اغزن سيم داغزنومخولپاره

 

لیکوال : حبيب الله غمخور
يادونه : داغزن تارغځول افغانستان ته دترهگرودمخنوی لپاره نه بلکې ديوې سرحدي کرښې دپه رسميت پېژندلوپه موخه دپاکستان سنجول سوې پروژه وه چي متاسفانه په پلې کولو کي یې بريالی سول اوداشرف غني دحاکميت په وروستی کال کښي یې دتورخم دروازې دپرانستلو په رسمی مراسيموکي د پاکستان له لمړی وزيرهمدغه عمران خان اونوروپوځي چارواکوترڅنگ دننگر هاروالي،دسوداگري وزيراونورولوړرتبه افغان چارواکوگډون درلودچې پدې ډول مراسيمو کي گډون په سياسي اوديپلوماتيکه ژبه ددې دروازې په رسميت پيژندلومعنا درلوده،ځکه خودبي شمېره افغانانو لخوادسخت غبرگون سره مخامخ سواوما په هغه ورځ پردې معاملې ليکنه کې دځان اوخپل وياړ لی ولس غبرگون څرگندکړ ،ځکه دپاکستان دجوړېدونه دالمړی ځل دی چې پر دې لعنتي کرښه دمصنوعی دروازوپرانستلو مراسيم جوړېږي اوپاکستانی چارواکوداکارتصادفي نه بلکی يوسنجول سوي حرکت وو.
دريمه او وروستۍ برخه :
جنرال امريکايي مايک مولين، پيش بيني مي کند: فقط در صورت مبارزۀ کاملا ًموثر عليهِ پايگاه هاي نظامي طالبان و القا عده درمناطق مرزي ميان افغانستان و پاکستان، افغانستان داراي يک چانس براي يک آغاز نو خواهد شد. و فقط دراين صورت جهان ازحملات وحشتبار تروريستي طالبان و القا عده در امان خواهد ماند. او تاکيد مي کند: “در منطقۀ مرزي پاکستان و افغا نستان،طراحان حملات بزرگ بعدي تروريستي القاعده نشسته اندو چالش نيزدرهمانجا وجود دارد.ما بايدراهي بيابيم تا خود را با اين چالش مواجه سازيم.”
نظر به داوري سازمان استخبارات ايالات متحده امريکا CIA نيز بدون يک مبارزۀ موثر عليه دهشت افگني طالبان و القاعده درمناطق مرزي درشمال غرب پاکستان، ناتو درافغانستان به شکست حتمي روبرو است.
نظربه اطلاعات CIA ازسال 2004 به اين سو تمام حملات تروريستي درافر يقا و اروپا، درمنطقۀ مرزي ميان افغانستان و پاکستان طرح ريزي شده اند.
دمۍ پر ۱۱ نټه په واشنگټن کې دوينا په وخت دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزيرجان نيگرو پونټې وويل چې دپاکستان نوى حکومت په دې ښه پوهيږي چې بايددافغانستان پولې ته څېرمه په قبائيلي سيمو کې خپل کنټرول غښتلي کړي .
پونټې وویل : (( موږ د پاکستان له پوځي او ملکي مشر تابه څخه تمه کوو چې دپاکستان په سرحدي سيمو کې ‌به د افراطيت پر ضد زموږ ټينګ متحدين پاتې شي.د پاکستان حکومت په دې ښه پوهيږي چې په دغو سيمو د خپل کنټرول غښتلي کول بايد ددوي مهم لومړيتوب وي. زه په ښکاره ويل غواړم چې موږدپاکستان په قبايلي سيمو کې دتاوتریخوالي او افراطيت بشپړه خاتمه غواړو.موږ دا نشو زغملئ چې په دغو سيمو کې ميشت افراطي عناصرپه افغانستان، پاکستان اودنړۍ په نوروسيمو کې بريدونه وکړي.))
د پاکستان د چارو کار پوهان ګومان کوي چې واشنگټن اوس انديښمن دى چې دصدر اعظم يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ کې نوی حکومت هڅه کوي چې دهيوادپه قبايلي سيمو اوصوبه سرحدکې دطالبانو اووسلوالو مخالفينو سره مذاکرې وکړي او له دوئ سره دسولې تړونونه وکړي .مگر بل پلوته بيا دامريکا دبهرنيو چارو وزيره په غير مستقيم توگه دپاکستان له حکومت نه پلوی کوي،اونه غواړي چې دپاکستان دحکومت پر خلاف دافغان ولس ملي احساسات راوپارېږي .
ددغوپېښو سره يوځاي دادۍ يوځل بيادپاکستان نوی حکومت دکاندوليزارايس په وينا دموکراتيک حکومت داخبره راپورته کړ چې پر پوله (ډيورنډکرښه) باندي اغزن ديوال تير سي.
لومړی خودغه کار په خپله ددې شاهدې ورکوی چي په رښتيا سره له پاکستان څخه ترهگرافغانستان ته راځی اودپاکستان دولت غواړي دوي په اغزن ديوال سره راوگرځوي.خوددي سره په څنگ کي داخبره له نظره غورځوی چې داغزن ديوال په تېرېدوسره به دسيمي نور خلک له څومره ستونزو سره مخامخ سي اوولي ددو ورڼوتر منځ اغزن ديوال تيرسي؟اياپه ارښتا سره به دا اغزن ديوال دترهگر مخه ونيسي؟ چي داسي نده .
زموږ اوپاکستان ترمنځ دانه پېژندل سوي کرښه ډيره اوږده ده اوپه رښتياسره په غرو رغوکي تيره سوېده،هره لحظه کېداي سي دغه اغزن سيم يوڅوک غوڅ اوترهگرله هغه نه تير سي.که رښتيا سره ووايونودپاکستان هدف داغزن ديوال له جوړېدونه دترهگرو مخنيوی نه بلکه پدې نامه دډيورنډ دکرښې برخه ليک پرخپل سر ټاکل دی يعني دوي اغزن دېوال داغزنوموخولپار تېروي نه په افغانستان کي دسولي اوثبات لپاره ! داسي ويل کيږي کله چي بې نظير بوټو دخپل صدارت په وخت کي دطالبانوڅخه بې ساری ملاتړ پيل کړ موخه ئې داوه چي دهغوي په مرسته دابد لپاره دډيورنډ دکرښي مسله حل کړي .مگر هغوي تر پايه پر ټول ملک حاکمان نشول اونه هم چاله هغوي سره دمنل چي دوي داکار وکړي .
له نن څخه څوورځی وړاندي دپاکستان نوي حکومت خبر ورکړ چي د افغا نستان اوسنۍ پولو ته څيرمه خپله هغه په سټلایټ سیستم ثمباله څارونکي دستګاه نصبه کړي ده چې کولاي شي په پولوکې هر ډول شورشي او کشفي کړني وڅاري .دا دستګاه له سپوږمکۍ څخه کنترولیږي او شیبه په شیبه کولای شي هر ډول انځورونه او خوزښتونه ثبت او په اسلام آباد کې د دې دستګا مرکز ته په رنګینه بڼه مخابره کړي.دا دستګاه به له اسلام آباد څخه کنترولیږي . دوي وايي ددې سيستم په مرسته به پر کرښه دترهگرودترېدو مخه ونيسي ،داسمه خبره ده کولاي سي دا کار وکړی .سره لدې چي دټولوعينی بېلگوپر بنيادټولي نړی ته داروښانه ده چي دپاکستان امنيتې اودڅارگرۍ ټولې ادارې پدې هره لحظ خبر دي چي څوک څنگه ،دڅه لپاره اوپرکوم ځاي له کرښې نه دافغانستان په لور تيرېږي .موږددې لپاره چې هغه دچا خبره دنوک او ورۍ تر منځ خيره ولاړه نسي داومنل چي دپولي برېښنايی کنترول سمه خبره ده، خداي دي وکړی چې تر برېښنايي کنترول وروسته په افغانستان کي دناراميو کچه راټيټه سيي.اوداکنترول په رښتياسره دافغان ولس پرخلاف له پاکستان څخه دترهگرودتېرېدو دمخنيوی په خاطروي.خوددې ترڅنگ داسي گنگوسې هم اوريدل کيږي چي گواکي پر کرښه دبرېښنايي کنترول هڅه هغه وخت راپيداشول کله چي په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونولخواپدې ورستيو کي دترهگروپر خلاف دبې پيلوټه الوتکو په مرسته دکرښي پاکستاني لوري ته پرته سيمه باندي هوايي عملياتوترسره شول،اوهمدا ډول داهم دښاغلي کرزی د وروستۍ ويناپه مقابل کي ديوه پوځی غبرگون ‌بيلگه بولي.
په ۲۰۰۶کال دسپتمبر په دوهمه ورځ نړيوالو معتبرو خبري اژانسو دخبر په حواله په يوشمير ويب پاڼو کې خبر خپور شو چې دافغانستان او پاکستان تر منځ پر هغه پوله چې د۱۹۴۷ کال نه راپدي خوا ددواړوهيوادوترمنځ د سياسي اختلاف داساسي لامل په توگه پاته شوې ده ؛دسپتمبر په لومړۍ نيټه د اغزن سيم غزول پيل شوي دې.
دادی اوس له هغه وخت نه نږدې دوه کاله تېرېږي چي د پاکستان حکومت يوځل بيااعلان کړه چي دتروريزم سره دمبارزې په خاطر به دډيورنډپرکرښه اغزن تاروغځوی.سره لدي چې اغزن تاربه دپولي پر دواړوخواو پراته پښتانه چي ديو سترقوم په توگه په سيمه کې يودبل سره نه بې لېدونکي اړېکي لري يودبل سره بېل اودستو نزوسره مخامخ کړي . خوپاکستاني چارواکي غوا ړي په دې ډول دغي کرغېړني کرښي ته ديوې دولتي سرحدي پولي رسمی بڼه ورکړي.دډيورنډ پرکرښه داغزن ديوال جوړول په افغانستان کې دترهگرو اوبي امنيو دمخنيوی مؤثره لار نده،بلکه داديوي بلې ناندری پيل دی.
وړانديزدادی چي پاکستاني چارواکي دخپل سياسي اوپوځی غرورله نيلي را ټيټ شي ،دښه گاونډيوتوب اونړيوا لونورمونو منلوته غاړه کښېږدی اوپدې ټکی پوه شی چي پر افغان ولس په زور خپله اراده منل ډيرناشونی کاردی . بهتره داده چي پاکستا ني چارواکي په خپله خاوره کښي دټولوهغو ډلو ټپلو پرخلاف عمل وکړی کوم چي په پاکستان او افغانستان کي سوله او ثبات له گواښ سره مخامخ کوی اوپدې ډول غواړي دافغانستان اوپاکستان تر منځ دايمي تاوتر يخوا لي دوام ولري.دافغانستان حکو مت له موافقي نه پرته په هره موخه چي وي دډيورنډ پر کرښه دهرډول پوځی اوملکي تاسيساتو جوړ ول دگاونډيتوب حق ته دنه درناوي اونړيوالونورمونوڅخه بربنډه سرغړونه بلل کېداي شي .
اوس چې دنړی زيات شمير هيوادونه دافغانستان دروانو حالاتوسره بې تفاوته پاته کېدل دخپلوهيوادوامنيت ته جدي گواښ اوپوځی ناکامي بولي ،سره لدې هم پاکستان خپلوناولو موخوته درسېدولپاره دهر ډول امکانا تو څخه استفاده کوي .پدې خاطر بايد د ډيورنډ دکرښي ها خوا پښتانه او بلوڅ قومونه اودهغوي سياسي گوندونه ،سازمانونه اوقومی مشران ددې مسلې په هکله خپل پرېکړنده او روښانه دريځ څرگند کړی ،پرې نږ دې چي پاکستاني چارواکي دپښتوترمنځ اغزن ديوال جوړکړي .
د ملگروملتوسازمان ،امنيت شورا،اروپايي پارلمان ، اسلامي کنفرانس او ټولو نړيوالوسوله دوستوسازمانوڅخه په کلکه غوښتنه کوو چې دپاکستان حکو مت دخپلوسر زوريوناوړه تاريخي پايلو ته متوجه کړی،دافغان ولس اونړيوالي ټولنې معقولواوپرځاي وړانديزونواوغوښتنوته جدي پاملرنه وکړي .
پاكستاني جنرالان اومذهبي بنسټپال پدې فكر کښې دي چي امريكايان او اروپا يان ديوې اوږدي جګړې توان نلري او په دي توګه به بالاخره لکه روسان له سيمي نه وتلو ته اړشي،په هغه وخت کښي به پاكستان وكو لاي شي يوځل بيا په افغانستان كي خپله اغيزمنتيا پراخه كړي .اوکه دناټو پوځونه دلته پاتي هم شي نو پاكستان ته به دسيمي د امنيت په ټينګولوكي نسبتاً يومهم رول وركړي چي په دې توګه به پاكستان وكولاي شي دافغا نستان په راتلونکو پيښو كي موثر رول ولوبوي ،او په حکومتونوکښي به خپل لاسپوڅي ځاي پر ځاي کړي .په هغو صورت کښې به هغه خطر چي د يو آزاد، مستقل، اوځوا كمن افغانستان څخه ئې دوي احساسوي له منځه ولاړ شي.پاكستاني جنرالان په دې تمه هم دي چي ښايي ناټو اونړيوال ائتلاف بالاخره پاكستان ته دسيمي دامنيت په ساتلو كي يو عمده رول وسپاري، پاكستاني جنرالان په دي باور دي چي كه دا كار وشي نو پاكستان به يوځل بيا وكولاي شي په افغا نستان كي ستراتيژيك برلاسي تر لاسه کړي . داسي هڅ هم وهل کيږي چي پدې ورستيو کي دپاکستان نوی حکومت چي مجبورأ بايد دپاکستان داردو اواستخباراتي سازمانو دمشرتابه غوښتنو اونظرياتو ته غاړه کښېږدي ،غواړي عملأ له خپلې خاورې نه په افغانستان کي امنيتي حالت دومره گډوډ کړي چي دافغانستان حکومت عملي تعرض ته وهڅوي .پدې صورت کي طبعي ده چي امريکاپه هيڅ ډول پاکستان پر افغانستان باندي نه خوابدی کوي او دافغانستان دهغه حرکت نه چي دپاکستان پر خلاف وي ملاتړنه کوي ،پايل به داسي چي ددې ډول ماهرانه فشارواوتا کتيکوپه پايله کښي نړيواله ټولنه دېته اړباسي تر څو دهغوي لخوا دډيورنډ دکرښی دسرنويشت ټاکلو مسله مطرح شي .
يو شميرپاکستان پلوه افغانان ټوله ورځ دپاکستان په توصيف کي تيروي وايي چي پاکستان زموږ سره ډيري مرستي کړي موږ ته ئې ځاي راکی .خو داله نظره غورځوی چي همدا پاکستان دي چي دخپل جوړښت نه راپدې خوا ئې زموږ په هيوادکي هرډول نا اراميو ته لمن وهلې اوهرکله چي په افغا نستان کي دقوي دولت دجوړېدوعلايم راڅرگند شوي نو سمدلاسه ئې دهغه پرخلاف دخپلو لاسپوڅو پوسيله داسلام په خطرکي دي ترنامه لاندي لمسو نې پيل کړي دي . ليري به نه ځو کله چي مرحوم دادودخان دافغانستان بيا جوړوېدولپاره نوی اقتصادي اوټولنيز پلان تر لاس لاندي ونيوه نو دسمدلاسه دپاکستان داستخباراتوپه مرسته په کنړاوپنجشيرکي دهغه پر خلاف حرکتو نه راپيل سوه اوهغه ئې هم په کفر تورن کړ. پاکستان دافغانانو لپاره افغانا نوته ځاي ندی ورکړئ.دافغانانو له توره بخته پاکستان،پاکستان سو اودهرڅه خاوند سو . زه اوس پرې خبرې نه کوم چي ټولنيز ژوند اوفرهنگی چاروکښې يې څو مره تغيرات راغلل،خودومره وايم چي دافغانستان دويرانۍ اوافغان ولس دسرپه قيمت پاکستان خپلي خزانې له ډارلو ډکي کړې ،موډرنه اردو ئي جوړ کړه اودموډرنووسلو خاوند سول.دهمدې افغانی غميزي برکت وچي پاکستان په اټومی قدرت بدل سو.هغه گټه چې پاکستان په دوامداره توگه له افغا نستان سره دگاونډيتوب نه ترلاسه کړې دکاغذپرمخ ئي دليکلو حوصله نشته، دافغانستان وتلي سياسي څيړونکی او ليکوال عبدالحميدمبارز دپژواک خبري آژ انس سره په خبرو کي پر پاکستان باندي دافغانانوداحسان خبره داسي کوې : ((. . .که افغانان نه واي اوس به دهر پاکستاني نوم هيره سنگ اويا هيرالال واي ،پاکستان موږ ته اسلامي ښوني نشي کولاي ،دا افغانان وه چې دوي ته ئې اسلامي ښووني وکړې .))
په افغانستان کي دسولي اوثبات دراوستو لپاره دملگروملتواو امنيت شورا ترمشرتابه لاندي د يو نړيوال کنفرانس جوړېدل اړين برېښي .په دغه نړيوال کنفرانس کې دسياسی،مذهبی،ژبنی، اتنيکي توپيرنه پرته ،دملي گټواودايمي سولي دټينگښت په موخه د سياسي ګوندو،سازمانو،حرکتواو تنظيمو استازو، ديني عالمانو او روحانيونو،خپلواکو سياستوالو،ددولت اوبهر نيوځواکونو په وړاندې دمختلفو دريځ لرونکو وسله والوډلواستازو ته بېله مخکني شرطونو اوتور ليست په نظر کي نيولوسره دګډون بلنه ورکړه شي.ددې نړيوال کنفرانس په درشل کي بايدپه افغانستان کي يوپراخ بنسټه ملي دولت جوړ سي .ددغه دولت نه چي دافغان ولس دغوڅ اکثريت دنظر څرگندوونکی به وي هر اړخيزه ملاتړ وشي.دگانونډيوهيوادونه وغوښتل شي چي په خپله خاوره کښي ددې دولت يوه مخالف ته هم ځاي اودفعاليت اجازه ورنکړي . دپرېکړوپر پلي کېدودملگروملتوسازمان دامنيت شورا لخوادنړيوال کنټرول اونظارت ميکانيزم جوړ اوپلئ سي .
د افغانستان او پاکستان داوسنۍ ستونزي اومشکلاتودحل لپاره اغزن سيم ته نه بلکي صادقانه همکاريواو يوبل ته دښه گاونډيتوب لاس ورکولوته اړتيا ليدل کيږي. په گران افغانستان کي دسولي اوسوکالی په هيله .
ومن الله التوفيق
……………………………………………………
دليکنې لپاره له لاندي منابعونه استفاده شوېده :
۱/دباختر خبري اژانس ويب پاڼه
۲/بې بې سي .۲۰۰۶ .۲۰۰۷ او ۲۰۰۸پښتو اوفارسي ويب پاڼي
۳/دپژواک خبري اژانس ويب پاڼه
۴/ټول افغان ،تاند ،غورځنگ ،لراوبراوبينوا ويب پاڼې
۵/دايرنا دخبري اژانس ويب پاڼه
۶/دويچه ويله ويب پانه
۷/ريانوستی
۸/ 8 صبح ويب پانه ، وآزمون ملي
۹/خبرگزاري صداي افغان ويب پاڼه
۱۰/حبيب الله غمخور: جنرال صاحب اغزن سيم يې دحل لاره نه ده لومړی اودوهمه برخه، 2006-09-07
۱۱/دنړيوالوراډيوگانو ،ملي تلوزيون اوارياناافغانستان تلوزيون دسياسي تبصرو او گردي ميزونه نه راچړ سوی معلومات .

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.