استقلال څنګه تر لاسه سو ؟ (دویمه برخه)

 

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

(دویمه برخه)

    د تیري برخي په تړاو : ( په لومړۍ برخه کی د لغمان په کله ګوش کي د امیر حبیب الله خان تر وژل کیدو وروسته دده د ورور سردار نصرالله خان لخوا د بیعت اخیستلو او د شهزاده امان الله دغبرکون په هکله یادونی و سوې ) .

    پدې لړ کي یوه بله د یادولو وړ ورځ د ۱۹۱۹ کال د فیبروري ۲۸ نیټه ده چي د ۱۲۹۷لمریز کال د حوت د ۹ یمي نیټې سره سمون خوري . دا هغه وخت دی چي امان الله خان د مشروطه غوښتونکو د پخوانی پلان سره سم د افغانستان د ټولواک په توګه غوره سو . مخکي له دي نه چي د معمول له مخی د شوربازار حضرت ، سلطنتي تاج دده پر سر باندي کښیږدي ، امان الله خان په ډیر جدیت سره وویل :  « دا تاج به زه یوازي په یوه شرط پر سر کړم چي د هیواد بشپړ استقلال به تر لاسه کوم » . ورورسته یې د کابل و را غونډ سوو اوسیدونکو ته وویل : « له هرڅه نه وړاندي تاسي د نجیب ملت پتمنو اتباعو ته اعلان او زیری درکوم چي ما د افغانی سلطنت تاج د داخلي او خارجي استقلال او حاکمیت په نامه پر سر کړ » . او خپل خبرو ته یې داسی ادامه ورکړه : « . . . ګرانو هیوادوالو ! زه به دغه عسکري جامي تر هغه وخته پوري له تنه و نه باسم تر څو چي مي د وطن مور ته د استقلال جامې نه وی ور اغوستي . زه به دغه لوڅه توره تر هغه وخته په پوښ کي وا نه چوم چي تر څو مي د هیوادوالو د حقونو غاصبان پر ګونډو کړي نه وی. زما ګرانو هیوادوالو او زما سرښندونکو سربازانو ! راسئ خپله وروستنۍ هستي مو د وطن د نجات پخاطر وړاندي کړئ . راسئ چي خپل غیرتمن سرونه د وطن د خلاصون او ژغورني پخاطر فدا کړو » . (  ددی تاریخي پیښی بشپړ جریان د « جریده امان افغان » د لومړي کال په لومړۍ ګڼه کي نشر سویدی ) . 

     شاه امان الله د تاج ایښودلو څخه ۱۲ ورځي وروسته یاني د ۱۲۹۸ کال د حوت پر ۲۱نیټه چي د ۱۹۱۹کال د مارچ د ۱۱ نیټې سره سمون خوري ، په هند کي یې د افغانستان و نماینده ګۍ ته د یوه فرمان په ترڅ کي خبر ورکړ چي هیواد یې نور په خپل داخلي او خارجي سیاست کي ازاد او مستقل دي ، یوازي د قانون حاکمیت مني چي هغه به د اسلام مقدس دین د غوښتنو سره برابر وي . 

     د اپریل په ۱۳ نیټه شاه امان الله په ارګ کي د هیواد ملکي او نظامي مشران د ټولو کابل میشته خارجي دیپلوماتانو سره یوې غونډي ته را وغوښتل او د افغانستان استقلال د اعلان کړ خبر یې داسي ورکړ : « ما خپل او خپل هیواد په داخلي او خارجي سیاست کي په بشپړ ډول ازاد اعلان کړیدی . لدې نه وروسته به دا هیواد هم د نړۍ د نورو هیوادونو او قدرتونو پشان ازاد وي ، هیڅ قدرت ته به د سر د یوه ویښته په اندازه هم اختیار ور نکړل سي چی د افغانستان په داخلي او خارجي سیاست کي لاسوهنه وکړي . که چیري کوم چا دا کار وکړ ، نو پدغه توره به یې سر ور غوڅ کړم . » وروسته یې د انګریزانو سفیر ( نجف علي ) ته مخ ور واړاوه او پوښتنه یې ترې نه وکړه : « څه چي ما وویل ، ته ورباندي پوه سوې ؟ » . سفیر په ډیره درناوۍ او تعظیم سره جواب ورکړ : « بلې ، پوه سوم » .

    لنډه داچي انګریزانو د افغان ټولواک دا خیالونه د ځان سپکاوی وباله او د دواړو خواوو ترمنځ جنګ ونښت چي د افغان ـ انګلیس د دریم جنګ پنامه یادیږي . پدي جنګ کي هم د تیرو دوو جنګونو په څیر انګریزانو ماته وخوړل او د سولي وړاندیز یې وکړ . د سولي خبري په راولپنډي کي پیل او د یوه تړون په ترڅ کي د افغانستان پر بشپړ استقلال موافقه وسوه . شاه امان الله د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۸ نیټه نوموړی تړون توشیح کړ او دا ویاړلي نیټه د افغانستان استقلال د ورځي پنامه یاده چي هر افغان ته د سترګو د کسي پشان ګرانه ده . 

      ما غوښته چي په نړۍ کي او په ځانګړي ډول تر برټانیوي شکیلاک لاندي اولسونو کي د افغان امان او د افغانانو د استقلال پر اغیزو باندي تر وسه وسه رڼا واچوم . خو داچي دا کار و اوږده تیوریتیکي بحث او د نړۍ د هغه مهال د حالاتو او اړوندو اولسونو د ځانګړتیاوو و څیړڼی ته اړتیا لري ، ځکه مي نو پدې کار لاس پوري نکړ او د ځوان نسل د مالوماتو وړ په لنډو خبرو باندي مي بسنه وکړه . خو ددې سره سره د نوموړي موخي پخاطر لاندي څو کرښي د یادولو وړ بولم :   

      د افغانستان استقلال چي د اعلیحضرت غازي امان الله خان په ابتکار او مشرۍ د افغان ـ انګلیس د دریم جنګ په پایله کي تر لاسه سو ، د شاه امان الله اعتبار یې نه یوازي په هیواد دننه ، بلکه په ټولي نړۍ کی دومره لوړ کړ چي ده ته يې د نړۍ د اسلامي مشر په سترګه کتل .

    د بیلګي په توګه فضل غني مجددي په خپل « افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله » نومي کتاب کي پدې اړوند داسی یادونه کوي : « په مصر کي یې امان الله خان  د یو دموکرات او پر اولس مین زعیم باله . دی یې په مصر او ختیز کي د انګریزي شکیلاک پر ضد د ازادي غوښتونکي مبارزي سمبول ګاڼه . مصریانو ده ته په ختیز کي د شلمي پیړۍ د بیلګه ایز ( نمونه وي ) شاه په توګه درناوۍ کاوه . البته مصریانو غوښته امان الله خان ته ددي ډول درناوۍ د لاري د مصر لاسپوڅي شاه او انګریزي استعمار ته خپله کرکه او نفرت و ښئي » .

     همدارنګه د هند مسلمانانو ، افغانستان د اسلام زړه او امان الله خان یې خپل شاه باله . په ۱۹۲۰ کال کي دا تفکر دومره مخته ولاړ چي د هند مذهبي رهبرانو غوښتنه وکړه چي مسلمانان باید د کفارو ( انګریزانو ) د حاکمیت نه ځانونه خلاص او د مستقل افغانستان ټولواک ته پناه یوسي . د هند سیمه ایزو روحانیونو د مولانا عبدالباري او مولانا ابوالکلام  د فتوا ګانو سره سم ځایې مسلمانان و افغانستان ته د مهاجرت په موخه و هڅول چي په پایله کي یې په زرګونو کسان افغانستان ته را مهاجر سول . شاه امان الله هغوي ته ښه راغلاست ووایه او په ډیر عزت سره یې ځای پر ځای کړه . پدغه ډله کي تر ټولو پیژندل سوي څیرې داسي کسان وه لکه  ابوالکلام ازاد او خان عبدالغفار خان چي وروسته یې په پښتونستان کي د خدایي خدمتګارانو د غورځنګ مشري پر غاړه واخیسته.

      د افغانستان شمالي پولو ته څیرمه د منځني اسیا په شوروي جمهوریتونو کي چي تازه د اکتوبر د سوسیالستي انقلاب څپې خورې سوي وي ، داخلي بسماچي جنګونه روان وه او اولسونو یې خپله خاوره تر بلشیویکي شکیلاک لاندي ګڼل ، د افغانستان استقلال لا نور هم وهڅول او اُمیدونو یې د ځوان افغان ، شاه امان الله د هیلو سره پیوند و خوړ ، مګر ځوان شاه تر نوموړی جنګ وروسته دخپل کمزوري اقتصاد سره پداسی حالت کي وو چي د انګریزانو په وړاندي یې پخپله هم د کرملین مرستو اړتیا درلوده . 

     دا وه په لنډه توګه هغه ټکي چی د لاري یې ځوانان د افغانستان د استقلال د بیا اخیستلو په اړه یو عام انځور تر لاسه کولای او د خپلو نیکه ګانو په سر ښندنو باندي ځانونه  خبرولای سی چی دا کار د هر ځوان د پاره یوه ملي او اخلاقي دنده ده .  پای 

 

 

(لومړۍ برخه)

      ملي او تاریخي ورځي د هر هیواد د پاره هغه ارزښت لرونکي نیټې دي چي لمانځل ، خوندي کول او درناوۍ یې د اړوندو هیوادپالو اولسونو د پاره د ځانګړو نه هیریدونکو اخلاقي دندو څخه ګڼل کیږي . ځیني دا ډول ورځي د هیواد په کچه او ځیڼي یې بیا کیدلای سی د نړۍ په کچه ستر ارزښت ولري .  

     زموږ د هیواد د استقلال ورځ چي د ځوان او زړه ور ، شاه امان الله په مشري تر لاسه سوه ، د ۱۹۱۹ز  کال د اګسټ ۱۸ نیټه چي د ۱۲۹۸ ل. کال د زمري میاشتي د ۲۸ نیټې سره سمون لري . دا هغه ورځ ده چي ارزښت یې د افغانستان له پولو څخه په اسیا ، افریکا او لاتیني امریکا کي ډیر بهر تللي دي . هغه مهال د برټانیوي استعمار مزي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي دومري اوږدي غځیدلي وي چي په کل ډول یې په امپراتورۍ کي ، لمر لویدو خپل فزیکي مفهوم هلته له لاسه ورکړی وو .

      دغي ورځي په نوموړو لویو وچو کي تر شکیلاک لاندي اولسونو د پاره د ملي ازادي غوښتونکو غورځنګونو ریښو ته اوبه ورکړي او د دوي و مړژوانده ازادي غوښتني احساس ته یې نوې ساه ور پو کړه . ددې ویاړمني نیټې مستقیم اغیز تر ټولو زیات د هند په نیمه وچه کي د انګریزي شکیلاک په وړاندي را څرګند سو او په ځانګړي ډول ددي سیمې مسلمانو اولسونو هم شاه امان الله خپل د ټولواک په توګه یاداوه .

     لنډه داچي ددې ورځي د ویاړونو او د نړۍ پر ملي ازادي بخښونکو غورځنګونو باندي د هغې د اغیز په اړه بشپړي یادوني د یوې یا څو مقالو په ترڅ کي د امکان نه وتلي خبره ده . پدې اړه که هر څو کتابونه لیکل سویدي خو د لا ډیرو و لیکلو ته اړتیا ده . 

      پدې وروستیو کلونو کي له نیکه مرغه د انترنیټي اسانتیاوو له برکته ددې ورځي په اړه ډیري درنې لیکني د داسي څیړونکو او تاریخپوهانو لکه کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی او نورو د زورور قلم په مټ د رسنیو پلاس ورکړل سویدی . زه داګړي ددغي لنډي لیکني د زغم په پام کي نیولو سره غواړم یوازي څو کرښي د هغو ځوانانو د مالوماتو پخاطر وړاندي کړم چي لا تر اوسه یې پدي اړوند د زیاتو لوستلو امکانات تر لاسه کړي ندی . 

     کله چي امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کي د ښکار و میلې ته تللی وو ، د شپې دخوا د خوب پر مهال په خپله خیمه کی په مرموز ډول د توپنګچي په مرمۍ سره ووژل سو . ورور یې سردار نصرالله خان پدې میله کي ورسره او زوي یې شاهزاده امان الله په کابل کي د چارو د سرپرست په توګه پاته وو . ددې نازک حالت څخه په ګټه اخیستلو سره ، سردار نصر الله خان سمدستي د ورسره مخورو او د جلال اباد د ګارنیزون او قومي مشرانو څخه د ځان د پاره د ۱۹۱۹ کال د فیبروري په ۲۱ نیټه بیعت واخیست ، ځان یې امیر اعلان کړ او  وژل سوی شاه یې خاورو ته و سپاره . ده په ظاهره داسي و ښودل چي ګویا ده د شاهي تاج د ترلاسه کولو پخاطر دا بیعت ندي اخیستی بلکه د علماوو فتوا داسي  وه چي تر څو نوی شاه ټاکل سوی نه وي ، د مرحوم شاه ښخول جواز نلري . ځکه نو دی ( سردار نصرالله خان ) و دي ته اړ ایستل سو چي باید بیعت ومني او تاج پر سر کړي . امیر نصرالله خان د بیعت اخیستلو سره سم پدې اړه شاهزاده امان الله ته د یوه فرمان ډوله لیک ولیږه او په ترڅ کي یې له موضوع نه خبر ورکړ او ده ته یې داسی وښودل چی دا تاج یې د نوموړی مجبوریت او اړتیا له مخي پر سر کړي دي . د لیک متن داسی ترتیب سوی وو چي د شاهزاده امان الله لخوا یې هم د بیعت تمه درلوده . 

     شاهزاده امان الله چي بیله هغه په شاهي ارګ کي د چارو سرپرست پاته وو ، کله چي له موضوع نه خبر سو ، د فیبروري په ۲۲ نیټه یی په ارګ کي د یو زیات شمیر ملکي او نظامي لوړ پوړو کسانو په حضور کي امیر نصرالله خان ته د بیعت څخه انکار وکړ او ویې ویل : « . . . . د شهید امیر قتل د هغه چا په تحریک تر سره سوی چي پخپله د سلطنت غوښتونکی دی . زه به هیڅکله هم داسی چا ته بیعت ور نکړم چي لاسونه یې د امیر په وینو ککړ دي او زه په یوازي سر اماده یم چي د پلار انتقام مي واخلم . هغه څوک چي پدي کار کي زما د نظر سره موافق دي ، را دی سی او زما ښی خواته دي ودریږي » . لکه څنګه وتلی تاریخپوه ښاغلی میر غلام محمد غبار یادوونه کوي ، لومړی سړی چی له ځایه پاڅید او د شاهزاده ښی خواته ودرید ، هغه د کابل د قول اردو د لومړی لوا قوماندان ، نائب سالار صالح محمد خان وو . تر ده وروسته یو په بل پسې نور نظامی او ملکي لوړپوړي چارواکي هم دده په ملاتړ راغلل او ده ته یې بیعت ورکړ . 

     ښاغلي غبار پدې اړه زیاتوي : «  . . . . د فیبروري په ۲۴ نیټه د کابل اوسیدونکي او په پلازمینه کي میشت نظامي قوتونه د مرادخانې په ډګر کي را غونډ سوی وه او د نوي ځوان امیر انتظار یې کیښ . امیر امان الله خان بیله ساتونکو څخه یوازي د ارګ نه پر آس باندي سپور را ووت ، راغی او د خلګو منځ ته پداسی حال کي ور ننوت چي نظامي لباس یې اغوستی او لوڅه کړی توره یې تر ملا ځړولې وه . په همدغه غونډه کي ده خپله وتلې او تاریخي وینا خلګو ته واورول ، د هیواد خارجي استقلال او په داخل کي یې د اتباعو فردي ازادي اعلان کړه . د مساوات ، ورورګلوۍ ، صداقت او د دولت لخوا یې د عدالت د تامین په اړه خبري وکړي . دا وینا په ډیري خوښۍ سره د ارویدونکو لخوا په نارو او ولولو سره بدرګه سوه . . .» 

     لکه څنګه چي مو ولیدل ، امان الله خان پخپلي دغي تاریخي وینا کي د لومړي ځل د پاره د خارجی استقلال او په داخل کي د اتباعو د فردي ازادۍ ږغ پورته کړ . دا هغه مهال دی چي افغانستان په خپلو کورنیو چارو کي بشپړه ازادي لری ، مګر خارجي سیاست یې د انګریزانو لخوا څخه اداره کیدي . 

 نور بیا 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.