله بود که در جمع خانواده به کابل آمد. وی درشهر میمنه ولایت فاریاب در خانواده عبدالباقی خان سرخابی متولد گردید. او از همان آوان کودکی و نوجوانی صاحب استعداد هنری در رسامی بود؛ به شعر و ادبیات علاقمندی و استعداد شعر گویی داشت که با تخلص مصور شعرمی سرود. در ختم تحصیلات عالی برای وی لقب علمی پروفیسوری از جانب استادان المان اعطا گردید، ولی شانزده ساله بود که در گستره هنرشهرت یافت.»

دغه پارګراف او د ۱۳۸۹ کال د اتم ټولګي د دري ګڼ نور درسونه د جملو د ترتیب، د نثر د قوت او د معنا د دقت له نظره بلا ستونزې لري. په دې کتاب کې د (وحدت ملی) په نوم هم یو درس شته چې د کلیشه شویو جملو وړکۍ خزانه ده. د کلیشه شویو جملو په اړه ممکن داسې وګڼو چې خوند به پکې نه وي خو معنا پکې سمه وي، مګر حقیقت دا دی چې په کلیشه شویو جملو کې معنا هم ډېر ځله ژوبله وګڼه. د (وحدت ملی) په لیکنه کې د (افغان) په اړه لولو:« افغان به کسی گفته می شود که به افغانستان، به منافع ملی و وطن و به تمام مردم افغانستان و وحدت مردم آن، احترام،عشق و علاقه داشته باشد و در عمل آن را رعایت کند.» دغه تعریف د افغان له حقوقي تعریف سره اړخ نه لګوي او هسې د ستیج د سر بې مسولیته خبرو ته ورته دي چې صرف د چکچکو په شوق ویل کېږي.

د اتم ټولګي پښتو (د ۱۳۹۲ کال چاپ) د جمله بندي له نظره تر دري بهتره ده خو له یوه داسې متنه کافي فاصله لري چې د وطن په اولاد یې باید پیرزو کړو. په دې کتاب کې د ولسي ادب د یوې برخې په توګه ټوکې را اخیستل شوې دي چې زما په نظر ګټور اقدام دی خو چې کومې ټوکې یې غوره کړې دي، په هغو کې دا ټوکه هم شامله ده:« یو سړی د کب پلورونکی دوکان ته ورغی، یوه کب ته یې خوله ورنژدې کړه. دوکاندار په ملنډو پوښتنه ځنې وکړه چې څه دې ترې وپوښتل؟

سړي ورته وویل: زوی مې سیند وړی دی، د هغه پوښتنه مې ځنې وکړه چې لیدلی خو به یې نه وي.

دوکاندار ورته وویل: نو څه یې درته وویل؟

هغه ځواب ورکړ: را ته ویې ویل چې ما ته پته نشته، ځکه چې ستا زوی یوه اونۍ کېږي چې سیند وړی او زما دا یوه میاشت کېږي چې له سیند نه یې را ایستلی یم.»

دا بېله موضوع ده چې دا وطني ټوکه نه ده. ممکن وویل شي چې نړیوال ګڼې شریکې ټوکې هم لري. زما نیوکه د ټوکې پر محتوا ده. په اخلاقي لحاظ نامناسبه خبره ده چې زموږ د ټوکې د یوه کرکټر زوی دې اوبو وړی وي او موږ دې په دې حالت کې انساني همدردي له پامه وغورځوو، ودې خاندو. د دې حکایت لا حیرانوونکی اړخ دا دی چې د زوی په مړه او ژوندي پسې سرګردانه کس هم غواړي د زوی مړی د ټوکو موضوع وګرځوي.

په دې کتاب کې یو ځای کندهار معرفي کېږي خو متن یې داسې دی لکه د دایرة المعارف یوه مقاله چې خلاصه شوې وي. د ادبیاتو په کتابونو کې د وطن دیوې سیمې معرفي د هیوادنۍ مینې د پاللو لپاره ډېر ګټور کار دی مګر په داسې ځایونو کې کاشکې د یوه لوی لیکوال مثلا د استاد رشتین یوه سفرنامه یا یې یوه برخه را اخیستل شوې وای. دغسې ادبي متن به هم د ژبې او ادبیاتو د کتاب لپاره مناسب و او هم به د وطنپالنې د احساس د پیاوړي کولو هدف پکې په ښه توګه تر لاسه شوی و.

د ملي هویت د پیاوړتیا مقصد دا دی چې له ملت او هیواد سره د وګړي د ژمنتیا احساس پیاوړی شي او له هیواد او اوسېدونکو سره د وګړي مینه زیاته شی. دغسې مینه او عاطفه د ملت د وحدت او انسجام لپاره ضروري ده. منظور دا چې له وطن او وطنوالو سره د پیوستون متن که ښکلی او هنري لیکل شوی وي، نو زړونو ته لار کوي او په فکرونو اثر پرېباسي خو د بدرنګې لیکنې تر ګټې ممکن تاوان زیات وي. څو کاله پخوا معارف وزارت په درسي کتابونو کې د وطندوستي کتاب ورزیات کړ. زه په دې کار چندان خوشحاله نه شوم او علت یې دا و چې د متن په ښه لیکلو مې پوره باور نه و، بله دا چې د ملي وحدت او اتفاق خبرې که د نصیحتونو او تبلیغاتو په بڼه وي، اثر به یې کم وي، خو د ادبیاتو او اجتماعي علومو په کتابونو کې که په غیر مستقیم انداز راشي، اثر به یې زیات وي. د حضرت مولانا په قول:

خوشتر آن باشد که سر دلبران

گفته آید در حدیث دیگران

تر دې چې د ملي وحدت په اړه مقاله لیکو، دا بهتره ده چې د تاریخ په کتابونو کې هغه پېښې یادې کړو چې د اتفاق په برکت مو کامیابي په نصیب شوې ده. یا د ادبیاتو په کتابونو کې د وطن د یوې سیمې په اړه تر جغرافیايي معلوماتو دا بهتره ده چې د یوه ښه یونلیک یوه برخه راوړو یا د وطن د یوې درې، یوه کلي، یوې سیمې، یوه ښار یا تاریخي پېښې په اړه ښکلی شعر انتخاب کړو.

د ملي وحدت، وطنپالنې، ملي هویت او ټولو عالي ارزښتونو د خپلولو تر ټولو اصلي ځای ښوونځی دی. د نوې ځوانۍ په کلونو کې هم د جسم وده چټکه شي، هم د ذهن. په دغو کلونو کې د اجتماعي شخصیت او هویت د لرلو تنده راپیدا شي او هغه فکرونه چې په دې موده کې خپلوو، معمولا ټول عمر راسره وي.

موږ ډېر ځله د پعذابولو له لارې غوښتي دي چې په زده کوونکو او بلکې ټولو خلکو باندې ارزښتونه ومنو چې نتیجه یې خامخا سرچپه وي.

ب، اکاډیمي

ځینې کسان د سولې د کلونو تاریخ انجمن له اوسنۍ اکاډیمي سره پرتله کوي او وایي چې د انجمن کسان کم او امکانات محدود وو مګر کار یې زیات اغېزمن و. د اکاډیمي د کار اغېز ولې کم شو؟ دوامدارې جګړې د فکر کولو قوت ته، چې د واقعي څېړنې لپاره ورته اړتیا ده، سخته صدمه ورسوله او هم یې حکومتونه دومره کمزوري کړل چې په خپلو موسسو یې هغه پخوانی کنټرول پاته نه شو او د اکاډیمي په شمول ټولې دولتي ادارې د سیاستوالو او ګوندونو تر اغېز لاندې راغلې.

د افغانستان له علومو اکاډیمي څخه د توقعاتو مرکزي ټکی دا دی چې څېړنې یې باید د افغانستان پيژندنې په اړه په پرله پسې توګه نوي مواد برابر کړي، داسې مواد چې د وطن په تاریخ، فرهنګ او ارزښتونو باندې باور ورسره پیاوړی شي او پر وطنوالو دا ومني چې موږ د بوټي له بېخه نه یو پیدا، موږ وو، موږ یوو او موږ په دې خاوره کې بهتره سبا لرلای شو. منظور دا نه دی چې د وطن د تاریخ، فرهنګ او ارزښتونو په اړه دې د دروغو تبلیغات وشي، منظور دا دی چې هغه څه چې شته او له سترګو نهام دي، هغه باید په جذابه او رسا ژبه خلکو ته ورسول شي. ځوان کهول د نویو معلوماتو تږی وي او دغه تنده ماتېدل غواړي.

دوامدارو جګړو او د دولت کمزوري طبعا منفي اثر لرلی دی خو ځينې نور عوامل هم شته چې د تاریخ انجمن کار یې د اوسنۍ اکاډیمي تر کار زیات اغېزمن کړی و.

د سولې په کلونو کې چې حکومت د افغانستان د تاریخ او فرهنګ لپاره او په حقیقت کې د افغانستان د هویت د بیان لپاره کار پیلاوه، نو په وطن کې یې په هغو کسانو پسې لټه وکړه چې د قلم او تحقیق په کار کې تکړه وو. دغو تکړه کسانو هم د اکاډیمي بنیاد کېښود او هم د ادب پوهنځي. وروسته بیا د همدې پوهنځي او نورو پوهنځیو د لوړو نومرو فارغانو ته په اکاډیمي کې چارې وسپارل شوې او دا هېر شول چې د لوړو نومرو فارغ که د تحقیق تومنه او د قلم استعداد ونلري، د کار اثربه ونه لیکي.

زما په نظر د اکاډیمي د کار د بهتري لپاره لازمه ده چې د استخدام مقرراتو ته یې بیا کتنه وشی او هغه کسان استخدام شي چې څېړنه یې زده وي، کړې یې وي او په تېر علمي ژوند کې د نوي څه د موندلو ثبوت ولري. که یو څوک په شپاړلس، اتلس یا شل کاله تحصیلي ژوند کې د هیڅ نوي ټکي په موندلو نه وي بریالی شوی، په پاته ژوند کې هم ورته ډېره تمه نه شی کېدای. دغه راز د محقق د قلم قوت لازمي دی، ځکه د ده کتاب که لوستونکی ونلري، نو هم هدف پوره نه شو او ټولنې ته فکر ونه رسېد. عبدالباري جهاني چې د قلم څښتن و او د علمي ژوند په ابتدا کې یې لا د نویو نکتو د موندلو صلاحیت درلود، د وطن د تاریخ په اړه ګټورې څېړنې وکړې خو د ده ځینې همزولي که څه هم تر اخره په اکاډیمي کې پاته شول او تحقیق یې د روزي ذریعه وه، مګر چې دې کار ته جوړ نه وو، نه په پوهنځي کې ښې نومرې، نه په اکاډیمي کې د څېړنې زمینې او نه نورې انګېزې د دې سبب شوې چې د کار شی ولیکي.

په دې لړ کې بل ضروري کار شاید دا وي چې د اکاډیمي د څېړنو ارزیابي له اکاډیمي بهر کسانو ته وسپارل شي. که زما څېړنه هغه څوک ارزوي چې په کلونو راسره په یوه دفتر کې ورځ تېروي، په غالب ګومان د (تو مره حاجی بګو و مه تره ملا) کیسه تکرارېږي. دغه شي په پوهنتونونو کې هم د استادانو تحقیقي کار ته صدمه رسولې ده.

د اکاډیمي د کار د بهتري لپاره لا ضروري اقدام دا ښکاري چې اکاډیمي ورو ورو د تحقیق د تر سره کولو په ځای د تحقیق د مدیریت کولو اداره شي. هغه وخت چې اکاډیمي جوړېده ،په وطن کې د محققانو شمېر ډېر کم وو او حکومت کولای شول چې دوی په یوه ودانۍ کې راټول کړي خو اوس سواد ډېر عام شوی دی، په اکثرو ولایتونو کې پوهنتونونه لرو او د مهاجرتونو په وجه افغان پوهان له کاناډا رانیولې تر استرالیا پورې په ګڼو ملکونو کې خواره واره دي مګر د انټرنیت په برکت رابطه ورسره دومره اسانه ده، لکه د څنګ په کوټه کې چې ناست وي. که اکاډیمي د تحقیق د مدیریت اداره شي، د تحقیق په چاره کې ټول استعدادونه به دا امکان ومومي چې د افغانستان د خیر لپاره څېړنې وکړي. دغسې تحقیقق به لازم کیفیت ځکه ولري چې اکاډیمي به د ناقص تحقیق منلو ته ځان مجبور نه ویني او محقق به په دې پوهېږي چې که معیار ونه ساتي څېړنه یې نه منل کېږي او پروژه بل ته سپارل کېږي. اکاډیمي به دا امکان ومومي چې د هرې ساحې تر ټولو تکړه او نامتو څېرونکو ته کارونه وسپاري. په اوسني سیستم کې چې د څېړنې لپاره موضوع انتخابېږي، د محقق لپاره د کار اساني یې ټاکونکی عامل دی خو که اکاډیمي د څېړنې مدیریت ته مخه کړي، بیا به د څېړنې لپاره د موضوع په انتخاب کې د ټولنې واقعي ضرورت ټاکونکی عامل شي.

د اکادیمي په کار کې دغسې تغییر لګښتونه کموي او کیفیت لوړوي.

ج، اطلاعات او کلتور وزارت

پاچا د خپلې ماڼۍ په باغ کې قدم واهه. د یوه چمن د څنډې له ډبرینې چوکۍ سره یې یو عسکر ولید. پاچا پوښتنه ورنه وکړه: دلته د څه لپاره پېره یې؟ عسکر ځواب ورکړ: قربان دې شم صیب، د ګارد قوماندان راته ویلي دي چې دلته ودرېږه.

پاچا قوماندان راوغوښت او پوښتنه یې ورنه وکړه چې دغه سړی دې دلته ولې درولی دی. د قوماندان ځواب دا و چې مخکیني قوماندان د ماڼۍ د پېرې د ځایونو نقشه ورسپارلې وه او له نقشې سره سم دلته هم یو پېره دار پکار دی.

د پاچا مور چې په دې کیسه خبره شوه، زوی ته یې وویل: ته چې درې کلن وې، یوه ورځ دې د همدې ډبرینې چوکۍ په خوا کې لوبې کولې او په هغه ورځ دا چوکۍ تازه رنګول شوې وه. پلار دې حکم وکړ چې یو عسکر دې دلته ودرېږي چې تا له چوکۍ لرې وساتي چې جامې دې چټلې نه شي. په هغه وخت اوس یو څلوېښت کاله تېرېږي خو د ډبرینې چوکۍ څنګ ته لا تر ننه پورې یو عسکر پېره وي.

پاچا چې د ډبرینې چوکۍ په خوا کې د پېرې په اصلي علت پوه شو، مور ته یې وویل: موږ هره ورځ ډېر کارونه کوو خو په دې نه یو پوه چې ولې یې کوو. د یوه عمل ضرورت ختم وي مګر مونږ په ضرروت پسې نه بلکې په عادت پسې ځو.

دغه حکایت د افغانستان ځينې دولتي ادارې او خصوصا اطلاعاتو فرهنګ وزارت رایادوي. په تېرو سلو کلونو کې کله کله د یوه واقعي ضرورت یا حتا شخصي مقصد په خاطر اداره رامنځ ته شوې ده او وروسته بیا د ضرورت له ختمېدو سره سره اداره په خپل حال پاته شوې او استدلال شوی دی چې که ضرور نه وای، نه به وه.

په دې وزارت کې د ادارو کمی نشته مګر د افغانستان لپاره د فرهنګ او هنر د تولید له ډېرې مهې چارې سره یې رابطه مبهمه ده. د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مقاماتو دا خبره بیا بیا کړې ده چې په ملي بودیجه کې د دوی د وزارت ونډه خورا کمه ده. دوی رشتیا وایي خو دې پوښتنې ته بیا ځواب نه لري چې هغه لږ بودیجه مو د فرهنګ او هنر مولدانو ته ورکړې، که په اداري چارو لګولې ده؟

البته، د تاریخي اسنادو، اشیاوو او آبداتو ساتنه هم د اطلاعات و فرهنګ وزارت یو مهم کار دی چې په دې برخه کې یې دنده مبهمه نه ده. د افغانستان ملي موزیم یو وخت د افغانانو لوی ملي ویاړ او د خوشحالۍ سبب و. ارشیف له نیکه مرغه روغ پاتې دی او آبدات په تېرو لسیزو کې د جګړو د دوام او د بودیجې د کمي په وجه ډېر زیانمن شوي دي.

د تاریخي میراث په ساتنې سربېره پکار ده چې د موجود کلتوري میراث ساتنې ته هم بندوبست ولرو.

نه افغانان او نه بل ملت کولای شي چې خپل هر میراث ژوندی وساتي. وختونه تېرېږي او اړتیاوې بدلېږي خو د هغوی د بېلګو ساتنه او د هغوی په اړه د معلوماتو راټولول مو د خپل تاریخ او تمدن د یوې برخې په ساتلو او په نتیجه کې د خپل هویت په خوندي کولو کې پکارېږي.

زموږ د فولکلور عالمانو په شلمه پېړۍ کې د وطن ګڼې کیسې، متلونه، لنډۍ او د شفاهي ادب او معلوماتو خزانې د خپل وس په اندازه خوندي کړې مګر ډیر څه لا د ولس په حافظه کې پاته دي. د شلمې پېړۍ د منځ په کلونو کې ترکیې د معارف وزارت په مرسته خپل شفاهي ادب راټول کړ. معارف وزارت د ښوونځیو میلیونونو زده کوونکو ته وویل چې په خپلو کورنو، کوڅو، کلیو او شاوخوا سیمو کې ولسي نکلونه،متلونه، شعرونه او نور مواد راټول کړي. په افغانستان کې هم اطلاعات و کلتور وزارت د معارف په مرسته دغسې تجربه پلې کولی شي. زما په خیال داسې کار به زده کوونکو ته یو مثال شي چې یوازې کتابونه نه بلکې ټولنه هم ولولي، فولکور ټولولو ته به عمومي توجه واړوي او د فولکلور محققانو ته به بې انتها مواد په ګوتو ورشي.

د کامې ګوړه، د وردګو کلاګانې، د پنجشیر تلخان، د شمالي ښوروا، د نورستان د لرګي صنعت، د غزني د زیارتونو په اړه باورونه او آداب… په زرګونو داسې ساحې شته چې ثبتول یې پکار دي او لکه د تاریخي آثارو ساتنه چې لازمه ګڼو، د موجود ولسي تمدن عالي بېلګې هم ساتنه غواړي. د کندهار ګومبزي ودانۍ چې د خپلې ارتفاع او انحنا په وجه ښکلې، مضبوطې او د ګرمۍ په موسم کې نسبتا یخې پاتېږي، ممکن یو څه نور ژوند هم وکړي خو اوسنی پرمختللی تمدن د سیلاب غوندې پخواني هر څه په مخه وړي او غوره دا ده چې یو څو ښې بېلګې یې د زمانې له یرغله خوندي کړو. د خوندیتابه دغه کار هم اطلاعات و فرهنګ وزرات ته سپارل کېدای شي.

د یوه هیواد او ملت د دوام لپاره د وطني هنر او فرهنګ وده اساسي اهمیت لري، اطلاعاتو فرهنګ وزارت په خپل اصلي کار کې د بري لپاره مبجور دی چې ساختاري تغییرات راولي او خپله بودیجه تر وسه وسه هغوی ته ورکړي چې فرهنګ او هنر تولیدوي. د فرهنګ او هنر تولید د ناول لیکونکو، شاعرانو، کیسه لیکوالو، انځورګرو… کار دی، نه د اداري مامورینو.

څو لسیزې پخوا چې روسي عسکر له آمو راپورې وتل ،د روسي ادب کلاسیک آثار هم د کابل په کتابپلورنځیو کې زیات شول.د روسي شهکارونو لوستو به په خیال کې د واورینې روسیې صحراګانو ته وروستم، د بې پایه ځنګلونو ننداره به یې راباندې وکړه، د لیننګراد د جګړې شېبې به مې حس کړې، د تورې بحیرې بندرونو ته به لاړم او له چیخوف سره به مې هغه مېرمن ولیده چې یو سپی ورسره و. په ښار کې د روسي ټانکونو لیدلو او په کور کې د روسي شهکارونو لوستلو په ذهني کشمکش کې اچولم. هغه څوک چې په ټانک کې دښمن ښکارېده، په کتاب کې په دوست بدلېده. دغو آثارو به د روسیې په خپلو خلکو څومره اثر کاوه؟ موږ څومره اثار لرو چې له خپلې خاورې او خپلو خلکو سره مو وتړي؟ ایا داسې کیسو لرو چې د جلال اباد په کوڅو کې مو وګرځوي؟ چې د غزني د محمود زمانه راباندې وویني؟ چې د پکتیا ځنګلونو ته مو ورولي؟ چې د بلخ په کروندو کې مو پټ کړي؟

که معارف وزارت،علومو اکاډیمي او اطلاعاتو فرهنګ وزارت ونه توانېږي چې خلک له خپل وطن سره وصل کړي،په خپل ملت یې باوري کړي او له خپل ملي هویت سره یې دلچسپي ورزیاته کړي،بیا دا خطر همیشه شته چې وګړي د پردو هویتونو خپلولو ته مخ واړوي او ټولنه د پیوستون له مشترکو ټکو محرومه شي.

د ټولنې عالمان، منورین، مفکران،رسنۍ، سیاستوال او نخبګان د ملي هویت په پیاوړتیا او کمزورۍ کې لوی نقش لرلای شي. که د دوی همکاري نه وي، حکومتونه هم ډیر څه نه شي کولای. په تېرو کلونو کې چې موږ کوم ملي هویت ته ورسېدو، په هغو کې د لیکوالو، شاعرانو، مورخانو او هنرمندانو برخه خورا زیاته وه. د پروفیسر میمنه ګي، عبدالغفور بریښنا او استاد غوث الدین غوندې نقاشانو، د استاد کهزاد یا استاد حبیبي غوندې مورخانو، د استاد خلیلي، استاد بیتاب یا ملنګ جان غوندې شاعرانو، د استاد اولمیر او مددي غوندې هنرمندانو، د محمود طرزي غوندې مفکرانو، دوی ټولو د ملي هویت په پیاوړتیا کې برخه لرلې ده.البته، د سولې په کلونو کې نه بلکې د جنګ په کلونو کې داسې کسان هم وو چې دغه هویت یې کمزوری کړ.

قطر یوه کوچینۍ ټاپو وزمه ده چې اصلي نفوس یې څه باندې دوه لکه دی خو خدای ورکړي تېل او ګازو دومره پیسې ورکړې دي چې نه پوهېږي څنګه یې تمامې کړي. نظام یې ډېر پیاوړی دی او خلک یې له حکومت سره څه جنجال نلري. اصلي قطریان چې په خپل هیواد کې لس فیصده نفوس جوړوي، د دومره ډیرو بهرنیو شتون هم سره ډېر نژدې کړي دي.

مګر په همدې قطر کې قومي او هویتي جنجالونه شته. دوی په اصل کې ځينې د صحرا عرب او ځینې ساحل میشتې عرب دي. د دوی د کلتوري توپیر د کمولو او د ملي هویت د پیاوړي کولو لپاره حکومت په وروستیو کلونو کې هڅې زیاتې کړې دي. په دوحه کې په ۲۰۱۹ کې یو نوی موزیم جوړ شو چې قطریان یې په بدوي او ساحلي ونه ویشل بلکې داسې یې انځور کړل لکه دواړه ډوله قطریان چې د موسم په حساب هم ساحل مېشتي وو او هم صحرا ته وتل. د موزیم په یوه دیوال لیکلي دي:« د قطر خلک د صحرا او ساحل تر منځ په ازادۍ سره تلل راتلل: رمې یې پوولې، ښکار یې کاوه، سوداګري یې کوله او د ملغلرو په کاروبار بوخت وو.» په نوي موزیم کې هڅه شوې ده چې د ساحلي او صحرایي کلمې له ذهنونو ووځي او ملت یو شي.) د تفصیل لپاره کتلی شئ:(Nationalism and Identity in Qatar after 2017: The Narrative of the New National Museum)

له دغه مثاله مې منظور دا دی چې ان په ډیرو شتمنو، کوچنیو، او د یوې خټې او یوې ژبې په ملتونو کې هم هویتي جنجالونه شته چې حکومتونه او منورین یې د حل کولو کوښښ کوي، نه د زیاتولو. خو موږ نه یوازې حل لارو ته خاص پام کړی دی بلکې کله نا کله مو د افراط لمن نیولې ده، مثلا د هویت او ملي وحدت په بحث کې به په دې ټینګار وشي چې افغانستان خو د یوه قوم نوم دی، دا سم نه دی.

د دغسې بحث عیب څه دی؟

د وطنوالو څو نسلونو چې ځینې مشترک ټکي پیدا کړي او په مختلفو حالاتو کې یې انکار ترې نه دی کړی، دا باید د وحدت په کار کې یوه لویه بریا وګڼو. افغانستان همداسې ټکی دی چې له امانې دورې، د حبیب الله کلکاني تر دورې پورې، او له نادرشاهي تر خلق او پرچمه او د استاد رباني تر دورانه او بالاخره د ۱۳۸۲ کال تر اساسي قانونه پورې چې د نړیوالې ټولنې په حضور کې جوړ شو، هیڅ وخت، هیڅ ګوند یا هیڅ قوم د ملک له نوم سره مخالفت نه دی کړی، نو د دغسې مشترک ټکي مخالفت خو صرف بدګومانۍ راپیدا کوي او فاصلې زیاتوي.

له بلې خوا د ملي هویت له هر ټکي صرف هغه وخت انکار منطقي دی چې د منلو وړ ځای ناستی یې ولرو. کله چې په یوه نوي هویت توافق نه وي شوی او موجود هویت تخریبوو، نتیجه یې لا لوی بحران او کشمکش دی.

البته، د افغانستان د کلمې په برخه کې دا لا بېل بحث دی چې (افغان) له مودو راهیسې د خاص قوم نوم نه دی بلکې د هر قوم غړی افغان دی او دا خبره ادعا نه ده بلکې په مختلفو وختونو کې په اساسي قوانینو کې راغلې ده. بل دا چې د دنیا ګڼ هیوادونه په اصل کې قومي نومونه دي. زموږ په لویدیځ کې ایران د ارین له کلمې سره تړلی دی، حال دا چې په ایران کې ترک او عرب او ترکمن چې ارین نه دي، هم اوسي چې شمېر یې کم نه دی. دغه راز زموږ په شمال کې د ټولو ګاونډیو ملکونو نومونه د قوم او ملت له کلمو رغېدلي دي.

افراط مختلفې بڼې لرلای شي. کله چې څوک د بل د ځورولو لپاره په یوه مثبت ټکي هم ځای بې ځایه تاکید کوي، مطلب دا دی چې خیر نه غواړي، شر یې په زړه کې دی.

وطن د ټولو مشترک کور دی او موږ د شریک کور لپاره هر ځای او هر وخت یو څه کولای شو. د وطن د یوه بوټي د هنري عکس له اخیستلو رانیولې، د یوه کلي تر سفر نامې پورې د هیوادنۍ مینې او ملي هویت د پیاوړتیا لپاره بې شمېره کارونه کېدای شي.

(۶) د عسکري عمومي کېدل

په افغانستان کې د ملي حدت او ملي پیوستون د پیاوړتیا لپاره د عسکري عمومي کېدل هم لوی نقش لرلی شي. کله چې هر ځوان مکلف شي چې د عمر یوه برخه د عسکر په توګه تېره کړي، نو عسکري قشلې به د ملي وحدت په لویو روزنتونونو بدلې شي. په اصل کې د مختلفو سمیو او قومونو د خلکو یو ځای کېدل، که هغه د کار په یوه پروژه کې وي، یا پوهنتون کې، یا د ګل سرخ په مېله کې، د ملت له وحدت سره مرسته کوي. عسکري چې د ملت د شریک ملکیت یعنې وطن د دفاع لپاره وي، د وګړیو د لا زیات پیوستون سبب ګرځېدلی شي.

عمومي اجباري عسکري د معاصرو دولتونو ځانګړنه ده. په تېرو زمانو کې به که کله نا کله عسکري اجباري هم شوه، د لنډې مودې لپاره او په نامنظمه بڼه به وه. معاصرو دولتونو چې بیروکراسي منظمه کړه او خلکو ته یې ځينې ضروري خدمات او اساسي حقونه ومنل، په مقابل کې یې یوه دا توقع وکړه چې وګړي به د هیواد او دولت د دفاع لپاره د عسکري دوره تېروي.

په افغانستان کې تر ۱۳۹۲ کاله پورې، د ډاکتر نجیب الله د حکومت تر سقوطه پورې عسکری عمومي وه. په ۱۳۸۸ کال کې یو ځل پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې حکومت د عسکري په بیا عمومي کېدلو او اجباري کېدلو غور کوي او اراده دا ده چې د جګړې تر ختمېدو وروسته عسکري یو ځل بیا اجباري شي.

د افغانستان له دفاعي، امنیتي ځواکونو سره د نړیوالو مالي مرستو د نشتوالي او د جګړې د ختمېدو په حالت کې بهتره ده چې د عسکري په عمومي کېدو باندې فکر وشي.

په عسکري قشله کې کال یا یونیم کال تېرول، د ځوانانو د وطنپالنې احساس روزي، د مختلفو قومونو او سیمو د اوسېدونکو تر منځ دوستي او اشنایي زیاتوي او په ځوان کهول کې د نظم او دسپلین روحیه، چې د هیواد د پرمختګ لپاره لازمي ده، پیاوړې کوي. په دې سربېره دغسې اردو به ملت ته خپله ښکاري او همدغه احساس پخپله د ثبات د ټینګېدلو یو لوی عامل دی.

(۷) ورزش او موسیقي

ورزشي لوبې د ملي وحدت په پیاوړتیا او د ملي ویاړ په احساسولو کې لویه برخه لرلای شي. په نړۍ کې ورزشي لوبو ته یوازې په دې وجه توجه نه کیږي چې سالمه تفریح ده او روغتیا ته ګټه رسوي، بلکې د ملي وحدت او ملي ویاړ د پیاوړتیا خبره هم پکې شامله ده. په هند او پاکستان کې کرکټ او یا په جرمني او ارجنټاین کې فوټبال د ملي وحدت او ملي غرور په پاللو کې خپله برخه لري.هغو لوبو ته چې د بري امکان مو پکې زیات دی، لا ډېره توجه پکار ده. پهلواني (غېږې) چې په افغانستان کې دودیز ورزش دی، هم په تاریخي لحاظ زموږ د هویت برخه ده او هم پکې ښه ځلېدلي یوو. دغه راز کرکټ چې د توپ ډنډې یو ډول ادامه یې بللای شو، زموږ په وطن کې ښه نتیجه ورکړې ده. زموږ خلک ټیمي کار ته چندان مایل نه ښکاري، کرکټ که څه هم د ټیم لوبه ده خو د هرچا خپله برخه پکې ډېره څرګنده ده، شاید همدا وجه به هم وي چې د پهلواني غوندې پکې د بري چانس ډېر لرو. اوزلوبه که هر څو په نړیوالو ورزشي سیالیو کې نشته خو د ملي هویت په زړه پورې نخښه ده او بهتره ده چې په ټولو ولایتونو کې عامه شي.

دغه راز موسیقي په تفریح سربېره د ملي او اجتماعي مثبتو احساساتو په روزلو کې کې لویه برخه لرلای شي. زموږ وطني موسیقي یوه بېله دنیا ده او د نړۍ د مختلفو ملتونو په نغمو کې د وطني نغمو تشخیص راته مشکل نه وي چې د هویت په بحث کې دا ډېر مهم ټکی دی. زموږ اکثره لوستونکي د داخلي ادبیاتو آثار نه لولي ، خو اکثره وطنوال مو وطني موسیقي اوري. دا د ملي هویت په بحث کې د هیوادنۍ موسیقي یو بل امتیاز دی. موسیقي چې یوازینی سمعي هنر دی او لوستي او نالوستي دواړه ورنه یو شان استفاده کوي، د اغېز ساحه یې ډیره پراخه ده.

موسیقي د ملي ترانو او دغه راز د ښو شعرونو د محتوا له اړخه هم ملي او اجتماعي مثبت احساسات پیاوړی کولای شی.

که موږ خپلې موسیقي ته توجه ونکړو ، خلک به د نړۍ او ګاونډیو موسیقي واوري او په موسیقي پسې به د هغوی تلبیغات او تلقینات هم خپل کړي.

(۸) مثبت احساسات

په وطن کې د جګړو تر پیلېدو پخوا اروپا او امریکا ته تګ اسانه و خو ډیر لږ افغانان دې ته تیار وو چې وطن پرېږدي او په بهر کې ژوند وکړي. د دې شي یو علت په وروستیو لسیزو کې د لېږد یوه عامه څپه ده چې په نورو ملکونو کې هم لیدل کېږي او لا لوی علت یې دا دی چې په وطن کې اور بل و او د شاعر په قول:

څوک به په خوښه له کوره تښتي

خو چې مجبور شي له زوره تښتي

چې په سووکي هم مځکه سره شي

د اور بچی وي له اوره تښتي

د سولې په زمانه کې له وطن سره د مینې، په وطن باندې د باور او په ملي هویت باندې د ویاړ احساسات نسبتا زیات وو.

د هیواد پر پایښت بې باوره ټولنه کې له وطن سره ټړلي امېدونه کمزوري او د هیواد د خدمت جذبه سړه وي. حکومتونه په مختلفو طریقو او په دې لړ کې د ملي سرود له لارې کوښښونه کوي چې په وطن باندې د باور مثبت احساس وپالي. د داوود خان د وخت په ملي سرود کې د دغه احساس پاللو ته زیاته توجه شوې وه:

څو چې دا جهان ودان وي

څو چې لمر په دا جهان وي

څو چې پاته یو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

له وطن سره مینه یو څه بېل احساس دی. دغه احساس د جګړو، بې عدالتیو، بې رحمیو او غمونو په وجه کمزوری کېږي او برعکس سوله، عدالت، لورېینه او خوشحالي د وطن مینه زیاتولای شي. خوشحالي له کلتور سره زیات تعلق لري. مېلې، جشنونه، راشه درشه او خواږه بانډارونه خوشحالۍ ډېروي. د استاد سعدالدین شپون په یوه شعر کې د مهاجر افغان خوب داسې انځورېږي:

خوب وینم باغچه وي ټوله شنه په چنارونو

منځ کې یې صوفه وي ټوله پټه په ټغرونو

خوا کې یې ویاله کې د روڼو اوبو ټوپونه وي

زه یمه یاران وي چلمونه مجلسونه وي

بره خوا پټو کې شولې څڼې باد ته اچوي

خېل وي د چڼچڼوټیټې الوزي اتڼ کوي

ځمکه او اسمان په ګډه وایي ترانه

خوب وینم عالمه که یې څوک راکي مانه

(زه، یاران، چلمونه او مجلسونه) د دغه ښکلي او خوشحاله وطني چاپېریال مرکزي ټکی دی. انسان چې خوشحاله وي، د مځکې او اسمان ترانې اوري، د ویالې د اوبو په بهیر کې ټوپونه ویني او د چنچڼو الوت اتڼ ورته ښکاري.

که وګړي خوشحاله نه وي، بدبیني زیاتېږي او په ملي او اجتماعي چارو کې برخه اخیستل کمېږي. وګړي ځان څومره خپلې خوښې ته پرېښودل شوي احساسوي؟ وګړي ځان څومره بیانولای شي؟ په تفریح کې د انتخاب ساحه څومره پراخه ده؟ اجتماعي روابط تر کومه حده پالل کېږي؟ د بل په ژوند کې مداخله څومره کمه ده؟ د خوشحالۍ بحث له دغسې پوښتنو سره تعلق نیسي.

په ملي هویت ویاړېدل یو بل مثبت احساس دی چې د یوه ملت له بریاوو سره تړاو لري. د ملت د نخبه ګانو، رسنیو او منورینو دنده ده چې خلکو ته د علم، ادب، هنر، تمدن، تاریخ، ورزش یا اقتصاد او سیاست په برخه کې بریاوې بیا بیا وریادې کړي او د نهیلي او وارخطایي مخه ونیسي. د ملي ویاړ د احساسولو په نتیجه کې وګړي ته خپل وطن تر نورو ښه ښکاري او په دې راضي وي چې د پلاني ملت دی.

په وروستیو لسیزو کې چې پرله پسې جګړو بېوزلي او بې عدالتي زیاته کړه او د قهر، کرکې،کسات او نهیلي جذبې یې وپارولې، وګړي په یو بل بدګومانه شول، له هیواد سره هغه پخوانۍ مینه کمه شوه او د وطن په اړه شکونه پیدا شول. په وروستیو څو لسیزو کې چې د پردو اغېز زیات و، وطن ته درناوی نه کول په یو مود بدل شول. له هیواد سره د مینې او په هیواد باندې د ویاړ احساس د ژمنو او منورو کسانو د هڅو په برکت پیاوړی کېدای شي.

د هیواد او ملي هویت په اړه مثبت احساس ملي ویاړ بلل کېږي. زموږ په څېر بېوزله او جګړه ځبلې ټولنه کې د ملي ویاړ اوغرور د پیاوړتیا لپاره شعوري او جدي هڅې ته لا زیاته اړتیا ده. له ورزشي بریا رانیولې تر پوځي او اقتصادي بریا پورې او له تاریخي ویاړونو رانیولې د وطن تر جغرافیایي ښکلاوو پورې د ویاړ لپاره ډیر څه پیدا کولای شو. په وطن کې د جګړو تر پیل کېدو یو کال له مخه په ۱۳۵۶ کې د اریانا افغان هوایي شرکت په جنتري باندې په غټو تورو لیکلي وو چې ( افغانستان بهشت صلح و ارامش). سوله، امنیت او ثبات پخپله ویاړونه دي چې خدای دې هیڅ ملت ترې نه بې برخې کوي.

تر جګړو له مخه کلونو کې به ډله ډله سیاحان افغانستان ته راتلل، د افغانستان په بیابانونو او درو کې به یې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کولې او دا وېره ورسره نه وه چې څوک به یې وځوروي. په هغو کلونو کې سوله او ثبات په ملي ویاړ بدل شوي وو. د مېلمه پالنې خصلت، له یو بل سره د مرستې او لاسنوي عادت او یا مثلا له خپلواکۍ سره د مینې روحیه زموږ د ملي کرکټر ځانګړنې ګڼل کېدې. په وروستیو څو لسیزو کې چې په افریقا کې کله وچکالي راغلې ده، ډیر ځله پکې ګڼ خلک له لوږي مړه شوي دي، خو په دې موده کې افغانستان له لا بدو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی، مګر له بل سره د مرستې روحیه سبب شوې ده چې څوک له لوږې ونه مري او یا د لوږې په وجه مړینه ډېره کمه وي.

د استقلال په لومړیو دوه،درې لسیزو کې چې انګرېزانو لا په هندوستان حکومت کاوه، افغانانو ته خپله خپلواکي د ملي ویاړ مهمه سرچینه وه او افغانستان د ازادۍ د لارې مثال او مخکښ حسابېده. یو وخت د پیښور د جمعې د لمانځه په خطبو کې د افغان پاچا امان الله نوم اخیستل کېده او چې علامه اقبال خپل مهم کتاب (جاوید نامه) د امان الله خان نوم ته ډالۍ کړه نو یوه ورځ ډاکتر عبدالله چغتایی ورنه د دې کار علت وپوښت. علامه اقبال ورته وویل، ما غوښتل دا کتاب د یوه ازاد مسلمان په نوم کړم او په دې سلسله کې مې تر امان الله خان مناسب کس ونه موند.( د یادولو ده چې جاوید نامه اول ځل په ۱۹۳۲ کې یعنې هغه وخت چې د امان الله خان د سلطنت په ختمېدو درې څلور کاله تېر و او د جلاوطنۍ ژوند یې کاوه، خپره شوه.)

له خپلواکۍ سره د افغانانو بې مثاله مینه به په راتلونکو لسیزو کې هم د ملي ویاړ یوه مهمه سرچینه وي خو په دې شرط چې په خپلو کې سره ګوزاره وکړو او د خپلواکۍ له نعمته د استفادې جوګه شو.

په هیواد کې اجتماعي عدالت، د قانون حاکمیت او د سیاسي نظام په مشروعیت باندې باور لرل هم د ملي ویاړ سبب ګرځي.

دلته یوه توضیح ضروري ښکاري. ملي ویاړ یا ملي غرور کله مبهم ،کلي او عمومي وي، لکه موږ ښه یو، موږ ښه تاریخ لرو، موږ ښه هیواد لرو…. خو کله جزیي موارد یادوو، مثلا موږ پرېمانه اوبه لرو، موږ تر انګلستان یا جاپان غټه خاوره لرو، زموږ د وطن خاوره تر هند یا پاکستان یا بنګله دیش د نفوسو په تناسب په مراتبو پراخه ده، موږ د اسیا په زړه کې یو، موږ څلور فصله هوا لرو… دا مشخص موارد دي چې عقلاني دي، او که عمومي او مبهم ویاړونه هم پیاوړي کېږي، د دوی په مرسته کېدوني دي. د پټو سترګو وطن پالنه شاید په داخل کې د رنګارنګي مخه ونیسي او د پردو په اړه بدګوماني زیاته کړي.

په وطن او ملي هویت باندې د پټو سترګو ویاړ ممکن په یوه ملت کې انسجام اسانه کړي خو د خپلو کمزوریو د نه منلو، جګړه مارۍ، شوونیزم او له نورو ملتونو سره د خصومت سبب ګرځي. د ملي ویاړ مثبته او معقوله بڼه له وګړیو سره مرسته کوي چې د خپلې ټولنې اصلاح ته پام واړوي، په خپله ټولنه کې د نظرونو تفاوت وزغمي او نورو ملتونو ته په درنه سترګه وګوري.

(۹) ژبې

د امان الله خان او محمد نادر خان د وخت په اساسي قوانینو کې د ژبې ذکر نشته خو د محمد ظاهر شاه په وخت کې چې د افغانستان دریم اساسي قانون تدوین شو، پښتو او دري رسمي ژبې یادې شوې دي. د دې تغییر معنا دا ده چې د سواد، معارف او مطبوعاتو په پراخېدو او د ملي هویت په بحث کې د ژبې د اهمیت په زیاتېدو سره مقنن لازمه ګڼلې ده چې د ژبې موضوع ته په اساسي قانون کې ځای ورکړي.

د ۱۳۸۲ کال په اساسي قانون کې په پښتو او دري سربېره ځينې نورې ژبې هم په هغو سیمو کې چې خلک پرې خبرې کوي،دریمې رسمي ژبې بلل شوې دي. افغانستان په دې برخه کې تر خپلو ګاونډيو په ښه دریځ کې راغی. مختلف قومونه چې خپلو ژبو ته په رسمي او ملي کچه توجه ویني، ملي وحدت ورسره پیاوړی کیږي.

البته قانون او تطبیق یې دوې بېلې خبرې دي. پښتو او دري له ۱۳۴۳ کال راهیسې په اساسي قانون کې د ټول هېواد رسمي ژبې یادې شوې دي خو زموږ ګڼ شمېر دولسم پاسان او ان مامورین لا دا صلاحیت نه لري چې په دواړو ژبو برلاسي واوسي. په دری ژبو ښوونځيو کې پښتو او په پښتو ژبو ښوونځيو کې دري له څلورم ټولګي پیل کېږي مګر د اتو کلونو له پر له پسې زده کړې سره سره ډیر ځله وینو چې د دولسم فارغان صرف په یوه ژبه کې د خبرو او لیک لوست وړتیا لري.

په پښتو یا دري نه پوهېدل فاصلې زیاتې کړې دي او ملي وحدت ته یې تاوان رسولی دی. حضرت علي(ک) څه ښه فرمایلي دي: خلک له هغه څه سره دښمني کوي چې نه ورباندې پوهېږي.(النَّاسُ أَعْدَاءُ مَا جَهِلُوا)

موږ ته په دا دومره اوږده موده کې دا پوښتنه پیدا نه شوه چې یوه پردۍ ژبه مثلا انګریزي په کال دوه کې په کورس کې چې د ورځې صرف یو ساعت وي، د لیک لوست او خبرو اترو تر کچې زده کېږي، خو خپلې ژبې مو چې ګڼې کلمې پکې شریکې دي، نه زده کېږي، ولې؟ دولتي ادارو مو هم په دې غور ونکړ چې ایا مامورین باید په رسمي ژبو پوه وي که خلک مجبور دي چې د مامور صاحب په ژبه ځان پوه کړي؟ یو نیم وخت د مامورینو لپاره د دواړو ژبو د زده کړې بحث راپارېدلی خو د سیاسي غرضونو ښکار شوی چې ملي وحدت ته یې تر ګټې تاوان ډېر رسېدلی دی. پښتانه لیکوال او منورین معمولا ګیله کوي چې حکومت په رسمیاتو کې د دوی ژبې ته توجه نه ده کړې خو همدا کسان بیا دې ته چندان تیار نه وي چې مثلا په معارف کې د ژبې د زده کړې په ستونزو وغږېږي او یا مامورینو ته د مکتوب لیکنې لاښود کتابونه تالیف کړي او یا مثلا دري پوهانو مو تر اوسه پورې یو داسې قاموس چاپ نکړ چې په بازار کې د ایراني قاموسونو ځای ونیسي. د انګلستان د نولسمې پیړۍ د دویمې نیمایي لوی لیکوال، شاعر او ناول لیکونکی اسکار وایلد وایي چې انګلستان او امریکا له ژبې پرته نور په هر شي کې سره یو شان دي. د ده مطلب دا دی چې د انګلستان د انګریزي په خپل هویت باندې تاکید وشي. موږ هم د نورو هیوادونو په شان د خپلې پښتو او دري په وطني هویت باندې تاکید ته اړتیا لرو.

د پښتو او دري په برخه کې یو بل مشکل دا راپیدا شوی دی چې په زوره کوښښ کېږي چې د دوی لغتونه سره بېل شي. موږ په ټولو افغاني ژبو کې تذکره وایو خو په پښتو او دري کې اوس کوښښ کېږي چې پيژندپاڼه او شناسنامه وویل شی، یا مثلا موږ په ټولو ژبو کې اردو وایو خو رسنیو مو کوښښ وکړ چې پوځ او ارتش یې وبولي. د اردو او تذکرې غوندې هغه کلمې چې د وطن په ټولو ژبو کې شریکې دي او نور ګاونډي یې هم نه استعمالوي، زموږ د فرهنګي وحدت او په نتیجه کې د ملي هویت لپاره آب حیات دي خو موږ هغه د زیب النسا بیګم خبره ده چې:

آنچه ما کردیم با خود هیچ نابینا نکرد

در میان خانه ګم کردیم صاحب خانه را

په دریمو ژبو کې یو مهم ټکی دا دی چې اوزبیکي تر نورو هم د غنا په لحاظ اوهم د ژبو د ویونکو د زیاتوالي په لحاظ بېل ځای لري چې پکار ده دغه خاص اهمیت یې له نظره ونه غورځول شي. اوزبیکي د شمال په اکثرو ولایتونو کې د ویونکو په لحاظ اوله یا دویمه ژبه ده.

عربي چې د قرآن کریم او احادیثو ژبه ده، زموږ لپاره خاص اهمیت لري او په همدې وجه په مکاتبو کې له اووم تر نهم پورې تدریسېږي خو نه زده کېږي. څنګه چې په زده کوونکو باندې هسې هم د ژبو د زده کړې بوج زیات وي نو دا مشکله ده چې عربي زده کړي خو له بلې خوا زموږ د هویت د دیني اړخ په خاطر عربي ته توجه خپل ارزښت لري. نو څه باید وشي؟ زما په خیال بهتره دا ده چې د عربي له اوسنۍ تش په نوم او بې فایدې زده کړې صرف نظر وشي او په بدل کې د هر ولایت په ځينو ښوونځیو کې له څلورمه تر دولسمه داسې تدریس شي چې واقعا زده شي. دغه راز په دیني مدرسو کې باید د عربي واقعي زده کړه لازمه وګرځي چې راتلونکي علما مو د قرآن او حدیث په ژبه پوه وي. له عربي سره دغسې چلند به هم د دیني معرفت او عربي ادب او تمدن په پوهېدلو کې اغیزمن وي او هم به په عربي هیوادونو کې د تجارت او کاروبار لپاره مرستندوی ثابت شي.

(۱۰) څلور جشنونه

ملي جشنونه د کلتور مهمه برخه ده. په جشنونو کې د مختلفو سیمو خلک سره راټولېږي او خوشالي کوي، شریکې خوشحالۍ د زړونو په نژدې کېدو او د یووالي د احساس په روزلو کې لویه برخه لري.

موږ په افغانستان کې څلور ملي یعنې سراسري جشنونه لرو: کمکی اختر، لوی اختر، د خپلواکي جشن او نوروز.

کمکی اختر او لوی اختر مو له نورو مسلمانانو سره شریک دي او زموږ د هویت له اسلامي اړخ سره تعلق نیسي. اخترونه عامې او ولسي خوشحالۍ دي چې هم یې دیني او هم یې ولسي دود بللای شو او له پیړیو راهیسې لمانځنل کیږي.

موږ په دې نه پوهېږو چې په دې خاوره کې د اخترونو د لمانځنې په بڼه کې څومره تغییرات راغلي دي خو دا په یقین سره ویلای شو چې د وخت اثرات به ورباندې خامخا وي.

تر څو لسیزو پخوا پورې په اخترونو کې د تازه میوې رواج نه وو خو چې سړکونه پاخه، لېږد اسانه او د تازه میوو د ساتلو امکانات زیات شول نو په وروستیو دوه، درې لسیزو کې د اختر په دسترخوان باندې د تازه میوې رواج زیات شو. دغه راز د موبایل په زمانه کې ورو ورو دا دود راپیدا شو چې د موبایل له لارې اختر مبارکي ورکړه شي.

زموږ د اخترونو د لمانځنې دود تر ډیره حده زموږ د پخواني ژوند تر اغېز لاندې دی. هغه وخت چې د تلفون، تلویزیون یا موبایل غوندې د ارتباط وسایل نه وو، له سهاره تر ماښامه پورې د منظم کار دود یا نه وو، یا کم وو، له خلکو سره فرصت زیات، معلومات کم او د ملاقات شوق ډېر و. له بلې خوا ښارونه واړه وو او دا مشکله نه وه چې یو څوک د خپلو ټولو دوستانو کورونو ته ورشي. نو په هغه وخت کې د یو بل کور ته په ورتګ او مبارکي ویلو او مجلس کولو کې خوند زیات وو. دغه راز د اختر مصارف کم وو، ځکه ډیر څه په بازار کې نه وو او د متوسطې طبقې خلک چې له یو بل سره سیالي وکړي، خورا لږ وو. بېوزلو دا منلې وه چې بېوزلي دي او په هره سیمه کې د ګوتو د شمار شتمنو ته د اختر په ورځ ډوډۍ ورکول اسانه خبره وه.

خو موږ په خپله زمانه کې چې ښارونه لوی شوي، وختونه کم شوي، استراحت ته اړتیا ډېره شوې او د متوسطې طبقې د پراختیا په وجه سیالي زیاته شوې ده، اخترونه د شپیته کاله پخوا غوندې لمانځو او د یو بل کور ته ورځو.

ایا بهتره نه ده چې د اختر په لمانځنه کې تغییر راولو؟ مثلا اختر مبارکي د کورونو په ځای په عیدګاه کې وکړو او په پاته وخت کې نندارتونونه، هنري مېلې، فرهنګي ناستې، ورزشي سیالۍ، د طبیعت غېږې ته سفر او داسې نور فعالیتونه ولرو. په دې ډول به په اختر کې خوشحالۍ زیاتې شي، مېرمنې به د استراحت او تفریح وخت ومومي، پر بې وزلو به فشار کم او بلکې اختر به ورته د ګټې وټې په یو ښه فرصت بدل شي؛ صنعت، تجارت، ورزش او فرهنګ به هم وده وکړي. اخترونه چې په خاص موسم کې نه ایسارېږي، له موسم سره سم ابتکار غواړي او د ډیرو متنوع خوشحالیو امکان پکې شته.

د لمانځنې اوسنۍ بڼه ښځو ته د خوشحالۍ وخت نه ورکوي او په بې وسه کورنیو فشار زیاتوي. په دود کې تغییر راوستل طبعا اسانه خبره نه ده خو د دولت، رسنیو، علماوو او قومي مصلحانو مثبتې هڅې خامخا رنګ راوړي.

نوروز زموږ بله خوشحالي ده چې دوو ټکو ته پکې پام پکار دی.

یو دا چې له دې خبرې باید انکار ونکړو چې ځينې علما د نوروز په اړه مثبت نظر نلري. دا څه اوسنۍ خبره نه ده. اورنګزیب پاچا هم چې د تقوا دعوه کوله، په هندوستان کې نوروز منع کړ او په اوسني ایران کې هم، چې نوروز د خپل ملي هویت او کلتور یو اصلي عنصر ګڼي، علما له نوروز سره ستونزه لري. د ایران د اوسني رهبر آیت الله خامنه اي خبرې مې یادېږي چې یو وخت یې ویل، نوروز سم دی خو دا باستاني چې ورته وایي، دا سمه نه ده،د نوروز محتوا باید بدله شي.

افغانانو څو لسیزې پخوا د نوروز په ورځ د دهقان مېله لرله. که د نوروز او دهقان مېله سره یو ځای کړو، هم به نوروز لمانځل شوی وي او هم به هغوی قانع شوې وي چې د نوروز لپاره یوه اسلامي محتوا غواړي. ځينې علما په اوزلوبه کې د سخوندر له جسده استفاده ناسمه ګڼي. د دې لپاره چې هم اوزلوبه وشي او هم علما قانع شي، له پلاستیکي ( بز) څخه استفاده پیل شوه. دا د متفاوتو نظرونو د یوځای کولو او حل راایستلو یو ښه مثال دی. نوروز هم باید د کشمکش قرباني نه کړو.

نوروز د ځینو هیوادونو مشترک مال دی خو په عین حال کې خپل افغاني خصوصیات لري. زموږ خلک په همدې ورځ په مزار شریف کې د حضرت شاه ولایت مآب د روضې د جنډې هسکولو دود پالي چې له یوې خوا نوروزي مراسمو ته مذهبي اړخ ورکوي او له بلې خوا په دې مراسمو کې د افغانستان د کابو ټولو ولایتونو خلک را یو ځای کېږي چې د ملي وحدت د پیاوړتیا یو بهترین فرصت دی. په دې سربېره ځينې نور نوروزي دودونه هم لرو چې زموږ خپل دي او تقویت یې پکار دی.

د دغو دریو جشنونو په څنګ کې افغانستان د خپلواکۍ د جشن څښتن و. د شاهي نظام تر نسکورېدو پورې به د سنبلې په لومړیو درې ورځو کې د استقلال جشن جوړېده چې له انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ په ویاړ و. د داوود خان په وخت کې د استقلال د جشن ځای د سرطان په شپږویشتمه نېټه د ده د خپلې کودتا د کامیابي په مناسبت جشن ونیو. دغه نېټې د هر نظام په وخت بدلې شوې خو شاید بهتره وي چې د استقلال جشن را ژوندی کړو ځکه په معاصر تاریخ کې د افغانستان استقلال له انګریزانو څخه په خپلواکي اخیستو سره پیل کېږي او بله دا چې وروسته بیا اکثرو مبارزو متاسفانه داخلي اړخ هم درلود او بلکې تر ډیره حده د هیواد خپل خلک د جګړې دواړو خواوو ته ولاړ وو خو د استقلال په غزا کې داخلي اړخ نه و او ملي اتفاق ورباندې اسانه دی. د هوا له نظره د سنبلې میاشت په افغانستان کې په ازاده فضا کې جشن جوړولو ته مناسبه ده.

د استقلال په جشن کې به عسکري رسم ګذشت و او رسمي- سیاسي اړخ یې پیاوړی و. نوروز اجتماعي او اخترونه دیني- اجتماعي جشنونه دي.

(۱۱) ملي بیرغ، ملي سرود او ملي نښان

ملتونه او هیوادونه د خپلو خلکو د راټولولو لپاره ځینې نخښې او سیمبولونه لري چې ملي بیرغ، ملي سرود او ملي نښان پکې تر نورو ډېر څرګند دي.

ملي بیرغ د ملت له وحدت سره مرسته کوي او د ټولنې غړیو ته دا احساس وربخښي چې موږ خو یو خلک یوو. ملي بیرغ له وطن سره مینه زیاتولای او ملي غرور پیاوړی کولای شي. د یوه هیواد اوسېدونکي د ملي بریاوو او خوشحالیو په مهال په رپانده بیرغ کې د شریکې خوشحالي او شریک ویاړ تجسم ویني او د غم په شېبو کې یې نیم ځوړند بیرغ دې ته وربولي چې په غم کې هم سره بېل نه یوو.

د ملي بیرغ رنګونه او انځورونه د خپل سیمبولیزم په برکت خلکو ته د ملت او وطن په باره کې په دوامداره ډول مثبت فکرونه ورکوي.نیمه پیړۍ پخوا به مو د ملي بیرغ په اړه اورېدل چې تور رنګ یې دا معنا چې یو وخت ازاد نه و، د غلامۍ توره شپه وه، سور رنګ یې د ازادۍ لپاره د غزا او جهاد په معنا دی او زرغون رنګ یې د ازادۍ او سوکالۍ معنا ښندي. بیا مې یو بل تعبیر واورېد چې تور د ابومسلم بیرغ و او ابومسلم ځکه دا رنګ انتخاب کړی و چې د اسلام د پیغمبر بیرغ په همدې رنګ و، سور د افغانانو د جهاد او مبارزو سیبمول دی او زرغون رنګ یې دا دی چې قربانیو نتیجه راوړه، وطن ترقي کوي. د پاکستان د بیرغ یو څه برخه سپینه او ډېره برخه زرغونه ده. پاکستانیان یې داسې تعبیروي چې زرغونه برخه یې د پاکستان د مسلمان اکثریت او سپینه برخه یې د پاکستان د غیر مسلمان اقلیت( هندوان، عیسایان او نور) ښووندویه ده. دا هم ویل کېږي چې سپین یې د سولې او زرغون د سوکالۍ رنګ دی.

د پاکستان ملي بیرغ د دغه هیواد تر نافذ اساسي قانون ډېر کلونه مخکې انتخاب شوی و. په دې خبره کې ما ته قوت نه ښکاري چې د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون اوس نافذ نه دی نو ملي بیرغ هم اهمیت له لاسه ورکړی دی. ملي بیرغ زموږ د وروستي اساسي قانون تر تدوین په لسګونو کاله مخکې رپاند و. نیمه پیړۍ پخوا چې زه د ابتدایه ټولګي زده کوونکی وم، دا بیت به زده کوونکو په خوند خوند زمزمه کاوه:

بیرق ما چه خوب قشنګ است

سیاه و سرخ و سبز رنګ است

بله دا چې د افغانستان په وروستي اساسي قانون کې د بل هر اساسي قانون غوندې د یو ملت د ارزښتونو ذکر کېږي، مثلا د اساسي قانون په دویمه ماده کې راغلي دي چې اسلام زموږ دین دی یا په څلورمه ماده کې راغلي دي چې د دې هیواد هر تبعه ته افغان ویل کېږي، طبعا د ملت ارزښتونه دوامداره وي. د اوسنۍ ترکیې چې اتاتورک یې بنسټګر دی او د عثماني ترکیې په نظامونو، ارزښتونو او واقعیتونو کې د مځکې او اسمان فرق دی مګر په ترکیه کې اوس هم هماغه بیرغ رپاند دی چې د عثماني ترکیې ملي بیرغ و.

پر ملي بیرغونو باندې ممکن د یوه هیواد ملي نښان وي چې د ملي هویت او وحدت یوه بله مهمه نښه ده. د افغانستان ملي نښان د ملي بیرغ په منځ کې راوستل شوی دی. محراب و منبر، په دوو څنډو کې یې دوه بیرغونه، چاپیره ترې د غنمو وږي، په پاسنۍ برخه کې ( لا اله الله محمد رسول الله)،( الله اکبر) او د راختونکي لمر پلوشې، او په لاندۍ برخه کې (۱۲۹۸) کال او د ( افغانستان) کلمه زموږ د ملي نښان اجزا جوړوي چې د افغانستان د اسلامي او افغاني هویت ښووندوی دي. له نیکه مرغه دغه نښان په یو څه تغییر سره زموږ د پخواني ملي او دولتي نښان ادامه ده.

له نېکه مرغه مې ځکه وویل چې د یوه ملت او هیواد د اصلي سیمبولونو بیا بیا بدلول د هغو اهمیت کموي چې ورسره په داخل او خارج کې د هغه ملت او هیواد په اړه تصور ته صدمه رسېږي.

حالات بدلېږي او کله کله د ملت په تاریخ کې دومره لوی تغییر راځي چې ممکن په ملي سیمبولونو هم اثر وکړي خو په هر څه نوي کولو او بېخي بدلولو کې یقینا تر ګټې تاوان زیات دی. ملت چې د وخت په تېرېدو سره له زړو نښو سره عادي شوی او مانوس شوی وي، نوي نښې ممکن د یوې ډلې او یوه جهت وبولي او په دې ډول هغه مزي کمزوري شي چې ملت سره یو ځای او متحد ساتي.

بیا به هم د پاکستان مثال راوړم. پاکستان په خپل څو اویا کلن تاریخ کې له یو داسې عظیم تغییر سره مخامخ شو چې ډېر لږ ملتونه ورسره مخ شوي دي. دغه هیواد په ۱۹۷۱ کال کې دوه ټوټې شو او مشرقي پاکستان د بنګله دیش په نوم ځان بېل ملک وباله، خو پاتې شوي پاکستان نه خپل بیرغ بدل کړ، نه ملي نښان او نه ملي سرود. په ملي بیرغ او ملي سرود کې یې داسې څه نه وو چې مشرقي پاکستان ته پکې مستقیمه اشاره وي مګر په ملي نښان کې یې مشرقي پاکستان (بنګله دیش) څرګند حضور درلود.

د پاکستان ملي نښان چې د دغه هیواد تر ویشل کېدو کابو شپاړلس کاله پخوا تصویب شوی و ، په منځ کې یې څلور بوټي دي: پخته، غنم، چای او جوټ. دا وروستي دوه د هغه وخت د مشرقي پاکستان استازیتوب کوي. په بنګله دیش (د هغه وخت مشرقي پاکستان) کې په کلتوري او تاریخي لحاظ جوټ مهم دي. دغه هیواد د نړۍ د جوټو د تولید اصلي مرکز بلل کېږي. چای هم په تاریخي لحاظ له بنګال او له راج زمانې سره ډیره رابطه لري. بنګله دیش اوس د نړۍ د چایو د تولید یو مهم مرکز دی، حال دا چې اوسنی پاکستان د چایو واردوونکی دی.

دا نښان د جوړېدو په وخت کې د پاکستان د دواړو برخو د اقتصاد او محصولاتو ښووندوی و خو ځکه بدل نه شو چې ملي نښې باید تر وسه وسه بدلې نه شي،ځکه د زمانې تېرېدا پکې قوت او اهمیت پیدا کوي او بله دا چې په هغه وخت کې خو بنګله دیش هم مشرقي پاکستان وو، نو د ماضي درناوی باید وشي.

د پاکستان په ملي نښان کې د ذکر شویو بوټو تر انځور د سپین یاسمن د ګلونو دوې لښتې راتاو دي چې د مغولو د عصر په دودیز هنر کې ورنه زیاته ا ستفاده کېده. پاکستان غواړي ځان په تاریخي لحاظ د مغولو له عصر سره وصل وښيي.

ملي سرود چې د موسیقي په انتخاب یې زیات کار کېږي، د شعر محتوا یې ملت ته خپل هویت او ځینې ارزښتونه وریادوي، د ملت په منځ کې اخوت پیاوړی کوي او په روښانه سبا یې باور زیاتوي، د خپلې هنري ښکلا، عالي محتوا، بیا بیا غږولو او د کورس په بڼه وړاندې کېدلو په وجه په اوسنۍ زمانه کې د ملتونو په یو مهم سیمبول بدل شوی دی. د کورس په بڼه وړاندې کول یې ملت ته د (موږ سره یو یو) احساس وربخښي. ملي سرود د ملي بیرغ غوندې ملت ته د ویاړ اوعظمت احساس ورکوي.

لکه څنګه چې مو وویل ملي نښې باید تر وسه وسه په خپل حال پاتې شي. شوروي اتحاد چې په پنځلس برخو وویشل شو، د هغه اصلي برخه یعنې اوسنۍ روسیه په سیاسي، اقتصادي او هویتي لحاظ له لوی بحران سره مخ شوه خو په بحران باندې لا یوه لسیزه نه وه تېره چې روسانو هغه د چا خبره ځان سره راټول کړ. دوی په دې منځ کې د ملي سرود له پوښتنې سره هم مخ شول. د شوروي اتحاد د زمانې ملي سرود د شعر د محتوا په لحاظ له نوې روسیې سره اړخ نه لګاوه خو د روسانو څو نسلونو په شوروي زمانه کې ژوند کړی و او شوروي ژوند یې د تاریخ برخه وه نو په دوه زرم میلادي کال کې د پوتین په مشرۍ حکومت فیصله وکړه چې د ملي سرود لپاره نوی شعر جوړ کړي خو نغمه او میلودي دې یې د شوروي اتحاد د وخت د ملي سرود وي. ایا موږ له دغسې تجربې استفاده نه شو کولی؟ اوسنۍ جمهوري روسیې د شوروي زمانې بیرغ چې په حقیقت کې د یوه ګوند د ارمانونو بیرغ و، مناسب ونه باله خو نوی بیرغ یې هم جوړ نه کړ، بلکه د شاهي روسیې سپین، شین او سور بیرغ یې یو ځل بیا خپل ملی بیرغ کړ چې د خپل تاریخ او خپلو نیکونو درناوی یې کړی وي.

په دې سربېره ملتونه د خپل هویت او وحدت لپاره ځينې نور سیمبولونه هم لري. مثلا طاووس د هندوستان ملي مرغه او نیلوفر یې ملي ګل دی. د افغانستان د ملي ګل په توګه غاټول او د ملي مارغه په توګه ګوربت یاد شوي دي. دغه انتخاب د افغانستان له فرهنګ سره سمون خوري او طبیعي برېښي خو ډیره عامه او رسمي بڼه یې نه ده خپله کړې چې دغسې موضوعاتو ته د اهل نظرو توجه وضعیت بدلولی شي.

هغه ټولنې چې بېوزلي او تفرقې ځبلي دي، د وحدت او ویاړ د احساس لپاره د ملي بیرغ او ملي سرود غوندې سیمبولونو ته لا زیاتې اړې دي.

(۱۲) جغرافیا

نامتو فیلسوف هایدګر ویلي دي چې جغرافیه د ملي هویت اصلي عامل دی. له جغرافیې څخه منظور هغه خاوره ده چې یو ملت پکې اوسي. جغرافیه که نه وي، د یوه ملت د جوړېدو او ملي هویت نور عناصر لکه خپل تاریخ، ځانګړی دولت او مشترک فرهنګ هم ساه نه اخلي.

د ټاټوبي یوه لویه ځانګړنه دا ده چې پولې لري او دا پکې په حقوقي او رسمي ډول واضح وي چې دا زموږ او هغه پردۍ خاوره ده. د ځان او نورو تر منځ تفاوت احساسول د ملي هویت په بحث کې تر ټولو مهمه نکته ده چې د ټاټوبي پولې د دغه احساس د پیدا کولو ډېر څرګند او اغېزمن عامل دی.

له بلې خوا جغرافیه تر نورو عواملو او عناصرو ثابته او دوامداره ده او وطن تلپاته احساسوو. ما یو وخت د پنجاب د خلکو د شلمې پېړۍ د پیل د کلونو جامې لیدلې، کابو ټولو نارینه وو لنګونه لرل خو اوس په دې سیمه کې لنګ کم شوی دی. د ایران پهلوي دولت په ۱۳۰۷ لمریز هجري کال کې پرېکړه وکړه چې له روحانیونو پرته نور خلک دې د اروپایانو غوندې پطلون اغوندي او له لنډې موده وروسته اروپایي جامه د ایران د کلتور برخه وګرځېده. دا دوه مثالونه مې د دې لپاره راوړل چې که څه هم جامه د ملي هویت برخه ده، خو تغییر پکې په اسانۍ سره راځي ، حال دا چې د وطن خاوره تلپاتی میراث راښکاري. علامه اقبال چي وایي:

افغان باقی، کہسار باقی

الحکم للہ، الملک للہ

د افغانانو پایښت د هغوی د غرونو له پایښت یعنې جغرافیا سره اړوندوي. ملت خپل پرون د وطن په خاوره کې مومي او نن او سبا یې د وطن له خاورې سره غوټه وي: وطن جنت نشان دی، ګلان پکې کرمه.

د کلتور، هنر او تمدن په ایجاد کې د جغرافیې په رول باندې زیاتې خبرې شوې دي، مثلا دا خبره منل شوې ده چې که د اروپا خاوره، هوا او سواحل دغسې نه وای لکه دي چې، نو د سیاست، اقتصاد او تمدن برخلیک به یې خامخا بدل و. د جومات د ګومبزې او منارو معماري چې د عربو د تمدن پیداوار ده، د عربو د سیمې د مشهورې ونې یعنې خرما له بڼې متاثره بلل شوې ده او د هندي معبدونو په معماري کې د رېزه کارۍ او یو ډول ګڼې ګوڼې سبک، د هند د بوټو له ګڼې ګوڼې څخه راوتلی طرز ګڼل شوی دی.

موږ چې وطن یادوو، منظور مو یا د وطن جغرافیه وي، یا وطن او وطنوال دواړه. په دې لنډۍ کې په وطن کې د وطنوالو په عنصر تاکید شوی دی:

وطن د یار په سترګو خوږ دی

چې یار دې نه وي څه وطن څه بې وطنه

خو دا بله لنډۍ د وطن د مفهوم یوه بله تجربه وړاندې کوي:

کمیس مې لنډ ونیسه مورې

وطن پردی دی ترخې خولې رالګوینه

ترخه په پښتو ادب کې د کم ارزښته بوټي سیمبول دی. په لنډیو کې اورو:

د وطن ترخې مې خوراک وای

خوراک مې نه وای د پردي وطن ګلونه

(ترخه چې د ګل په مقابل کې خواره او بې قدره بلل شوې ده، په عین حال کې د بیوزلي وطن او بېوزلي ولس یوه نخښه هم ده او یو پېچلی سیمبولزم لري.)

ټاټوبي ته باید د ملي هویت د تر ټولو پیاوړي عامل په سترګه وګورو او لازمه ده چې دهیواد نقشه مو زړونو او ذهنونو ته لاره وکړي. که په ښوونځي کې د رسم استاد ګل یا منګی یا مېز او چوکۍ رسموي، دا هم کولای شي چې زده کوونکو ته د وطن د نقشې رسم وروښیي.

د وطن په جغرافیه کې بیا ځینې ځایونه سیمبولیک قوت لري، یعنې تر ځان ډېر څه رایادولای شی. پامیر، شمشاد، سپین غر، میوند، بند امیر، هلمند او هندوکش همداسې نومونه دي. د عبدالرحمن خان د زمانې شاعر احمد ګل وایي:

هندوکش د تمامي غرونو امیر دی

رب په ذات د ده کې ایښی څه تاثیر دی

زموږ په کلتور کې پخوا هم د ځینو ځایونو نومونه د وګړیو د نوم لپاره استعمالېدل، لکه کابل یا کندهار خو په شلمه پېړۍ کې چې د ملي هویت بحث ته توجه زیاته شوه، وګړیو د پامیر او میوند غوندې نومونه هم د ځان یا خپلو اولادونو لپاره خوښ کړل. لکه څنګه چې اوس د وګړیو د نوم انتخاب ته زیات پام کېږي، دغسې اوس د ځایونو لپاره د نوم په انتخاب کې دقت زیات شوی دی. ښارونه چې په سرعت سره پراخېږي، د نویو کوڅو، نویو واټونو او نویو ځایونو لپاره نومونو ته اړتیا لري او د دغو نومونو د انتخاب لپاره شوراګانې جوړې شوې دي. دغه نومونې هم د هغې کوڅې او ځای په هویت باندې اثر ښندي او هم د ښار او ملت له هویت سره تړاو پیدا کوي،ځکه خو دقت پکې پکار دی او بې غوري پکې په تاوان ده. د ځایونو، واټونو او سړکونو لپاره په نویو نومونو کې معمولا د هغې سیمې او هیواد مشاهیرو او د ملت ارزښتونو ته پام کېږي. د غزني او کندهار تر منځ یو ځای د لېونو بازار نومېږي، دا نوم طبعا د سیمې په اړه منفي تاثر ښندي.

د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه او څو راوروسته کلونو کې په کابل کې په کوڅو او واټونو باندې د نوم کېښودلو هوس ډېر شو. په لنډه موده کې ګڼو واټونو ته نومونه غوره شول او لوحې یې ولګېدې خو حافظو ته یې لاره ونکړه. دا نومونې ولې ناکامې وې؟

په پخوانو نومونو کې د یو ځای نوم معمولا د هغه مکان له یوه جز او توکي را اخیستل شوی وي. خان اباد او قلعه زال د کندز د دوو ولسوالیو نومونه دي. د خان اباد په نوم کې د دې سیمې د یوه خان او شتمن عنصر شامل دی او د قلعه زال په نوم کې د دې ولسوالۍ د یوې زړې کلا عنصر وینو. دغه قلا چې د رستم د پلار په نوم ده، امو سین ته څېرمه جوړه شوې وه او نخښې یې لا پاته دي. د دې مثالونو له راوړلو مې منظور مې دا دی چې په طبیعي ډول موږ د یو ځای د نوم او هغه ځای د یوه عنصر تر منځ په یوې رابطې پسې ګرځو. دغه عنصر شاید په هغه ځای کې ډېر مهم وي او یا برعکس کم اهمیته وي. د کندز او خان اباد تر منځ یوه سیمه د ادم خان دکان نومېږي. سپین ږیري وایي چې دلته یو وخت د ادم خان نومي کس د لارې د سر یو معمولي دوکان وو او اویا، اتیا کاله پخوا پسې ویل شوي وو چې:

دوکان د ادم خان

د سپږو او د ورږو پکې کان

اوس د کندز او خان اباد تر منځ یوه سیمه دوکان ادم خان نومېږي.

که بېرته د کابل ښار هغو نومَوَنو ته راشو، یو عیب پکې همدا و چې د ځای او د ځای د نوم تر منځ د تناسب عامل ته پام نه و شوی، مثلا د خیرخانې خوا ته یو واټ سلطان محمود غزنوي بلل شوی دی، حال دا چې بهتره وه، له کابله غزني ته تلونکی سړک، مثلا د میرویس میدان او کمپنۍ تر منځ واټ، سلطان محمود غزنوي نومول شوی وای. دغه راز د کارته پروان خوا ته یو واټ د امیرشیرعلي خان په نوم نومول شوی دی، حال دا چې امیر شیرعلي خان د کابل د زاړه ښار استوګن و او ده له زاړه ښاره بهر شیر پور جوړ کړی و، نو ښه خو دا وه چې د ده په نوم واټ د ده له ژوند او فعالیت سره اړونده یوه سیمه کې وای. په شلمه پیړې کې چې یوه سیمه کارته پروان ونومول شوه، نومَوَنه ځکه کامیابه ثابته شوه چې په هغه وخت کې همدا د کابل ښار شمالي څنډه او پروان ته د ښار نژدې سیمه وه، نو یو تناسب و. دا سمه ده چې دغسې تناسبات همیش نه پیدا کېږي خو د نومَوَنو د یو عامل په توګه پام ورته پکار دی.

کله چې موږ یو ځای، یو واټ او یوه کوڅه یادوو، نو په ذهن کې مو معلومې پولې وي، یعنې داسې نه کېږي چې یو واټ دې سر او اخر ونه لري. په ذکر شویو نومونو کې کله کله یو نوم د سړک د دومره لنډې ساحې لپاره ایښودل شوی وي چې خلکو ته دغه ساحه ختمه شوې نه ښکاري. (لکه خان علوم واټ)

د نومَونې مقصد دا نه دی چې خامخا به پخوانی نوم بدلوو، که چېرې پخوانی نوم د معنا په لحاظ نامناسب وي، (لکه د لېونو بازار) یا یوې نوې بې نومه ساحه یا ځای وي، نو مناسب نوم به ورته لټوو. د خلکو حافظو ته درناوی پکار دی او هره ورځ باید نوي، نوي نومونه ورباندې ونه تپل شي. یوه مطبعه د تاسیس له ورځې دولتي مطبعه نومېده او په لګسونو کلونو یې په همدې نوم کتابونه او اخبارونه چاپ کړل خو د نوم کېښودلو هوس د هغې نوم ازادي مطبعه کړ. دغسې کار له حافظې سره ظلم دی. د کابل د قلعه فتح الله په سیمه کې د زرغونې لېسه ډیره مشهوره ده او د هغې مخې ته تېر شوی سړک خلک د زرغونې لیسې سړک بولي، خو د نوم کېښودلو څپې بېخي بل نوم ورته غوره کړی دی. په یوه لنډ تنګ وخت کې د ګڼو نومونو غوره کول که په دقت سره هم وشي، د خلکو حافظې ته درناوی نه ښیي.

د نومونو په منل کېدو کې لنډوالی اثر لري. مېوند واټ یا انصاري څلورلاره په دې وجه هم منل شوي دي چې اوږده نومونه نه وو. دغه راز د ناویګېټر په زمانه کې په ځایونو او واټونو باندې د تکرار نومونو په اړه هم فکر پکار دی.

په ځای(Place) او فضا(Space) کې فرق دی. له ځای او مکان څخه تر ډېره حده منظور د فضا هغه برخه ده چې له انسان سره په رابطه کې ده، انسان بدله کړې او له نورې فضا رابېله کړې ده. جرمني شاعر ګویتې ویلي وو چې: ځنګل او کرونده زما لپاره صرف فضا وه خو زما مینې،تا په مکان بدل کړل…

له ځایونو سره د انسان رابطه ډیره ژوره ده. له یوه ځای او وطن سره تړاو زموږ د فردي او اجتماعي هویت برخه ده. یو څوک ممکن په یوه ښار یا یوه کلي کې نه کور ولري، نه جایداد او نه حتا خپل خپلوان خو ځان به ورنه نه شي بېلولی. موږ د یو ځای یوو او یو ځای زموږ دی.

مکان یوازې یو هندسي او فزیکي شکل نه دی بلکې د بنیادم د خاطرو او تجربو ساحه ده او ځینې مشترک مکانونه لکه د ښار ځينې واټونه، پارکونه، زیارتونه ، جوماتونه او بازارونه دومره اثر ناک وي چې د یوه هیواد یا ښار بې شمېره اوسېدونکي ورسره د خپلوۍ احساس کوي او د شریک هویت برخه ورښکاري. د مزارشریف روضه، د هرات جامع جومات، د غور مینار، د احمدشاه بابا او میرویس نیکه مقبرې، اسمایي دیوال، دارالامان ماڼۍ، تاق ظفر، ارګ او ځينې نورې ودانۍ د افغانانو د مشترکو ودانیو مثالونه دي. دغه راز په کابل ښار کې له شاه دوشمشېره رانیولې تر پل خشتي جوماته پورې د سین دواړو غاړو ته د پل باغ عمومي سیمه هم داسې یوه ساحه ده چې نه یوازې د کابل د اوسېدونکو بلکې اکثرو افغانانو د څو نسلونو د وصل یوه نکته یې بللی شو. یو مکان معمولا د خپلو اجزاوو تر منځ د تناسباتو په وجه اثرناک شي. د دې سیمې ودانۍ معمولا پخوانۍ دي، اکثره یې د هیواد له استقلال څخه په راوروسته کلونو کې د کورنیو جګړو تر پیل کېدو له مخه جوړې شوې دي. په دغو زړو ودانیو کې

د کلاهدوزي (د قره قلي خولیو) یا عینکو په څېر دوکانونه د ودانۍ د سبک او فعالیت تر منځ تناسب پیدا کوي. دغه راز د خلکو د ګڼې په وجه د موټرو برلاسي نه احساسول، د سړکونو له تنګوالي سره سره د سین په وجه پرانیستې فضا، د سین له طبیعي مسیر سره سمه د سړکونو طبیعي انحنا، د شاه دوشمشېره زیارت کوونکي او د جومات کوترې، د زړنو جوماتونو ګومبزې او منارې، زاړه پلونه او ګڼ نور اجزا یو بل ته لاسونه ورکوي، تناسب زېږوي او دې ساحې ته خاص هویت وربخښي چې د افغانستان د خلکو د شریک هویت برخه یې بللای شو. له نېکه مرغه د ښار دغه ساحه نه د تېرو لسیزو په جګړو کې ورانه شوه او نه د تېرو دوو لسیزو بلند منزلو رالاندې کړه. کابل ښاروالي ته پکار ده چې د دې سیمې او نورو سیمو چې هویتي او کلتوري اهمیت لري، په ساتنه کې برخه واخلي، د نویو ودانیو او بلندمنزلو له تاړاکه یې خوندي وساتي او اصلي بڼه یې تباه کېدو ته پرې نه ږدي. په دغسې ځایونو کې سترګې، پوزه، غوږونه، خپله خاطره او د بل خاطره، ټول حواس او ټول ذهن رابیدار شي، سره یو ځای شي او بنیادم له مکان سره وتړي، له داسې مکان سره چې د څو نسلونو یادونو او خوبونو ته یې پناه ورکړې ده.

فضا تاریخ نه لري خو مکان تاریخ لري او د وخت تېرېدل یې اثر زیاتوي. د مکان مادي واقعیت د هغه د اجتماعي واقعیت سیوری دی. که خدای مکړه د ټولنې د مشترکو یادونو ځایونه ړنګوو، اجتماع ړنګوو، خاطره ړنګوو، هویت ړنګوو او تاریخچه ړنګوو.

د مشترکو یادګارونو په ساتنې سربېره بهتره ده چې په نویو ودانیو کې هم د خپل تېر تاریخ د معماري سبکونو ته یو نظر ولرو. په افغانستان کې د تیموري عصر د معماریو نسبتا زیاتې بېلګې پیدا کېږي. دغه ودانۍ چې دنګې دي، په بنیادم باندې رعب اچوي او د کاشي کاریو زېړ او لاجوردي رنګونه یې نندارچي د تېرو زمانو د رازونو ښکلا ته مخامخ دروي. د غزنوي عصر د معماریو په اړه ویل شوي دي چې د افغانستان له مرمرو څخه پکې زیاته استفاده کېدله. د نن او پرون وصلول د هویت په بحث کې مهمه نکته ده.

(۱۳) د قومونو غوښتنې

د داوود خان په جمهوریت کې له سیمې او قوم سره اړوند تخلصونه منع شول. دا کار ظاهرا په دې نیت وشو چې ملي هویت او ملي وحدت پیاوړی شي. په هغه وخت کې چې په رسنیو باندې د حکومت پوره کنټرول و او د بیان ازادي نه وه، حکومت ته خپل کار بې ګټې نه ښکارېده. نور نو خلکو د قومي او سمتي غوښتنو په بیانولو کې تر پخوا ډېر احتیاط کاوه چې د حکومت ځينې سر خوږۍ ورسره کمېدې او دا پیغام یې هم رساوه چې چارواکي خو دومره غیرقومي او غیرسمتي او تر دې حده ملي دي چې ان د قوم او سمت په اساس تخلص لا نه خوښوي.

د دې پالیسي یو عیب دا و چې له ملي هویت سره د قومي، سمتي او نورو هویتونو د انسجام په ځای یې د انکار اسانه لاره غوره کړې وه. شاید استدلال وشي چې قومي او سمتي تمایلاتو ته که هر څومره هوا ورکوو، هغومره زیاتېږي. دا سمه ده خو دا خبره هم سمه ده چې که په دغسې تمایلاتو سترګې پټوو، نور تغییر نه راځي، یوازې زموږ سترګې پټې پاتېږي.

دا به منو چې قومونه غوښتنې لري او دا غوښتنې نه بې اهمیته دي او نه ورنه وېره پکار ده. وېره ځکه نه ده پکار چې په افغانستان کې په لسګونو کلونه جنګونه او جنجالونه وو خو هیڅ قوم د تجزیې اواز نه دی اوچت کړی او هر لوري د هیواد په چوکاټ کې تقاضاوې لرلې دي.

که د جمهوریت په شل کلن دوران کې قومي او سمتي غوښتنو ته وګورو،څو اصلي ټکې پکې مومو:

یو/ دا اواز بیا بیا اورېدل شوی دی چې په پرېکړو او خصوصا لویو فیصلو کې دې شریک یو او داسې باید ونه شي چې زموږ له ژوند او د هیواد له ژوند سره اړونده فیصله کیږي خو په حکومت کې زموږ څوک نه وي چې مشوره ورسره وشي.

دغه ( زموږ څوک) تعریف غواړي. د سولې په کلونو کې چې قومي جوړښتونه په خپل حال پاتې وو، د قام قبیلې او سیمې مشران په اسانه تشخیص کېدل. چې لویې فیصلې به کېدې حکومت د همدغو کسانو لویه جرګه رابلله. په نورو ډېرو چارو کې د ملي شورا منتخبو یا نیمه منتخبو وکیلانو د ملت استازیتوب کاوه. ملکانو، اربابانو او د ګذر وکیلانو په محلي معمولي چارو کې د خلکو او حکومت تر منځ د مشترکې مشورې او رابطې چارې په مخ بیولې. څرنګه چې مقامات د خاص ګوند او یوه فکر کسان نه وو نو که به ډېر زورور هم وو، هر یوه ته ځان په سستم کې یوازې ښکارېده او د ولس د خبرې په نه اورېدلو کې به زړه ور نه و.

د جمهوریت په کلونو کې د ( زموږ د څوک) تشخیص انتخاباتو ته سپارل شوی و.

د ټولنې مصلحانو او د قدرت خاوندانو ته پکار ده چې دې اساسي پوښتنې ته ځواب ومومي. له جګړو راوروسته ټولنه مو تر پخوانۍ ټولنې ډېره سیاسي او ډېره زیاته بدګومانه ده. په دغسې ټولنه کې له مشارکته پرته رضایت او ثبات ممکن نه ښکاري.

دوه/ په پرمختګ، مقرریو او خدماتو کې دې عدالت وي، مثلا د مرکزي افغانستان اوسېدونکو به شکایت کاوه چې پاخه سړکونه نه لري، یا په جنوب او شرق کې به ویل کېدل چې بریښنا مو کمه ده. هر کال په پارلمان کې د بودیجې د تصویب په مهال د هغې د رد کېدا یو دلیل دا ښودل کېده چې په انکشافي پروژو کې د ولایتونو تر منځ عدالت نه دی شوی خو تقریبا هر ځل به له جزیي تغییراتو وروسته تصویب شوه. داسې معلومېده چې جغرافیایي او امنیتي واقعیتونو په ځینو ولایتونو کې تر ځينو نورو د انکشافي پروژو امکان زیاتاوه او د متوازن انکشاف په مخ کې یې خنډونه رامنځ ته کول،مثلا سلما بند یا کمال خان بند ځکه په هرات او نیمروز کې جوړېدل چې هلته لوی سیندونه وو او زابل یا اروزګان ځکه ډېر ځله محروم پاتېدل چې امنیتي حالات یې کړکېچن وو. په دولتي مقرریو کې به کله کله د قوم یا سمت په نمایندګي اواز اوچت شو چې ونډه مو کمه ده. د ملي وحدت او ثبات لپاره پکار ده چې په دولت کې د قومونو، سمتونو او ولایتونو مناسبه ونډه وي . البته، د اوسنۍ زمانې هر دولت دې ته هم اړ دی چې منظمه بیروکراسي ولري، مثلا مقرري یې د قانون او شرایطو په اساس وي او مسلک او تخصص په نظر کې ونیسي.

درې/ غوښتنه کیده چې د ولایت او سیمې چارواکي دې زموږ د خپلو سیمو وي چې په ژبه ورسره پوهېږو او له نورو ځایونو راغلي کسان ممکن د خپلو په اندازه د ولایت له ستونزه سره اشنا نه وي.

د سولې په کلونو کې حکومتونو معمولا بهتره ګڼله چې د ولایت عالیرتبه مامورین د لرې ولایتونو له اوسېدونکو وټاکي. استدلال دا و چې د سیمې کسان په خپله سیمه کې دوستان او رقیبان لري. د جګړې د پیل له کلونو راهیسې په خپله سیمه کې د چارواکو مقررېدل عام شول. دې کار په عمل کې متفاوتې نتیجې لرلې. ځينو دغو چارواکو د خپلو ولایتونو په ودانولو کې ښه برخه واخیسته او د جګړې په وجه کمزوري شوي حکومت سره یې د دولتي ادارو په فعال ساتلو کې مرسته وکړه. په ځینو نورو مواردو کې د سیمې خپلو چارواکو په ولایت کې اختلافات زیات کړل او په خپل ولایت کې دولتي مقام یې د پخوانو رقیبانو د ځبلو لپاره یو فرصت وباله. دا هم ویل کېدل چې په خپل ولایت کې والي کېدل، والي ته د نژدې کسانو یوه شبکه په لاس ورکوي چې د فساد امکان ورسره زیاتېږي.

غوره دا ده چې منتخبې ولایتي شوراګانې ولرو. د تېرو شلو کلونو د ولایتي شوراګانو د تجربې ژوره مطالعه به د لا بهتره شوراګانو په جوړولو کې زیاته مرسته وکړي. زما په نظر، د ولایتي شوراګانو په قانون، له حکومت سره د شورا په رابطې او د شورا په عملي صلاحیتونو کې ابهام موجود وو او د انتخاباتوت بڼې یې هم مشکلات لرل. د ټول ولایت یوه حوزه کولو په نتیجه کې به د ولایت د ځینو سیمو دوه، درې وکیلان ولایتي شورا ته راغلل او ځينې نورې سیمې به بې وکیله پاته شوې، دغه راز د ولایتي شورا غړي به، چې د انتخاباتي رقابت حوزه یې شریکه وه، په خپل منځ کې سره جوړ نه وو او شریک کار ته یې په اسانه ملا نه ټیټېده.( دغه مشکل په ولسي جرګه کې هم وو )

نن سبا د حکومت په کار کې د تمرکز کمولو خبره زیاته کېږي. یو سیاسي تمرکز کمول دي او بل اداري. د اداري تمرکز کمولو مقصد دا دی چې خلک د خپلو سیمو په چارو کې لا ښه برخه واخیستلی شي خو له سیاسي تمرکز کمولو مقصد فدرالیزم دی. په فدرالیزم کې له مرکز سره اختیارات کم وي، ایالتونه خپل حکومتونه او د ایالت په داخل کې پراخ اختیارات لري.

اداري تمرکز کمول کېدونی کار دی او ګټې یې څرګندې دي خو سیاسي تمرکز کمول په عملي لحاظ مشکل ښکاري. له فدرالیزمه که منظور د توکم په اساس اداري ویش وي، مشکل ځکه دی چې قومونه تر ډېره حده سره یو ځای پراته دي او که له فدرالیزمه منظور د اداري چارو د لا بهتره تنظیم لپاره د ایالتونو جوړول وي نو مشکل دا دی چې په افغانستان کې د څو لسیزو دوامدارو جګړو، جنجالونو او بې ثباتیو په وجه دولتي سستم شړېدلی دی. د شړېدلي دولتي سستم معنا دا ده چې قدرت راټول او راغونډ حالت نلري او په منطقي لحاظ یو شی باید اول را ټول او راغوڼډ وي چې بیا وویشل شي او د ثبات سبب وګرځي. شاید همدا علتونه وي چې په تېرو څو لسیزو کې په مختلفو فرصتونو کې ،په انتخاباتو، لویو جرګو، پارلماني فیصلو او د خلکو د ارادې د اظهار په نورو مهمو شېبو کې ، د فدرالیزم اواز یا اوچت شوی او یا بدرګه شوی نه دی.

څلور/ نفوس دې دقیق معلوم شي چې هرې سیمې ته د نفوسو په تناسب توجه وشي او په ولسي جرګه کې هر ولایت د نفوسو په تناسب وکیلان ولري.

د نفوسو په تناسب وکیلان لرل، د اداري واحدونو په جوړښت کې د سیمې د وګړیو شمېر ته کتل او د سیمې د نفوس په تناسب خدمات وړاندې کول، عادلانه غوښتنه ده. د افغانستان په سیاسي مشرانو کې دا خبره عبدالعلي مزاري ډېره کوله خو په داسې وخت کې یې کوله چې لور په لور جګړې وې او په عمل کې څه نه کېدل.

موږ ته لازمه ده چې د اداري واحدونو د جوړېدو واضح معیارونه ولرو او اداري واحدونه مو د قانون په اساس رامنځ ته شي چې په ټولنه کې د بې عدالتي احساس کم او حکومتداري بهتره شي.

افغانستان که د مالي، تخنیکي او سیاسي ستونزو په وجه په نژدې کلونو کې عمومي سرشمېرنه نه شي کولای ، د ملګرو ملتونو یا نورو معتبرو نړیوالو ادارو په مرسته خو واقعیت ته نژدې احصاییه تر لاسه کولای شي چې تکیه ورباندې وکړي او ابهام کم شي. په پرمختګ او خدماتو کې هم تر هر څه اول احصاییې ته اړتیا لرو چې تر نورو محروم ځایونه څرګند او خدماتي ادارې ورته په لومړیتوب ورکولو کې زړه ورې شي.

پنځه/ او بالاخره قومونه غواړي چې د دوی ارزښتونو ته دې په درنه سترګه وکتل شي. دغه ارزښتونه له مذهبي باورونو، کلتور او تاریخ سره اړوند بللای شو.

د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون جعفري مذهب هم رسمي کړ. اوس که په راتلونکي اساسي قانون کې په جعفري مذهب سترګې پټېږي، طبعا د وطن یوه برخه خلک ناراضه کوو. شاید وویل شي چې په افغانستان کې حنفیان اکثریت دي او په تېرو اساسي قوانینو کې یوازې حنفي مذهب رسمي وو، نو په آینده کې هم باید همداسې وشي. خو حقیقت دا دی چې شیعه مذهب د حنفي مذهب ځای نه دی نیولی چې مشکل پېښ شي.

د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون په یوسلو یو دېرشمه ماده کې لولو:« محکمې د اهل تشیع لپاره په شخصیه احوالو پورې مربوطو قضایاوو کې د تشیع د مذهب حکمونه د قانون له احکامو سره سم تطبیقوي.

په نورو دعوو کې هم که په دې اساسي قانون یا نورو قوانینو کې حکم موجود نه وي، محکمې قضیه د دې مذهب له حکمونو سره سم حل و فصل کوي.»

د یوه مذهب پیروان په شخصیه احوالو کې( لکه نکاح، وصیت…)هسې هم د خپل مذهب پیروي کوي، اوس که همدا خبره د هیواد په قانون کې راشي او رسمي شي، نو مخالفت ولې ورسره وشي؟

دغه راز په ښوونځیو کې د جعفري مذهب پیروانو ته د دوی د خپلو مذهبي روایاتو او جعفري فقه په اساس دنیات تدوین کېږي چې د دوی خپل حق دی او د اکثریت مذهب ته څه مشکل نه جوړېږي.

د افغانستان په ځینو اساسي قوانینو کې دا لیکلي دي چې د هیواد اول کس باید حنفي مذهبه وي خو په ځینو نورو کې دا قید نشته. د دې قید ګټه څه ده؟ که خلک وغواړي چې جعفري مذهبه وطندار ولسشمر شي، نو دا حق له خلکو ولې واخیستل شي؟ دغه قید بې له دې چې د هیواد یوه برخه اوسېدونکي د محرومیت احساس وکړي، په عمل کې بله معنا نلري. د ایران د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې یوه ماده وایي چې ولسمشر باید جعفري مذهبه وي. د دې مادې عملي نتیجه دا ده چې یو شمېر ایرانیانو ته یې د محرومیت احساس ورکړی او په دغه هیواد کې یې ملي وحدت ته صدمه رسولې ده.

په وروستیو لسیزو کې په پښتو او دري سربېره نورو ژبو ته هم توجه شوې ده چې د قومونو یوه غوښتنه ده. په دې سربېره د قومونو خاص دودونه، لباسونه، هنرونه، خوراکونه،کلتوري میراثونه او د ژوند شېوې په مختلفو طریقو( مثلا د اتنوګرافي موزیمونو له لارې) ځلېدلی او د وطن نورو ولسونو ته معرفي کېدلی شي.

د تاریخ او تمدن په جوړولو او پرمختګ کې ټول اقشار برخه اخلي خو د تاریخ لیکنې دودیز طرز مو داسې دی چې معمولا د پاچهانو او د قدرت د خاوندانو حال احول بیانوي. دغه دود ممکن د دې سبب شي چې په کومو قومونو کې سلطنتي لړۍ نه وې، هغوی په تاریخ کې د څنډې کېدو احساس وکړي. له بلې خوا موږ د تېرو زمانو په اړه ډېر کم معلومات لرو او یوازې د وروستیو دوه درې پیړیو په اړه یو څه ډیر تاریخي مواد راسره شته چې اروپایان زموږ خاورو ته رانژدې شول.

دغو واقعیتونو ته په پام سره بهتره ده له استقلال څخه وروسته تاریخ باندې ډیر تاکید وشي او د دې دور په تاریخ لیکنه کې یوازې سیاسي او نظامي اړخ ته نه بلکې د علم، هنر، صنعت، ورزش، تجارت، زراعت او نورو ساحو تاریخ لیکنې ته هم اهمیت ورکړو. د ملي وحدت له نظره د دې کار ګټه دا ده چې تر وسه وسه د ډېرو قومونو او قبیلو د مختلفو ساحو تکړه کسان به په تاریخ کې یاد شي او نه یوازې مختلف اقشار بلکې مختلف ولسونه به ځانونه په ملي تاریخ کې وویني. څرنګه چې دغه زمانه له همدې جغرافیې سره تعلق لري نو دغه تاریخ لیکنه به د ملي هویت پیاوړتیا ته ډېره پکار راشي. په تېرو سلو کلونو کې غالۍ اوبدنه زموږ د اقتصاد یوه مهمه برخه او د ویاړ سبب وه. ایا موږ د دغه صنعت او تجارت تاریخ لرو؟ په وروستیو کلونو کې د زعفرانو کر زموږ د بزګرانو یوه ښه بریا وه. دا کر، کله،څنګه، چیرته پیل شو؟ مخکښان یې څوک دي؟ په شلمه پیړۍ کې پنبه په افغانستان کې په لویه پیمانه ورکرل شوه او زموږ د صادراتو په مهم قلم بدله شوه. موږ په کابل کې حبیببیه، اماني، استقلال او څو نورې پخوانۍ او مهمې لیسې لرو، دغسې په هر ولایت کې یوه نیمه ډیره مشهوره او پخوانۍ لېسه وي. موږ کولای شو چې د هرې یوې تاریخچه ولیکو. دغه راز د افغانستان د هوایي ځواک تاریخ، د نسوانو د نهضت تاریخ، د افغانستان د عصري طب تاریخ، د افغانستان د فوټبال یا والیبال تاریخچه او د ژوند د سلګونو لویو او وړو ساحو تاریخچې لیکل کیدای شي چې تر وسه وسه به ډیر اقشار په تاریخ کې شامل شي او تر وسه وسه زیات افغانان به په تاریخ کې حضور ومومي او خپل اتلان به وویني.

د تاریخ په شمول د وطن د ټول ژوند په اړه مستندې او جذابې لیکنې یوازې په دولتي امکاناتو نه کېږي، بلکې تر هر څه اول د قلم خاوندان غواړي. د قلم خاوندان به هاله پیدا کوو چې د اجتماعي علومو او خصوصا ادبیاتو فاکولتې مو په خپلو درسي موادو او طریقو کې تغییر راولي. که له طب پوهنځي طبیب غواړو نو ادب پوهنځی هم که ټولنې ته ادیب تقدیم نه کړي نو کار یې څه شو؟

قومي غوښتنې یا د سیاسي مبارزې، یا د شورش او یا د تجزیې له لارې مطرح کیږي. له نیکه مرغه په افغانستان کې د قومي غوښتنو لپاره نه شورش شوی دی او نه د تجزیې هڅه شوې ده. بله دا چې د افغانستان قومونه تر ډېره حده سره ګډ پراته دي او د تجزیې وېره ډیره په ځای نه ده ، ځکه له یو بله یې رغېدن نشته خو که قومونه ځان محروم وګڼي، د بدو عواقبو خطر یې همیشه شته. هغه دولت چې د قوم نخبه ګانو ته اهمیت نه ورکوي، هره خارجي مداخله یې ورځ بدولای شي. له نخبه څخه منظور هغه څوک دی چې په ټولنه کې اورېدونکي لري.

متل دی وایي، راست اوسه، په لویه لاره نماست اوسه. ځينې شاید استدلال وکړي چې سم اوسېدل پکار دي، نور نو که څوک خپه کېږي، خپل کار یې دی، تاریخ به بالاخره حقیقت ووایي.

خو تاریخ نه بلکې تاریخونه لیکل کېږي او تاریخ لوستونکی نه بلکې لوستونکي لري.

له هغه وروسته چې افغانستان کثیر الملیتي وبلل شو، د خلکو د غوښتنو په وخت د قومونو غوښتنه زیاته کېږي. په دې کې شک نشته چې قومونه غوښتنې لري مګر خلک په اوارو دښتونو او درو کې اوسي، په ښارونو او بانډو کې دېره دي او د سیندونو او نهرونو په غاړه، غاړه اباد دي. د دوی اجتماعي غوښتنې اول سیمه ایزې دي، بیا قومي. برېښنا، روغتون، د اوبو بند یا بله غوښتنه د سیمې لپاره وي، نه د قوم لپاره. د افغانستان قومونه تر ډېره حده سره یو ځای اوسي او غرنۍ جغرافیا د دې سبب شوې ده چې که یو قوم هم په دوو درو کې واوسي، اړتیاوې او غوښتنې یې بېلې وي او ان په هغه یوه دره کې د سرآب او پایان آب د خلکو د ګټو تر منځ واضح توپیرونه وي. سره له دې چې په تېرو درې،څلورو لسیزو کې قومي غوښتنې هم په افغانستان او هم نورو ملکونو کې مخ په زیاتېدو وې خو د خلکو ډیر مسایل له سیمو سره تعلق لري.

سیمو ته په عادلانه توجه کې تر ډېره حده قومي غوښتنو ته هم ځواب ویل کېدای شي.

(۱۴) شریعت او قانون

د ۱۲۹۲ لمریز هجري کال د سنبلې د ۲۵ نېټې په سراج الاخبار افغانیه کې لیکلي دي چې:«در مملکت عزیز ما کلمه قانون از بسیار وقتها یک کلمه نفرت آوری تلقی شده، هر کس از آن رم و اجنتاب ورزیده است و سبب یگانه آن اعتقادیست که گویا قانون را ضد شرع دانسته و مخصوص نصارا پنداشته اند و اگر کدام قانونی وضع و کدام قانون نامۀ نوشته شده هم باشد، آن را قانون نه بلکه دستورالعمل یا نظام نامه گفته اند . چنانچه در زمان حضرت خاقان جنت مکان سابق قانون نامۀ که برای حکام ساخته شده است، آن را دستور العمل حکام گفته اند.»

د قانون کلمه په نولسمه پیړۍ کې افغانستان ته راغله خو نفرت ورڅخه وشو. دغه نفرت ځینې دلایل لرل. قانون د موضوع او مقصد له نظره شریعت ته ډیر ورته دی او طبعا باید ځینو علماوو ته سوال پیدا شوی وي چې د شریعت په شتون کې قانون ته څه اړتیا ده؟ بل دلیل دا و چې اسلامي هیوادونو ته نوی تمدن له استعمار سره راغی او له استعمار سره ټکر، متاسفانه، ډیر ځله له تمدن سره د ټکر سبب شو. په نولسمه پیړۍ کې د دیوبند عالمانو له استعمار سره د مخالفت په وجه، د نوي تمدن له ډېرو ښکارندو سره په اوله کې مخالفت وکړ. مثلا له عکس سره مخالفت، له عصري دواګانو سره مخالفت او یا له راډیو سره مخالفت. په افغانستان کې شاید اوس هم ځینې کسان مثلا واکسینو یا تلویزیون ته د شک په سترګه وګوري.موږ ویلای شو چې د عصري حقوقو پوهې ته، چې د قانون په جامه کې راڅرګنده شوه، په اوله کې د یوې استعماري او غیردیني پدیدې په سترګه وکتل شول او نفرت ورنه تصادفي نه و.

د سراج الاخبار له پاسنۍ لیکنې کابو لس کاله وروسته افغانستان د اساسي قانون څښتن شو خو په اساسي قانون باندې د ( اساسي نظامنامې) نوم کېښودل شو. د هیواد په حقوقي نظام او حکومتداري کې د شریعت د دریځ د تثبیت لپاره د افغانستان مقننانو په نظامنامه کې درج کړل چې پاچا موظف دی چې د شریعت د اصولو په اساس به چلېږي او د اسلام مدافع او خادم به وي. د نظامنامې په یوه بله ماده کې لولو چې محاکم به د اسلام د شریعت پیروي کوي. په دغه ټکی باندې په راتلونکو اساسي قوانینو کې هم په مختلفو بڼو تاکید شوی دی. مثلا د وروستي اساسي قانون په دریمه ماده کې لولو چې په افغانستان کې هیڅ قانون د اسلام د احکامو او معتقداتو خلاف کیدای نه شي.

که څه هم په اوسنۍ اسلامي دنیا کې دا خبره حل شوې غوندې ده چې قانون د شریعت ځای نه نیسي او دواړه هم بېل او هم مشترک موضوعات لري او د ملت او دولت چارې بې قوانینو او بې اساسي قانونه نیمګړې وي، خودا امکان شته چې ځینې کسان قانون او شریعت یو وګڼي، یا د شریعت په شتون کې قانون ته اړتیا ونه ویني او یا قانون ته د شریعت د غلیم په سترګه وګوري، نو پکار ده چې دلته د قانون او شریعت رابطه یو څه نوره واضح شي.

د شریعت د قواعدو اصلي سرچینه الهي ذات ګڼو خو قانون د بشر خپل پیداوار دی. په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې شریعت د قانون ډیره مهمه منبع ده. قانون د وګړیو د اجتماعي روابطو په اړه اصول ټاکي او دولت یې د احکامو د تطبیق ذمه وار دی خو شریعت چې د وګړي د شخصي ژوند په اړه هم زیاتې لارښوونې لري، د حکمونو د تطبیق اصلي ذمه وار یې د وګړي خپل ضمیر دی. که یو څوک په دین عقیده نه لري، نو که دی د شریعت احکام عملي کوي هم، اجر یې نشته، خو که یو څوک په قانون بې باوره هم وي خو چې عمل ورباندې کوي، د قانون د څارونکو له نظره سم چلېږي. شریعت ځینې داسې ساحې لري چې قانون او د حقوقو علم پکې غرض نه شي لرلای، مثلا د اعتقاداتو اوعباداتو ساحه. قانون او شریعت شریکې ساحې هم لري، لکه د کورني ژوند مسایل. دغه راز په قانون کې ګڼې داسې ساحې شته چې شریعت پکې یا بې طرفه دی او یا صرف یو عمومي چوکاټ وړاندې کوي او نور نو خلکو ته اجازه ده چې د زمان او مکان له شرایطو سره سم، خپل اصول وضع کړي، مثلا که د ګمرګ قانون جوړېږي، نو د اوسنیو حقوقو او اقتصاد ماهران به یې راته جوړوي. د اقتصادي تاسیساتو پراختیا بیخي نوي موضوعات زېږولي دي چې له اوسني تمدن سره یې تعلق دی، مثلا د ونډو د بازار موضوعات؛ یا په اساسي حقوقو کې داسې مسایل شته چې په نوې زمانه کې یې اهمیت موندلی دی، مثلا د درې ګونو قواوو د تفکیک موضوع. قانون وګړي ته له دې نظره ګوري چې په ټولنه کې دی او له نورو انسانانو سره په رابطه کې دی خو شریعت وګړي ته په یوازې حال کې هم پام ساتي او له ده غواړي چې ان په خیال او تصور کې لا د شرعې له چوکاټه ونه ځي.

که قانون مات کړو جرم کوو خو که شریعت مات کړو ګناه کوو. د شریعت هغه برخه چې په قانون بدله شي، پولیس او حکومت یې د تعقیب او تطبیق دنده په غاړه اخلي.

ایا د شریعت ټولې برخې په قانون بدلېدای شي؟ نه. تاسې به په خپلو کلیو او ښارونو کې ځینې کسان لیدلي وي چې باټې ولي او لاپې کوي. دوی دروغ وایي او دروغ د قتل غوندې په شریعت کې کبیره ګناه ده، مګر په قانوني لحاظ لاپوک جزا نه ویني. لاپوک ته په قانوني لحاظ ځکه څه نه ویل کېږي چې چا ته صدمه نه رسوي او د نورو حق نه ضایع کوي، خو څرنګه چې باټې په اخلاقي لحاظ د منلو نه دي، نو لاپوک د شریعت له نظره د ګناه او معصیت مرتکب ګرځېدلی دی او په اخرت کې به د خپلو لاپو سزا ویني. د شریعت اخري مقصد دا دی چې د الله تعالی رضا تر لاسه کړو او اخرت مو سم شي خو د قانون اخری هدف دا دی چې د ټولنې چارې تنظیم شي او عدالت ټینګ شي. (عدالت په عام تعبیر کې د ټولنې د وګړیو تر منځ د تړون نتیجه ده. مثلا که څوک خپل کور په لس زره افغانۍ په کرایه ورکړي او کرایه تر لاسه نکړي، نو بې عدالتي ورسره وشوه، خو که د لسو په ځای یولس زره غواړي له مقابل لوري سره بې عدالتي ده.)

د ۱۳۴۳ لمریز هجري کال د اساسي قانون په نهه شپېتمه ماده کې لولو چې قانون د ولسي جرګې او مشرانو جرګې هغه مصوبه ده چې پاچا توشیح کړې وي. که چېرې داسې مصوبه نه وي نو د اسلام د حنفي فقه احکام قانون ګڼل کېدای شي. په دې ځای کې د معاصر قانون دې ځانګړنې ته اشاره شوې ده چې ایجاد او تدوین یې د دولتي نظام کار دی، حال دا چې فقه په بېلابېلو پېړیو کې په مختلفو سیمو کې ځینو متخصصو خو غیردولتي کسانو ایجاد او تدوین کړې ده.( په فقه کې د شریعت پر هغو احکامو بحث کېږي چې له عمل سره تعلق لري.) فقها ممکن په یوه مساله کې بېلابېل نظرات ورکړي او متفاوت تعبیرونه رامنځ ته شي خو چې همدا فقهي موضوع په قانون بدلېږي، د دولتي نظام مقننان یې واحد تعبیر وړاندې کوي او داسې بڼه ورکوي چې د همدغه دولتي نظام له نورو قوانینو سره په ټکر کې نه وي.

دلته یو بل تاریخي حقیقت ته اشاره پکار ده او هغه دا چې په تېرو زمانو کې به مسلمانانو خپل شخصي اختلافات او مسایل فقهاوو ته وروړل او هغوی به حل کول. پاچهانو د فقهاوو په دې پرېکړو باندې معمولا کار نه درلود، خو د اوسنۍ زمانې دولت چې د وګړیو د اختلافاتو حل په غاړه لري ، ځان مجبور ویني چې قوانین تدوین کړي او داسې یې تدوین کړي چې مواد یې د دولت لپاره د اجرا وړ، مشخص او واضح وي. له بلې خوا ، څرنګه چې د اوسنۍ زمانې له دولتونو توقع کېږي چې د ملت په خوښه به جوړېږي، نو د قوانینو د برابرولو په کار کې پارلمانونه چې غړي یې د ملت استازي وي، ټاکونکی نقش لري.

د شریعت او قانون توپیرونو ته په پام سره وایو چې قانون او شریعت دوې سرې بېلې خو اړوندې ساحې دي. شریعت د مسلمانې ټولنې لپاره د قانون جوړولو یوه لویه منبع او فقه د فقهاوو د پیړیو پیړیو زحمت عظیمه خزانه ده چې استفاده ورنه قوانین د ایمان د خاوندانو زړونو ته کوزولای او په ضمیرونو باندې منلی شي. په اوسنۍ زمانه کې چې ژوند ډېر پېچلی او حالات په سرعت سره بدلېدونکي دي، په مختلفو ساحو کې نویو قوانینو ته اړتیا ده او په سر سر کې د قوانینو مور یعنې اساسي قانون ته اړتیا ده چې د یوه ملت د راټولېدو او د یوه معاصر دولت د جوړېدو تر ټولو ستر حقوقي سند دی. اساسي قانون د حکومت وجایب او صلاحیتونه او د ملت اساسي حقوق او مکلفیتونه تعریفوي او ملت ته ډاډ ورکوي چې د زورورو رحم و کرم ته محتاج نه دی بلکې قانون یې ساتونکی او ملاتړی دی.

د اوسنۍ زمانې د سیاسي-حقوقي نظام ډېر بنیادي ټکي لکه د وګړیو تر منځ برابري او اخوت، خلکو ته د خپلو واکمنو د انتخاب حق ورکول او د قانون لاسبري په شریعت کې شته او اسلامي دنیا د اساسي قانون، د درې ګونو قواوو د ویش او د ټاکنو په څېر اصلونه په پراخه کچه منلي دي.

هره هغه ټولنه چې ځان ملت بولي، خپل مستقل دولتي نظام لري او دولتي نظام که اساسي قانون ونلري، په حقوقي لحاظ شړېدلی او کاواکه دی.

د هرې زمانې په سیاسي، حقوقي، اجتماعي او حقوقي نظام باندې د خپل وخت د اړتیاوو سیوری پروت وي. زموږ د تېرو پیړیو په قضایي سستم کې نه درې ګونې محکمې وې او نه مدافع وکیل و، خو اوس یوه نه بلکې درې ګونې محکمې ضروري بولو او دا د عدالت لازمی برخه ګڼو چې متهم دې مدافع وکیل ولري.

(۱۵) مشروعیت

د کندز سپین ږیرو به کیسه کوله چې یو کال پاچا راغلی و، خلک یې هر کلي ته ولاړ وو، ډم ډول واهه او ناڅاپه یې ډول له غاړې کوز کړ، د پاچا په لور یې ورمنډه کړه، ویې ویل: د اوو ولیانو مرتبه لرې، قربان دې شم، لاس دې راکړه چې ښکل یې کړم!

پاچهي چې د زرګونو کلونو سیاسي موسسه ده، د مشروعیت لپاره یې ډیر څه ویل شوي دي. د محمد ظاهر شاه د وخت د دنیات په کتابونو کې دا حدیث هم راغلی و چې السطانُ ظِلُ اللهِ فی الارض (سلطان په مځکه کې د خدای سیوری دی.) هغه کسان چې د شاهي نظام مخالف دي شاید د دې حدیث د صحیح و ضعیف په بحث بوخت شي خو حقیقت دا دی چې د پاچهي موسسې د پېړیو پېړیو دوام ښیي چې دا سیاسي جوړښت بې حکمته نه و. پاچاهي چې ارثي ده، د واک لېږد چاره یې یو څه اسانه وه او دا امکان یې کماوه چې د هر نوي واکمن له راتلو سره ډېرې وینې وبهېږي. له بلې خوا ، پاچا او خپلوان که به یې بې لارې هم وو، خو شمېر یې محدود و، او خلکو تر ډېرو بې لارو زورورو، کم شمېر بې لارې زورور په ګټه ګڼل. د پاچاهي دغسې ځینو ځانګړنو او د هغې په ګټه هغسې ځینو روایتونو یو بل ته لاسونه ورکول او مشروعیت یې ورکاوه. د مشروعیت کلمه له شرعې سره د یوې کورنۍ کلمه ده او شرعه له دین او وحی سره تعلق پیدا کوي، حال دا چې مشروعیت په سیاسي اصطلاحاتو کې د انګرېزي د لیجیټمېسي LEGITIMACY په معنا دی او لیجیټمېسي چې د لیګل LEGAL (قانوني) او د لجسلېشن LEGISLATION (تقنین) له کلمو سره هم ریښه ده ، د قانونیت یا حقانیت معادله معنا ښندي. نو کله چې وایو پلانی حکومت مشروعیت نه لري، منظور پکې دا دی چې خلکو ته د منلو نه دی یا غیرقانوني دی.

د خلکو منل یا نه منل او قانوني یا غیرقانوني والی به څنګه معلوموو؟

یو نظر دا دی چې لویه جرګه راوبلل شي.

د افغانستان تاریخي دود دا دی چې حکومتونو به په فوق العاده حالاتو کې لویه جرګه رابلله او د هغې پرېکړو ته به د ملت د پرېکړو په سترګه کتل کېدل. په اوسنۍ زمانه کې چې د هیواد په چارو کې د خلکو نظر ته ډېر اهمیت ورکول کېږي، ځينې کسان لویه جرګه د مشروعیت لپاره مناسبه ذریعه نه ګڼي. دوی استدلال کوي چې د لویې جرګې برخه وال چې د خلکو د استازو په توګه په جرګه کې برخه اخلي، خلکو د واضح او عادلانه سستم له لارې نه وي ټاکلي، بلکې په لویو جرګو کې تر ډېره حده د حکومت د خپلې خوښې کسان برخه اخلي او حکومتونه د خپلې خوښې فیصلې ورباندې کوي. دوی د خپل استدلال لپاره مثالونه هم وړاندې کوي. مثلا هغه لویه جرګه چې محمد داوود خان یې جمهور رییس وټاکه، په سلګونو کسانو کې د هغه د ټاکنې ان یو مخالف کس پیدا نه شو چې دا غیرفطري خبره ده. البته، داسې مثالونه هم شته چې د لویې جرګې برخه والو د حکومت خوښې ته نه دي کتلي. مثلا په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د پغمان په لویه جرګه کې حکومت وغوښتل چې له صغیرو نجونو سره نکاح منع کړي خو د جرګې یو ګڼ شمېر غړو مخالفت ورسره وکړ.

د لویې جرګې پلویان وایي چې دا د افغانستان یوه تاریخي سیاسي موسسه ده او زموږ د ملي هویت برخه ده. دوی د هغو جرګو مثالونه ورکوي چې د وطن په خیر پکې مهمې فیصلې شوې دي، مثلا هغه لویه جرګه چې احمد شاه ابدالي یې د افغانستان پاچا ومانه، یو داسې څوک یې د ملک لارښود کړ چې په سیاسي، اداري او پوځي لحاظ د بې سارو وړتیاوو څښتن و، یا هغه لویه جرګه چې په دویم نړیوال جنګ کې یې له حکومت څخه د افغانستان د حکومت بې طرفي وغوښته، افغانستان یې د جګړې له لویو مصیبتونو وژغوره.

د لویې جرګې پلویان دا هم وایي چې د عمومي انتخاباتو لپاره ډیرو مالي امکاناتو او امنیتي ترتیباتو ته اړتیا ده چې افغانستان یې حاضر دمه نلري.

په اوسني وخت کې د طالبانو ځينې جدي مخالفان په دې نظر دي چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د مختلفو سیاسي جهتونو غونډه راوبولي او د هغې د فیصلې په نیتجه کې دې یو حکومت جوړ او راتلونکي نظام ته لار پرانیستل شي. دوی وایي چې د طالبانو په واکمنۍ کې که لویه جرګه یا داسې بله غونډه رابلل کېږي نو د طالبانو د خوښې فیصلې به کوي او یو اړخیزې فیصلې به د ستونزو له حل سره مرسته ونه کړي.

د دې غوښتنې په اړه سوال کیږي چې ایا ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه تیار دي چې یو ځل بیا د بن غوندې کنفرانس ته تابیا ونیسي؟ ایا نړیوالې غونډې که هغه ځل مشکل حل نه کړ، اوس به یې حل کړي او په راتلونکي نظام به بیا ټاپه ونه لګېږي چې خارجیانو جوړ کړی دی؟ دغه راز طالبان چې ټول افغانستان یې عملا په کنټرول کې دی، دې ته تیار دي چې دوی ته دې صرف د یو فریق په سترګه وکتل شي او د دوی له کنټروله بېخي بهر فیصلې دې ورته د منلو وي.

د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د حکومت په وخت کې د مشروعیت په څېر لویو فیصلو لپاره د اهل حل و عقد شورا په نوم غونډه جوړه شوه چې نوموړی یې د دوو راتلونکو کلونو لپاره ولسشمر وټاکه خو نتیجه یې ځکه ورنکړه چې له مشکلاتو د راوتلو لپاره فیصلې پکې ونه شوې او اصلي مخالف لوري خو تر جوړېدو له مخه لا پرېکون ورسره اعلان کړی و.

طالبانو هم د خپل حکومت په لومړي دور کې د فوق العاده فیصلو لپاره غونډې راوبللې چې لویو جرګو ته ورته نه وې، ځکه مختلف اقشار پکې نه وو، صرف علما پکې وو، مګر د اهل حل و عقد شورا نوم یې شاید په دې وجه ورته غوره نکړ چې په دې نوم شورا د دوی د مخالف لوري په دور کې جوړه شوې وه. د استاد رباني د وخت په اهل حل و عقد شورا کې د جهادي قومندانانو برخه درنه وه.

د اهل حل و عقد شورا په ګټه استدلال کیږي چې عوام د لویو فیصلو صلاحیت نه لري نو پکار ده چې د لویو فیصلو چارې د ملت عالمانو او صالحانو ته وسپارل شي. د اهل حل و عقد هغه ډول شورا چې په علماوو سربېره نور اقشار هم پکې وي، لویې جرګې ته ورته ده نو ممکن وویل وشي چې بیا خو بهتره ده لویه جرګه وبلل شي چې هم مو د هیواد د سیاسي هویت یو مهم عنصر خوندي پاتې وي او هم د هیواد د سیاسي دود د ادامې په وجه یې د مشروعیت اندازه زیاته شي.

د صالح عالمانو د شورا په مخالفت کې ویل کېږي چې که د ملت د برخلیک فیصلې صرف یو قشر یعنې علما وکړي، نور قشرونه به محرومیت احساس کړي او دا شی به د ملي وحدت او مشروعیت د کمزورۍ سبب وګرځي. بل استدلال دا کېږي چې صالح او متقي عالمان به څنګه معلوموو؟ ځکه اخلاق او تقوا یو کیفیت دی او په دې اړه فیصله ډېره مشکله ده چې پلانی تر پلاني متقی او د شورا د غړیتوب مستحق دی. د علم د اندازې معلومول هم اسانه خبره نه ده او د علماوو په شوراګانو کې په دې اړه معیارونه نه دي وړاندې شوې. ایا هغه څوک به د اهل حل و عقد غړی وي چې په اسلامي علومو کې دوکتورا ولري؟ ایا هغه چې په اسلامي علومو کې یې معتبر تالیفات کړي وي؟ د معیار معلومول په عمل کې سخته ښکاري. البته، دغه اعتراض په لویه جرګه هم کیدای شي چې څوک به د قوم استازی او سپین ږیری بولو؟ تر جګړو له مخه زمانه کې چې زموږ ټولنه تر ډېره حده قبایلي پاته وه، په هره سیمه کې مخور څه نا څه معلوم وو. له بلې خوا تر جګړو له مخه زموږ ټولنه د اوس په نسبت ډېره لږه سیاسي وه. اوسني خلک د خپل استازي د واقعي والي یا غیرواقعي والي په اړه زیات حساس دي. دغسې ستونزو ته په پام سره د ۱۳۸۲ کال په اساسي قانون کې لویه جرګه له سره تعریف شوه او اصلي نقش پکې هغو کسانو ته وسپارل شو چې ملت د عمومي انتخاباتو له لارې غوره کړي دي. (د لویې جرګې د غړیو انتخابي کېدل په اول ځل د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې ذکر شوي وو.)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل تازه چاپ شوي کتاب (دین او سیاست) کې لیکي:« لومړی باید دا واضح کړو چې د اهل حل و عقد اصطلاح نه په قرآن کې مومو، نه د رسول الله ص په احادیثو کې او نه د صحابه وو د دور په روایاتو او اصطلاحاتو کې. دا اصطلاح هغه وخت وزېږېده چې قدرت او امارت موروثي او خانداني شو؛ د سنت خلاف د ځای ناستو ټاکلو بدمرغه بدعت رامنځ ته شو، امراوو وغوښتل چې د درباریانو پرېکړه د ټول امت پرېکړه وګڼل شي او د دوی بیعت د ټول امت د بیعت ځای ناستی! له عام ولس سره د مخامخ کېدو جرات او جسارت یې نه کولو ، پوهېدل چې عام ولس په دوی باندې باور نه لري او رایه نه ورکوي؛ په زور پرې تپل شوي وو؛ د همدې لپاره یې دا حق له عوامو سلب کړ؛خواصو، نخبه وو او درباریانو ته یې انتقال کړ.»

دی دا هم لیکي:« امیر په اصل کې د مسلمانانو خلیفه، وکیل، کفیل او ځای ناستی دی. هر مسلمان که هغه عالم وي او که عالم نه وي د خپل وکیل د ټاکلو حق لري. »

له دغو اقتباسونو مې مطلب دا دی چې د اهل حل و عقد شورا داسې موسسه نه ښکاري چې په اسلام او شریعت کې دې ټینګار ورباندې شوی وي. موږ ویلای شو چې د فوق العاده پرېکړو د کولو لپاره د خلکو د استازو او د شورا او جرګې د غړیو په رابللو کې شریعت مسلمانانو ته اجازه ورکوي چې له حالاتو سره سمه مناسبه طریقه غوره کړي.

د دې لپاره چې په افغانستان کې هم د داخلي او هم خارجي مشروعیت بحران حل شي، د داسې کسانو رابللو ته اړتیا ده چې په ټولنه کې د موجودو سیاسي تمایلاتو او مختلفو اقشارو، خصوصا ښځو استازیتوب وکړي. د ښځو په شتون باندې ځکه ټینګار کوم چې یو خو نیم نفوس جوړوي او بله دا چې په دفترونو او معارف کې د ښځو نشتوالي یو ځل بیا د هغوی د محرومیت موضوع فوق العاده حساسه کړې او داسې وضعیت یې راوستی دی چې د هغوی شتون او د نظام مشروعیت یې لازم او ملزوم ګرځولي دي. د دغسې جرګې د غړیو په ترکیب کې لازمه تنوع او د هغې د فیصلو څرنګوالی دواړه د مشروعیت د بحران په حل کولو کې برخه لرلای شي. که د داسې جرګې په فیصله کې د خلکو اساسي حقوق تامین او په نهایت کې عمومي انتخاباتو ته لاره پرانیستل شي، د مشروعیت داخلي او خارجي بحران دواړه حل کېدای شي.

عمومي ټاکنې چې هر وطنوال پکې صرف د یوې رایې حق لري او ټول پکې برابر دي، د مشروعیت تر ټولو مناسبه طریقه ښکاري. که د ولس د استازو په یوه غونډه کې د مشروعیت دغسې پړاو ته د رسېدو ژمنه وشي، د هیواد مخه به د ثبات او وحدت لوري ته واوړي.

قدرت ممکن په زور راشي خو د دوام او مشروعیت لپاره مجبور دی چې قانون او حقوقو ته غاړه کېږدي او ولس ته اطمینان ورکړي چې د دوی د خوښې او راېې په اساس به ادامه مومي.

د ملک په سیاسي نظام باندې د ملت باور د ملي وحدت لپاره اړین دی. د اساسي قانون او نورو قوانینو د تصویب کار د ولس استازو ته سپارل او د حکومت په چارو کې د خلکو د مختلفو اقشارو شریکول په سیاسي نظام باندې د خلکو د باور پیدا کولو لپاره ضروري اقدامات دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.