اخر مو هم خوب پوره شو | سپین سهار

 

پښتانه چې کله د انګلستان لخوا په دوه برخو وویشل شول نو په کې د ملایانو په واسطه د ډیورنډ لاین دواړو غاړو ته دنده وسپارل شوه تر څو دا قوم داسي په خپلو دمونو کې ګیر وساتي چې دهیڅ رنګه پرمختګ څخه خبر نشي او ترڅنګ یې دوۍ باید هیڅکله د ځان په ګټه له خوبه بیدار نشي او هر وخت یوازی او یوازي دافکر وکړي چې څنګه په کشمیر کې دپاک سرزمین لپاره وجنګیږي او په افغانستان کې د جهاد په نوم باندي وجنګېږي او یوازي پنجاب له دي پروژي څخه ګټه تر لاسه کړي.

چې ددي له امله بدبختانه پښتانه دنړۍ د ټول چټک پرمختګ کاروان څخه وروسته پاتې شول خو کله چې سیمې ته امریکا راغله پنجاب ته یو ځل بیا چانس په لاس ورغی ترڅو له یوې خوا دملایانو په واسطه پښتانه په افغانستان کې وجنګوي او له بل پلوه هغه قبایل چې ددوۍ له امر څځه سرغړونه کوې د ترویست په نوم باندي ولوټې کورونه یې ړنګ کړي ، او دفکر خاوندان یې ترور کړي چې دا لړۍ یې له تیرو څو لسیزو پیل کړې وه چې له یوې خوا یې بلوچ همفکره ترور کول او له بل پلوه یې پشتانه خو په تیرو 17 کلونو کې نه یوازې پښتانه ترور کړل بلکې ټانګونه یې دهغوۍ په جوماتونو ، حجرو او مارکیټونو ورسم کړل او د تروریزم پرضد جګړې تر عنوان لاندي یې هره ورځ له پښتنو شته او زندګې واخستله.

خوله تیرو لسو ورځو راهیسي زرګونه پښتانه د خوب څخه راویښ شول او دپنجاب ددي ناروا پر ضد یې په اسلام اباد کې چغه پورته کړه او نور یې دهغه 60 کلونو زور ظلم او وحشت پرضد خپل غږ اوچت کړ کوم چې د پنجاب لخوا په دوۍ باندي روان دی او هره ورځ یې قربانې کوي.

پښتنو دلومړی ځل لپاره په یو بي ساري اقدام کې داسي مدني حرکت وکړ چې پنجاب او دپنجاب اجیر ملایان ورته ګوته په ښاغ دي ځکه هغوۍ فکر کولو چې دي قوم اوږدمهالي خوب ګولۍ خوړلي دي او هیڅکله به دوۍ له خوبه راجګ نشي او ترڅنګ یې پنجاب داسي جاسوس ملایان ورته روزلي دي چې هره ورځ دوۍ باندي داسي جمتر او منتر لولي ترڅو دوۍ له دی خوبه ویښ نشي او که کوم یو ویښ هم شي هغه یې په داسي عقیده سمبال کړی دی چې یا خو به کشمیر ګټي او یا هم افغانستان او که مو کوم یو د داسي فکر خاوند پید ا کړ چې په انسانیت دي باور ولري او ترڅنګ دی یې هغه پښتون قام ته ژوند وغواړي نو هغه باید لکه مشال خان او مسید خان تروری شي .چې دا کار دوۍ وکړ هم.

خو د چې اوس پښتانه له خوبه را بیدار شوي دي او په لومړي ځل یې داسي حرکت وکړ او نړۍ ته یې وښودله چې مونږ هم دژوند کولو حق لرو ؟ مونږ ولي باید هره ورځ ولوټل شو ؟ مونږ خو ترهګر نه یو ؟ ترهګر هغه څوک دي چې مونږ هره ورځ وژني زمونږ ښوونځي ، جوماتونه ، حجري او کورونه ورانوي نو دي مسلي پنجاب او دهغوۍ غلامان وارخطا کړي دي ځکه چې د هغوۍ نظریه چې ګواکې دوۍ له خوبه نه ویښيږي په لومړی ځل غلطه ثابته شوه ځکه دوۍ فکر کولو چې مونږ کولي شو په خپله دي ظالمانه پالیسۍ سره بلوچ ، پښتون او سندی له خپلو حقه حقوقو څخه بی برخې وساتي او دهغوۍ ټولي شتمنۍ پنجاب ولوټې او خپله پري دښه ژوند خاوندان شي.

بلوڅو خو له لومړي سره دخپلو حقوقو لپاره وسله واله مبارزه هم پیل کړې ده او پښتانه اوس له خوبه راویښ شول نو اوس دا د ټولو مسولیت دی ترڅو له دي حق غوښتني څخه ملاتړ وکړي او ترڅنګ یې نړۍ باید نور دپنجاب دهغه دسیسو په وړاندي چپه پاتي نشي کومه چې دوۍ دتروریزم او ملایزم دعنوان لاندي د انسان وژني لپاره طرحه کړي ده نور باید نړۍ او سیمه پوه شي چې پنجاب دی چې د طالبا او ملا تر عنوان لاندي خپل ولسونه قرباني کوي نو نور هېوادونه به څنګه له دوۍ په امان پاتي شي.

همدارنګه د دي لاریون سمبالوونکې نه باید چې داسي غوښتنی وکړي چې هغه ددي لاریون ارزښت هم ونلرۍ ، دوۍ باید نور دپنجاب دغلامۍ ځنځیر مات کړي او که چرته یې مات نکړي او دا لاریون بي نتیجې پای ته ورسیږي پنجابی تیار په مورچه کې ناست دی ترڅو هغه ځوانان ټول په نښه کړي چې ددي لاریون دجوړلو تابیا یې کړي ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.