د سواد زدکړه، تعلمي نصاب، امکانات او زموږ دریځ/ پوهندوی آصف بهاند

 

 

 

 

 

د نوي نسل د روزلو په موخه زما د فعالیتونو او لیکنو یوه برخه د سواد د نهضت د پیاوړي کیدو او مطالعه په یوه منلي دود باندې بدلول دي. د همدې هیلې د تر سره کیدو په موخه کله، کله د محسوسې اړتیا له مخې یا د ځینو مناسبتونو په پار داسې څه لیکم چې ټول دې د سواد او مطالعې حیاتي موضوع ته پام واړوي. همدا څو ورځې مخکې مې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت د «شپیته سلنه بیسوادي، یو سلنه بودجه» تر سر لیک لاندې مقالهولیکله. د هغې مقالې په یوه برخه کې راغلي دي:

 

«په ژوند کې د بریالیتوب یو راز، بینا او رڼې سترګې دي. کله چې سواد نه وي، سترګې ړندې وي په هره ټولنه کې سواد او د سواد له لارې تر لاسه شوې پوهه، د هغه څراغ حیثیت لري چې هر انسان کولای شي د ژوند تیاره لار پرې روښانه کړي او پرته له ستونزو  په رڼو سترګو د ژوند پر لاره په استوار ډول قدم کیږدي.

 

د سپتمبر اتمه د سواد زدکړې نړیواله ورځ ده. په دې ورځو کې چې بیا د سواد د نړیوالې ورځې لمانځل او یادول را رسیدلي دي، زموږ په هیواد کې په لوړ غږ تبلیغ ور ته کیږي، مسولې ادارې د نوې بودجې د تر لاسه کولو په خاطر سواد زدکړه مهمه ګڼي او په ژوند کې یې د پرمختګ تر ټولو مهم رکن ګڼي، خو په څنګ کې یې د میډیا په ځینو برخو کې داسې ارقام وړاندې کیږي چې د افغانستان د وګړو شپیته یا دري شپیته سلنه وګړي بیسواده دي او ځینې نورې رسنۍ بیا وايي چې د دې شپیته سلنه بیسواده وګړو د سواد زدکړې له پاره د معارف وزارت د بودجې یوازې یوه سلنه په نظر کې نیول شوې ده.

 

که یې د فورمول په ډول په نظر کې ونیسو، بیسوادي د ټولو ستونزو مور ده. کله چې سواد نه وي، مطالعه، پوهه  او علم نه وي او کله چې پوهه نه وي د هغې ټولنې وګړي به تل له داسې ستونزو سره مخ وي، لکه اوس چې زموږ ټولنه او خلک عملاً ور سره لاس ګریوان دي.»

 

اوس بیا د ښونې او روزنې وزارت د سواد د زدکړې مسأله را مخته کړیده، د جوړو شوو کورسونو شمیر، په کورس کې د شاملینو ارقام، د فارغانو شمیر او… وړاندې کوي.

 

په دې باب د بي بي سي په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

 

«د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي؛ په هېواد کې د بېسوادۍ له منځه وړلو او د سواد زده کړې اجباري کولو طرحه یې جوړه کړې ده.

 

د افغانستان د پوهنې سلب صلاحیت شوي وزیر اسدالله حنیف بلخي د یکشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۳۰مه) په یوه ناسته کې وویل؛ د دغه هېواد ۶۰ سلنه خلک بېسواده دي او ددوی له ډلې ۸۰ سلنه ښځې دي.

 

ښاغلي بلخي زیاته کړه؛ تر ۱۵ کلونو د ډېر عمرلرونکو ۱۱ میلیونه بېسواده کسانو له ډلې ۵۰۰ زره کسان په ټول افغانستان کې د سواد زده کړې په ۱۵ زره مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.د هغه په وینا، هرکال له ۳۰۰ تر ۳۵۰ زره کسان بریالي کېږي چې په دغو مرکزونو کې د سواد زده کړې پروګرام بشپړ کړي او د لیکلو او لوستلو جوګه شي…»

 

ما په خپله تیره یاده مقاله (شپیته سلنه بیسوادي، یو سلنه بودجه) کې ویلي و چې مسؤلین د څه له پاره او په کومو ځانګړو وختونو کې ارقام وړاندې کوي او ولې.

 

ډیری دغه کسان چې د افغانستان په حکومت او دولت کې لوی یا واړه منصبونه لري، دوی په خپله، یا هغه سیاسي نظامي سازمانونه یا تنظیمونه چې دوی ور پورې اړه لري او یا یې دوی په سهمیه کې پر ټاکلو څوکیو ډډې لګولې دي؛ دوی هغه ډلې او هغه کسان وو چې په کلونو، کلونو یې د سواد زدکړې سټې ړنګې کړې، ښونکي یې حلال کړي او د کورس شاملین یې په بمونو الوزولي دي، هغه وخت دوی دا کار د جهاد په نامه د ثواب د ګټلو په موخه تر سره کاوه؛ خو اوس د دیموکراسۍ شمال ته همدغه کسان شړقنده څڼې اړوي او غواړي هغه  څوک باسواده کړي چې د همدوی د ثواب ګټلو په اړو دوړ کې د سواد زدکړې له نعمت نه محروم شوي دي او لکه د چا خبر ړانده دي او څه لوستلای نه شي.

 

د سواد د نه درلودونکو د ارقامو په باب یو د افغانستان د اړوندو مقاماتو شمیرې دي او بل د نړیولې ټولنې د ځینو اړوندو مقاماتو ارقام. که دا دواړه سره پرتله شي، ډیر توپیر په کې لیدل کیږي. دولتي مقامات یوازې د ښارونو د شمیرنو له مخې ارقام وړاندې کوي چې د هغو له مخې د بیسوادو شمیر شپیته سلنه ښوول کیږي، خو نړیوالې منابع په اټکلي ډول وايی چې په کلو او بانډو کې د بیسوادو سلنه څو ځلې تر ښاري ارقامو لوړه ده.

 

په یوه ډیر نوي راپور کې راغلي دي چې: «… د یونسکو ريیسې او استازې پیتریشیا مک فیلیپس وویل، د زده کړو په برخه کې له بې وقفې هڅو سره سره، لا هم تر ۱۵ کلونو کشر ۱۱ ملیون تنه لیک لوست نه شي کولی او په ابتدايي حساب نه پوهېږي.

 

دې همداراز وویل، په افغانستان کې د سواد د ملي پلان پر اساس په سلو کې ۳۴ نارینه او په سلو کې ۱۸ ښځو په ټیټه سویه سواد زده کړی دی.

 

په کلیوالي سیمو کې په سلو کې ۹۰ ښځې او په سلو کې ۶۳ نارینه لیک لوست نه شي کولی.

 

په دې غونډه کې د افغانستان د پوهنې وزیر اسد الله حنیف وویل چې په سلو کې ۴۰ افغانان بې سواده دي.»

 

دغه راز د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې په یوه راپور کې چې په همدې نږدې ورځو کې خپور شوی، داسې راغليدي:

 

«یونېسکو: لاهم ۱۱ میلیونه افغانان له بې سوادیه کړېږي

 

د یونېسکو د شمېرو له مخې یوازې ۳۴ په سلو کې نارینه او ۱۸ په سلو کې ښځینه له کافي سواده برخمن دي. د یونېسکو یاد ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان وايي ۱۱ میلیونه افغانان اوس هم له بې سوادۍ څخه کړېږي.»

 

له دې راپورونو او په ټولنه کې د عیني لیدنو او ستونزو د شتون له مخې لیدل کیږي چې د بیسوادۍ کچه څومره ده او پایلو یې څومره ستونزې رامنځ ته کړې دي؛ خو افغان مقامات د ستونزې د حل له پاره کوم خانګړی پروګرام او نوې پالیسي نه لري، همغه د څو کلونو زاړه پروګرامونه او شعارونه وړاندې کوي او د نویو ستونزو د حل له پاره د نویو امکاناتو نه د استفادې کومه نوې پالیسي، پروګرام او حل لاره نه لري.

 

د دې تر څنګه د ښونځیو په تعلمي نصاب کې هم ګڼې ستونزې شته. تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې په تعلمي نصاب کې د نورو هیوادونو، په تیره د ګاونډیو هیوادونو د تعلمي نصاب تاثیرات له وریه ښکاري.

 

له دوه زره لومړي (۲۰۰۱) کال نه بیا تر  دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) کال پورې زماني واټن کې، که د افغانستان تعلمي نصابپښتو او دريدواړو برخوته نظر واچول شي، په هر ټولګي کې له شپږو نیولې تر لس دولس مضمونه چې د یو ټولګي له پاره په نظر کې نیول شوي دي، دوه، درې او کله لا څلور او پنځه په کې داسې مذهبي مضامین ځای پر ځای شوي دي چې له یوې خوا خپله ښونکي په هغه باندې سم نه پوهیږي او بل لوري ته که پوه هم شي د هغو مضامینو د محتویاتو د پوهیدو په پایله کې د ښونځیو له اتیا سلنې شاګردانو نه مذهبي افراطیون جوړیږي او اوس د همدې تبلیغاتو او تعلیمي نصاب د تطبیق په پایله کې، په ټولنه کې یې نظامي او غیر نظامي نتایج له ورایه محسوس دي چې هره ورځ څومره ورانی او وژنې روانې دي.

 

دغه راز په خصوصي ښونځیو کې، لیدل کیږي چې کټ مټ د نورو هیوادونو تعلمي نصاب تطبیقیږي، او د څارنې او پوښتنې یې هیڅ څوک نه شته. د روهي ویبپاڼې د ډیر نوي رپوټ له مخې همدا اوس د افغانستان په ځینو خصوصي ښونځيو کې پاکستانی نصاب تدرسیږي. پهرپوټکې راغلي دي:

 

«د طالبانو له سقوط راوروسته په افغانستان کې د ازاد بازار له برکته خصوصي ښوونځي دود شول، افغانستان، چې په دې برخه کې پوره کدر او ظرفیت نه درلود، نو هر خصوصي ښوونځي د پاکستاني ښوونکو سربېره، پاکستاني نصابونه هم له ځان سره راوړل.

 

ځینې داسې ښوونځي هم شته، چې د اکسفورډ او کمیرج د خصوصي ښوونځیو نصابونه، چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه او په غلا بیا چاپ شوي، د ښوونځیو مالکینو په همدې پاکستانۍ بڼه دلته راوړل او په کابل او ولایتونو کې تدریسول.

 

اوس، چې خواله رسنیو کې د کوم خصوصي ښوونځي اړوند پاکستانی نصاب لاندې باندې کیږي دا نوې خبره نه ده، جمیل الکوزی د کابل ښار استوګن درې کاله وړاندې، د تکبیر له لیسې څخه خپل بچیان د همدې پاکستاني نصاب له کبله وویستل.

 

هلته د کمپیوټر ساینس په کتاب کې د قاید اعظم انځورونه او د ریاضي په کتاب کې کلداره انځور شوې وه، کله، چې یې یاده مساله د ښوونځي له ادارې سره شریکه کړه، ادارې ورته ویلي وو، دا مهمه ده، چې شاګرد څه زده کړي، نصاب پسې مه ګرځه.

 

د افغانستان ډیری خصوصي ښوونځي دا ستونزه لري، خو وزارت یې د کنترول وړتیا او امکانات نه لري، ان د پخواني وزیر فاروق وردګ په وخت کې ځینې پاکستانۍ نجونې د مشاور په توګه هم په یاد وزارت کې دندې درلودې، نو په داسې یو وضعیت کې به وزارت څرنګه څارنه وکړي.

 

د بېلګې په توګه په تایمني کې د هوسۍ اندړ اړوند د دانش په نوم خصوصي ښوونځی هم یادولې شو، چې په کابل کې دا حال وي په ولایتونو کې به وضعیت څنګه وی؟!»

 

خصوصي پوهنتونه او ښوونځي دا مانا نه لري چې هغه دې یا د پردیو د جاسوسۍ ځالې شي، یا دې  د تروریستانو پټنځایونه او سلاح کوټنونه ورنه جوړ شي او یا دې د پردیو د تعلمي نصاب د تطبیق او د هغو د کلتور د خپرولو یوه پته وګرځي. اړوندې ادارې د دې مسولیت لري چې د هغوی ټول فعالیتونه او پروګرامونه د وطني ملي ګټو په نظر کې نیولو سره، تر نظر لاندې ونیسي.

 

په دې ډول لیدل کیږي چې په ټولنه کې د سواد د نه شته والي او په تعلیمي نصاب کې د نا انډولۍ او بې پروايئ په پایله کې، ګڼ شمیر ستونزې رامنځ ته شوې دي او د تیرو څوارلسو کلنو په موده کې که د نړیوالې ټولنې د مرستو ګراف ته وکتل شي، لیدل کیږي چې د دې ستونزو د حل له پاره تر نورو وختونو افغانانو ښوامکاناتو ته لاسرسی درلود، خو سمه استفاده نه ده ور نه شوې.

 

اوس هم باید فکر وشي چې څنګه کیدای شي د دې ستونزو د لرې کولو له پاره له دې امکاناتو نه څنګه اعظمي استفاده وشي؟

 

زما له نطره یې بیړنۍ د حل لاره داسې ده چې:

 

ــ لومړی دې له میډیا سره په ګډې همکارۍ د سواد د ارزښت او ګټو له پاره په وطني کچه د تبلیغاتو یوه پراخه لړۍ د یوه ستر ملي او انساني نهضت په ډول په دوامداره توګه را پیل شي،

 

ــ په دویم ګام کې دې د تعلیمي او کلتوري ارګانونو د ادارو واک، له تنظیمي او سیاسي ویش(غنیمت) له دایرې را خلاص کړای شي،

 

ــ په دریم پړاو کې دې د تعلمي او کلتوري لوړو او عادي ادارو په رأس کې، د لوړو زدکړو او ښو تجربو درلودونکي مسلکي او زړه سواندي کسان وګمارل شي.

 

په دې ډول کیدای شي چې د سواد زدکړې نهضت داسې راپیل کړاي شي چې د وروستي بې سواده، د سواد تر زدکړې پورې دې، دې نهضت ته داسې دوام ورکړي چې په ټول هیواد کې یو نالوستی شخص پاتې نه شي او دا کار دې له یوې خوا اجباري کړي او له بل لوري دې د«غنم د کار په مقابل کې» دپروګرامپه څیر داسې ټولګي ور ته جوړې کړې چې د سواد زدکړې د هر کورس مشمولینو ته یو څه د مرستې په نامه یا نقدې مرسته وکړل شي او یا دې یوه اندازه لومړني خوراکي مواد دولت پر ځان ومني او هر څومره چې د سواد د زدکړې د کورس ګډونکوني لوړ ټولګي ته ترقي کوي، په هماغه اندازې دې د مرستو اندازه هم لوړه کړای شي، څو ګډونکونکي په مینې سره د سواد زدکړې کوروسونه پای ته ورسوي.

 

په دې ډول به د سواد زدکړې د کورسونو د تعقیب په لړ کې هیڅ کله د کورس ګډونکونکي د دې شکایت و نه شي کړای چې دوی که د سواد زدکړې په کورس کې کیني، نو د کورنۍ او اولادونو د روزي پیدا کولو مسأله به څنګه شي؟

 

پای

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.