دکوتری او لونګ لیونۍ مینه لسمه برخه

 

 

عبدالقیوم

 

داهغه شپه  وه چی توپکمار دخپلۍ  لور کوتری دورکړی  خوشحالۍ کول خپلوسړوته یی دسبا ورځی دمیلمنودعزت کولو اوکارونو ویش کاوه .ده  خپلی خبری نوی پوره کړی چی  یوپیره دار راغی او قوماندان ته يی  داسی ویل:

– ” حاجی قوماندان صاحب نن بندی  ته  چا ډوډۍ را نه وړه؟”قوماندان  دنور توپکوالو په شان چی دخپلو بادارانو(i,s,i)  څخه یی زده کړی وه ،دهغوی  دپلانو اوخواستو برابر یی  هر مکتب لوستۍ اوحکومتی  مامور، سرتیری  او افسر تروروی اوچی ژوندی به څوک پلاس ورتی هغه یی  دپیسو په مقابل کی تبادله  اوخوشی کاوه اوکه به یی پیسی ورنه کړی هغه یی وژل.

 توپکیانو دبندی دساتلو هیڅ مناسب ځایونه او تدبیرو نه لرل.اما خپل خُسر یی  ژوندی بندی  ساتلی و. د دی  خبری  په اوریدو چی کری ورځ یی بندی خسر وږی پروت دی ،خدای  سته، قوماندان له ځانه سره څه خړ سو. ځکه قوماندان اوټول توپکوال پوهیدل چی بندی  د ده خُسر او د  هغی کوتری نیکه   دی چی سبا یی بل ته کوزده کوی.

قوماندان پر لونګ ږغ وکۍ:

– هلکه لونګه! پورته سه، کور ته ولاړ سه،وګوره که د خوړو څه وه، بندی  ته يی راوړه.

لونګ  چی په یو عالم غمونو اوفکرونوکی ډوب  پروت ؤ، تردغه وخته په دی هم نه پوهیدی، چی  دغه بندی  د قوماندان خُسر او پر ده د مینی  کوتری  نیکه دی. لونګ ځکه په ډیره مینه له ځایه ولاړ سو، او د قوماندان کور ته ولاړ، چی  که وکولای سی  کوتره له نژدی  وګوری  او ځان په دی  پوه کړي، چی  دکوتری تصمیم څه دئ اوڅه کوي؟

لونګ چی دقوماندان کورته ورغۍ  د قوماندان دهری  ښځی دخونی دروازه  یی جلا جلا ور وټکول  د څه خوړو د تیاریدوغوښتنه به یی  ځینی  وکړه، خو د ده بیچاره په خبره  هیڅ یوی هم غوږ و نه ګراوه. ځکه  دقوماندان ښځی  پوهیدی  چی  بندی  خو د کوتری  نیکه او د دوی د بنی  پلار دی.

 لونګ ته خدای ور کړه، دغه یی  پلمه وګڼله او راغی  د کوتری  د خونی  دروازی  ته. دکوتری دخونی د دروازی  ځنځیر وشرنګاوه، او په کښته اواز يی  ور ږغ کړل ور ته وی  ویل:

– لونګ یم ، لونګ!

کوتری  چی تیره شپه لونګ نه ؤلیدلی ډیره غمجنه او دځان سره  یی زیات ژړلی وه ،ځکه پلار ظالم یی د هغی  له خوښی  خلاف،تصمیم لاره  چی سبا یی بل چاته کوزده کړی. کوتری دلونګ سره ژبه کړی وه او دلونګ سره یی مینه وه .نو له ډیره ګرومه او  خواشینۍ څخه یی زړه پړسیدلی  و نه پوهیدل چي څه وکی.

څه وخت چی  یی   د لونګ  شرین اواز واوریدی لکه داسمانه چی یوه غیبی ناره پروسی ژریی دروازه خلاصه کړل لونګ يی  په خپله  پسته غیږه کی  ټینګ ونیو، خپړی  یی  په ولګولې. لونګ ور ته د خپل کار او فعالیت خبری  لنډی  وکړې، او د تیښتی  پلان یی  ورسره شریک کړ. بیا يی  ور ته وویل، چی  پلار دی  را استولی  یم، دهغه بندی  دپاره ډوډۍ راکړه چی وریی وړم. 

کوتره د دی  خبری  په اورېدو شکمنه سوه،  ځکه دا نه پوهیدل  چی  بندی  به د دی  نیکه وي. باور يی  نه را تی چی  د هغی  نیکه دی  د دې  پلار تر اوسه ژوندی ساتلی  وي. بیا هم کوتره ژر، ژر خپل له خونی  را ووته، څه د خوړو شیان يی  سره جوړکړل او لونګ ته يی  ورکړل.

– کوتری لونګ ته وویل:

– دا معلومه که، چی  بندی  څوک دی؟ نه چی  زما نیکه وي. هغی  بیا لونګ ته وویل، زه پر خپل نیکه زیاته ګرانه وم، که  هغه ؤ  او کولای  دی سوای، زما او ستا د مینی  او تښتی  بیان ورته وکړه، که مو په وسه وه، نیکه به هم د ځان سره وتښتوو دلاری ملګری به مو وي.

لونګ په یوه کاسه کی خواړه را واخسته  کوتری ته یی دتیښتي  دتیاری نیولو وخت ورکړی. لونګ خواړه را وروړل پیره دار لونګ ته اجازه ور کړه، چی  په خپله د بندی  کوټی  ته ډوډۍ ور وړي. لونګ له بندی  څخه وپوښتل، چی  څوک یي؟ هغه ور ته وویل، زه د قوماندان خُسر یم.

لونګ خوشحاله سو په یوه شیبه کی  دکوتری نیکه په خبره پوه کۍ. مؤظف پیره دار، فکر کاوه چی  لونګ خو تر ټولو پیره دارانو زورو حتا د مقاماتو سړی  او د قوماندان د کور سړی دی، له بندی  سره د لونګ تماس یی یوه معمولی  خبره وبلله.

لونګ چی  د بندی  سره خبره پخه کړه. هغه لوښی  چی  خواړه یی  پکښی  را وړی  و، هغه یی  د بندی  سره پریښودل. خپله  بیا دقوماندان کور ته ولاړ، خپلۍ مینی  ته يی  حال ووایه. کوتری  وختی  لا خپله غوټه تړلی  وه. 

کوتره له کوره را ووته، د مؤظف پیره دارسره يی  په خبرو ځان اخته کړ. په دغه وخت کی چی کوتری دپیره دارسره خبری کولی  لونګ راغی ، پیره دارته يی  وویل، هغه د ډوډۍ لوښی  می  د بندی  سره هیر سوی  دي، کلۍ را کړه، چی  زه لوښی  را واخلم، تاسی  خپلی  خبری  کوئ.

 ځوان ،مجرد او له هر څه محرومه انسان پیره دار، په خپل ژوند کی  د ځوانی  انجلۍ په نرم او پاسته ږغ کی  خبری  نه وی  اورېدلي، وانجلۍ ته يی  مخا مخ سم کتلای نه سوای؛ پر خبرو يی  داسی  خوند اخیستئ، چی  له خوښئ يی  بدن خوله خوله سوۍ و. په ځان نه پوهیده. دبندی دکوټی کلۍ  یی لونګ ته ورکړه.

لونګ  لوښی پرځای پریښودل، بندی  یی  خوشی  کی، بندی بیړه  تر کوره  دباندی  ووتۍ. لونګ خالی  کوټه قفل کړه، بیرته راغی، کلی  يی  پیره دار ته ورکړه. کوتره  او لونګ دواړه هم  دکوره راووتل .لونګ ،کوتره او دکوتری نیکه دری سره یوځای سول .

اوس نو کوتره پداسی شپه دکوره دلونګ سره تښتی چی سبا يی  د ورکړی ورځ وه.هلته په بل کلی  کی  د لونګ مورخو د سبا شپی (جمعی) شپی ته  دلونګ او کوتری  راتلوته انتظارکی وه. خوحالات  بل شان  سوی وه لونګ د کوتری  او دکوتری دنیکه  سره یو ځای دپنجشنبی په شپه د کور او کلی  څخه په تیاره کی راوتلی وه. 

دلونګ موربه لاسبا خپله تیاری نیول چی دادی  یوشپه مخکی لونګ ،کوتره  او دکوتری  نیکه ورته راورسیدل. 

 دلونګ مور لکه څنګ چی لونګ ته به یی ویل “زویه ! زه لدی وروسته ښځه نه یم بلکی  دنرمیړه پشان  به ستا ترشا ولاړه یم ”  په رښتیا چی دلونګ مور پدغه شپه  د دوی دراتګ تود هرکلی وکی. وروسته یی خپل دخوارۍ  څه چی لرل ټول ځای پرځای پرښول په تیاره کی  څلور سره د لونګ د مور له خونی  هم ووتل. 

تصمیم یی داسی ؤ داسی ځای ته ځانونه وروسوی  چی  دقوماندان  له ظلمه څخه یی ژوند مصؤن سی. دوی دحکومت تر کنترول  لوی ښار وړاومناسب ځای بلۍ. هغوی  څلور واړو د شپی  په تیارکی خپل مزل کاوه او تر لوی  ښاره یی ځانانونه رسول. هر یو  پرلاره د ځان سره فکر کاوه، چی  چیری  ځو؟  

نیکه یی  فکر کوی  څنګه به خپله نوره کورنۍ پیدا کوم؟ که د قوماندان سړو پیدا او ونیولو، څه به را سره وکي؟ د لونګ څخه هم خوشحالی  هیره وه.خو دلونګ موربه ټولوته دیلداری ورکول چی خدای مهربانه دی،هرڅه به الله وتعالی سم کړي.

کوتری  دلونګ سره دمینی په وجهه کور پریښود.لونګ  دکوتری سره دمینی  لرلو له امله دیوه زورور قوماندان بدی پرسر واخیستل ،دلونګ مور دخپل زوی د ارزو دپوره کولو په منظور دټول خواری پرځان منلي دی.کوتره  د لونګ په تشویش پوهیدله، د خپل لونګ پر اوږه یی لاس ورکښیښود داسی  یی ورته و ویل:

زما لونګه!

ـ فکر مه کوه یو ځای به ژوند کوو

–  که ژوند نه ؤیو ځای  خوبه مرو.

لونګ جواب ورکړی:

تا چی  لاس کښیښود پر ما

زه نو ولی سر کښینږدمه  پر تا

دوی دکلی  څخه د لوی ښار پر خوا نژدی اوه ساعته  په تیاره کی منزل کړی وه چی  ورباندی سهار سوو.سخت ستړی وه ،ښارهم نور لیری نه وو دا دی یوه د خاورو ډکه لارۍ (ټرک) ورته ودرېد. دوی  هم ورپورته سول. پرهغه لنده خاوره کښینستل.لمر څرک  موټر حکومتی  تلاشی ته تم سو، تلاشی  والو لونګ له موټر څخه کښته کۍ. لونګ د جلب او احضار دګروپ په لاس کښیووت. لونګ به دالته پریږدو وبه ګورو چی دقوماندن په کورکی سهار څه روان دی.

سهاردقوماندان په کورکی:

سهار وختی  د ټوپکوال قوماندان په کور کی  ټول نر او ښځی  بیا په  خپلو کارونو بوخت  سوه. د کوتری د خونی  دروازه ټینګه پیش  وه. ټولو ښځو فکر کاوه چی   کوتره  شرمیږي، ځکه نو دخونی څخه د باندی  نه را وځي. څاښت سووښځو په خپلو منځو کی  یوی بلی ته سره وویل:

– کوتره  که بیده وی  باید  چی اوس یی را ویښه کړو.که شرمیږی  هم یی له خونی  را وباسئ، څه يی  جوړه کړو، اوس به مرکه والی  ښځی  را ورسیږي، دا به لا بیده وي.

یوه میره یی ورغله،  دکوتری  دخوني دروازه يی   ور وډبوله. بیا هغی  هغه بلی  بنی  ته ور ږغ کړل، چی  را سه، ته دروازه ور وټکوه، ګوندی  ستا په ږغ به دروازه خلاصه کړي. هغی  هم خپله وسه وکړه او ناری  یی  کړې:

-کوتري، کوتري!

خو کوتری  ځواب ورنه کړ. نو هغه دریمی  میری  يی  وویل، چی  لونګ ته ور ږغ کړئ، چی  هغه دکوتری  پلار  خبر کړی  هغه به راسي، زموږ په خوله دا نجلۍ له خونی  دادی  نه را وځي. دوی په لونګ پسی  هم ډیر احوالونه وکړل، لونګ هم پیدا نه سو.

په دی  وخت کی  ږغ و سوو، چی  هغه دی د کلی  سر ته مرکه وال را ورسیدل.  دکوتری یوی میری جرات وکئ، له خپله کوره را ووتله او قوماندان ته یی د یوه توپکی  پر لاس احوال ورکئ، چی  یو ځل کور ته را سه. قوماندان چی خبر سو ښځه يی  را وتلې، نو په زړه کی  ښځی  ته وخښمیدی، دغسی  قهرجن او چوپه خوله کور ته راغی.

ښځويی  ورته وویل، سړیه! له یوی  خوا، مرکه والی  ښځی  هغه دی  را رسیږي، له بلی  خوا، کوتره له خونی  نه را وځي. قوماندان په ډیر قهر راغی او د کوتری   د خونی  دروازه يی  په لغته ووهله، دروازه پاشنه سوه، مګر، له هغه لوری  یی کوم غبرګون و نه لید. قوماندان څه ښنځل منځل وکړل او خپلوښځوته وویل:

• ورسئ، اوس یی  نو په زوره  را وباسئ.

–  ښځی  چی   خونی  ته  ورغلی  خونه يی  هر څه وپلټله، په خونه کی کوتره نه وه.

ښځو بیا قوماندان ته احوال  ورکئ، چی  کورته راسه . قوماندان بیا خښمیدلۍ  کورته راغۍ .ښځو خبر کی چي کوتره خو په خونه کی  نسته.

قوماندان فکر کاوه، په کورکی به چيری  بل ځای پټه وي. هغه بیا وویل:

-وګوری هر چیری  چی  وی  پیدا يی  کړئ.

ښځو کوراوباغچه ټوله و پلټل د دوی ټولی  هڅی  بی  نتیجی  سوی. خبره لڅه سوه، چی  کوتره نه سته. د قوماندان لونګ په کار سو. هغه وپوښتل، دا لونګ چیری  دی؟

په لونګ پسی   يی  سړی  واستول.  لږشیبه وروسته، دا خبرهم ورته راغی، چی  لونګ هم نه سته. قوماندان  امر وکړ، ولاړسئ، د لونګ کور ته، هغه را ولئ، هلته یی  بندی  کړئ دی ولی بیله خبرتیا په داسی مهمه ورځ چی دکار ورځ ده کورته تللۍ دی.

په دغه وخت کی  مرکه وال نر او ښځی  د انجلۍ د ورکولو او دستمال وړلو په نیت را ورسیدل. ښځی  کور ته ننوتی  او نارینه په سراچه کی  ځای  پر ځای  سول. چای  تیاری  وي. خلګ کار کوي، د ورجو او غوښو تر دیګو لاندی  اورونه بل دی او دیګونه په مستی  کی  ایشي. میلمانه د قوماندان سره ناست وه، خو قوماندان سخت نا ارامه معلومیدی.هر څوک پوهیدی، چی  کومه خبره خو سته.

قوماندان ته پرله پسی  څوک راځی  او په غوږ کی  یوه خبره ورته کوي. د هر قاصد تر خبری  وروسته، د قوماندان وضعه نوره هم خرابیدله.

دا خبرهم ورته راغی، چی  بندی  هم د شپی  تښتیدلی دی. قوماندان اوس په دی  خبره یقینی  سو، چی  فساد یی په لورکی دی او هغه هم تښتیدلی  ده. لږ وروسته، دا خبر هم ورته را وړل سو، چی  لونګ هم نه سته: حتا د لونګ مور هم له خپله کوره کډه سوی  ده او څوک نه پوهیږي، چی  چیری به تللی  وي.

د قوماندان وضعه تر پخوا هم نوره  خرابه سوه. مرکه وال چی  هر څه ورته وايې، دی  په مجلس نه سی  ور ګډېدلای؛ قو ماندان لکه د ډیرو اوبو ژرنده  چی اوبو پر سر اخیستی وی دی  هم خپلو چورتونو اوغمونو داسی   پر سر اخیستی  و.

د غرمی  د ډوډۍ وخت را ورسید. په همدی  وخت کی  څوک راغئ، له قوماندانه يی  وپوښتل، چی  ډوډۍ وکاږو؟ هغه د تایید په توګه خپل سر وښوراوه. کله چی  د لاس پری  مینځلو ګډوی  او دوشئ ګانی  را وړل سوې، مرکه والو د لاسونو له مینځلو څخه ډ ډه وکړ.

 هغو غوښتنه وکړه، چی  قوماندان صاحب اول زموږ کار را خلاص کړه، چی  زړه مو بیغمه سي، بیا به د خیره سره لاسونه ومینځو او ډوډۍ به په خوند وخورو.

قوماندان غوښتل ځان تیر کړي. هغه نه پوهیدی څه وکړي. په کورنۍ او دوستانو کی  خو هغه  داسی  څوک نه و پری  ایښي، چی  دی ور سره مشوره وکړي. مهمه او خطر ناکه  خبره يی  لا  دا وه چی  مرکه وال هم تر ده کمزوری  نه وو، چی  دی يی  د نورو په شان په خپلو ټوپکوالو و بیروي.

قوماندان د پاڼ او پړانګ ترمنځ ولاړ و، هرڅه يی  هیر سو ل. د مرکه والو مشر وویل:

– تر څو زموږ شیرینی  او دستما ل را نه کړې، ډوډۍ نه خورو.

قوماندان د مرکه والو مشر سپین ږیری له مجلسه ولاړ کۍ. کله چی یی د ناستو خلګو څخه جلا کۍ بیا يی  ورته وویل، چی  د شیرینی  ورکولو ته اوس چمتو نه دی، بیا به وروسته ګورو.

مګر مقابل لوری  د قوماندان خبره و نه منله او فکر يی  وکۍ، چی  امکان لری  قوماندان به د زیاتو پیسوغوښتونکی  وي؟ نو يی  ورته وویل:

– ګوره، دوستی  د سلو کلونو لاره ده، ما تر قوم، کلی  او سیالانو  مه شرموه،  کنچوسه هر څه چی  غواړې، ووایه.

قوماندان د عادت خلاف، چی  هیڅ وخت يی  داسی  نه کول، مرکه وال ته وویل:

– یوه شیبه صبر وکړه.

قوماندان خپل کور ته راغی، خپلو دروسره ښځو ته يی  وویل:

-اوس څه وکړم؟

– ښځو يی  ورته وویل چی  دلته په کور کی  هم  راغلی ښځی  غوښتنه کوی  چی یوځل  انجلۍ وګوري.

قوماندان خپلو ښځو ته وویل، چی  شیرینی  به ورکړو. اول خو به کوتره پیدا کړو، او که هغه پیدا نه سوه، نو بیا به زرکه ور ته ور واده کړو. ددی  خبری په اوریدو يی  ګرانی   ښځی  دونه بد یو وړل چی مه  يی  کوه خبری  ،په قهر يی  میړه  ته مخ را واړاوه، او بیا یی  ورته وویل:

– ماینه (د کوتری  مور) دی  ښه پیدا کړه، چی  پاته د هغی لور سوه، پام چی  دا کار و نه کړي؛ او ګوره! زه خپله لور زرکه د کوتری  په عوض کی  چا ته نه ورکوم.

قوماندان بی نتیجی  بیرته میلمنوته راغی. مرکه وال بی له ډوډۍ خوړلو ډډه  وکړه  ولاړ سول. د خلګو سپکاوی خو وسو، اوس نو د هغو غبرګون ته قوماندان ځان چمتو کاوه.    دمینی ورکه ، دلور ورکه ،دخسر تیښته  د ده له چنګاله ،دلته دخلګو سپکاوی اوس  نوقوماندان د ځان د ساتلو په ویر  اخته سو. نوربیا

 

 

دکوتری  او لونګ  لیونۍ مینه

 

د لونګ او کوتری  ترمنځ د کوچنیوالی  دوستی  اوس د ځوانۍ په لیونۍ مینه وا وښته. د لونګ او د قوماندان د لور ترمنځ مینه د دوو نه تجریبه لرونکو ځوانانو مینه وه. د دوی د ډیر احتیاط سره سره د ډیر وخت له پاره دا مینه پټه پاته نه سوه.

د لونګ او کوتری  ترمنځ په مینه ناکه اوپاکه مینه د قوماندان یوازنی  کشره ښځه څه، بلکی  دری سره په کور کی  ناستی  ښځی  ښی  پوهیدلې. څنګه چی  دوی ټولو کوتره خپل لور نه ګڼل. میروګانوکوتره د بنی  لور بلله.پس دری  واړه بنی خوښی وی چی کوتره بدنامه سی. دوی خوشحاله په دی وی  چی کوتره دیوه مزدور سره جوړه ده.

د قوماندان درو سرو ښځو په ګډه کوښښ کاوه چی  د کوتری  او لونګ ترمنځ د مینی  اړیکی  د بد نامی  تر پولی  ورسوي.خو کوتری اولونګ  په ډیر احتیاط  او مهارت دټولو په نهامه په شپه کی په سرای،  پر بام، کله هم  په باغچه کی  سره لیدل، د خپلی  مینی  د ټینګښت او بی  خطره پایښت تارونه یی نغاړل.

دوی دواړه چی به هر ځل سره مخا مخ کیدل، د مینی  او محبت کولو پرځای يی  ټول وخت په دی  تیریدئ، چی  نور به څنګه پر مخ ولاړسي. نژدی  یو کال دوی په پټه سره لیدل. د کورنۍ انجلۍ کوتری خو په توان او اختیار کی  یوازی  او یوازی  خپله اراده او خپل ځان و. هغی  به لونګ ته اطمنان ورکوئ:

– ځان درسره وژنم، تر خپل سر در سره تیره یم او تر مرګ به درسره یم، بی له تا می  ټول ځوانان په دین او دنیا وروڼه دي، نور ته پوه سه او کار دي.

لونګ چی  د کوتری  صادیقانه، د مینی  ډکی  اوغیرتمندی  خبری  اوری، حیران  به سو، چی  څه وکړي؟ لونګ یو غریب ،یتم ،بی کسه  نوی ځوان دی .داسی په فکرکی ډوب  دخپلی مورلیدو ته  ولاړۍ اوس په دوه زړه کی  دی، چی  د خپلی  مور سره مشوره وکړی که نه؟ ځکه لونګ پوهیدی څه وخت مخکی  چی  هغه د قوماندان ځای ته تلۍ، مور يی  دومره ډیره خوښه نه وه.

لونګ حیران و چی  څه وکړي؟… یوی  خوا ته هغه کوتره چی  مور یی دکوره وتلی او ورکه سوی  وه، د نیکه کورنۍ  یی ورکه، پلار یی  هغه د سړو  دسر قاتل انسان،بل خواته  خپله غریبی  ،یوازنۍ کونډه مور،بی  کسی ،پردی کلۍ دا ټول غمونه او جنجالونه به دی څنګه پر سر واخلي؟  اخر څه وکړي؟

هلته دکوتری سره په هرځل لیدنه کی  کوتره دغیرت او مینی  خبری  ورته کوي. لونګ زړه بایللی دی، نه په ناسته پوهیږی  او نه په ولاړه.  هر څه چی  فکر کوي، بله لاره  اوچاره نه ويني. بیله خپلی مور څخه بل تیرونۍ  خوا خوږی  او دوست نه لری چی ده ته مشوره ورکړی .  دخپلی مور څخه دبری سربیره زیات شرمیږی هم ،نوتوکل یی پر خدای کی  زړه يی  را غونډ کۍ، راغئ؛ خپل یوازنی مرستندوی   مور ته کښینستۍ ټوله کیسه بی  پر دی او روکه  ورته وکړه.

مور یی  چی  د خپل زوی  خبری واوریدی او د هغه مینی  ته  یی وکتل، په فکرونو کی  ډوبه سوه، سر يی  پر زنګنونو کښیښود؛ ټولی  تیری  پیښی  یی  يو ځل بیا په فکر کی  له سره را وګرځیدلی  او تر یوی  اوږدی  دمی  وروسته يی  سر را پورته کړ، او اوږده ساه يی  وایستله.

د لونګ د مور نو د لونګ سره د خبرو پر وخت دغه تکیه کلام و: لونګه زویه! مورکه دی  ستا بلا واخلي! زه چی  تپیدم، ستا له پاره تپیدم؛ زما یوازنۍ هیله ستا خوشحالی  او ستا د زړه ساتل دي. که زما د سر په بیه هم دا خبره تمامه سی  ځان به تر تا جار کم.

هو، زویه! زه پوه سوم چی  پر کوتره دی  زړه بایللی دی، په هر ډول چی  وی  دا کاربه  انشا الله کوو. زه ستا د دغی  غوښتنی  د پوره کیدو په لاره کی  درسره یم. دلونګ مور له ځایه ورو  ولاړه سوه، خپل زوی لونګ يی   پر سراو مخ مچ کړ او په زړه پوری  یی  ټینګ  ونیوی، بیا يی  ورته وویل:

– ګرانه زویه! پخوا ښځه وم، اوس نرمیړه یم، ستا په خاطر د کوتری  د پلار پر ټولو بدیو او دښمنیو سترګی  پټوم. زه چی  تا لرم، عزت لرم؛ نو مور دی  ستا بلا واخلي، فکرمه کوه.”غر که هر څومره لوړ سی پر سر يی  لاره سته”.

ښه سو، چی  خبره دی  کړم، “صلاح د مړو هنرده” ته بی غمه اوسه، په یوه اوونۍ کی  د ننه د ننه به زه هر څه سم کړم. یو ځل به زه خپله هم کوتره له نژدی  ووینم. په رنګ کی  خو کوتره ښایسته او په خوی کی هغه وخت چی مالیدلی وه یوه حیا ناکه نجلۍ وه، مګر دا څو کاله ما نه ده لیدلې، ښه دی  زه به یی  یو ځل بیا هم له نژدی  ووینم.

لونګ خوشحاله او زړه یی باغ، باغ سو. د خپلی  غیرتی مورجانی  لاسونه يی  مچ کړل،  دموره یی رخصت راواخیسنۍ او بیا د قوماندان ځای  ته په خوشحالۍ او هوس ولاړۍ. د شپی د ډوډۍپروخت یی  په کوتره ځان ولید، خو د خبرو موقع نه و. د ماخستن تر لمانځه وروسته يی  تلوار و، چی  د خوب په پلمه له مجلسه ولاړ سي.

 لونګ ته مځکه ځای نه ورکوي په زړه کی  يی  اور بل ؤ غوښتل یی چی  ژر د کوتری  سره وګوري، څو دغه خپله خوشحالی  د هغی  سره نیمه کړی او ور ته ووايی  چی  مور يی  ورسره منلی  ده او هغه به مرسته را سره کوي.

کله چی  دا نور ټوپکوال ځوانان پری وتل، لونګ د قومندان کور ته تیر سو، په زړه يی  نو یو الله خبر و، خو د کوتری  سره مینی  یی بیره او وحم له مغزوتښتولی  وو.

کوتری هم د ننه په کور کی  خپلی  دوی  سترګی  د خپل زړه وړنکی  لونګ  دراتلو په انتظار دسرای د دروازی د غلام ګرد پر لوری  پیره دارانی  کړی وې. په خپله خونه کی  دننه د پردی  تر شا په تیاره کی   د بت په شان ولاړه وه. 

دا شپه نو د دوو یو پر بل ګرانو له هر څه محرومو ځوانانو له پاره د امیدونو او خوبونو د رښتیا کیدو یوه دخوښیو ډکه پیلامه وه، خو خورا ګرانه پیلامه .

کله چی  لونګ  تر غلام ګرد د سرای غولی  ته ور تیر سو، کوتره د سترګو په رپ کی  لکه لمبه پر را تاو سوه او لونګ ته یی  پر ځیګر، ځیګر سوکان ورکړل او بیا یی  لونګ په خپله نرمه غیږه کی  ټینګ ونیوی.

لمړی ځل دی چی کوتره اوکونګ سره غاړه او غړۍ سول. لونګ د کوتری  د زړه درزا په خپلو غوږ اوریدل. کله چی  یی  د کوتری  ومخ ته وکتل، ویی  لیدل، چی  د کوتری  تر سترګو اوښکی  پر نازکو باړخوګانو داسی  رڼی  رڼی  را بهیدلې. کوتری  لونګ ته وویل:

– څونه وځنډېدې؟ تا خو ویل ژر راځم.

-لونګ وویل، یوازی  یوه شپه نه وم.

-کوتری وویل ماچی ویل کال تیرسوو.

– لونګ، را سه،چی  زیری درباندی  وکړم!

– کوتره،ښه، ژر سه را ته وایه!

لونګ وویل:

– ولاړم، زړه می  راغونډ کی، خپلی  مورجانی ته می  ټوله کیسه روکه او صفا وکړه. پوهیږې؟  چی هغی  را سره خوښه کړه،چي زه له تا سره واده وکم.

کوتری  وویل:

-ښه، مور دی  نورڅه ویل؟

مورمی راځي اوستاسره خبری کوی.

د لونګ او کوتری  شپه په دی  ډول سوالونو او ځوابونو داسی  خوږه او لنډه  تیره سوه چی  دوی یو د بل په لیدو او کیسولا ماړه نه وه، درنګ ملا د سهار اذان وکۍ. ډیرو لږو ځوانانو به په خپل ژوند کی  داسی  یوه شپه تیره کړی وي.

د بلی  ورځی  په سهار لونګ بی  خوبه و. سم کار یی نه سو کولای، مګر نسبت نورو ورځو ته زیات خوښ و. په اتاق کی  را ټول جنګیالي، قوماندنان، عربان او پاکستانيان ټول د لونګ رفتار، بی  خوبۍ او خوشحالۍ ته د شک په سترګه کتل.

د لونګ مورهم چورتونه وهل. هغی دځانه سره فکر کاوه، که د قوماندان لور ته په مرکه ورسم، باور یی نه را تۍ ، چی  خیر دی وویني. ځکه پوهیدله چی  دا اوزوی یی غریبان دی. دې  په خپله هم د هغوی د کور مزدوری  کړی ده او لونګ هم د دوی  مزدوراو دمزدوری زوی دی.

دا زما ورتګ اومرکه به قوماندان بده وګڼي، هغه به دا د ځان سپکاوی وبولې. له امکانه لیری  نه ده چی  زوی می  په یوه تور تومتی  کړي. هغه به بندی  او حتا د مرګ خطر یی  هم سته. پیسی  نه لرو، چی  د جګ ولور او لوی واده خبره ور سره وکړم.

د لونګ مورپه چرتونو کی  د خپل میړه او ورور وژنه او د قوماندان نا پاکه کړه وړه هم په زړه کی  ور تیر سوه، او نوره هم په فکر کی  ډوبه سوه، چی  په را تلونکی  کی  به د هغه سره څه ډول دوستی  پالي؟…هغی  چی  هر څومره فکر وکړ، نو دا دوستی  هیڅ ممکنه نه وه!

دلونګ مور د ځانه سره وویل: نو یوازی  دا یوه لاره را ته پاته ده، خیر دی د لونګ په خاطربه قسم مات کم، د قوماندان کور ته به وروسته له ډیره وخته یو ځلی  ورسم، خپله به مخامخ د کوتری  سره له نژدی  وګورم.

د لونګ مور بله ورځ د قوماندان کور ته ورغله. د قوماندان ښځو د لونګ د مور په ورتګ زیاتی  خوشحاله او هم حیرانی  سوې. ښځوبیا هم دلونګ دمور عزت وکئ. ځکه  دلونګ مور وروسته له زیات وخت تیریدو څخه د دوی کور ته بیا ورغلی  وه.

کوتره چی   د لونګ  د مور د ورتلو په مقصد  پوهیدله، د لونګ د مور په لیدو زیاته خوښه وه. د لونګ مور هڅه کوله چی  د خپل ورتګ سبب یوازی  وکوتری  ته ووایی  او د هغی  د خولی  خبری  وا وري. د ماپښین د لمانځه پر وخت، کوتری  د لونګ مور ته د اودس تازه کولو ګډوه له اوبو ډکه کړه او ور ته ویی  ویل:

– خاله، داوداسه اوبه دغه دي، لمونځ به زما په خونه کی  وکې.

د لونګ مورخوشحاله سوه، تر اودس تازه کولو وروسته، د کوتری  خونی  ته ولاړه،  کوتری  د لمانځه مسله ور پسی  ور وړل. دلونګ مور د لمانځه تر ادا کولو مخ کی   کوتری  ته د خپل ورتګ سبب ووایه، چی  ما ته لونګ خبره کړی ده، غواړم ستا له خولی  یی  هم وارم.

– زویه! موږ خو ډیرغریب خلګ یو، زه او لونګ خوهیڅ شی کور، ځای  او پیسی  نه لرو، ته څنګه زما د زوی  سره واده کول غواړې؟

کوتری  په ډیرجرات سره د لونګ مور ته وویل:

– موري! په هر څه خبره او پوهیږم، ډیری  پیسی  زما پلار لري. دغسی  ډیری  ماینی  هم لري… په خدای باور وکه چی یوه ورځ مو د خوشحالۍ  ګوله نه ده خوړلی  ټول ورځ په کورکی  وهل ،ډبول ، جنګونه او دعوی  وي.

– موري! بی له لونګه نور ټول نارینه وما ته وروڼه دي.

کوتره د دی  خبری  په کولو سره په ژړا سوه، او د لونګ د مور پر لاسونو ور پریوتله او په ژړا کی  یی وویل، بی له لونګه ژوند نه غواړم، ته می  مور سه، زه به دی  لور سم. هر څه چی  را ته وایې، هغسی  کوم.

د لونګ مور د کوتری  اوښکی  ور پاکی  کړی او وعده یی ور سره وکړه. کوتری ټه یی و ویل :زویه ! زه لاره جوړوم، ته بیغمه اوسه. کوتری چی دلونګ دمورمهربانی او ډاګیرنه واوریدل نویی  د هغی  لاسونه ورمچ کړل  ورته ویی ویل موری !زه دی بل زوی سوم او د لونګ مور هم کوتره پر تندی  مچ کړه.

دلونګ مور د لمانځه تر ادا کولو وروسته، کوتری  ته وویل زویه  بیا به لونګ ته نوری  خبری  وکړم .اوس به زه ولاړه سم چی  دا مندی  دی  اشتباه ونه کړی چی  ډیر وخت می  ستا په خونه کی  تیر کي. د خونی  را ووتل د قوماندان له ښځو څخه یی رخصت واخیست او د هغوی له کوره را ووته.

 -په لاره کی  یی لونګ ولید او پوهه یی  کړ، چی  خبره سمه ده. بیا بله ورځ یو ځلی  کور ته راسه.

ماښام چی  کوتری  او لونګ بیا سره ولیدل، کوتری  ژر لونګ وپوښتۍ:

– مور دی  څه وویل؟

لونګ ور ته وویل:

– مور می ستا څخه خوشحاله وه، ما ته یی  وویل، یو ځل بیا کور ته را سه.

کوتری  لونګ ته وویل،  نوڅه ته ګوری ژر ورسه، چی  مور دی  خا مخا څه در ته وایې.

لونګ کوتری  ته وویل:

– اوس شپه ده، سبا به ستا له پلاره اجازه واخلم، کور ته به د مور لیدو ته ورسم.

اما کوتره نا ارامه وه، نه پوهیدله چی  د لونګ مور به کومه لاره پیدا کړي، چی  زما او د لونګ واده وسي. په دی  خبرو خبروکی  بیا پر دوی سهار سو.

بله ورځ چی  لونګ د مور لیدو ته راغی، د لونګ مور هغه ته وویل:

– زویه! د پنجشنبی  په شپه به کوتره له کوره را وتښتوې، ما به هم خپل یو څه ضروری  شئ مئ سره تړلی  وي، دری سره به دا کلی هم لکه خپل دپیدایښت ټاټوبۍ چی مو پریښود پریږدو. دا ځل  نو مجبور یو په اصطلاح د کُفری  حکومت تر کنترول لاندی  ښار ته به ځو. 

که څه چی ما خو ښار لیدلی نه دی زویه اما خدای بخښلی پلار به دی کیسه کول، چی ښاریو غټ ځای دی هلته په ښار کی  خلګ ډیر دی هلته  به ژوند  اوګذاره وکړو.خلګ وايی  تر کلی  په ښار کی  کارونه زیات دي. یوازنی د پټیدو ښه ځای ښار دی. هلته  په ډیروخلګو کی موږ خلګ څه پیژني؟

 تر هغو به هلته ژوند کوو تر څوچی دا ټوپکوال خدای (ج) ورکوي. د ځوان لونګ هم د مور خبره خوښه سوه.

لونګ چی  شپه په خپل کور کی  د مور سره تیره کړه، سهاریی هوس ؤ چی ژر ولاړسی. ځکه لونګ غوښتل چی  کوتره خبره کړي څو تیاری ونیسی .په دغو وختونو کی  لا کلی  یو مخ تور سوی  نه و، څه کورنۍ لا پر خپلو کورونو کی  پاتی  وي. تر لنډ ځنډ وروسته، لونګ بیرته د قوماندان ځای ته ورسیدی.

لونګ هلته ولیدل چی  په دا یوه شپه کيٍ وضعه بدله سوی ده. د قوماندان په کور کی  د یوی  لویی میلمستیا له پاره تیاری  نیول کیده. د کور په مخ کی  څو سړيو لرګی  ماتول، څو تنو نورو په سراچه کی  د دیګدانو په جوړولو او څو تنه نور د مځکی  په اوارولو او سمولو  سره بوخت وو.

سره له دی  چی  نیم کلی تور ولاړ دی، خو څه خلګ را جمع سوی  دي. په همدی  وخت کی  لونګ را ورسید. قوماندان چی  لونګ ولید، لونګ ته یی  وویل:

–  لونګه !ته چیريغیب وي؟ د کار پر وخت ورک سي. ځه، دلته څه کوی  چی  ولاړ يې، کور ته دننه ورسه، د ښځوسره کومک وکه.

لونګ د وضعی  په لیدو په چورتونو کی  غرق سو. هغه نه پوهیدی چی  اصلی  کیسه څه ده؟ کله چی  کورته دننه سو، ګوری  چی  په کور کی  ښځی  پورته او کښته کیږي. ښځو چی لونګ ولیدی اوس نو هرکار په لونګ کوی دی هم د ښځو سره په کار لګیا سو. هڅه يی  دا وه چی  ځان پوه کړي. 

د نورو ورځو په خلاف نن خپله مینه (کوتره) نه سی  لیدلاي. کوتره دخونی نه راوزی ټولو ښځو ښه کالی  اغوستی  وو، پسولونه يی  په ځانو ځړولی  وو، د ټولو لاسونه سره وو، هری  ښځی  د ناوی  په شان ځان جوړ کړی و. د لونګ دا اوله ورځ وه، چی  سنګار کړی اوجوړی کړی ښځی  ویني.

اوس خو لونګ چټ ځوان و؛ په هر څه ښه پوهیدی، مګر دا چی  خپله کوتره نه سی  لیدلای، یا هغه له خونی  نه را وځي، نو لونګ سخت غمګین و. تر ماښام پوری  لونګ د ښځو سره کار وکړ، مګر کوتره یی  ونه لیدله.

شپه سوه، لونګ راغی، د نورو جنګیالیو په مجلس کی  کښیناست، خو فکريی  ډیرخراب و. لونګ همدلته  دنور توپکیانو دخولې خبر سو، چی  سبا سهار د قوماندان سرکښ له کوره سړی  او ښځی  راځي، د  قوماندان د لور (کوتري) شیرینی  او دستمال وړي.

د دی  خبرپه اوریدو سره نه یوازی د لونګ پر سر بلکی  په سینه کی  اور بل سو، مځکه سره سوه، د ده پر شپه سوه؛ نه پوهیدی، څه وکړي. یوی  خوا ته قوماندان ډیر خوښ و، او وېل یی چی  د یوه لوړ کور سره يی  د دوستۍ خبره سوی  ده. لونګ له مجلسه ولاړسو، او ولاړي. هغه په خپله چریکی  بستره ننووت، له ځانه سره یی د غم په دنیا کی  لاره لټوله.

 قوماندان راغي، شا و خوا يی  وکتل او په مغرورانه ډول يی  وویل:- هلکو، پام مو ونیسئ، چی  سهار د میلمنو ښه عزت وکړئ، دغه می  مشره لور ده زوی نه لرم  دا زوم به می  زوی هم سی.لونګ غمجن پروت دی هرڅه پرخپل زړه تیروی اولار لتوي. نوربیا

 

 

 

 دکوتری  مور د قوماندان ښځه  چی  دحتمی مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په تلاښ د میړه د کوره ووتل خپل یوازنی لور کوتره یی ترشا پریښول کلی  پر کلی  څوځان یی  ترلوی ښاره رسولۍ ؤ. په ښار کی تر څو میاشتو وسیدو وروسته  یی زوی پیدا سوی  و.

که څه چی د ښځی په کلۍ کی  لا د لونګ نوم خوښ و، بیا یی هم پر خپل زوی  د “سمندر” نوم کښیښود. د قوماندان ښځی  د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلۍ د لونګ د مورڅخه په الهام اخیستلو سره کارکولو ته ملا وتړله.

دی د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یوه ورځ یی خپل ماشوم زوی  دتداوی دپاره روغتون ته  وړی  وه. هلته په شفاخانه کی یوی  ښځینه ډاکتری ترڅه معلوماتو  وروسته مرسته ورسره وکړل په روغتون کی یی د پیاده په توګه د کار موقع  ورته برابره کړل .

 ترکار پیدا کیدو وروسته ښځه د معاش خاونده سوه.زوی یی  د روغتون په وړوکتون کی  بی له پیسو د ورکړی ورساتل کیدی او روزل کیدی. وخت ډیر ژر تیریدی کوچنی سمندرد سترګو په رپ کی  ښوونځۍ ته د تلوعمر ته رسیدلی و. مور خپل زوی ښوونځۍ   ته شامل کی.

د سمندرد مور چی  اوس یی په خپل معاش  او کوپون ګذاره کیږی. ژوند  یی یوڅه رونق ونیوی ، نوپلار، مور، ورور او کورنۍ وریاد سول ،خپله یوازنۍ پردی ګرانه لور(کوتره) یی تر بل هر چا ډیره یادیده او هر وخت يی  دا هیله وه، چی  که څوک ورته د خپلی  مور، پلار، ورور، خور او لور احوال دکلی را وړي.

 د خپلی  لور کوتری  په باب  خو یی  پدی ډیر تشویش کاوه. ځکه دی ته خو معلومه وه چی کوتره به اوس پیغله وي.د سمندرمور په دی  فکرخراب ؤ چی  میری ګانو به  د دی لورچا ته ورکړی وي؟  دکوتری دمور دا تشویش پر ځای ؤ واقیعت دی میره هیڅ کله دمور پشان مهربانه نه وی. نو دکوتری مور به روغتون ته د دوی له ولسوالۍ څخه هر ورغلی ناروغه ته ورتلل  په غیر مستقیمه توګه به یی د کلی  په احوال ځان خبروۍ.

هغی  به له هر ناروغه  سره راغلی پایوزان جلا جلا پوښتل،څو خبره سی  چی  په کلی  کی   څوک مړه او څوک ژوندی  دي؟  یوه ورځ يی  په روغتون کی  د یو بسترسوی  ناروغ له خولی  واوریدل، چی  ویل یی: زموږ د کلی  ټوپکوال قوماندان هغه چی  ښه ډیر کلونه پخوا یی  ښځه  ژوندۍ ژړانده تری تم سوی  وه، څه وخت د مخه یی  پیغله لورهم د خپل مزدور لونګ سره  جوړه راغله  او دکوره وتښتیدله.

د دی  خبری  په اوریدو سره د کوتری مور په زړه کی  خوشحاله سوه، چی  لور یی (کوتره) په خپل بخت پسی  تللی  ده .د پلار ظالم او د هغی  د کشری  ښځی  له نا رواوو خلاصه سوه. هغی ته دا خبره یقینی  بريښيدله چی په کلی کی خو دلونګ په نوم بیله دخاله دزوی لونګ څخه بل هلک نه ؤ.دی خبری  د هغی  زړه ته بشپړه تسلی  ورکوله.

کــــوتره

کوتره چی په  ښایست کی وتلی  پیغله  ځینی   جوړه  سوی   وه، ډیره  هوښیاره وه، او په ټولورازونو ښه پوهیدله. هغی  تل له ځانه سره د خپل برخلیک په هکله سوچونه کاوه. په هغه کور کی  چی   دا لویه ده، یو خوا ته بی  پروا او ظالم پلار،  بل خواته د مور ورکه، د نیکه بنديتوب، د انا، خاله او ماماګانو څخه را جلاوالۍ او د هغوی  پرنا معلومه خوا تلل، د مور د بنو(میرو) سره په کور کی  ژوند،دا ټولی ناخوالی وی چی د دی  ژوند په رښتیا ور سخت او تریخ کړی ؤ.

په وروستیو وختونو کی  خویی  پلارهم کور ته چندانی  نه ورتلۍ پدی  چی یوه ښځه یی ورکه سول او د بلی سر خفه،د دوو نور ښځوڅخه خولا پخوا لاس پرسر ؤ. قوماندان د خپلو نورو ټوپکوالوسره په اتاق کی  اوسيدۍ.هلته یی  هلکانو خدمت کوۍ، مګر هغه پخوانۍ دبدبه يی  نه وه پاته.

 سره له دی  چی ډیر وخت تیرسوی  و، بیا هم کله نا کله يی  په زړه کی  د لونګ د مورسره خیالی یادونه او مینه یی په زړه کی را ژوندئ کیدله. هغه به غیرمستقیم له هلکانو څخه د لونګ او د هغه د مور پوښتنه کوله، خو بیرته به یی ځان تیر کی.

هلته  دوطن په پای کی د لونګ مورخپلی خواری کاږي، غاز پر غاز ،یکی  پریکي (غِران پرغِران) سر پر سر سره ږدي. په دی  فکر کی  وه چی  په خپل ژوند کی  د لونګ جان کور ور جوړ کړی او ناوی  یی  وویني. دا نو د لونګ د مور وروستۍ    ارزو او خورا لویه هیله  وه.

لونګ د  خپلی مور یوازنی زوی ؤ. هغه به نو ۱۷ یا ۱۸کلن ځوان و. ښه روغتیا ، ښه قد او بازو خدای ورکړی وه. مور یی ښه کالی  او صدرۍ  اوڅپلۍ په اغوستل، د پاچ لنګوټه یی په سر تړله، او بهرام جانۍ چوټي، یا زرینه سوچه چوټي  یی په پښو کولې. دکلیو ډیرو انجونو په زړونو کی  یی  ځای نیولۍ ؤ. د کلی په ټولو ځوانانو کی  دلونګ  جوړه نه وه.

دا یی  لا څه چی لونګ د مسجد سبق ویلی و، حتا لیک یی لیکلای او لوستلای سو. په هر کور او کلی  کی  نر او ښځی  په ښه رنګ، ځوانی  اوښو اخلاقو یادا وه. د کلی ډیرو انجونو ته هغه یو پیژندل سوی ځوان و.د هری نجلۍ زړه غوښتل چی د لونګ سره واده وکړي.مګر بی کسی اوغریبی  ټولی  در وازی دلونګ  پر مخ تړلی  وې.

د لونګ اسکیرلی  مور چی  د ټول کلی په راز، خیر او شر پوهه وه، د ټولو کورنیو نجونی  یی ښی  پیژندلي، د هر چا سره يی  دوستی  زړه نه غوښته او هر چا ته یی زړه نه سو ورنژدی  کیدلای. په خپله غریبۍ او خوارۍ يی  څه پیسی  سره یو ځای  کړی وي، چی  د لږ ولور د ورکړی وسه درلوده او یوه خوشحالی  پری  جوړولايی  سوه. هغی  به هر وخت ویل چی  دغه یو زوی می  دی، هر څه چی  لرم او ګتم، د ده د خوشحالی  له پاره يی  لګوم.

-یوه ورځ چی  لونګ کور ته راغې، د ډوډۍ خوړلو پر وخت يی  خپلی  مورته وویل:

–  ادې!زموږ د کوره سره نژدی  قوماندان تیرېدئ، روغبړ می  ورسره وکۍ، زه يی  اول ونه پیژندم، وروسته ورسره ملګروهلکانو ور وپیژندم. ډیر خوشحاله سو…مورجانی  تا ته يی  هم ډیر سلامونه ویل. ما ته يی  وویل: “هلکه، ستا څخه خو ښه ځوان جوړ سوی  دی. مور خو دی  بیخی  ښه ښځه وه، دا ډیرکلونه زموږ کره نه ده راغلې، جوړه خو ده؟

 بیا يی  زیاته کړه: چی  ته هم نه را ګرځې، ډیر خو سره لیری  نه یو؟ په څه خواری  اخته يې؟ ما ورته وویل، یوازی  د خپلی  مور خدمت کوم او په مسجد کی  سبق وایم.

لونګ یوه سا واخیسته او بیا یی مور ته وویل:

– قوماندان را ته وویل، راسه زموږ انډیوال سه، جنګ ته دی  نه استوم. تا به د ځان سره ګرځوم، په تا باور لرم. هلته زما سره عربان، د مقاماتو سړی  او نور ډیرخلګ سته، هغه به سبق هم درته وايې.

د دی  خبرو په اوریدو یی  د مور د زړه شرک سو، سر یی  پر له وګرځیدۍ او په فکر کی  ډوبه  سوه، بیا را پورته سوه، د ځانه سره ګډه سوه:”یا خدایه! میړه او یوازنی ورور دی  را څخه واخیستل، د تربرو له بیری  می  کور او  کلۍ پریښود، اوس دی   بیا دلته  دا ظالم قوماندان را ته بلا  کئ… ولي، ما څه ګناه کړی ده ؟”

د لونګ د مور زړه ته تیره سوه، چی  قوماندان له دی  لاس نه اخلي، او په دی  چل لاره خلاصوي. هغی  خپل زوی ته څه و نه ویل، او چوپه خوله پاته سوه.

لونګ چی  اوس چټ ځوان و، پوه سو، چی  د مور یی نه ده خوښه. هغه ته یو ځل بیا د خپل ښوونځۍ سوځیدل، د پلار او ښوونکی  بی  رحمانه وژنه، له هغه د کتابونو اخیستنه او سوزونه ور په یاد سول.

 لونګ هم په فکرونو کی  لاهو سو، او د هغو بد مرغو ټوپکیانو بڼی  یی  تر سترګو سوي. یو دم لکه له خوبه چی  راویښ سي؛ د هغه ظالم اواز یی  په غوږ کی  ازانګه وکړه. هغه لږه شیبه وروسته،  بیرته له فکرونو او سوچونو را ووت.

د هغه په زړه کی  چی  هر څه تیر سوی و، خو د اوس له پاره يی  په ښکاره څه و نه ویل.

لونګ هم یوکلیوالی  ځوان و،وبیکاره کلیوالی  ځوانانو ته په کلیو کی  د ناستی  او ولاړی  ځایونه، د مجلس او بنډار ځایونه همدغه د ټوپکوالو اتاقونه وو. د هر ځوان د بنډارسره مینه وي. ټول د کلی  ځوانان په دی  مصیبت لړل سوی  و.

لونګ به  دخپلی   موره په پټه د ورځی  یو ځل د قوماندان اتاق ته ور تلۍ.هغه هلته کلیوال او غیر کلیوالو پاکستانیان،عربان او نور ډول ډول خلګ لیدل. چاي، ډوډۍ او مجلس هلته وو. 

د ترور، وژلو، سوځولو او نړولو کیسې، چور او دڅه پلاس راوړلو کیسی به هلکانو کولی. په ورځ کی یوځل به د نه ووځوانانو دجلب وجذب دپاره   د عربی  او پاکستاني(ISI) نماینده ګانو لخوا پر هغه دنیا (اخرت) کی  د جنتونو، حورو او غلمانو وعدی  او زیری ورکول کیدی.

قوماندان له نورو ټوپکوالو کسانو څخه په جلا کوټه کی  اوسيدئ، او زیات وخت د مخابری  په نوم  یوه په کوټه کی  د دوه ښایسته هلکانو سره چی  په دواړو يی  تور خو ښایسته، ښوی د میکس یا ټټرون کالی  اغوستل ناست او پروت وو. د مخابری کوټی ته هیڅوک بی له  دهغه  داجازی  ورتلای نه سوای. هر هغه څوک هلته ورتلای سوای، چی  زیات به ورته اعتباری  ؤ.

د لږ وخت په تیریدو، لونګ په خپله ناسته، پاسته، کړو، ښایست او جرأت سره د عربو او پاکستانیانو پاملرنه ځان ته  وروا ړوله. لونګ ته اجازه ور کړل سوه، چی  په ټولو کوټو او سرایو حتا د مخابری  اتاق ته هم بی له تلاښۍ او پوښتنی  ورسي. لونګ په دی  ډول د دوی په کار او خدمت کی ځان مشغول کړ.

لونګ ته وخت نا وخت د نورو جنګیالیو او افرادو په نیامه (پټه) کوم عرب او یا پاکستانی وال(isi)  څه لاس هم نیوی څه پاکستانۍ کلداری به یی  ورکړی دا کار د لونګ د نور فعاله کیدو او تشویق سبب ګرځیدئ.

قوماندان  هم پر لونګ نسبت نورو جنګیالیو ته زیات اعتماد کاوه. هغه د لونګ مور له یاده نه وه ایستلې. قوماندان د خپل کور ټولی  چاری  لونګ ته وسپارلې. اوس نو لکه مرغانو ته چی  دانه وا چوی  او یا هیلیو ته مله په اوبو کی  کښینوې. 

د قوماندان په خام  خیال که یی  د لونک مور یو ځل بیا په نصیب سي.لونګ سربیره پردی  چی  د جنګیالیو، پاکستانیانو،عربو او مخابری  کوټو ته بی له اجازی  ورتلای سی، د قوماندان کور ته هم په خلاص مټ لاس رسی پیدا کړی و. د لونګ مور هغه وخت  پدی کارخبره سوه، چی  کار تر کار تیر و.

 هغی بیچاره د لونګ د را ګرځیدو هڅی  دخپل توان برابر وکړي، خو بی  ګټی  وي. هلته د قوماندان  په کورکی  دقوماندان درو سرو ورپاته ښځو نسبت نورو مزدورانو ته لونګ ته لا هماغسی د کوچنیوالی  په سترګه کتل، چی  د خپلی  مور سره به د دوی کور ته راتلئ. هغوی به لونګ له نازه لونګین باله.

د قوماندان د هغی  مشری  تښتیدلی  ښځی  لور (کوتره) چی  د لونګ همزولی وه، کله چی  به لونګ د خپلی  مور سره د دوی کور ته ورتلئ، هغه وخت دی  د لونګ سره لوبی  کولې؛ اوس دواړه برابر ځوانان وو، وروسته له ډیرو کلونو یی یوبل سره پیداکړل .په لیدو يی  هغه تیری  خاطری  په زړونو 

 

عبدالقیوم 

 

او ومه  برخه

 

دقوماندان ښځه دکوتری مور ورکه سوه:

 

 

 

وروسته له څه وخته تیریدو د قوماندان مشره ښځه په ځان وپوهیدله،له هغی  شپی  څخه چی  میړه یی دخپلی خونی څخه په بد نیت   دلونګ دمور په تلاښ  راوتلۍ ؤ په تیروتنه اوسر ناخلاصی د دی سره پرېوتۍ ؤ کوچنی په نس سوی  دئ. 

 

په زړه کی  خوشحاله وه، مګر دا چی  څنګه او په چا به دا ومني، چی  دا کوچنی یی  د خپل میړه څخه دی، له دی سببه  یی تشویش او بیره لرل.

 

ښځی  خپلی  بني، میړه او دوستان نسوای خبره و لای، چی  د هغی  کوچنی په نس دی، ځکه د دی   پښتنی  سره مخا مخ کیده  د چا  څخه دی کوچنی په نس سوو؟ نو هڅه يی  کوله غټ کالی  وا غوندي، مخامخ پر چا ور نه سی  د هر چا څخه  یی ځان پیچئ.

 

په دغه شان د حمل اخیستلو یی  پنځه میاشتی  تیری  وي، چی  یوه ورځ یی  کشره بن پری  شکمنه سوه. هغی  ته تشویش پیدا سوځکه د کشری  ښځی  پلار د خپلی  لور د ورکړی پر وخت د لور د غوښتنی  په اساس په قوماندان دا خبره منلی  وه، چی  زما د لور تر ودولو وروسته به د خپلو نورو ښځوسره مینه نه کوی  او قوماندان هم دا شرط  منلی و.

 

د قوماندان کشره ښځه، د دی  پر ځای چی  د میړه سره خبره سپینه کړي، اول غواړی  ځان پوره باوری  کړی چی  مشره بن يی  په رښتیا امیدواره ده که نه. ځکه دی  هم په  خپل نس کی  اولاد درلود. یوه ورځ کله چی  مشره بن يی  خپلۍ کوټی  ته ولاړه، لږ وروسته دا بی له دی  چی  اجازه واخلي، داسی  ښوی په خونه ورننوته.

 

په دغه وخت کی مشری  بنی  يی  کالی  بدلول. کشری  بنی  د مشری بنی هر څه  لڅ اود سر په سترګو ولیدل. پر سر يی  لکه د اور لمبه چی  وګرځي.لنډ له کوټی  را ووته، په ځغاسته خپلی  خونی  ته ولاړه او دروازه يی  په ځان پسی  پیش کړل.تر ماښامه د خونی  را ونه وتل هغی  په خپل ځان خولی  ولګولې، خپل ویښتان يی  وشکول، او بالښتانو ته يی  سوکان ورکړه. داسی پوچی  خبری  يی  له خولی  څخه را وتلی چی  د باندی  هم اوریدل کیدی.

 

دوی  نوری  بنی  او د قوماندان لور(کوتره) نه پوهیدل، چی  څه پیښ سوي؟ بنی دواړی  راغلې، د مشری  بنی  يی  وپوښتل؛ چی  څه دی  په وکړل؟ چی ښراوی کوی اوبد وایی، مشره ښځی  ځان بی  خبره وښود. تر ماښامه پوری  ښځه له خپلی خونی  را و نه وته.

 

مشره ښځه خو و پوهیدل چی  د میړه نازولی ښځی می نس ولیدی.خبره می تر میړه رسیږی داچی هغه به څه وایی او یا به څه کوی دا هغه څه دی چی  دا یی تر مخه  فکر نسی کولای.  د شپی  نا وخته کله چی  میړه  یی کور ته راغلۍ، د پخوا په شان  د خپلی  کشری ښځی  خونی  ته ننوتۍ  چی د معمول خلاف د خونی  دروازه  کلکه  تړلی  وه. 

 

 دروازه یی ور وټکوله، بیا یی په زور سره  دروازه پوری  وهله او خونی  ته  ورننووت.  ښځه د قوماندان مخی  ته ولاړه نه سوه، سلام يی  وا نه چوۍ، سربیره پرهغه یی ژړل، ښیراوی  یی کولي. قوماندان ښځی  ته نژدی  کښینستۍ، په ناز يی  وپوښتل:  څه پیښه ده؟

 

ښځی  یو دم د خپل میړه وغاړی  ته د جنګره پیشی  په شان خپلی  سری  منګولی  ور وا چولی  او کمیس يی  تر لمنی  ور څیری  کړ، پر مخ یی  ورتو کړل، او بیا یی ورته وویل:

 

– درواغجنه! ستا چی  هغه خوښه وه، نو زه دی  څه کولم؟  کله چی  قوماندان خونی ته  د ننه سو. مشره ښځه یی راغله  غوږ یی ونیوی خپله غوټه  خو یی لا وختی  ټوله کړی وه.

 

–  په خونه کی  د ننه چی  قوماندان د خپلی  ګرانی  ښځی  خبری  وا وریدلې، هک پک پاته سو، نه پوهیدئ چی  په کومه ورانه يی  ښځه خبره سوی  ده، چا خبره کړی ده؟ ځکه  ده خو ډیری  تیروتنی  او لاس وهنی  کړی وي.

 

قوماندان د ځان سره فکر کاوه چی  امکان لری  د لونګ مور به څه ورته ویلی  وي، ځکه چی  هغه تر هغی شپی وروسته بیا  دا ډیر وخت کیږی چی زموږ کور ته د کالو منځلو او د ښځو سره مرستی  ته نه راځي.سخت وارختا سو، په خبرو کی  ګنګوړه سو. بیا یی ژر ژر وویل:

 

“ته څه وايې؟ څه وايې؟…څوک؟…څوک می خوښه ده ؟”

 

ښځی  یی  خبره  ورسره اوږده  نه  کړل ، د میړه د چورتونو او تشویش خلاف یی د خپلی  مشری  بنی  نوم پر خوله راوړی.

 

قوماندان په زړه کی  شکر وکښي، داسی  خوښ سو، لکه هیڅ چی  نه وی  پیښ سوی.  د ځانه سره  یی وویل، شکرچی  د لونګ د مور او یا د بل ادرس خبره نه وه.

 

د خپلی  ښځی  په باب خو مطمئن ؤ. نو زیاتی تر قسمولاندی  سو او خپلی  ګرانی  ماینی  ته يی  وویل، چی  ستا سرقران دی، ما دی  ووهی  چی  ستا تر واده وروسته می  بیا د هغی  د خونی  پرده هم نه ده ور پورته کړې. ته څه وايی  هر چا چی  څه درته ویلی  دي، رښتیا نه دي.

 

ته زما خبره ومنه. ښځی  يی  بیا ور ته وویل، زما خبری  رښتیا دي، زه درواغ نه وایم،  تهمت هم نه تړم ،که زما خبره نه مني، ورسه، خپله د هغی  نس وګوره، دا  له کومه سو؟

 

قوماندان حیرانۍ واخیستۍ، چی  دا څه را ته وايې. هیڅ يی  باورنه را تلۍ. په پای کی  يی  فکر وکړ چی  البته دا مشره ښځه به می  د کم بل چا سره جوړه سوی  وي.

 

که داسی نه وی نو څنګه یی نس ډک سویدئ ؟ولی  په ځان خو يی  باور و، چی  لاس یی  نه دی وروړی. وروسته له ډیرو خبرو اوریدو او چُرتونو څخه درد ورغلۍ. ولاړسو، ټوپک ته يی  لاس کړ، ګرانی  او کشری  ښځی  ته يی  وویل:

 

– نور دی نو خولک  را تنګ کی ما ډیر وژلی  دي، خو په خپلوانو او خپلی  کورنۍ کی  به دا لومړی وار وي، چی  خپله ښځه وژنم. دا دی  اوس ور ځمه، که ستا خبره رښتیا وه، هم دا نن شپه يی  په دغه ټوپک، هلته په خپله خونه کی  ځای پر ځای وژنم.

 

کشره ښځه یی په زړه کی  ډیره  خوښه سوه، ځکه باوری وه او په خپله يی  د بنی  غټه سوی  خیټه لیدلی  وه. هغی  خپل میړه ته وویل:

 

-که ما  تهمت تړلۍ و یا زما خبره درواغ سول، نو بیا را سه، په دغه ټوپک ما مړه که. ما خپل خون دربخښلۍ دی. مشری  ښځی  چی  د خپل مرګ خبره وا ورېده، باوری  سوه، چی  بی  پوښتنی  وژل کیږم، ځکه قوماندان به ډیر ځل په کور کی  خپلو ښځو ته ځان ښکاره کاوه.

 

قوماندان به کله کله د خپلو نارواوو اعمالو او قتلونو کیسی  کولې. ویل به يی  د مقاماتو (ISI) چی  څه هدایت وي، هغه می  تل سر ته رسولی. د فلانی  لور هغه چی  مکتب ته  به تلل، هغه می  ووژله؛ فلانی مامور، فلانی ښوونکی، فلانی بزګر او په لسګونو د اردو او پولیسو سرتیری  ټول ما ترور کړی دي….

 

د مشری  ښځی  دوی  پښی  خپلی  وی  او دوی  يی  نوری  پور کړې. پخوا تر دی  چی  ټوپکوال میړه يی  له خپلی  خونی  را ووزي، په یوه شیبه کی  که څه هم چی  شپه او تیاره وه، بیا هم له کوره ووته او پرنا معلومه خوا ولاړه.

 

قوماندان چی  ټوپک په لاس له خپلی  خونی  راووت، هلته د شا له خوا يی  کشری  ښځی  دواړه لاسونه چپه پسی  پورته او له خدایه يی  وغوښتل، چی  بن يی  ووژل سی  او قوماندان په یوه بلا اخته سي.

 

کوم څه چی  د دوی هیله وه، هغسی  و نه سول. د دوی دواړو د هیلو خلاف، کله چی  قوماندان د مشری  ښځی  خونی  ته ورغلۍ، ګوری  چی  “ځای سته او جولا نه”.  یوازی   یی  لور کوتره  په خونه کی بیده  ده.ټول سرای او هر څه نور يی  وپلټل، ښځه يی  پیدا نه کړه. د کشری  ښځی  ادعا په ظاهره رښتیا سوه.

 

قوماندان ته اوس دوی  خوارۍ ور پیښی  سوې. له یوی  خوا وخپلی  ګرانی  ښځی  ته بی اعتباره سو او له بلی  خوا یی مشره ښځه  وتښتیدله دا شرم ورته باته سو….

 

نور د قوماندان له سترګو خوب والوت. هغه هڅه کوله چی  خپلی  کشری  او ګرانی  ښځی  ته دا ثابته کړی چی  یوازی  دا ورباندی  ګرانه ده، او د دی  د بنی  سره نه دی یو ځای سوې.

 

بل خوا ته په دی  فکرکی  هم و، چی  دا تښتیدلی  ښځه به يی  د چا سره یو ځای سوی  وي؟ دا شرم به چا ور اړولی وي؟ هغه فکرکاوه حتمی  به می  ښځه زما په ټوپکوالو کی  د کوم ټوپکی  سره جوړه راغلی  وي. هغه خپل هر ټوپکی  ته په مغزو کی  د شک په سترګه کتل.

 

نه پوهیدی  چی  چا به دا بد نامی  ور اړولی  وي؟ او بده يی  لا دا چی  ښځه يی  ژوندۍ ژړانده ورکه سول. د ښځی  و پلرګنۍ ته به څه وايې، چی  لوريی  چیری  ده؟

 

قوماندان ټوله شپه ګرانی ښځی  ته په زاریو او د بلی  ورکی  ښځی  په با ب په چورتونو کی  تیره کړه. په دی  شپه يی  لا فکر کاوه چی  ښځه به می  د خپل پلار کور ته تللی  وي. په دغه چورتونو کی  شپه پرسهار سوه، سهار یی نه غوښتل څوک خبر کړي. په پټه خوله يی  د خپلی  ښځی  د پیدا کیدو په موخه (کونډ پی ) پیل کی.

 

تر ټولو مخکی  يی  د خسر کور ته ښځی  وا ستولې، چی  معلومه یی  کي، هغه د پلار کور ته تللی  ده او که نه؟ کله  چی له هغی  خوا، ښځو احوال ورته راوړۍ، چی  ښځه هلته نه ده تللی  اوس يی  نو نور هم فکر خراب سو.

 

نویی شا و خوا په پټه خوله معلوماتونه کول، څو ټولی  هڅی  يی  بی  نتیجی  سوي. پدی منځ کی ورځی  تیری  سوې. دا دی د تښتیدلی  او ورکی  ښځی  پلرګنۍ خبره سوه، چی  لور يی  د میړه په کور کی  نسته. هغوی راغلل، د قوماندان څخه یی  د خپلی  لور د مړی  یا ژوندی  معلومات غوښتنه کول.

 

قوماندان خپلی  خسرګنۍ ته سم ځواب نه درلود. د ښځی  د تیښتی  اصلی  سبب چی  څه پیښ سوه، نه سی  څرګندولای. د ښځی  مور او پلار فکر کاوه، چی  قوماندان به د دوی لور وژلی  وي. قوماندان چی  نه يی  خپله ښځه وژلی  او نه بندی  کړی وه، او نه یی کولای سوای هغه تریخ حقیقت چی  دی هم سم نه په پوهیدی، بیان کړي. 

 

قوماندان  په دی  باور و، چی  ښځه يی  خرابه نه وه او که پرهغی  تورهم وتړي، خپله لمن پورته کوي.

 

وروسته له ډیرو بی  نتیجو هلو ځلو، د ښځی  خپلوان مجبوره سول، هلته د ټوپکمارو په نوم محکمی  ته ورغلل دخپل  زوم (قوماندان) د لاسه عارض سول دخپلی لور مړی اویا ژوندی غواړی  . دا هغه وخت و، چی  ټوپکسالاران پرکلیو حاکم وه .

 

په محکمه کی زور او زرو خبره سرچپه کړه. د ټوپکوالو محکمی  د قوماندان خوا ونیوله. د ښځی  پلاريی  بندی  کړ او تور يی  پر ولګا وه، چی  د قوماندان ښځه يی  پټه کړی ده.

 

تر زیاتو وهلو او ټکولو وروسته، دتوپک سالارانو قاضی  حکم وکۍ چی  د ورکی  ښځی  پلار دی  خپله لور د میړه کور ته حاضره کړی او پنځه زره افغانۍ نغدی  جریمه دی  هم تحویل کړي.

 

کله چی  د لور پلار ته د محکمی  پریکړه د قاضی  له خوا واورول سوه، سړی  وویل:

 

– د خدای روی دی، هم می  لور وژل سویده ، هم ما بندی  کوئ او هم می  جریمه کوي؟  دا څنکه  اسلام مو دی دا عدالت او انصاف نه دی؛ زما سره دی  عدالت وسي!

 

خو قاضی  ورته وویل، تا پر یوه جهادی  قوماندان تهمت تړلی دی  او درواغ دی ویلی دی. هغه موږ یو مجاهد دی. زموږ د سنګر انډیوال دی، د سرو روسانو سره جنګیږي، محکمی  د شریعت سره سمه فیصله کړې، باید عملی  سي.

 

په کلی  اوکورونو کی  خبري، ورځ تر بلی  ډیریدلی او تودیدلي. د خُسر کورنۍ اوس د خپلی  لور د مرګ او ژوند خبره هیره کړه، د خپلۍ کورنۍ د یوازنۍ مشر او سپین ږیری  د خلاصیدو وسه هم نه لری او د پنځو زرو افغانیو د جریمی  د ور کړی وسه خو بیخی  نه لري. په حقیقت کی  یی زورد جهادی  قوماندان سره برابر نه و. په عجز، زاریو او مرکو يی  نفس وخوت، چی  د قوماندان له شره ځان خلاص کړي.

 

ډیری  هلی ځلی یی وکړی خو ګټه یی و نه کړه. په پای  کی  دی  ته مجبوره سول چی  د جریمی  د ورکړی له امله خپله لږ مځکه ګرو کړل. لنګه غوا او مردارهډی یی  په کمه بیه  ورته خرڅ کړل . مګرد خپلی  لور پیدا کیدل يی  تر وس وتلی  خبره وه ځکه دهغی دمرګ اوژوند معلومات نسته.

 

له بلی  خوا، دخسرکورنی دمحکمی لخوا د وراستول سوی ماسل څخه په تنګ سول ځکه  ماسل هره ورځ ډوډۍ او پیسی غوښتی. په پای کی  د قوماندان د خسر کورنۍ یوه شپه د هغه د نارواوو او نا دودو کړو او د محصل د محصلانۍ څخه د ژغورلو په موخه، خپل کور او کلۍ پریښود او د شپی  په تیاره کی  ښار ته  ور وتښتیدل.

 

***          ***          ***

 

د قوماندان کشره ښځه چی  امیندواره وه، قوماندان او ټوله کورنۍ ور ته خوشحاله او په دی  هیله وو، چی  ګوندی ښځه زوی و زیږه وی؛ خونه دی  هم لور وزیږله. په دی  ډول قوماندان او کشره ښځه یی د لور په زیږیدو نورهم غمجن سول. 

 

د دکوتری  مور د قوماندان ښځه د مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په تلاښ د میړه د کوره ووتل کلی  پر کلی  ځان یی  تر ښاره رسولۍ و. په ښار کی  يی  څو میاشی  وروسته  یی زوی پیدا سوی  و. د ښځی  چی  په کلۍ کی  لا د لونګ نوم خوښ و، خوپر خپل زوی  یی  دسمندرنوم کښیښود. د قوماندان ښځی  د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلۍ د لونګ د مور  څخه په الهام سره  کار ته ملا وتړله.

 

هغی  د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یو وخت خپل ماشوم زوی  دتداوی دپاره روغتون ته  وړی  وه. هلته  یوی  ښځینه ډاکتری  ور ته په روغتون کی  د پیاده په توګه د کار موقع برابره کړل .بس د معاش خاونده سوه.

 

زوی یی  د روغتون په وړوکتون کی  بی له پیسو د ورکړی ورساتل کیدی او روزل کیدی. وخت ډیر ژر تیریدی کوچنی دسمندر بیا د سترګو په رپ کی  ښوونځۍ ته د داخلیدو عمر ته رسیدلی و. مور یی هغه ښوونځۍ   ته شامل کړ.

 

دسمندرد مور چی  اوس یی په خپل معاش  او کوپون ګوزاره کیده، نو کله کله یی  پلار، مور، ورور او کورنۍ په فکر کی  مخ ته مخ ته کیدل. خپله یوازنۍ لور(کوتره) یی تر بل هر چا ډیره ور په یادیده او هر وخت يی  دا هیله وه، چی  که څوک ورته د خپلی  مور، پلار، ورور، خور او لور احوال را وړي، په تیره بیا د خپلی  لور کوتری  په باب یی ډیر تشویش درلود. ځکه هغه به اوس پیغله وي.

 

دسمندر مور په دی  فکر کی  وه، چی  بنی  به يی  لور چا ته وده وي؟ روغتون ته چی  به د دوی له ولسوالۍ څخه هر ناروغ را وړل سو، دا  به ناروغ ته د خدمت په بهانه ورتله او په غیر مستقیمه توګه به یی د کلی  په احوال ځان خبروۍ.

 

هغی  به له هر ناروغه او یا د هغه سره راغلو پایوازو څخه  پوښتنی  کولی  ،څو خبره سی  چی  په کلی  کی   څوک مړه او څوک ژوندی  دي؟  یوه ورځ يی  په روغتون کی  د یو بستر ناروغ له خولی  واوریدل، چی  ویل یی: زموږ د کلی  ټوپکوال قوماندان هغه چی  ښه ډیر کلونه پخوا یی  ښځه  ژوندۍ ژړانده تری تم سوی  وه، څه وخت د مخه یی  هغه پیغله لورهم د خپل مزدور لونګ سره وتښتیدله.

 

د دی  خبری  په اوریدو سره دسمندر د مور تشویش زیات سو، خو په زړه کی  خوشحاله سوه، چی  لور یی (کوتره) په خپل بخت پسی  تللی  ده او اوس د پلار ظالم او د هغی  د کشری  ښځی  له نا رواوو خلاصه ده. هغی ته دا خبره یقینی  بريښيدله چی   لونګ خو هغه د کلی  د خاله زوی و، او همدی  خبری  د هغی  زړه ته بشپړه تسلی  ورکوله.

 

نوربیا

 

 

 

مور د خپل زوی لونګ سره د شپی  په تیاره کی  دخپل  کوراو کلی  څخه لیری  بل پردی کلی  ته ولاړه. اوس نو دوی په دغه نوی  کلی  کی  د هیچا هیڅ هم نه دي اوڅوک یی په پلا اونیکه نه پوهیږی. په دی  پردی  کلی  کی  یوه خدای پرسته ښځه اوسیدله، چی   دهغی  میړه څو کاله مخکی  مړ او دا کونډه سوی  وه. سر او نیم سر واړه اولادونه اودمیړه څخه باغ اوپټی ورته پاته ؤ.

 

 دغی ګونډی ښځی  د خپلو خونو په څنګ کی  ولونګ او مور ته د اوسیدو د پاره  یوه خونه ورکړه.د لونګ مور چی  د خواریو سره  دوړکتوب څخه بلده ښځه وه، اوس چی  کونډه او د بل همسایه سول، نود نر میړه  په شان يی  کار ته ملا  وتړله. ساده خړ پرتوګ یی واغوستۍ، پوړنۍ يی  هم تور پر سر کی، ویښتان يی  د ایله پر ځای ټنګی  کوَڅۍ کړلې، ځان جوړول يی  لا وختی  پری  ايښی  وه.

 

لونګ هم شکر دی تکړپه ژبه پوه هلک دی. هغه ته خو سمد ستی  خواری  پیدا سوه؛ د کلیوالی  کونډی  پنځه وری  پیایی  لونګ خپل نس وا ړاوه. مور یی هم ارامه کښینه نستل ژرکلیوالو ښځو وپیژندله. دی  هم د پخوا په ډول  کار شروع کۍ ښځوبه وخت نا وخته د خپلو کالو منځلو په ورځ مرستی  ته ورغوښتل، تر کالو منځلو وروسته  به یی څه لاس  ور ته نیوی.

 

نور نو د لونګ مور د هر ډول ورپیدا سوو خواریو څخه مخ نه چپا وه. د هرکور کالی  به یی  پریولل، غړکی  به يی  ور شربلې، تلتکان به يی   ورګنډل، وړۍ به يی  ور شنلې، ډوډۍ به يی  ورپخولی  او یا کله چی  به ښځوخپل کورونه پاکول، نو د مرستی  دپاره  به يی   د لونګ مور وربلل.

 

د لونګ مور ته پرلږ لاس نیولوسربیره، پاته سوی  خواړه، څه چای او بوره هم ورکول کیدل. د لونګ مور ژر د دی  کلی د ښځو په منځ کی په دی  مشهوره سوی  وه، چی  یوه مسلمانه، د باور وړ او نه لاس وهونکی  ښځه ده.

 

د لونګ مورهم خپل یوازنی زوی لونګ ښه نازاوه او  دهغه روزنی  ته یی پام یی کاوه. هغه پوهیدله چی  زیات شمیرپه نس ماړه بی علمه خانان او په تیره بیا دغه نوی  د پاکستانی (I,s,I)روزلی افغان ټوپک سالاران اوپیسه وال پاک نفس خلګ نه دي. دلونګ  دموردا خبره ، چی  د لونګ پلار به تل هغی  ته ویل، شکر به کاږو چی  زوی لرو، زما تر مرګ وروسته به زما مینه توره نه پاته کیږی  او زموږ د  کاله څراغ به لګیدلی وي.

 

د لونګ مور ته  دوشیان لکه :پر ځان باور او د لونګ ملګرتیا هر څه وو. لونګ هره ورځ د ورځی پسونه پیول او ماښام سټړی چی به کورته راغی څه سبق یی هم وایه اوبیابه  د خپلی  مور په څنګ کی  پرهغه نازکه نغا ړه کی دخپلی مورسره  پروتی  مور اوزوی په دولړو یو زوړتلتک لاره.

 

لونګ به په هغه ورځ خوښ و، چی  مور به يی  د کالو، مینځلو او یا تلتک ګنډلو پرځاي، و یوی  لوی میلمستیا اویا کلیوالی  ښادیو ته د کاراو پخلی  له پاره وربلل سوی  وه. د شپی  به لا لونګ تیاری  نیوله، ځکه په هغه ورځ به يی  مورد نورو ورځو خلاف ډیره وختی  له خوبه پورته کیدله، د لمانځه تر ادا کولو وروسته به يی  سمدستی  خپل زوړغټ پینه، پینه تور پوړنی  پرسر او خپلی  زړی  کلوشی  به يی  په پښو کړې، لونګ به يی  هم سهار وختی  له خوبه را ویښ کړ.

 

لونګ به د لمانځه تر ادا وروسته سهاروختی  د بډایی  ښځی  پسونه څړته بوتلل او اومه غرمه کی به یی  ماړه کورته را وستل. او د پسونو  د شپی  خوړلو دپاره به يی  څه واښه هم ورسره راوړل  بیا به یی   په بیغمه  زړه سره خپله سپاره په څنګ او خپل زوړ کړوپ، رویی  بی  سر پوښه دیګ د ځان سره واخیستل او هغه کور ته به تلۍ چی  مور به یی  چیری کار کاوه.

 

که څه هم چی  لونګ نو اوس نامی  خدا د بدو سترګو دی  په امان وي، نژدی  د دولسو  دیرلسو کلونو ښه غښتلۍ هلک دی، خو د مور یوزوی دی. کلیوالی  ښځی  هم د لونګ څخه پلو مخ ته نه نیسي.

 

د لونګ مور مجبوره وه، تر هغه کوره ځان وختی  ورسوی  چيری  چی  دا به کارته وربلل سوی  وه. ځکه د وړو اخښل او د کور جاورو کول، هغه کارونه دی  چی  تر ناری  مخ ته باید وسي. د لونګ هغه ورځ د خپلۍ مور سره ښه تیریدله، کوم چی  په هغه کور کی  به د ده همزولی  هلکان او نجونی  زیاتی  وي.

 

د ډول ډول نجونو او هلکانو سره به يی  لوبی  کولۍ. د ټولو همزولو هلکانو او نجونو لونګ خوښ و. د لونګ مورد کلیوهکانو او نجونو خاله بلله او لونګ يی  د خاله زوي. لونګ چی  ښه هلک و، حتی د ټولو کلیوالوښځوهم خوښ و.

 

 دزیاتو ښځو دلونګ رنګ څه چی دهغه سمی ،پوره اوهوښیاری خبری خوښی وی .هریوی غوښتل د ده سره خبری وکړی. په هره ښادۍ کی  د لونګ مورته کلیوالو ښځونصیحتونه کول،  چی خواره مه سي، دغه زوی ته دی  سپلنی  دود وه، له بدوسترګو دی  په امان وي، بدی  سترګی  سته چی  نظر يی  نه کړي. 

 

د شاه اغا له زیارته څخه ور ته د نظر (توربندونه) راوړه او ورپه غاړه کوه يي.

 

لونګ هم د خپلوهمزولو نجونو او هلکانو په منځ د هری  لوبی  په سرکی  (میراو) وي. د کلیو ښځو به خپل تر منځ د لونګ د مور د خوا پاکۍ او چابکۍ صفتونه کول. کله نا کله به کلیوالو ښځو د هغی  په غیاب کی  یوی  بلی  ته سره وویل:

 

– فلانۍ خواره مه سي، خوري؛ ته پر خاله ښه پام وکه، کار يی  څه کوی  ځوانه جهانه ده، په رنګ کی  هم جوړه نه لری. داسی  معلومیږی  چی  دا له ذاته ( اُپره) نه ده، کوم مصیبت وهلی  ده.

 

د لونګ مورهم د خپل مجبوریت له مخی  د خپل ژوند  په غم لړلۍ داستان هیچا ته نه سو ویلای. په هرصورت، د ښځو ځانګړتیا خو دا ده چی  د خپل میړه په مخکی  د پردۍ ښځی  د رنګ او کمال خبری  نه کوې. مګر د هغو ښځو چی  میړه یی  دری  یا څلورماینی  لري، هغوی  بیا دا خیال نه ساتي. دا چی  څنګه د قوماندان ترغوږه د لونګ د مور د ښایست خبره ورسیدله، معلومه نه ده.

 

 د لونګ مور د کلیوالی  ښاديوپه شپه، سره له دی  چی  د کار تر ختم وروسته که زیات نا وخته به هم سو، خو هغی  به خپلی  خونی  ته  ځان رساوه.

 

له هغی  ورځی  څخه چی  قوماندان د لونګ د مور د ښایست خبره اوریدلی  وه، نور يی  خپلی  ښځی  هیری  وی  او د لونګ د مور په فکر کی  ډوب و، چی  څنګه به وي؟ په هغه شپه  چی  د لونګ مور د ټوپکوال قوماندان کور ته د کار له پاره ور وبلل سوه، د لونګ مور چی  د قوماندان په کړو او کږو پوهیدله، د ځانه سره یی  ویل: “یا الله! پرتا ځان سپارم؛ له هری  بلا ما او بچی می  را ساته”.

 

هغی  په خورا افسوس وویل:

 

– یا زما  ربه! موږ دی  هم بنده ګان یو که نه؟ غریبی  دی  ځان وخوري، د یوی  ګولی  ډوډۍ له پاره می  د پردو د کورونو وخواریو ته ځان اچولی دی. بی  غیرته والله که یم،  خوبی  کسه او بی  وسه یم، پردی کلی دی، سر توره خو دی  کړم، بی  کوره دی  کړم، یوازی  د عزت په ساتلو کی  را سره مرسته کوه!

 

بیرته يی  بیا وویل، دا هم د شکرځای دی چی  لونګ دی  را کړی دی. د هغی  په لونګ زړه تکیه و. هغی  به خپل ځان ته تسلا ورکړه چی  ځه لونک خو را سره دی.

 

قوماندان د څلورو معلومواورتو خاوند و، زیاته حرامه شتمنی  یی  را ټوله کړی وه. سربیره پردا ټولو چی  لرل یې، بد ارواح او په هډ  نا پاک سړی هم و.

 

دغه قوماندان  به تل د سترګو ترکونجو هری  ښځی  ته کتل. د لونګ مور چی  د ده د ښځو له خواهر ځل وکار ته وربلل کیده، قوماندان به د لونګ مور ته پرته له اړتیا یوه خبره کوله او په دی  ډول به یی  پر هغی  باندی  ځان لیدئ.

 

د لونګ مور د خپلی  حیا ساتلوپه منظور د قوماندان څخه پلو نیوی. د هغه خبره به يی  داسی  تیره کړه، لکه هیڅ چی  یی نه وی  اوریدلې.

 

قوماندان ته  خو خپلو ښځو د میړه په سترګه نه کتل؛ لکه هرو ډیرو ماینو لرونکو میړو ته چی  يی  ښځی  د میړه په سترګه نه ګوري. نو يی  د میړه په کږو تلو اوکږو کړو خوا نه بدېدله. په داسی  حالت کی  را ګیری  ښځی  له خدایه غواړی  چی  خاوندان يی  پر یوه بلا وا وړي.

 

په دی  شپه چی   د قوماندان د کشری  او ګرانی  ښځی  پلرګنۍ او خورلڼی  میلمنی  وي. اول خو دا چی  میلمنی  ښه نا وخته راغلې. ډوډۍ نا وخته وکښل سوه. د چای څښلو، د لوښو منځلو او د دالانچی  پاکولو ښه زیات وخت ونیوي، په اسمان کی  سپوږمۍ تر سر اوښتی  وه، ایله چی  د لونګ مور لوښی  او لرګی  سره ټول او له کاره فارغه سوه.

 

لونګ هم کله چی  نور کوچنیان او همزولی  یی بیده سوی  ول، راغلی  و، د اور په دالانچه کی  چیری  چی  موریی  په کار بوخته وه، بیده سو. د لونګ مور یو څه د ورجو کوینی  مویني، سوځلی  د نه ساتلو وړپاته سوی  خواړه په خپل رویی  دیګی  کی  واچول، غوښتل یی چی  د قوماندان له ښځی  څخه رخصت واخلي. بیا لونګ له خوبه راویښ کړی او خپل کورته ولاړه سي.

 

نور نو نژدی  دی د سهار پیرونی  را پورته سي؛ د قوماندان ګرانی  او نازولی  ماینی چی  د ټول کور واکداره وه، د لونګ مور ته وویل:

 

– خاله! ته یو ځل ماتله سه، لونګ دخوبه مه را ویښوه.

 

د دی  خبری کولو ورسته ښځه د قوماندان (میړه) د خوب خونی  ته ورغله، میړه ته يی  وویل:

 

– که ستا خوښه وي، ښه هوا ده، ټول کوچنیان بیده دي، دا میلمنی  به یوساعت په باغچه کی  وګرځي، لوی ښځی  دي، ګلان او بوټۍ نه ماتوي. د لونګ مور به دلی  زموږ تر بیرته را تلو پر کوچنیانو پام کوي.

 

قوماندان چی  په زړه پاک سړی نه و، وايی  ورېدل چی  د لونګ مور د کوچنیانوسره په کور کی  پاته کیږي، نو هغه څه يی  ورپه یاد سول، چی  له ښځو يی  اوریدلی  و:

 

– د لونګ مورځوانه او په رنګ ښایسته ده.

 

د قوماندان باغ او باغچه هیرسولٍ، شرمښ له خدایه څه غواړي؟ باد او باران.

 

قوماندان له خدایه دا ساعت غوښتی. په زړه کی  خوشحاله سو، ژر يی  خپلی  صدرۍ ته لاس کړي، له جیبه يی  د باغچی  د قلف کلۍ را وایستلی  او ماینی  ته يی  ورکړې.

 

د قوماندان ښځه راغله، د لونګ مور ته يی  وویل:

 

– یوازی  یو ساعت لا پاته سه، ښه هوا ده، کوچنیان ټول بیده سوي، ایله چی  میندی  يی   اوس بی غمه سوې، موږ یو ځل دا باغچی  ته ورځو او ته پر دغه کوچنیانو پام کوه، موږ ژر راځو.

 

د لونګ مور ناچاره وه، و یی منله او خپل کور ته له تلو پاته سوه. کله چی  ټولی  ښځی  باغچی  ته تللې، د قوماندان مشره ښځه لنډه له نورو ښځو څخه را وګرځیده او راغله د لونګ د مور سره د اور په دالانچه کی  کښینستله. د لونګ مور د دی  ښځی  په پاته کیدو خوشحاله سوه؛ هغه یوازی  بیریده.

 

تر لږ خبرو او مجلس کولو وروسته،  داور دالان چه ګرمه وه د قوماندان مشری  ښځی  ته  خوب ورغۍ او د لونګ څنګ ته پریوته او بیده سوه. د دی  ښځی  اومیړه تر منځ د میړه توب او ښځیتوب خوند لا ډیر وختونه مخکی  نه و.

 

د لونګ مور له یوی  خوا نا ارامه وه او له بلی خوا ښځو ورته پری  ایښی  کوچنیان، ټول د لوی سرای د غولی  په منځ کی  پرخټینه تنګاچه بیده وو. کله چی  د قوماندان مشره ښځه دکوتری  مور  د لونګ د اړخه  سره بیده سول، نو د لونګ مور هم د کوتری  مور او لونګ  دواړه بیده پری  ښوول او خپله د تاوده دالانه را ووته، د باندی  پر تنګاچه د ماشومانو په منځ کی  پرېوته.

 

له بیری  او تشویشه خوب نه ورتۍ، او پرځای ویښه پرته وه. په همدی   وخت کی  یی   ولیدل چی  قوماندان په تلوار لکه د منی  د وروستیو شپو وږی  لیوه چی په ښکار پیداکیدو پسی  په  هغه شان سر تورسر، ببره ږیره او توپنګچه په لاس د خپلی  خونی  د باندی  راووت او سیده  د اور د دالانچی  پرخوا ورغلۍ. 

 

د هغه سترګی  پټی  وی؛ فکر یی کاوه، چی  د کور ټولی  ښځی  باغچی  ته تللی  دي، یوازی  د لو نګ مور پاته ده او د اور په دالانچه کی  پرته ده. د اور په دالانچه څه توده او لږ تیاره وه. په دلانچه کی  یی  دومره ولیدل چی  ښځه  د خپل زوی لونګ سره  پره ته ده ، د ده په فکر دغه د لونګ  مورده.

 

پر ښځه یی  ځان واچوی ورسره پریووت… ښځی  هم هیڅ مخالفت و نه کړئ، ځان یی  چوپ نیولۍ و. قوماندان فکر کاوه، چی  ښځی  له بیری  ځان چوپ نیولۍ دی ده خپل کار وکۍ. پوهه نه سو، چی دا یی خپله  ښځه وه . د غلا، بیړی  او وهم خبره وه. تر معملی  کولو وروسته ژر خپلی  خونی  ته ولاړ.

 

ډیر زیات خوښ په دی  سو، د ده په فکر چی  لونګ مور مخالفت ور سره ونه کۍ. لږ وروسته ټولی  ښځی  د باغچی  څخه بیر ته  راغلی.

 

دکوتری  مور هم د دالانچی  څخه ور ولاړه سول خوښه خوشحاله په ښځو ګډه سول  بیا خپلی  خونی  ته ولاړل.

 

د لونګ مورچی  د سرای  په منځ کی  پر تنګاچه ویښه پرته وه، هرڅه يی  د سر په سترګو ولیدل او ښه پوه سوله چی  بلا وه، برکت يی  نه. هغی  له ځانه سره وویل، ګوره، چی د کومو ښو اعمالو له برکته خدای  (ج) د درنده  له بریده وساتلم.

 

بیا يی  هم له بیری  ټول بدن ریږدېدئ، د منی  په سړه هوا کی   توده تبه پر راغله، په خولو کی لنده خیشته  سوه، سمی  خبری  یی نه سی  کولاي، غوښتل يی  چی  اجازه واخلی  او کور ته ولاړه سي. په دی وخت کی  قوماندان له خپلی  خونی  څخه خپلی  ګرانی  ښځی  ته ور ږغ کړل:

 

– ښځي! تاسی  راغلاست؟ ماینی  یی  ورته وویل: هو، راغلو!

 

قوماندان زیاته کړه:

 

– دغه د لونګ جان مورنن د اشپزۍ او لوښو منځلو سربیره، ستاسی  ډیرخدمت و نه کړئ؟ په خدای چی  دا ډیره مسلمانه ښځه را ته معلومیږي، د پټی  خولی  میرمنه ده. که کوم اضافی  کالی مالی لرې، یوه جوړه ورکړه، زموږ به خیرات سی  او د دی  به یوه پرده په وسي. دغه سل روپۍ هم زما له خوا ورکړه؛ داسی  د پټی  خولی  میرمنه والله که تردا اوسه پوری  ما د مزدورانو په تخم کی  لیدلی  وي.

 

د لونګ د مور په زړه نو یو پاک الله خبر و. حلق يی  وچ وچ کیده. هغه بی  خوبه، بیریدلی  او حیرانه پاته وه چی  اوس څه وکړي، څه ووايې، چا ته د زړه غوټه خلاص کړی او څه يی  له وسه کیږي؟ دلونګ مور نو اوس سل په سلو کی  باورمنده سول چی  قوماندان ورته سلګون ورکړۍ.

 

هر ډول چی  ؤهغی  خپل زوی  لونګ له خوبه را ویښ کړ، د پاته سوو سړو خوړو ډک دیګ، د قوماندان  ماینی  ورکړی د زړو کالوغوټه یی  را واخیستل او د لونګ سره یو ځای د قوماندان د کلا د دروازی  تر ولاړ ټوپکوال را تیره سوه.

 

د لونګ مور د خپل زوی سره په تیاره کوڅه کی  د کور پرخوا روانه وه او چورتونو پر سر اخیستی  وه. د هغی  لاری  ته پام نه و.

 

یو ځل به یی په فکر کی  ور وګرځيدل: چی راسه، د تیری  شپی  کیسه د هغه ماینو ته وکړه. بیا په چورت کی  ډوبه سوه، او د ځانه سره به یی وویل: شرم، حیا، غریبي، کمزوري، د زوی کوچنیوالې، مجبوریت، پردی کلی  او تر ټولو لویه خبره سرتوره یم، نه چی  خپله په دی  خبره کی  بد نامه سم  ځکه په غریب او ګونډه پوری  ژر تهمت مښلی  دا ټول یی   د لاری  خنډ سي.

 

مقابل لوری خو ټوپکوال، زورور جنګ سالار، یو شمیرحیله ګرملایان او نا پوهه کلیوال، دا ټول سره یولاس دي. نو راځه هر څه پر ځان تیره وه او ځان ساته؛ په تا خو يی  څه نه دی  کړې.

 

بیا یی په ډیره نا امیدی کرار له ځانه سره وویل: کونډه یې، غریبه یی  او زوی دی  ما شوم دی.

 

لویانو ویلی  دي:”چی  نه لری  سړي، مه کورت خوره، مه غوړي”. لونګ سره له دی  چی  خوب ځنګاوه، خو د خپلی  مور دغه د نا امیدۍ خبره يی  وا وریده. په دغه ګړی  يی  څه ونه ویل، ځکه خوب پر زور و.

 

د لونګ مور د خپل ځان سره پریکړه وکړه، چی  خپل ځان خپله وساتی. اوس نوسپیدی  وچاودې، نژدی  سهار و، چی خپلی خونی ته را ورسیده او ستړی  ستومانه پرېوته. ژر سهار سو، ملا اذان وکئ، دی  هم کلمه وویله او را پورته سوه، خپل لمونځ یی  ادا کې. بدن یی  ورسره مرسته نه کوله.  څو ورځی  ناروغه سوه او د چا د کور کارو ته، به نه تلل.

 

ژوند  یی  ستړی دی؛ نور د پخوا په شان د هرچا د کور کارو ته ځان رسوي، خو د قوماندان د کور پر خوا ورګوری  هم نه. ډیر ځله د خان ښځو د لونګ مور وغوښتله چی  کار ته ورسي، ښادیو او میلمستیاو ته يی  د کارله پاره خبره کړه، خو د لونګ مور قسم کړی و، کار ته څه چی  بیا به د قومندان د کور په دروازه سر ور دننه نه کړي.

 

په دغو شپو او ورځو کی  له دغه کلی  څخه هم د نورو کلیو په شان هره ورځ یوی  یا دوو کورنیو د پاکستان پرخوا کډه کوله. ځکه دیوه لوری  جنګونه او بل خواته کار ورک سوو. لونګ څو ځله خپلی  مور ته وویل:

 

– مورجاني! که زه او ته هم پاکستان ته ولاړ سو، بده به نه وی. ډیر کلیوال حتا ملأ صاحب لا ویل چی  هلته مفت اوړه، غوړی ،خیمه او ډیر نور شیان افغانانو ته ورکول کیږي ډیری کورنۍ ګډه سوی.

 

د لونګ مور په زړه کی  د پاکستان او د هغو د مزدورو څخه سخته کرکه درلوده، ځکه چی  له پاکستانه راغلو ټوپکوالو د هغی  میړه او ورور ور وژلی وو. خو بیا هم حالاتو هغه مجبوره کړه  د یوی  بلی  کورنۍ سره پا کستان ته مها جره سوه.

 

***          ***          ***

 

د لونګ مور چی  کله پاکستان ته ورسیده، هلته د مهاجرو کمپ ته د خپل زوی لونګ سره ورغله. د ځای او یوی  خیمی  د ترلاسه کولو او راشن پاس د په لاس را وړلو له پاره یوه افغان ته چی  د کمپ مشر و، ورغله. د کمپ مشر چی  په زړه ناپاک، غل او حرام خور سړی و، د هغی  سره مرسته مشروط  کوله.

 

د کمپ مشر د لونګ له موره پیسی  غوښتی   چی  هغی  نه لرلې. بد اخلاقی   ته یی  ځان نه سپاره، بله ستونزه یی  دا وه، چی  د میړه تذکره یی  چا ته نه سوای ښودلاې، چی  څوک یی  و نه پیژني.

 

د لونګ مور په دی  فکرکی  وه، که د مهاجرو په کمپ کی  خلګ خبرسي، چی  دا د هغه اکبر ښځه ده، کوم چی  نژدی  دوه نیم کال مخکی  ټوپکوالو وژلۍ و، نه دا چی  مرسته به ور سره و نه کړي، بلکی  تربرونه به یی هم خبرسي، بیا به  دا  په زورد میړه کولو د ستونزو سره مخ وي.

 

لونګ او مور یی  په ډیرو ستونزو لیدو سره بیرته نا امیده افغانستان ته هغه کلی  ته راغله، چی  لومړی ځل د خپل اصلی  ټاټوبی  ورته راغلی  وه. ه بیا هغی  ښځی  چی  پخوا یی ځای ورکړی وو، بیا ځای ورکړی.نور بیا

 

 

 

 وینه او مینه 

 

پنځمه  برخه

 

د ښوونځۍ،ښونکی  اوکتاب سوځنه

 

–  یوازی دری  ورځی اختر ته پاته  وی  چی  د لونګ  دښوونځۍ د سوځلو او د ښوونکی د وژلو دپاره وښوونځۍ ته یو ګروپ مولونه وهلی  څڼور ټوپکوال  سړی ورغله. شاګردان د خپل ښوونکی  ملا نیک محمد سره ټول د توپکوالو په ور تلو  اولیدوسره وارخطا سول.

 

شاګردان او ښوونکی صاحب ملا نیک محمد نه پوهیدل چی خبره څه ده ،په دی وخت کی  اجل نیولی چپراسی اکبر چی  د غیرحاضرو شاګردانو لیست یی  وړۍ و، هغه هم ښوونځۍ ته راورسیدی دوه غیرحاضرو شاګردان یی دځان سره له کورنو او کوڅو څخه  را وستی وه.

 

دغو دخدایه نه بیریدونکو ببرو ،بد رنګو څڼورو ږیرورو ټوپکوالو په تونده اوسپکه لحجه ومعصوموشاګردانوته وویل: مکتبیانوکتابونه، کتابچي، دقرآن (م) سپارې، پنسلونه، د مشق له پاره د لرګو تختی  ټولی  د خپلو بغل ځولیو او کوټو څخه دباندی را وباسئ او هلته یی د سرای په منځ کی  کوټه کړئ او په کوټوکی  هواری  سترنجۍ ګانی  هم د سرای  په غولی  کی  د کتابونو پر سر واچوئ.

 

دی ببرو د لرګو جوړی  دوی توری  تختی  هم ماتی  کړئ او د کوټه کړو کتابو نو دپاسه یی کښیښوولې.شاګردانو هغسی  چی  ټوپکوالو ورته ویل هغسی  کول.

 

وروسته د څڼورو ټوپکوالو مشر چی  دخبرو دلهجی یی معلومیدله یو پاکستانی بی غیرته پښتون افسرو،شاګردانو ته په پوچ ویلو پیل وکړ. سکول دکافرو دپاردی دمسلمانودسبق ویلوځای ماجت او مدرسه وی.ترچټیاتو وروسته یی  د معلم صاحب ملانیک محمد  اوچپراسی اکبر لاسونه اوپښی ور وتړل د دغوکوټه کړوکتابونو او لرګودپاسه کښینول؛ د قران مجید سپارو، کتابونو، کتابچو او نورو ته یی اور ور وا چاوه.

 

دا د هرانسان په خاصه د معصومو زده کوونکو له پاره عجبه د وحشت، وهمه او بیری  څخه ډکه یوه صحنه وه.

 

کله چی معلم ملأ نیک محمد او اکبر د سوځلو څخه د لیری  رغښتلو هڅه کوله، نو  دپاکستان نوکرو ټوپکوالو د الله اکبر په ویلو پرهغوی ډزی  وکړی او د ټوپکو په مرمیودغه مظلوم ،غریب،بی کسه او بی وسه انسانان یی غلبیل، غلبیل کړل. 

 

دوی مړه نه وو، خو له حرکته ولویدل. دا مسلمانان او پښتانه د اورپه لمبو کی  سوځیدل،ناری یی  پورته اسمان ته ختۍ، څو چی کرار کرار یی  اوازونه چوپ او ساوی  یی و وتی. 

 

کله چی د اورپه سرو لمبوکی دادوه غریب بی کسه اوبی وسه افغانان لولپه سول.

 

ولاړو ټولو شاګردانو ژړل، له بیری  یی  اندامونه څه چی  زامی  هم کړپیدی. په خپل راتلونکی  نه پوهیدل، چی  د دوی سره به دغه ظالم  ولاړ ږیرور، څڼور او ټوپکوال څه وکړي؟

 

 نورو ټولو ولاړو شاګردانو خو یوازی  ژړل، مګر د لونګ په زړه نو بیا بیله الله پاک څخه بل څوک څه پوهیدل، چی  پرده به لا څه تیرېدل. ولی چی د دی  واړه معصوم  افغان ماشوم مخ ته د هغه  یوازنی مهربانه پلار اوګران ماما د ټوپکو د مرمیو ترضربی  لاندی  او د سره اور په منځ کی په ژوندونی  سوځیدل، ډیردردونکی  یوه صحنه وو.

 

لونګ د خپل پلار او ماما له بدن څخه د وینو فوارې، د هغوی  ترخولو را وتلی  نارې، غلبلې، خیزونه، د هغوی پر بدنونو د اور بلی  لمبی  او دهغوی لپه تکی  په وېښو د سر په سترګو ټولی ولیدلی. ټوپکوالو د ملا نیک محمد او اکبر پرنارو او بغارو خندل او چا به لا د الله اکبر، الله اکبر ناره هم کوله.

 

 د دی صحنی لیدل د لونګ له پاره یو محشر و، محشر!!!  په  دی  ډول د پردو په لمسون او د پردو په خدمت کی  ولاړو ټوپکیانو دلته خپله وظیفه سر ته ورسوله او له ښوونځۍ   څخه ووتل.

 

 توپکوالو د تلو پر وخت د سرای پر دروازه  یولیک وځړاوه او ولاړه. کله چی  توپکوال دښوونځۍ څخه ولاړل، بیریدلی ماشوم  شاګردان چی  هر یو به د ښوونځۍ له سرایه دباندی  را وتل،شاوخوابه یی وکتل چی څوک نسته، نو په کوڅو، مځکو او باغونو کی  د خپلو کورونو پرلورځغستل هیچا تر خپلو پښو لاندی  مځکه نه لیدل.

 

مګر لونک د خپل وړوکتوب او ماشومتوب سره سره د دی  پر ځای  چی  د کور پرخوا وځغلي،هغه مخ پر اور ور وځغستل د بابا، بابا، ماما، ماما ناری  يی  وهلې. د اور په پړندو ورګډ سو، په خپلو نازکو خپړو يی  د سره اور له منځه د خپل پلار او ماما سوځلی  اندامونه چی  د اور لمبی  لا په پوری  وي، را یستل.

 

پردرست جهان څوک نه وو، چی د لونګ مرستی  ته ورغلی  وای. د لونګ لاسونه، پښی او مخ په سرو پړندو، ایرو او دود تور د پلار او ماما سوځلی  غوښی  او سوځلو هډونو يی  لاسونه تڼاکی  او په پړوندو يی  پښی  هم کباب سوې.

 

لونګ یوازی  هغه هډونه له اوره را یستل چی  غوښی  به يی  سوځل سوی  وې. تر هغو يی  په تنهايی  د خپل پلار او ماما سوځلی اند امونه له اوره را یستل، څو چی  موره که یی  له کلی  څخه کومک ته راورسیدل.

 

د لونګ مور په کلی  کی  د ورغلو او بیریدلو شاګردانو له خولی  دغه غم لړلی خبر واوریدی. د لونګ مورهغه چی  په کورونو  اوکلی کی  به د دی  د ښایست، ستر او حیا نقلونه کیدل، د دی  غمجن خبر په اوریدو سره یی  یو دم بی  ارادی  د پت ساتلو او ستر پرده څیری  کړله.

 

هغه څه چی  خلګو به افغانیت او د حیا د خوند يتوب وسیلی  بللي،دلونګ مور دوی داسی مجبوره کړل چی  هر څه  یی لیری وغورځول د لیونۍ په شان یی  پوړنی په تخرګ کی  ونیوه، لڅ مخ، سر توره ببر سر او لڅی  پښی  په کوڅو کی  مخ د ښوونځۍ   پر خوا  یی داسی را  ځغستله، لکه  یو وحشی  زمرۍ چی  په ښکار پسی  ځغلي.

 

دلونګ مورد سترګوپه رپ کی  یی  د ښوونځۍ   دروازی  ته ځان ور وره ساوه.  دښوونځی دروازه خلاصه ولاړه وه، په دروازه همداسی  ښوی ورننوتله. ګوری  چی  د سرای پرغولی  د مور نازولی ښایسته لونګ د تورو پړندو په منځ کی  په دود او ایرو لړلی  د پلار او ماما په سوځلو هډو پوری  لکه سورکی میږی مښتی  او د اور له منځه سوځلی  هډونه را کښوي.

 

د لونګ مور هم په پړوندو ورګډه سوه او په خپلولاسونو او سپينو مړوندونو یی  سوځلی  هډونه له اوره را یستل. احساس او غم دونه ورباندی  غلبه کړی وه چی  نه لونګ او نه يی  مورد خپلو سوځلو پروا لرل.

 

د دواړو، مور او زوی اوښکی  په سترګو کی  وچی  سوي، نور يی  اصلن په بدن کی  اوبه نه وي. د زړه له سخت درد او خفګان له امله يی  د خپلو سوځلو لاسونو او پښو سوزش، او د تڼاکو درد هر څه هیر وه. د لونګ غمجنی  مورهم د خپل میړه او ورور سوخلی  هډونه په خپل پوړنی  کی  را واخیستل. لونګ يی  تر لاس ونیو، د خپل پخوانی کور اوس کورګی  پر خوا  را رهی  سوه.

 

د کلی سړی، ښځی  او ماشومان له خپلو کورونو نه را ووتل. داسی  یو ماتم او چوپتیا خپره وه، تا به فکر کاوه چی  ټول کليوال مړه یا یی  له کلی  کډه کړی ده او کلی  دسړو اومړو خالی او تور دی. د لونګ مور په ساندو ساندو کی  ویل:

 

را وه یی وژل ورور او پلار د لونګ جان

 

زه یی کړم کونډه  او یتیم سو زما جانان

 

پرتاسی  دی  له غیبو اوله اسمانه ټکه پریوزي

 

چی  اخته ټوله په ویر سۍ د خپلوانو او د ځان

 

را وه یی وژل ورور او پلار د لونګ جان……

 

تردا وخته لا درست کلیوال پرځای وو. په کوڅه کی  یوازی دوه سوځلی  او دردیدلی یوه مظلومه ښځه او بل کوچنی ماشوم. هغه هم یوازی یو ګړی مخکی  مړوښی  ښځه وه، اوس کونډه  ده او زوی یی لونګ یتیم سو، را روان وو. 

 

هیڅ انسان اومسلمان نسته  مرسته څه چی یو د رحم ږغ پر وکړي.میړه یی د ښوونځۍ  دچپراسی  او ورور يی  یو ملا امام اود ښوونکی په ګناه وژل سوی وه.

 

  دوی نه پوهیدل  پدی  چی  څنګه ،چیری  اوچا د دوی د وژلو فتوا ورکړی وه .او ولی  د دوی د مرګ  پچه را وختله، دا فتواګران څوک اوتطبیق ګران څوک  وه .

 

پدی خبره چی څوک مسلمان او څوک کافر دي، هرڅوک ښه پوهیږی  مګر جبر داسی  ظالم   دی چی  هیڅوک نه پوهیږي؟

 

***          ***          ***

 

اوس خو ټوپکوالو د ښوونځۍ   په دروازه یولیک ځړولۍ دی. هغوی  په لیکلی  کی لیکلی  دي:

 

– دا دوه سړی  چی  د کُفری  حکومت سړی  وو، موږ ووژل،  دشریعت په حکم  مو د الله پاک حدپرجاری  کړ، د دوی  جنازه او هدیره څوک نسی   کولای.

 

لونګ او مور يی  د خپلو دوستانو سوځلی  هډونه  خپل کورګی ته ورسول. د لونګ مور په خپلو ښځینه سوځلو، تڼاکو او زخمی  لاسونو او لونګ په خپلو کوچنیو سوځلو او تڼاکو لاسونو په داسی  حال کی  چی  تر کوچنیو او نازکو ګوتو یی  وینی  بهیدلې، په مځکه خپړی  ولګولې، د سرای د غولی  په منځ کی  يی  مځکه وکیند له، د دواړو – نیک محمد او اکبر- هډونه یی  یو ځای په کښی  پټ کړل.

 

په دی  ژړ مازیګر پر ټول کلی  یوه چوپتیا خپره وه؛ ټول وګړی  لکه چی  په خوب بیده وي. سته داسی  څوک چی  غم نه پیژني، له غمو څخه بی  خبره وي، ځینی  واقیعتونه د با احساسه انسانانو په زړونو کی  توفانونه را زیږوي.

 

لونګ او مور يی  له غمه ډک زړونه د قبرشا و خوا تاویدل را تاویدل. اما هغه وخت چی  پر سوځلو هډونو یی  خاوری  وا ړولی  او د غار خوله یی  پټه کړله، ور سره سم لونګ هم نور چوپ سو، هیڅ خبری  یی  نه کولې. د لونګ مور په لوړ اواز وویل:

 

– وروره، په تا او اکبرڅه وسول؟ تاسی  څه کړی وو، ولی  خبری  نه کوي؟ ای  بی  وفا دنیا،… دا په موږ مو څه وکړل؟

 

مور او زوی دواړو شپه د پټو کړوهډو سره په ژړا تیره کړه. لونګ پرلنده خاوره پړ مخی  پروت و د ډیری ژاړ څخه ستړی او خوب وړی ؤ. سهار ګوری  چی  لمر د پخوا په شان لکه نوری  ورځی  چی  به را خوت، په هغه ډول یی  بی پروا  خپله رڼا خپره او کرار کرار مخ پر لوړه خوت. د لونګ مور حیرانه وه، چی  لمر ولی  زموږ په غم غمجن نه دی.ولی یی زموږ په شان مخ تور ندی. هغی  لمرته ډیر وخت کتل بیا یی لمرته په اشاره وویل:

 

-“ستا دی  دا سور مخ داسی  تور سی  لکه زما د میړه او ورور چی  اور ورتورکړله هډونه”

 

دلونګ مور بیا خپل زوی لونګ په غیږ کی  ټینګ ونیوی، پر مخ یی  مچ کی، په خپله لمن یی  د لونګ د باړخوګانو څخه خاوری  او خټی  لیری  کړی،د لونګ جان دلاسو نه او پښو تڼاکو  ته به یی   و کتل  په کرږو، کرږو یی  وژړل. 

 

بیا یی لونګ ته وویل:

 

– ای زما د زړه سره! ای زما د سترګو توره! اوس نو یو ته یی  چی  زما د سرتاج به يې! زه پردی  لوی او ارت جهان بی له تا بل څوک نه لرم. او ته بی له ما بل څوک نه لرې. ته خو را سره خبری  کوه.

 

– ته ولی  چوپ سوي؟ 

 

-زما څخه مرور سوی  یي؟

 

موریی  زیاته کړه:

 

-زویکه! زه ستا مور وم، سر له دغه ګړیه ستا پلارهم سوم. زه به ستا ټولی  هیلی  پوره کوم.

 

لونګ لکه چی  د مور خبری  نه اوریدي. هغه یوازی  دا یوه خبره وروسته تر اوږده ځنډه  تکراروله: “بابا، ماما”

 

موراو زوی دا ورځ او دغه شپه هم د سوځلو او ښخ کړو هډونو سره په ژړا سهار کړه. 

 

هغه اکبر داختر دپاره را وړی  نکریزي، د اختر میوه او نوی  کالي، هر څه پر ځای پاته سول.

 

 سترګی  خو به بی له شکه چی  نعمت وي، هغه چی زړه سواندی  وی  اوهرو هغو سترګو چی  دغه صحنه لیدلی  وي، هغو ته نو سترګی  نعمت نه، بلکی  قیامت وي.

 

***          ***          ***

 

نن اختردی. لونګ ته چی  مور کالی  ګنډلی  وه، بی  اغوستلو پاته سول. د لونګ چی  سترګی  پټی  سي، هغه صحنه يی  په مغزو کی  را سي، یو دم یو ناره وکړي: بابا، ماما!

 

د لونګ مورهڅه کوله د لونګ له فکره دغه صحنه وباسي. نور لونګ یوازی  د خواری  مور د سترګو تور دی. موريی  د هرځل ور ږغ کولوسره ورته ویل:

 

– لونګه زویه، ستا بلا خو دی  پر ما سي.

 

خو هغه خوشحاله او شوخ هلک داسی  زهیر و، شوخی  یی  نوره نه پیژندله. مورخو یی  له پخوا څخه د لونګ د هری  شوخۍ په مقابل کی  تریو تندی، بده خبره او ښیرا هغه ته ترخوله نه را وتل اوس یی  مور«نذر» واخیستی چی  د خپل ژوند ترپایه به د خدای  (ج) د رضا او لونګ ته د اوږده ژوند په هیله هره د جمعی  شپه او د جمعی  ورځ ثوابی  روژه نیوله.

 

خو د لونګ له ذهنه هغه صحنه چی  د بد رنګو، ملونو وهلو ټوپک سالارانو د دوی په ښوونځۍ کی  د ده پلار او ماما بی  ګناه او په ظالمانه شکل وویشتل او د اور په لمبوکی  يی  وسوځل، هغه صحنه چی  د پلار بدن به يی  د هری  مرمۍ د لګیدو پر وخت ټوپونه وهل او مولونو وهلو به الله اکبرونه ویل او خندل به یې، نه هیریږي. د هری  مرمی  ویشتلو سره به د وینو فواره را وبهیده.

 

د هغه کتاب چی  لونګ يی  د زده کولو سره مینه لرله، هغه کتاب سور اور سو؛ د ده مهربانه پلار او ماما يی  وسوځل. د لونګ په ذهن کښی  دا صحنه واخښل سوه. تر هغی  ورځی  وروسته په کلیو کی  نور د کتاب ویل، د لیک زده کول او قلم په کورکی  لرل د کُفرعلامه او دواجب القتل دلیل سوو. له دغی  پیښی  وروسته، په کور کی  د مکتب د کتابونو لرلو د ډیرو افغانانو سرونه له تنه جلا کړل.

 

د لونګ د مور چی  لا (اِده) پوره نه وه، چی  لونګ کرار کرار پر خبرو راغی؛ د لیکلو او حساب سره یی مینه بیرته را ژوندۍ سوه. بی له قلم او کاغذ لرلو څخه یی پر مځکه د لاس په ګوتو، د لرګو او خاشو په واسطه څه لیکل او مخ ته تلۍ.

 

لونګ د خپلی  مور د کوټواله هګۍ وه. لونګ لکه نوم چی  يی  لونګ و، په هغه شکل مور ته د لونګو بوټی  سو. په خپلو همزولو کی  به له لیری  ځلیده. هغه هر چیری  او په هر څه چی  به مصروف و؛ پلار، ماما او د هغو بیګناه وژنه او سوځنه یی  له فکره نه وتل. په تیره بیا پلار.

 

 ځکه پلار به يی  هر وخت چی  سهار وختی  له کوره وتۍ، که به لونګ بیده هم و، ده به يی  پرسره لاس تیراوه او پر تندی  به يی  مچاوه. لونګ اته کاله د پلار د لاس تیرولو او مینی  سره عادت نیولی  ؤ.

 

د لونګ مور ته د خپل میړه هغه خبره ورپه یاد سوه، چی  یوه ورځ اکبر د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته راغی او ویی  ویل:

 

ښځی  دغه زموږ د ملا نصیحت نن بل ډول ؤ، د لمانځه تر ادا کولو وروسته یی  وویل:

 

– دقیامت علایم معلوم سول، د مسجد سره د خلګو مینه کمه سوه، د مکتب سره مینه زیاته سول.

 

یوه ورځ د لمانځه تر دعا وروسته، ملا صاحب اکبر ته کرارپسته مګر درنه ژبه په معنی داره شکل ویلی و: اکبره! ته غیریب سړی یی  ستا سره نه ښایی  چی زوی دی  مکتب ته ورکې.  مسجد ته یی را استوه چی  (سپاره) ووايې، کلمه او لمونځ زده کړي،  ښوونځۍ   ته يی  مه استوه.

 

د لونګ پلارپه کلی  کی  غریب سړی و، هستي، نیستی  او ټوله شتمنی  يی  د انګورو څلور جويی  باغ او دوی بی له چاردیوالۍ زړی خونی  له پلاره څخه په میراث ورپاته وې. د باغ اوسول (حاصل) يی  دومره نه و. هغه ملا صاحب ته یوازی  یو من وچ کشمش ذکات ورکولای سوای.

 

د همدغه غریبی  له وجهی  تربرونه، کلیوالو د نوی  ملا په درولو او د زاړه ملا په لیری  کولو کی  هم نه پوښتۍ. ملا صاحب هم په داسی  موقف کی  ولاړ و کلیوالوته په یات ارزښت قایل نه وی. اوس خو ملا صاحب ټوپک لا هم لری.

 

د لونګ مور او پلار هغه وخت په دی  خبره پوهیدل چی  د دوی په اولاد پیدا کولو په تیره بیا د لونګ غوندی  زوی په لرلو يی  تربرونه خوښ نه وو.

 

د لونګ پلار د شپی  د ملا صاحب دا خبره چی  ده ته يی  په مسجد کی  کړی وه، د لونګ مورته وکړه:

 

– دا زوی دی  مسجد ته را استوه چی  سپاره ووايې، لمونځ او اودس زده کړی!!!

 

د لونګ مورچی  د میړه له تربرو څخه ښه زړه نه لاره، د لونګ تر زوکړی مخکی څو ځله  مخامخ دا د وچی  او بی  زویه ښځی  په نوم یادول. د لونګ مور دخپل میړه د تربرو پسی  شا خبری  اوریدلی  وی  چی  ویل به يې، اکبر زوی نه لري، میراث دي.

 

د اکبر تربرونو به د اکبر د باغ، ښځی  او کالو ویش ترخپلو منځو کاوه.  اوس چی  هر څوک د لونګ په هکله ښه خبره  هم ورته کوي، دا شک کوی  چی  په دی  خبره کی  نه چی  د تربرولاس وي، د خبری  منفی  اړخ به یی ښه سنجوي.

 

د لونګ مور چی  هیڅ وخت يی  وخپل میړه ته خبره نه ورغبرګوله او د هغه خبره يی  پر مځکه نه اچوله، مګر دا ځل  یی  میړه ته ویلی  وه:

 

– زه خپل زوی ښوونځۍ ته اچوم او لمونځ هم خپله ور زده کوم،  شکر قران شریف می زده دی د ملا خبره پریږده.

 

د لونګ مورته هم هغه د میړه خبری  ورپه یادیدی  او ارمان ورته دریدئ، او باورمنده کیدله چی  هغه وخت لا دغه د ملا خبره چی  زوی دی  مسجد ته را استوه، بی  مقصده نه وه.

 

دا دی  تر خپلی(اِدې) پوره کیدو مخکی  چی خبره تربروته ورسیږی یا تربرونه د لونګ مورته څه و وایی د لونګ مور د خپل زوی سره تصمیم ونیوی چی  نورباغ، کور او هدیره پریږدی  او پر یوه نا معلومه خوا وتښتي.

 

ښځه دخپل زوی لونګ جان سره د شپی  په تیاره کی  له  خپلی خونی  را ووتله، د وروراو میړه قبر ته د لونګ سره ودریدله، پرهغه خاورو یی  سجده وکړه، او خاوره یی  مچ کړه. 

 

لونګ جان هم  دپلار اوماما دقبر خاوری په مخ پوری وموښلی بیا یی د خدای په امانی ځینی  واخیستله او خپل پلرنی کور، کلۍ او د خوارۍ ګودړان یی  پریښول. دلونګ مور په زیات ارمان داسی  وویل:

 

د کتابونو په اور

 

را ومو سوځل میړه او ورور

 

قسمته دا څه دی  وکړل

 

چی پریږدم خپل کلۍ او کور

 

دکتابو نو په اور…….

 

لونګ هم چی  د خپل پلرنی مینی  څخه تلۍ څو ځله به یی تر شا شا خپل کورته ورکتل خپل کلۍ،کور ،هدیره او باغچه یی  ارمانیدل.نوربیا

 

 

 

 

 

وینه او مینه

 

 

 

څلرمه برخه

 

 

 

د لونګ ښوونځۍ

 

 

 

 

 

 

 

دا هغه کال ؤ چی   د ثور د میاشتی  پراوومه نیټه  یی دافغانستان په حکومت  کی  یو خورا لوی او اساسی  بدلون راغلی و. د پیړیو پیړیو د یوی  ټنبلی کورنۍ واکدارۍ ته د پای ټکۍ ایښول سوی  و. ور سره سم وحکومت ته د سرکار د نوم پر ځای د خلقی  حکومت نوم ورکړل سوی  و. خو بیا هم په حکومت کی  وظیفه لرونکو او کار کونکو سړو ته د سرکاری  سړو خطاب کیدی.

 

 

 

 

 

 

 

 دیوی او یوی  ورځی تر پایه د هیواد په لیری  پرتو سیمو کی  هم خلګ خبر سول چی  پاچا ګښتی راغلی ده. د زیاتو خلګوپه زړونو کی  د پخوانیو حکومتونو څخه د نفرت او بیری  په ځای د خلقی  حکومت سره د نژدېوالی  مینه را پیدا سوی  وه.

 

 

 

 

 

 

 

 یودم دښو ونځۍ  سره دخلګو مینه را پیداسول باور مند سول چی پاچا نه  خدای دی اونه  دخدای سیورۍ ،هرڅه چی دی دغه خلګ دی د هیواد په هرګوټ کی  د ښوونځيو جوړولو له پاره وطن دوستوخلګو حکومت ته وړیا مځکی  ورکړې، ترڅنګ یی  هرځای  د لیک او لوست د زده کړی وړیا کورسونه پرانیستل سول.

 

 

 

 

 

 

 

خلګو دلیک لوست د ذکړو کورسونوته مخه کړل د هغو خلګو له جملی  څخه یو تن اکبر هم و، چی  د خپل اخښی  ملا نیک محمد په تشویق یی د لیک او لوست د زده کولو په کورس کی  ځان شامل کړی و. او هم یی  خپل یوازنی زوی لونګ وښوونځۍ ته ورکړ.

 

 

 

 

 

 

 

په عامو اوغریبو ولسونو کی  وحکومت ته د ورنژدی  کیدو روحیه را وخوټیدله، خو د هیواد دننه یی  د مفتخورو او پردو پرستو او له هیواده بهرد افغان دښمنو قهر یی  هم را وپارا وه. لونګ نژدی  اته کاله عمر لاره.

 

 

 

 

 

 

 

 لونګ ته به  خپل مور او پلار په ګډه دا خبره کوله:

 

 

 

 

 

 

 

–  لونګ زویه، ښوونځۍ به ووايې، د خیر سره  به لوی سرکاری  سړی در څخه جوړسی  او که نورهیڅ نه وي، نو معلم خو به سې. بیا به نو د خیره سره پیسی  لرې، عزت به لرې، واده به درته وکړو. زموږ هیله خو همدا ته يې، مور او پلار دی  ستا بلا واخلي.

 

 

 

 

 

 

 

لونګ د خپل مور او پلار په دی  مهربانه او له محبته ډک نصیحته زیات خوشحالی دئ. ماما يی  هم دغه یو خوره يی لونګ درلود. پر ماما باندی  خوره يی زیات ګران وي. د اکبر کور ته نژدی   یوه کلیوالی  ښوونځۍ  وه چی  یو ښوونکی  یی درلود، ملا  نیک محمد د لونګ ماما د مسجد د ملایی  په څنګ کی  ددغی  ښوونځۍ ښوونکی هم و.

 

 

 

 

 

 

 

د لونګ پلار اکبر د خپل اخښی  ملا نیک محمد  په مرسته چی  په ملا نیکو سره مشهور و، سږکال نوی په ښوونځۍ کی  چپراسی مقرر سو. په وطن کی  د نوی  حکومت په منځ ته را تلو سره په خلګو کی  د ښوونځۍ سره د نفرت په ځای مینه زیاته سوه. ډیرو خلګو چی  پخوا خپل اولادونه ښوونځیو ته نه ورکول او یا به یی  په رشوتونو ورکولو له ښوونځیو ایستل، اوس یی  په ډیره مینه خپل اولادونه ښوونځیو ته شامل کړل.

 

 

 

 

 

 

 

دا دی لونګ په خیر وښوونځۍ ته روان سو. کلیوالی  ښوونځۍ د دوی له کور څخه لږ لیری  په یوه زاړه سرای کی  چی  دوی  خونی  یی  لرلې، پرانیستل سوی  و.

 

 

 

 

 

 

 

ملا نیکو یو قراردادی  ښوونکی و. هغه چی  پر معلمی  سربیره وښوونځۍ ته نژدی  مسجد کی  امامت هم کاوه، کلیوال دی  ته را بلل چی  خپل اولادونه په ښوونځۍ کی  شامل کړي؛ ځکه هغه په ښوونځۍ کی  شاګردانو ته سپاره، پښتو کتاب، حساب او خط په هغه خپل ډول چی  زده يی  و، ورښودل.

 

 

 

 

 

 

 

کله چی  ښوونځۍ پیل سو، د لونګ پلار اکبر ته تنخوا چالان سوه. د هری  میاشتی  په وروستیو کی  یې۵۵۰ افغانۍ پخه تنخوا وه چی  ۵ افغنۍ  تحویلدار صاحب  ګرځولی  ۵۴۵ا فغانۍ  یی کورته را وړی. او ترهر څه مهم  داوه چی په دغو شپو کی  نوی  حکومت د حکومتی  سړو، مامورینو، معلمینو، پوځی  خلګو، کارګرو او اجیرو ټولوته  د یو شان  کور لرونکواته سیره کوپون او واده نه لرونکوته څلور سیره کوپون ورکولو امر وکړۍ. د دی  امرسره سم اکبرهم د اته سیره کوپون خاوند سو.

 

 

 

 

 

 

 

اکبرپه خپل تیر ژوند کی  هیڅ وخت پر یو ځای  د غلمینو اوړو اته سیره کورته نه و را وړي. اوس د هری  میاشتی  په وروستیوکی  اوړه، بوره، چای او غوړی  کور ته را وړي. په کورکی  یی  اوړه، بوره اوغوړی  پیدا سول، حلق یی  لوند سو. کورنی ژوند يی  لږ ښه سو.دی هم اوس یو سرکاری  سړی و.

 

 

 

 

 

 

 

 دا لومړی کال یی  په خیراو خوشحالۍ سره تیر کړ.

 

 

 

 

 

 

 

لونګ د ښوونځۍ  لومړی کال په خوښی  پای ته ورسوې، په ښه نمره بریالی سو. هغه خپله دری  میاشتنۍ رخصتی  د مور او پلاره سره په کارونو کی  مرسته کوله او په څنګ کی  یی د خپل ماما څخه د پښتو کتاب، حساب او خط لیکل زده کول او قران مجید یی  لوستۍ. نیکو ډیر ژر په لونګ د دوهم ټولګی  پښتو کتاب او حساب ولوستل. لونګ اوس د دوهم ټولګۍ پیلیدو ته ښه تیاری  لرله.

 

 

 

 

 

 

 

رخصتی مخ په پای ته رسیدلو وه، په څو ورځوکی چی بیا ښوونځۍ شروع کیده. اکبرهم خوشحاله و. یوه ورځ معلم نیکو د لونګ پلار ته وویل:

 

 

 

 

 

 

 

–  اکبره! د ښوونځۍ  تر پرانستلو یوه هفته مخکی  به د خیره سره ښوونځۍ  ته ورسې، د ښوونځۍ  د سرای پرغولی (انګړ )چی  سره زوزان، چغک او زومی  را شنه سوی دي، هغه به وکاږي، سرای به پاک کي، د خونو دیوالونه به خړوبی کې، او د سرای غولی  ښه خیشت او اوپاشی  کړې.

 

 

 

 

 

 

 

ملا نیکو  زیاته کړه:

 

 

 

 

 

 

 

– سرمعلم صاحب را ته وویل، چی  په دی  ورځو کی  مفتیش صاحب له ښاره راځي، انشا الله موږ دواړه درځو، د ښوونځۍ  سرای او خونی  دنژدی ګورو.

 

 

 

 

 

 

 

لونګ چی  هوښیار هلک و، د خپل پلار، مور او ماما هره خبره یی  تل په غور اوريده، نو يی  د ماما تر خبرو وروسته خپل پلار ته وویل:

 

 

 

 

 

 

 

–         بابا جانه، دا د ښوونځۍ  جارو کول خونو تر هغو پرديومزدوریو لکه د غنمو لو کولو، د ویالو تر اشرونو، د دیوالونو تر وهلو، د خښتو تر مښلو، انګور کښیو، یوی  کولو، غوبل کولو، ګوروانی  او چوپانۍ ټولوڅخه ډیره اسانه نه دي؟ اکبر وخندل او ویی  ویل:

 

 

 

 

 

 

 

–         هو، زویه! دونه فرق لری لکه مځکه او اسمان.

 

 

 

 

 

 

 

–         لونګ ته چی  د خبرو نوره موقع په لاس ورغلی  وه، خپلو خبرو ته یی ادامه ورکړه:

 

 

 

 

 

 

 

– پلار جانه! زما هغه ورځی  چی  تا به په سرو او ټکنده غرمو کی  د کوراوکلی  لیری  فصلونو کی  لوونه کول، ما او مور به د غرمی  ډوډۍ (سوړسک) او د خیروګی  ماما د کور شلومبی  په کونجۍ کی  در وړلې، نه هیریږي.

 

 

 

 

 

 

 

د لونګ مور د خپل زوی  خبره ونیوله او میړه ته یی  وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– لونګ جان زوی می  شکر دی هوښیار هلک دی، هر څه یی  په یاد دي. رښتیا په هغه سره اهاړ کی  چی  لمر به پر سر یو نیزه را کښته ولاړ و، په هغه ګرمی  کی به ما او لونګ لڅی  پښی  د کلی  لیری  فصلونو ته وتا ته اوبه او خواړه نه دروړل؟ زما خو پښی  څه پخی  او سختی  وې، مګر د لونګ جان د پښو نازکی  ګوتی  تڼاکی  او د سرو زوزانو به ډکی  سوې. زما هم ستا په دوړو، ګرزونو او خاورو لړلی سپیره مخ، وچ حلق، تڼاکی  او د سرو زوزانو ډک لاسونه او پښې، په لاره (لور) پری  کړی ګوتی  چی  اکثر وخت به دی  لاسونه په سرو وینو لړلی  وو، څیری  کالی  د ناړیو او لشو څخه ډکه ږیره له یاده نه دی  وتلي. هغو کارونو ته ناروغ کړې.

 

 

 

 

 

 

 

– اکبر وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– هو، زموږ ژوند خو په هوکه او یا سوکه تیرېدئ، ملا نیکو ته دی  خدای خیر ورکړی چی  سرکاری  خواری  یی  را پیدا کړه او زه یی  سرکاری  نوکر کړم.د لونګ مور بیا خبره واخیستله:

 

 

 

 

 

 

 

ـ زما زوی به د خیره سره ښوونځۍ  خلاص کړي؛ خط  خوشکر  اوس لا ویلای سي، دی به هم سرکاری  سړی سي، ښه پیسی  به وګټي، زما او ستا ټول ارمانونه به را پوره کي.

 

 

 

 

 

 

 

لونګ چی  په خپل زاړه لنډی  تلتک کی  پیچلۍ پروت و، د مور د خبرو په پای کی  په ټوکه وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– پلارجانه! د مورجانی  ارمان خو  را معلوم دئ؛ مور می  هر وخت وایې، زوی به خپله مور د خیره سره حج ته بیایې، مور می  نور څه نه غواړي.

 

 

 

 

 

 

 

د دی  خبری  سره لونک پریووت او بیده سو.کله چی  دوهم کال ښوونځۍ پیل سوه، اکبر څلور میاشتی  تنخوا وا خیستله، کوچنی  اختر هم را نژدی  سوی  و. اکبرځان او لونګ ته د نویو کالو له پاره له بازارڅخه د ګلبهارد فابریکی  ټوکراو خپلی  ښځی  ته یی  څه د شولی  او څه د چیټ ټوکر راوړۍ. د لونګ مور په ډیرهوس د خونی  مخ ته نغاړکی هواره کړه، ستن، تار، انګشتانه او نوی  ټوکران یی را وا خیستل، د اختر له پاره یی په ډیره خوشحالی  کالی  ګنډل پیل کړل.

 

 

 

 

 

 

 

 اکبر دخپلی ښځی سره ناست او دزړه خواړه کوی :

 

 

 

 

 

 

 

ښځي! خدای مو ناره وا وریدله، دغه خواری  (چپراسيتوب) را ته پیدا سول، نیکو دی  خدای  په دواړو جهانو کی سر لوړی لری که نه سږکال نو زه د بل د خواریو نه وم…نفس می  بند بند کیږی.  او ترټولو ښه یی لا داچی ته هم د وږو د ټولیدو او د پردو د کورونو له کارو بیغمه سوې، خدای یوه ګوله ډوډۍ دا دی په عزت را رسوي.

 

 

 

 

 

 

 

ښځه یی  ورته وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– سړیه، هو، شکردی، خوته می  زړه مه را اچوه چی  ناروغه یم، ډیرکارونه په مخکی  لرو. دا زوی موسبا او بیګاه د خیره  سره ځوان دی واده غواړي. پردۍ ښځی  کورته را وستل، خو مفتی  نه دي.

 

 

 

 

 

 

 

اکبر وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– ښځي! ته فکر مه کوه، هغه دی نوی  حکومت د دغه ناوړه دود (لوړ ولور) یا د ښځو خرڅول یو نا روا عمل وګانه او اعلان  یی  کړل چی  پر ښځه باندی  تر شرعی  ټاکل سوی  مهر(ولور) زیاتی  پیسی  اخستل جایز نه دي. خدای مهربان دی، نه دی  دی  اوریدلي:

 

 

 

 

 

 

 

– چی  شپه تر میان، خدای مهربان!

 

 

 

 

 

 

 

د لونګ مور وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– هر وخت چی  می  د لونګ ناوی  کورته را وستله، هلته به د خیره سره ارامه سم. هو، رښتیا سړیه! تا خو قول کړی و، چی  دغه میاشت تنخا (تنخوا) واخلم د خیره سره د څپلوغم به هم وخورم.

 

 

 

 

 

 

 

اکبر وویل:

 

 

 

 

 

 

 

هو، دا کار انشاالله کوم.

 

 

 

 

 

 

 

دری  سره – میړ، ښځه او زوی لونګ یی سخت خوشحاله وو. دوی د اختر را تلو ته ورځی  او شپی  شمیري. د دوی  په ژوند کی  به دا لومړی اختر وي، چی  ټول نوی  کا لی  او څپلۍ و لري.اکبر وویل :

 

 

 

 

 

 

 

ښځي څه شی به دپخیدو دپاره راوړم داخترپه شپه به یی پاخه کړو او داخترپه  سهار به زموږ دکوره هم ماجت ته دخیره سره کاسه ور ووزی،څونه خوند به وکی ،ځکه هراختربه زه ماجت ته خالی لاس ورتلم .

 

 

 

 

 

 

 

***         ***         ***

 

 

 

 

 

 

 

  ملانیک محمد  چی دهری میاشتی په ورستیو کی به  د ولسوالۍ مرکز ته  تلی  او دهغه ځایه به یی  خپل  او اکبر میاشتنۍ تنخاګانی راوړی دا ځل کورته خالی لاس راغی . ملا نیک محمد  چی دشپی   کورته راورسیدی   ډیرخوا بدی و. هغه اکبر او خپلی  خور ته کیسه کول:

 

 

 

 

 

 

 

– ډیر بد خبر می  را وړۍ دی.

 

 

 

 

 

 

 

– اکبر او خور یی   وویل :خدای دی  خپل فضل وکړي.

 

 

 

 

 

 

 

دوی ورته غوږ سول  وایه خدای دی  خیر کړي، څه پیښه ده؟ ملا نیکو په ډیرخفګان، ویری  او وهم سره چی  ناړی  یی  په حلق کی  وچی  وچی کیدی  وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– هیڅ می  باورنه راځي، اوس هم لکه خوب چی  وینم، ولسوالۍ ته تللۍ وم،  ښوونځۍ ته ورغلم، ما ویل که تحویلدار صاحب زما او ستا تنخاوی  را وړی  وي، آختر را روان دی ځینی  را وا به یی  خلم او را به یی  وړم. لاکین هلته په بازار کی  لا چوپه چوپتیاوه، د ولسوالۍ په ښوونځۍ کی  یوازی   د جانک زوی مست ،مست ګرځیدی..

 

 

 

 

 

 

 

اکبر د ملا نیکو خبره ونیوله:

 

 

 

 

 

 

 

– هغه لنډی معلم؟

 

 

 

 

 

 

 

ملا نیکو ور زیاته کړه:

 

 

 

 

 

 

 

– هو، هغه لنډی معلم، یوازی هغه خوشحاله و، داسی  پورته او کښته سری  سترګی  ګرځیدئ. زه بیا د خدای نا خبره د پخوا په شان چی  د هریوه معلم او مامورپه لیدو به خوشحالیدم، له خندا څخه په ډکه خوله می  د ټولوسره روغبړ کاوه، مګرښوونکی  را سره د تیرپه ډول نه وو، څو زه هم د تحویلدارصاحب په څنګ کی  کښینستم.

 

 

 

 

 

 

 

د تحویلدار صاحب څخه می  وپوښتل چی  تنخاګانی  دی  را وړی دی  که نه؟ تحویلدارصاحب په کراره پوهه کړم چی  تنخاګانی  نسته، ملا صاحب خبره خرابه ده، ته وده چی  خدای لا څه کوي. بیا یی  نورهم په کراره را ته وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– وه یی  واژه!!!

 

 

 

 

 

 

 

ما وویل: څوک؟… څوک یی  وواژه؟؟؟

 

 

 

 

 

 

 

تحویلدار صاحب پرخوله لاس را ونیوئ او زیاته یی کړه:

 

 

 

 

 

 

 

–         فکردی  ونیسه!… بیا یی د جانک زوی ته اشاره وکړه، چی  دی درپوه نه سي. که درباندی  اشتباهی  هم سي… هغه خو موږ او تاسی  له پخوا څخه ښه پیژنو چي… زوی نه و؟ اوس خو داسی  معلومیږی  چی  دوی مړ کړی وي.                           

 

 

 

 

 

 

 

–          ما هم په کراره ورته وویل زاره دی  را وچوله،څوک چاه مړکۍ؟

 

 

 

 

 

 

 

تحویدارصاحب بیا په کراره او کښته اواز را ته وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– ملا نیکو، ګوره؛ زه تا پیژنم او ته ما پیژنې… نه زه حزبی   یم او نه ته.

 

 

 

 

 

 

 

– ما ورته درسته کړه، هو، دا خو رښتیا ده. په دی  خبرو نه پوهیږم، اوس خبره څه ده؟…  ژر را ته وایه څه خبره ده؟

 

 

 

 

 

 

 

ده بیا را ته وویل:

 

 

 

 

 

 

 

ـ ملا نیکو! قسم په خدای که می  پرخوله راځي، داسی  خفه یم لکه سکه پلارچی  می  چا را وژلۍ وي.

 

 

 

 

 

 

 

بیا یی  په سترګو کی  اوښکی  ورغړېدې. خبره یی  وژول را وژول، خو اخر یی وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– هغه سپین ږیرۍ نور، نور… یی  وواژه!!!

 

 

 

 

 

 

 

– زه  بیا هم سم پوه نه سوم. ما هغه ته تسلی  ورکړه چی  خیردئ، د الله امر دی!… اخر می  ورته وویل،… څوک چا وواژه؟ هغه په ډیر تکلیف خبره پوره کړه او وی  وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– تره کی!!!

 

 

 

 

 

 

 

– د دی  خبری  په اوریدو سره زما هم د بدن ویښتان شخ ودریدل، او ومی  ویل چا؟

 

 

 

 

 

 

 

تحویلدارصاحب د جانک زوی ته اشاره وکړه، او زیاته یی کړه، په ظاهره  داسی  معلومیږی   لکه دوی چي!… دا چی  د چا په ټونګ به دغه سپین ږیری وژل سوی وي، زه هم نه پوهیږم.

 

 

 

 

 

 

 

– زما ترسترګوهم بی  اختیاره اوښکی  را توی سوې، له شعبی  را ووتم، مخ د بازارپرخوا راغلم. حکومتی  مامورین، سرتیری  او حتا ټول خلګ خفه وو. په بازار کی  خندا ورکه وه، یوه له ډاره ډکه فضا وه. زه هم له ډیره غمه پړسیدلۍ لکه ډک ټوپک په څه نه پوهیدم، بس دغسی  سیده کور ته را روان سوم.

 

 

 

 

 

 

 

د دی  خبری  په اوریدو ټول غمګین سول. د لونګ چی  په خبره سرخلاص سو، دی هم زیات خفه سو.

 

 

 

 

 

 

 

د لونګ مورسرسرتور کي، ښیرا يی  وکړه، و يی  وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– هرچا چی  دغه سپین ږیری سړی وژلی وي، خدای دی هغه په خپل عذاب ګرفتار کړي!

 

 

 

 

 

 

 

ټولو وویل:

 

 

 

 

 

 

 

– امین ، یا رب العلمین

 

 

 

 

 

 

 

لږ وخت لا تیرنه ود هیواد پرشمالی  پولو سری  متجاوزی  لښکری  د میږیانو په شان زموږ پر خاوره را وبهیدلی  او له هوا څخه را واوریدلې. زموږ په هیواد کی  ټولی  را غوړیدلی  هیلی  یی  مړی  کړې، د وطن حالات پر بل مخ وا وښتل. د افغانستان په خاوره کی  د پردیو لیری  او نژدی  هیوادونو پټو او ښکاره لاسوهنو زور واخیست….

 

 

 

 

 

 

 

***               ***                    ****

 

 

 

 

 

 

 

اه! دا دی په کلیوکی  چک چکه خپره سوه چی  ښوونځۍ  ته تلل کُفردی. د لونګ موراو پلار چی  دا ګونګوسی  وا وریدي، زړه نا زړه سول، چی  لونګ ښوونځۍ  ته واستوی  که نه. بل دا چی  اکبرنوی د تنخا خاوند سوی و؛ ملا نیک او د لونګ مور د واړو د ملا نیکو څخه وپوښتل:

 

 

 

 

 

 

 

– ملا نیکو، ته خوملا یې، په قران (م) کی  ښه پسی  وګوره، که رښتیا ښوونځۍ  ته تلل او ښوونځۍ لوستل کُفر وي، چی  لونګ ځینی  را وباسو.

 

 

 

 

 

 

 

ملا نیکو ورته وویل:

 

 

 

 

 

 

 

 خوری  !ما خوسبق لږ ویلۍ دئ، تر اوسه می  نه دی  لوستی  چی  ښوونځۍ ته تلل او یا سبق ویل دی  کُفر وي. هلته خو کم څه چی  ما لیدلی  دی  او ماته می  استاذ را ښولی  دی ، وایی  چی  علم پر نر او ښځه – دواړو- فرض دی، بیا هم زه به دا ځل ښه  قران شریف  پر وګورم.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

–         په هر ډول چی  وه بخت ورسره یاری  و نه کړه. تراختر څو شپی  مخکی  چی دوی لا اختر ته  هوسیدل. د ژوند اول اختر یی ؤ چی پلار ،مور او زوی درو سرو نوی کالی ورته لرل وایی نه غوستل.نوربیا

 

 

 

دریمه برخه

 

 

 

 

 

 

 

د ونډۍ غوښه

 

 

 

 

 

 

 

دا دی د ونډۍ ورځ را ورسیدله؛ سهار چی  اکبر د ماجته څخه کورته راغۍ  خپلی  ښځی  ته وویل:

 

 

 

 – هله ژر سه هغه دوه شلی  (څلویښت) افغانۍ چی  می  ساتلی  وې، نن یی  د لګښت(مصرف) ورځ ده، هغه را که چی  ځم ونډۍ درته راوړم. د دی  خبری  په اوریدو د لونګ مور په ډیره خوشحالۍ سره چسته د خپله ځایه  ولاړه سوه؛ د تاخچی  غوټی  اوغوړاشی  یی  دخونی  په منځ  کی  سره را چپه کړي، په ډیرمشکل یی  په غوټو کی  هغه څو کاله مخکی  ساتلی  او دخپلی خولی سپمولی  دوه شلګون نوټونه پیدا کړل.

 

 

 

اکبر نو د کلونو ذخیره او سپمولی  پیسی د ځانه سره وا خستي، د غرګی  د کلی  پر لور ور روان سو. په  هغه کلی  کی  د اوبو د ژرندی  مخ ته د غټ (پنبيي) توت سره پر خټینه تنګاچه ونډۍ وال عبدالله لالا د څو نورو سړو سره پیتاوی  ته ناست و. چړی  او ساتول یی  مخ ته ایښی  وه، غوا یی  هم را وستلی  او هلته تړلی  وه.

 

 

 

عبدالله لالا انتظار و، چی  په ونډۍ شریک ټول کلیوال راسي. دا دی یو په ونډۍ شریک اکبرهم ځان ور ورساوه.  اکبر وناستو کلیوالو ته سلام وا چوه. تر سلام او روغبړ وروسته اکبر وعبدالله لالا ته ورنژدی  سو، په کراره اوعاجزانه توګه یی هغه ته خواست وکی. دا سی چی  که ده ته د دونیم شلو ونډه ورکړي. دوه شلی  لرم او پاته (۱۰) افغانی  به انشا الله څو ورځی  وروسته درکړم.

 

 

 

عبدالله لالا چی دځوانی څخه یوخرابات او مناجات سړی و، او اکبرهم په ځوانی  کی وخت ناوخته  دهغه  سره کښینستۍ، کله کله چی به  پره کی  راغلی نو خپل روڼ یی تیراوه  یو دم مم  یی  ورسره واهه. په هغه یاری  یی  یوځل بیا د اکبر وچ، ژړمخ او ډنګرولاسو ته وکتل، زړه یی  پر وسو. د اکبرخبره یی  ومنله ورته ویی  ویل: اکبر جانه پروانه کوی  لس ګون دی  ستا بلأ واخلی  ته خو می پخوانی یار یی.

 

 

 

بیا نو اکبر په ډاډه زړه هلته خپل پټو تر ځان لاندی  کړ او پر کښینستۍ. په ونډۍ شریک  سړی څوک راغلی  او څوک را روان وه، ټول په ونډۍ شریک ونډه وال او د مسجد ملا صاحب سره را جم سول.

 

 

 

 عبدالله لالا پرملا صاحب ږغ  وکی: 

 

 

 

– ملأ صاحب انشا الله څوک  به نور پاته نه  وی ، لاس پورته کوه دعا وکړه.

 

 

 

 ملا صاحب  تر آعوذ بی الله او بسم الله  ورورسته یو لنډه سورت ولوست، او دعا یی  وکړه. تر دعا وروسته، عبدالله لالا پرخپلو اولادو ږغ وکی هلوکو غوا را ولۍ.  زامنو یی غوا راوستله. 

 

 

 

نا ستو خلګو یو دبله سره ویل:

 

 

 

 ـ د پلانی د لاس غوښه به ښه خوږه وي. 

 

 

 

بل پر بل سړی  لاس کښیښود.

 

 

 

څو عبدالله و ملا صاحب ته وویل:

 

 

 

– په چا غوا حلاله کړو؟ 

 

 

 

– ملاصاحب خلګوته مخه ور واړاوه ویی  ویل:

 

 

 

 زما په باور خپله دی  عبدالله غوا حلاله کړي، دی  خپله ښه تقوا داره مسلمان دی.

 

 

 

 خلګو دملاصاحب په خبره کی  څه ونه ویل د غوا پښی  یی  وتړلې، بیا یی را چپه کړه، څو تنو ټینګه هم ونیوله. ملا صاحب ،عبدالله اللهُ او ناستو ټولوالله اکبر، اللهُ اکبر ووایه، عبدالله دغوا پر غاړه  چاړه  راکش کړه. ژر ژر یی  په ګډه سره پوست کړه. کوټی، پښی  او دیلبند یی  هغو ته ورکړل چی  وختی  یی  پیسی  پریکړی وې. د غوښو د سرجم څخه یی ملا صاحب ته دوی  کټوی  غوښه ورکړه. ترهغه وروسته د حلالی  غوا پر څرمن غوښی  لس کوټی  کښیښول سوې. له کلیو راغلی  خلګ زړه خوږی  وو. هرچا د اوموغوښوله لیدو خوند اخیست.

 

 

 

 دغوښوهره کوټه د لسو تومنو وه. اوس نود هغوونډه چی  پنځه تومنه ده. هغوپه دوو نفرویوه کوټه د غوښو واخیستله. نوری  برخی  په څلورو، پنځو، شپږو او حتی اتو نفرو سره شریکی  وې. خود محمد اکبرونډه د دوه نیم شلی  افغانیو وه. چی  په غریبو کی  نو اکبر لویه برخه وال و.

 

 

 

 ټول خلګ ورته  حیران وه، چی  اکبر څونه ډیره غوښه کورته وړي؟ ا کبر د یوی  کوټی  څلورمه برخه کورته وړي. دا وخت لمرپرسراوغرمه نژدی وه.

 

 

 

 اکبرغوښه را واخیسته، ډیرخوشحاله و، لڅی  پښی  په مټنو کوڅو کی  د کورپرخوا داسی  روان ؤ لکه لویه فتحه چی یی کړی وی .په فکرونو کی غرق دی وایی چی کورته ورسم ښځه او لونګ جان به غوښه و وینی څونه به خوشحال سی. دجمعی شپه خولا لیری ده ښځه به می  دغوښو څخه لغړ (هډوکی) وباسی  او یوه خوندوره ښوروابه ځینی را پخه کړی. پدغه  فکر اوخوشحالی کی په یوه چارناله کورته راورسیدی. 

 

 

 

 

 

 

 

دا د اکبر او د هغه د ښځی  په ژوند کی  لومړی ځل وو، چی  دونه زیاتی  غوښی  د هغو کور ته راځي. ښځی  يی  په ډیرهوس دغوښوڅخه هډوکی را وایستل  او  پر نوره غوښه یی مالګه وشندله. غوښی  يی  په یوه وچه او کلکه لښته وپیلي. بیا يی  د لرګی  دوه سرونه په پړی  وتړل، د خپلو خونو مخ ته د ولاړی  ونی  په یو ښاخ  را وځړولي.

 

 

 

 دلغړو څخه یی ماښام ته ښوروا پځه کړل ، دانو داکبر،ښځی او لونګ هغه دخوښی څخه ډکه شپه وه چی شاهانو به دغسی شپه نه وی لیدلی. تر ښورا خوړلو وروسته چی شپه پخه سوولونګ بیده سو، ښځی  اومیړه په تیاره کی  دغه خبره سره اړوله او را ړوله، څو د خبرو په پای کی  د لونګ مورخپل میړه ته وویل:

 

 

 

 – د جمعی  شپی  ته استاد فیضو کاکا) هغه کلیوال  ماهرسړی  ؤچی هلکان  یی سُنت کول)را وغواړه، زه به سبا سهار لا ښځی  خبری  کړم. 

 

 

 

تردی  خبری  کولو اوتصمیم  وروسته دواړو سړونه کښیښول  او بیده سول. د لونګ مور سبا اومه غرمه کی مهال خپل لوی پړنی  پر سر کی، له کوره ووته، چی کلیوالی ښځی  خبری  کړې، او هغوی ته ووایي، څود جمعی  شپی  ته د دی  کور ته ورسی  او د لونګ د سُنتۍ په ښادئ کی  ګډون ورسره وکړي. او له هغو کورو څخه چی  دریی  یی  لرلې، هغه هم را ټولی  کړې.  ښځه تر(ګونګو) ماښام پوری  په کورونو وګرځیده، ښځه په ستړیا  ځکه نه پوهیدله چی زیاته خوشخاله وه.

 

 

 

کله چی  کورته راغله، خاوند  اکبريی  هم پر کور و،بیا سره کښینستل، مجلس يی  ډیر خوږ و، یو بل ته يی  وویل، چی  دیګ، کاسی  او هغه څه چی  په کار کیږی  د فلانی  او یا فلانی  له کوره به را وړو.  دشپی تر ناوخته يی  پر دغه خبرو خوند اخیستۍ اوپام يی  په بله وو.  هر سهار به یی غوښی  دخونی څخه دباندی  د ونی په ښاخ  ځړولی  او  د شپی  به یی  په خونه کی  ساتلې.

 

 

 

اکبر اوښځی یی په کورکی  لږغلمین اوړه ساتلی  و. خپله یی اوربشینه پخوله او خوړله. څه وږی  چی  یی میده کړی او پاک کړی یی  لا نه و، لازمه یی وګڼل چی  د لونګ د سُنتۍ په ښادۍ کی  د هغو څخه کار واخلي. نو د لونګ پلار هغه څه وږی چی  دوی د کودو د ټولولو پر وخت په پردیو وډونو کی  ټول کړی و، هغه وټکول، پاک یی  کړل، ټول ټال یو مشتک( یو مټ)  غنم سول.

 

 

 

د لونګ پلار تر ژرندی  پوری  د مشتک د وړلو له پاره کوم مردارهډۍ نه لاره. مجبور سو، مشتک یی  په شا کړ او تر ژرندی  یی  یو ووړ. ستړۍ ستومانه په ژرنده کی  د روڼ (نوبت) رسیدو تر وخته  هلته  دژرندی په یو کونج کی  په خاورو کی پریووت. نا وخته د مشتک د اوړه کولو وار ور ورسیدی. د مشتک تر اوړه کولو وروسته، اسیوان یو مزد(مزدوری) غوښتۍ او بل شکرانه( شاګردانه، شرینی او په غربیرواج “تیف”) . د اکبرد مشتک څخه چی څه اوړه دمزد په نوم  اوڅه اوړه د شکرانی په نوم واخیستل سول باریی سپک سوو. هغه یی را په شا کړل ماښام نا وخته ستړی کورته را ورسیدی.

 

 

 

د شپی  یی د ښځی  سره مجلس ډیر خوږ و، دواړه  ستړی وه په خبرو خبرو خبرو کی  بیده سوی  وه. دښځی  يی  غوښی   د باندی  په ونه ځړولی   هیری  سوی وی  چی خونی ته یی راوړی  . خو اکبر تر بیدیدو مخکی ولیدلی  غوښی  دباندی  پاته دی  غوښی خونی  ته را د ننه کړی . ښځه چی  سهار له خوبه را ویښه سول ، تر لمانځه وروسته یی  د نغری  په کومی کی  پرهغه برنی په پړوندوکی پټ کړی اورباندی څه پروړ،خاشی  او خځلی وا چولی په پو، پو کولو تر زیات دود پورته کیدو وروسته اور بل سو. بیا یی د اوبو ډکه توره ګډوه پر دیګدان کښیښوله.

 

 

 

 کله چی  د ګډوی  اوبه پر ایشیدو سوي، د جوارو اوړه یی  په خاورین کاشنه کی  واخښل. پر اور یی  تبخۍ کښیښود، د جوارینو اوړو څخه يی  ټکی جوړی  کړې، یو مخ او بل مخ یی  پر تاوده تبخی  څه وچ اوچی څه ځان ونیسی  بیا سوړسکان د اور په پړوندو کی  ښخ کړل چی په مغز پاخه سي. میړه او ما ندینی بیا هغه د ښادۍ جوړولو او خوشحالی  خبری  سره پیل کړي. ویل یی  چی  ترناری  کولو وروسته به ځي، دیګ او کاسی  به د همسایه ګانو له کورونو را ټولوی.

 

 

 

– په همدی  وخت کی  یو دم د لونګ د مور ورپه یاد سول چی  غوښی  يی  د شپی  د باندی  د یاده وتلی  دي. یو اه يی  ترخوله ووتله، ژريی  وځغستل، ترخونی  ووتله، ونی  ته يی  وکتل، ویی  لیدل چی  غوښی  نه سته. دخفګانه یی سر  پرله وګرځیدۍ، پر سترګو يی  توره شپه سوه، ډوبه پرمځکه ولویدله.

 

 

 

-اکبرپه خونه کی  دننه د هغی پر مځکه د لویدو درز وا ورید. اکبرچی له خونی  را ووت، ګوری ښځه يی  د سرای په غولی  کی  په خاورو کی  لیته پیته بی  حاله پرته ده. ژر ژر يی  له خاورو څخه خپله ښځه را پورته کړه او په کش کش یی  تر خونی  ورسوله. لونګ د دوی په دربی  له خوبه را ویښ سو، ویی  لیدل چی  مور یی  بی  سده پرته ده، په ژړا سو. 

 

 

 

اکبر وارخطا کله لونګ ارامه وی  او کله د خپلی  ښځی  لاس، پښو او تندی  ته لاس ور وړي. پر مخ يی  اوبه ور وپاشی،بیا یی اوبو ته  دوه پلمیټه وا چول، دغه خوږی  اوبه یی  د ښځی  په خوله کی  ور وا چولې، د خدای فضل و، ښځه پر سد راغله.

 

 

 

تر کلمی ویلو تر مخه یی اوله خبره دا وه: 

 

 

 

– غوښي، غوښي، غوښي…… 

 

 

 

میړه یی ورته وویل:

 

 

 

 – څه وایې، غوښي…غوښي… څه در پیښ سول؟ څه وسول، څه وایې؟

 

 

 

 ښځی  بیا په نیولی  او خفه اواز خبره درسته کړه: 

 

 

 

– غوښی  نه سته!

 

 

 

اکبر چی غوښی یی په خونه کی مخته ځړیدلی  ورته وویل: 

 

 

 

– هغه دی  ځړیږی. ته بیده وی ما د شپی  خونی  ته را وړی  وي. 

 

 

 

د دی  خبری  په  اوریدو سره ښځه کرا کرا،عا دی  حا لت ته را وګرځیده.

 

 

 

چی غوښی یی ولیدی نو وروسته یی کلمه و ویل شکر یی وکښۍ .

 

 

 

څه شیبه وروسته، اکبر ورته وویل:

 

 

 

– زه به د حا جی  مراد لالا د کور دیګ او کاسی  راوړم، ته ولاړه سه، څه غلمین اوړه لانده که.

 

 

 

د لونګ مور ولاړه سوه، مګر لاسونه او پښی  یی  ریږدیدل. اکبر د اوړو کاشین، په ګډوه کی  اوبه، د مالګی  کنډولی او د مشتک څخه لږغلمین اوړه ورته را نژدی  کړل، او بیا یی وویل:

 

 

 

– اوس به نو زه دیګ او د ښوروا د پاره کاسی  د همسایه له کوره در ته را وړم. بیا نو ځم استاد فیضو کاکو به را ولم. ته لونګ خوشحاله ساته او خونه جاروکه. 

 

 

 

 -ښځی  په ډیرمشکل سره اوړه لانده (واخښل) کړل. او د استاد فیضو اکا د را تګ له پاره یی  په خونه کی  د کالو منځلو خاورین تشت سرچپه کښيښود، پرسر یی  نغاړکی  ورهواره کړه. د دی  له پاره چی  لونګ د سُنتی  پر وخت پر دغه لوړ ځای کښینوي.

 

 

 

اکبر ژر،ژر د همسایګانو څخه پیتلی  او خورینی کا سی او کا شینان کورته راوړل .

 

 

 

بیا اکبرله کوره ووت، اوتر لږ وخت تیره ولو وروسته، اکبرد استاد فیضو اکا سره جوړه کور ته را ننووت. لونګ چی  د خپل پلاره سره استاد فیضو اکا او بیا د هغه په بغل کی  کوچنۍ د چړو، امبور او پلاس څخه ډکه درنه بغل ځولۍ ولیدله، په ځان وپوهیدی.

 

 

 

 خو پلار او مور یی  په چل چل سره هغی  خونی  ته ورووست، چی  د ده د سُنتی  د ناستی  ځای  پکښی  جوړکړل سوی  و. استا د فیضو اکا د کوچنیانو د تیرایستو او مصروف کیدو په لاره کی  ډیرمهارت لاره. هغه پوهیده چی  څنګه یو هلک تر خپل تاثیرلاندی  را ولی  او ژر یی  سُنت کړي.

 

 

 

استاد فیضو اکا نوره لونګ ته وخت ورنه کړی چی ځان دوری دوری کی  دسترګو په رپ کی یی لونګ سُنت کی  او دکوره څخه ووتی.

 

 

 

***         ***         ***

 

 

 

نورنو لونګ پروت و، یوه اړخ او بل اړخ ته یی  بالښتونه پراته وو، سپین ټوکر یی  پر پښوهوار او پری  کړی ټوټه یی  په زرغون تارکی  اچولی  تر چپه پښه غوټه سوی  وه. پلار یی  ورته ناست و، مچان یی ځینی  شړل. مور یی  سره له دی  چی  د سهارغوځاریدو څخه یی  بدن درد کوي، د ډوډۍ او ښوروا په پخولو اخته وه.

 

 

 

د ماښام تر لمانځه وروسته د کلی  ښځي، نجونی  او د لونګ همزولی  هلکان د خپلو مندو سره د لونګ کور ته راغلل. دولاغی  او پړونی  یی  له سرو ایسته کړل، کشرانو د لونګ د مور سره په ښه مینه او اخلاص د ډوډۍ په سمولو اواچولو کی  مرسته وکړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته، ټولو کلیوالو او خپله د لونګ مور د شپی  تر نیمایی  پوری  په ګډه او جلا جلا بدلی  وویلې، شلی  یی  وکړی او اتڼونه یی  وکړل. ټولو شپه په ډیره خوښۍ سره  یی سبا کړه.نوربیا

 

 

 

 

 

 

 

‎‎‎‎‎

 

 

 

 

 

 

 

دوهمه برخه

 

 

 

 

 

 

 

د لونګ سُنتي

 

 

 

عبدالقیوم

 

 

 

 

 

 

 

د لونګ پلار یوه ورځ د خپل زوی خوا ته تر کتلو وروسته، خپلی  ښځی  ته مخ ور وا ړاوه، او ورته وی وویل:

 

 

 

– ښځي! سږکال خو باید له خیره سره لونګ هم «سُنت» کړو.

 

 

 

 د ښځی  هم د خپل خاوند خبره خوښه سوه. مګر د لونګ پلار ته يی  داسی وویل: 

 

 

 

-سړیه! ګوره، دغه یو زوی لرو، نه مو د هغه د نوم ايښولو ښادی  جوړه کړه، نه مو پر زوی چانشره وویل، نه مو د اووم شپ پر روړنه کړل، نه موغاښ کوچه وکړل او نه می  د سر کلۍ (سرخریلو) ورځ په درییو او خوشحالۍ ولمانځله. 

 

 

 

-اکبر وویل وسه مونه لرل ،که نه دچا نه خوښیږی  چی  په خپل زوی هوس او خوشحالی   وکړي.

 

 

 

-د اکبر ښځي وویل: پرسُنتی  به يی  نو د خیره سره یوه ښادی  نیسو؛ زه خپل هوس په کوم.

 

 

 

 پریږده چی  د تربرو یی  زړونه وچوي. ته یی  وینی  سږکال می   چرګه پوره ۱۲چیچیان لري؛ ما خوویل چی  ټول به خرڅ کم  ګوندی  څو روپۍ  په جوړی  کړم، کله چی   د بلوڅو کډی په دوبی دریګه کلی ته را شوه سی دچرګی د چیچانو په  پیسو به دهغو څخه یوه سیرلۍ را نیسم، زما  او لونګ جان به  سات په تیروي، که خدای  کول بل کال به هغه لوبزه او لنګه سي، حلق به مو په لوند وي.

 

 

 

خیر، سُنتی  یی  تر هرڅه ضرور ده، نو ټول د چرګی  چیچیان به تر خپل لونګ جارکړم، ټول په یوه شپه حلالوم، د کلی  ښځی  خبروم، ټوله شپه ښی  دريی  پر وهم اوخوشحالی په کوم.

 

 

 

په داسی  وخت کی چی  د اکبر ماینه (ښځه) ښه پر جوش راغلی  وه، اکبر دټوکی په ډول پر ور درسته کړل:

 

 

 

 -هو…هو!… ښه اواز خو دی  دی!

 

 

 

 ښځی  یی  ورته وویل، تر خوله دی  تیره یم، خود می  ښه اواز دی.

 

 

 

پر اکبرنه یوازی  لونګ ګران و، د هغه مور هم پر ګرانه وه. هغه خپلی ښځی  ته وویل:

 

 

 

 – ښه خبره دی  وکړه، خو ته لږ صبر وکړه چی  منی را ورسیږي، دا کارونه د منی  دي.

 

 

 

اکبر د دی  خبری کولو سره په فکرکی ډوب سو. 

 

 

 

-اکبر په دی  په فکرکی ډوب سو، چی  د خپلی  ښځی  دغه هیله به څنګه پوره کوي؟ له لږ ځنډ وروسته يی  سر را پورته کړ او بیا يی خپلی ښځی ته  وویل:

 

 

 

– ښځي! ټول خلګ خپل زامن په منی  ځکه سُنت کوی  چی  له یوی  خوا هوا سړه وي، له بلی  خوا مچان هم کم وي. په څه سړه هواکی زخم ژر وچیږي. بل، زه به پوښتنه کوم، کله چی  په کليکی ونډۍ کیدله، او باور می  راځي، انشا الله د منی  په لومړيو شپو او ورځوکی به کلیوال یوه ونډۍ وکړي. ولی  چی  کلیوال ټول زړه خوږی  سوی دي. زه به د ونډۍ په ورځ پوره دوه چاریکه (چارکه) غوښه د ښادۍ جوړولو له پاره درته را وړم. 

 

 

 

اکبر له لږ ځنډ وروسته زیاته کړه:

 

 

 

– ته تلوارمه کوه، ستا د چرګی  چیچیان لا اوس کوچنۍ دي. هغه پریږده چی  څه نور غټ سي، بیا به هغه خرڅ کړو. یوازی  مو په مخکی  د هلک سُنتی  نه ده، اخترهم را روان دی. اخترته به ستا د چرګی  چیچیان  ښه غټ سوی  وي، هغه به په ښو پیسوخرڅ کړو. د چرګانو په پیسو به د اختر له پاره زوی ته یو کمیس او پرتوګ وکړو. پخوا مو زوی ته یو کمیس بسنه کوله، خو سږکال د خیره سره تر پخوا څه زیات ټوکر په کار دی، ولی  چی  وهلک ته تر سُنتی  وروسته پرتوګ هم ضرور دی.

 

 

 

 

 

 

 

اکبر بیا  په خندا د یوی  ټوکی  په ډول خپلی  ښځی  ته وویل: 

 

 

 

– ستا خو به ښه یاد وي، څه ښی  وختی  وې، کله چی  زه هلک وم، موږ همزولو تر۱۵ او۱۶کالو پوری  پرتوګان نه لرل، کمیسونه مو اغوستل او بس. 

 

 

 

ښځی  یی  وویل:

 

 

 

– خاوری  څه ښه وختونه و، لوی لوی سړی  به واست لڅه …. به ګرځیده لاست. 

 

 

 

اکبر وویل: 

 

 

 

– څنګه یی  کوې، د زمانی  سره به ځو.

 

 

 

اکبر زیاته کړه:

 

 

 

– ښځي،بل سبب همدغه و، چی  ما به درته ویل، لږ صبر وکړه، ځکه زما په دغه لږو پیسو خو د کمیس او پرتوګ دواړو ټوکر نه کیدی. 

 

 

 

د لونګ مور د میړه خبره ومنله، میړه ته يی  وویل: 

 

 

 

– سړیه، ته رښتیا وايې، زما دی  خبری  ته پام نه و، چی  پرتوګ هم غوښت غواړي.  ولچی لونګ جان به کله کله را ته ویل چی  موري، په جومات کی  یو شمیرهلکان پرتوګو نه لري.

 

 

 

– اوګوره ښځي! رښتیا یوه بله خبره را یاده سوه. دا استاد فیضو خوهم یوڅه خشمړی  غواړي، مفت خوهغه هم دا ستا د زوی “بلاګی” نه پری  کوي. 

 

 

 

د لونګ مور پرته له ځنډه په خندا ځواب ورکړ:

 

 

 

 – ځه ورک سه، د شی  د پری  کیدو پر وخت بیا زما زوی سو، ستا نه؟

 

 

 

تر ټوکی  وروسته ښځی  خپل میړه ته داسی  اطمینان ورکړ:

 

 

 

 – غم مه کوه، هر څه به سم سي. دا ځل چی  هګی  والا کلی  ته راځي، ما به انشا الله د خیره سره۲۰هګۍ ټولی  کړی وي، هغه به خرڅی  کړم، پوره لس روپۍ کیږي. د هغه تیرځل هګیو لس روپی  می  هم ټینګی  ساتلی  دي، یو څه پلمیټ او پتاسی  چی  می  د خلګو له کورونو را وړی  دي، هغه به په ټوکرکی ورسره غوټه کړم، د استاد فیضواکا مخ ته یی  کښیږده، تر یوه تومن خو به دا زوی مړی هم زیاتی  نه غواړي؟

 

 

 

د لونګ پلار د خپلی  ښځی  د خبرو په اوریدو ډیرخوشحال سو.

 

 

 

 

 

 

 

***         ***          ***

 

 

 

 

 

 

 

یوه ورځ مسجد ته چا داسی  خبر را وړ:

 

 

 

– د جمعی  په شپه د غرګی  د کلی  عبدالله لالا  خپله وچه غوا ونډۍ کوي.

 

 

 

 د خبر په اوریدو سره د کلی  مشر وویل: 

 

 

 

– هر څوک چی  په ونډۍ کی  ونډه غواړي، یوه ورځ د مخ ته دی  ملا صاحب ته ووايې.

 

 

 

د لونګ پلارچی  د همدغسی  خبراوریدو ته یی  غوږ اړولۍ و، ژر یی  ملا صاحب ته وویل، زه هم غواړم په ونډۍکی ځان شریک کړم. 

 

 

 

د دوهمی برخی پای .نوربیا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

((وینه او مینه )) 

 

 

 

 اوله برخه

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

 

 

 

 

 

لــــونــګ

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 یوازی پنځوس کاله پخوا وښار ته نژدی  د زیاتوغریبو کورنیو په شان  دلونګ  پلاراکبر هم په یوی  غریبی  کورنۍکی د ژمی  په یوه سړه او تیاره شپه کی چی نه څراغ ؤنه دوا،نه ډاکترؤنه روغتون پر سپیره ډاګ، لڅه مځکه  خړو خاورو د موره  وزیږېدی.اکبر د خپلی  زوکړی له هغه لومړنۍ ورځی  څخه په لوږه او خواریوکی را ګیرغټیدئ. دهیواد نوروغریبو انسانانو په ډول د ژوند سختیو، ستونزو، خواریو او نیستیو داسی وټکاوه چی په وروسته کی  د جوشی  خښتي (۱) غوندی  پوخ او سخت سو.

 

 

 

 لا پوره غټ سوی  هم نه ؤ، چی  پلار یی  ورته د یوه بل تر ځان لا هم غریب

 

 

 

سړی  وړه لور ورپه نامه کړه. اکبر او پلار یی لا په ګډه  د ولور یوه څنډه اداد کړی نه وه چی بله ورته پیښه سول.

 

 

 

 متل دی وایی چی ډبره د یتیم له سره نه چپیږي. دادی د اکبر مور او پلار  غبرګ د (وبا) په کال د وبا ناروغۍ ووهل او مړه سول. اکبر یوازی  او یتیم پاته سو. خُسر یی  چی  د اکبر د پلار رښتونۍ یار او اشنا و، ويی  لیدل چی  زوم یی  یتیم پاته سوي، هغه یی  خپل کور ته را ووست، او خپله لور یی  بیله ولوره اخیستلوڅخه  ور واده کړه.

 

 

 

د اکبراو ښځی  یی تر واده وروسته ډیر اولادونه وزیږول، مګر اولاد دونه یی نه پاییدل.

 

 

 

 په کلیوالو کی  عام او مسلط ذهنیت داسی  را جوړ و، د هغو بیچاره خلګو چی  اولادونه به یی  نه پايیدل، پرهغوی  به یو بل زیاتی تور او تهمت تړل کیدئ.

 

 

 

ویل کیده به چی  پر دوی د رب قهر نازل سوی دی؛ پر دوی د پټو بلاوو (پیرانانیانو او خبیثه اروا حونو) اثر پروت دی. دا ښځه او سړی پر درانه ځای ختلی  دی… او نور نور تورونه تړل کیدل.

 

 

 

په کلیوالوکی د دغه ډول پاخه منفی ذهنیت اثر ؤ، چی اکبر او ښځه یی  مجبوره سول، د خپل اولاد د پایښت په هیله هره ورځ پر خپلو فرضو لمونځونو سربیره نفلی  لمونځونه هم کول. بیا به دواړه جوړه پر زیارتونو، تعویذګرو، سیدانو او پیرانو باندی ګرځیدل. هر چیری  او د هر چا څخه به يی  دا یو خواست او یوه غوښتنه لرله: 

 

 

 

 د اولاد د پایښت له پاره دُوعا، دم، چُوف، تعویذونه، څاښتونه، پلیتی  او تور بندونه(توبندونه).

 

 

 

د ټولو هغو مړو د قبرونو له سرو څخه د خوردی  اخیستل، د زیاتوهغو پیرانو دربارونو ته په اُمید ورتګ کاوه چی  نومونه به یی  د خلګو په خولو کی  وو، او خلکو به د هغو په باب داسی ویل:

 

 

 

–  هغه پلانی پیر نه دی! آه  د ده قربان سم، د رب نازولۍ دې، ټول پیریان ده مسخر(تابع) کړی دي!

 

 

 

یا هغو پیرانو ته چی  لوی لوی لنګرونه یی چلیدل، له مځکی او آسمانه به خلګو ورته پیسی، غوایی، پسونه، چرګان، اسان ، اوښان حتا لوړنی  د دروږو  په نوم ور وړلی.

 

 

 

اکبر او ښځی  ته به یی   چی  څه لاس ته ورتلل، و دغسی  لویو پیرانو ته ور وړل. د هغو په دربارکی  به یی  شپی  او ورځی  تیرولې. په دربارکی به یی  د دربار کارونه سر ته رسول، څو د پیر ښه پاملرنه ځان ته را واړوی  او خدای هم ځینی  راضی  سي.

 

 

 

 بالاخره، په ډیرو بی  ګټو ګرځیدو، را ګرځیدو، دروږو او شکرانو ورکولو باندی  ستړي، مفلس او نا اُمیده سول.

 

 

 

وروسته له ډیرو  ستړیاوو، سرګردانیو او خواشينیو ګاللو په ولس کی  د منل سوی  متل سره سم يی  تن و تقدیرته وسپاره. پردی  خبره په ظاهره دواړه سره سلا سول: “چی  نه کوی  حبیب،نوڅه به وکی  خوار طبیب”. نور نو اکبر او ښځی  یی  دفکرد خرابوالي، لږو او کم ځواکو خوړو او خواریو په سبب مأیوسه او د میني، محبت، د میړه او ماینی  ترمنځ د مناسباتو چلونه یومخ هیره کړل.

 

 

 

د مداکبر به هلته  نورهم خولک تنګه  سؤ چی د خپل کور د باندی  په  کوڅه کی به یی  دخپلو تربرنو ،خان،ملک، پیراولادونه لیدل چی پرهر یوه سور او سپین مخ ناست وه  او ګرځیدل به. او هر کال به یی  یو بل هم زیږاوه.

 

 

 

 دغریبۍ او زیاتو نورو خواریو سربیره، د اولاد نه لرلو یی  له ژوند څخه زړه ور تور کړی ؤ. په مغزو کی چی  یی هر څه وه،هغه به وه، خو کله نا کله به یی  تر خوله یوه د خواشینۍ خبره هم را ووتله: 

 

 

 

– خدایه! دا موږ بیچاره ګان دی  یوازی  خواریو اوغمو ته پیدا کړی یو؟

 

 

 

 په دغه ډول ښځه يی  هم وخپل یو وزری  نا روغ میړه ته کتل، ډیره زوکلیدله. سربیره پر هغه چی  اولاد یی  نه لاره  دخپل راتلونکی ژوند  څخه یی بیره او وحم  لاره او د ځانه سره به یی  ګروم کاوه.هر وخت به د ځانه سره  ګډه وه:

 

 

 

 

 

 

 

– که خدای مه کړه، سبا می  دا میړه نه وی، د میړه تربرونه او میراث خواره به زما سره څه وکی؟ آیا زما سره به هم داسی وکی لکه  د ٫٫ببوګلی خاله٬٬ سره چی   میراث خورو وکړل؟ یا یا  زما خدایه مه می  سر توره وه ،که به سر توره کیږم ما ته نو مرګ راکړه.

 

 

 

وخت نا وخته خوبه یی خپل سر، سر تورکړ، اوغبرګ لاسونه به یی  پورته کړل، آسمان ته به یی  خوله ونیوله. هیڅوک نه پوهیدل چی  هغی  به لا څه ویل؟ خو یوه خبره ښکاره وه چی  ښځه د اولاد په نه لرلو زوریده او ورځ تر بلی   یی  خپل وزن بایلی  او د بدن غوښه يی توی اوبه کیده.

 

 

 

 

 

 

 

 د میړ او ماینی دواړو څخه خوب له سترګو الوتۍ ؤ، شپه او ورځ په فکر او سوداکی وه.  دوه دری  کاله اکبر او ښځه یی  یو له بل څخه جلا بیدیدل.

 

 

 

 

 

 

 

 یوه ورځ سهار وختی ښځه له خوبه را پورته سوه، ډیره خوشحاله ښکاریده. اکبر ولیدل چی  ښځه یی نن خوشحاله ده، غوښتل يی  د خوشحالۍ په سبب یی  پوه سي. هغه لا ښځه نه وه پوښتلې، چی  ښځی  خپل میړه ته داسی  وویل:

 

 

 

٬٬اه سړیه! واوره؛ یوه خبره درته کوم ته به نووایی چی څه خبره به وی اویا بل ډول فکر ونه کی. که څه هم  ما او تا خو ژبه کړی وه، چی  نوربه اولادونه نه زیږوو.مګر یو اولاد به پیدا کوو،هغه په دی چی (برايې) شپه، په خوب کی  یوه نورانی  سپین ږیری  سړی  داسی را ته وویل،، 

 

 

 

– د الله (ج) له درباره نا اُمیده نه سي، تا ته به رب لونګ درکړی اوهغه به دخیره سره لوی سي.

 

 

 

د اکبر ښځی  زیاته کړه:

 

 

 

 – زه باور لرم چی  دی  نورانی  سړی  به رښتیا را ته ویلی وي. اوګوره! که دا ځل په رښتیا الله (ج) ما او تا ته زوی را کړي، فکردی  وی  چی  هیريی  نه کړي، هغه وخت چی  ملا صاحب يی  په غوږ کی  اذان ورکوي، نو سمدستی  ورته ووایه چی  د (لونګ) نوم پری  کښیږدي. هیردی  نه سي. 

 

 

 

هغی  بیا پر اکبرتاکید وکړ: 

 

 

 

– ګوره، هیر یی  نه کړې!

 

 

 

اکبرهم د سپيڅلی  او کلکی  عقیدی  خاوند ؤ، د خپلی  ښځی  خبره يی  زړه ته تیره سوه او ټینګ باوری سوو، چی  خدای به زوی ور کړی. 

 

 

 

کال داسی  تیر سو، لکه یو ګړی. د ښځی  زوی وسو. دا دی وروسته د ډیرو کلونو له تیریدو څخه یو ځل بیا د اکبر د خونی  پربام سهار وختی  دری  ناری  وسوې:

 

 

 

– د خدای له داده، د مړو له یاده، د اکبر زوی وسو!

 

 

 

دا دری  ناری  ټول کلی  واوریدې. دا هیله خو د دوی  پوره سوه. خدای (ج) دوی ته زوی ورکړ. سهارچی  د نوی  پیدا سوی  هلک پلار اکبر خپل زوی په خپلو ډنګرو لاسونو په غیږه کی  نیولۍ مسجد ته په دی  نیت وروړئ، چی  ملا صاحب به یی په غوږکی اذان ور وکي.خو ملاصاحب چی سهار تراذان  مخکی  د اکبر د زوی د زیږیدو ناره اوریدلی  وه، نو د اکبرپه لیدو پوه سو، چی  د مسجد پر لور یی  نوی  پیدا سوی زوی را اخیستۍ دی.

 

 

 

 مګر بل څه ورسره نسته، مانا دا چی اکبر په خالی  لاس ور روان دی.

 

 

 

ملا خپل یوه چړی  ته ورږغ کړه ورته  ویی ویل: 

 

 

 

– هلکه ور سه، د اکبرګی  د زوی په غوږ کی  اذان ور وکړه. 

 

 

 

 اکبر چی د ملأ صاحب  سپکه  لفظ (اکبرګي)  وا وریدی خوڅه یی ونه ویل  . چړی  د هلک په غوږ کی آذان وکی. که څه چی اکبر د ملا په کړو خفه سوی ؤ ، بیا هم د ملا پر خوا ورغلې، هغه ته یی  په عاجزانه او کمینی  سره وویل: 

 

 

 

– ملا صاب، زما او د مور يی  د هلک دپاره د لونګ نوم خوښ دی، دغه نوم پرکښیږده.

 

 

 

خو ملاصاحب پدی چی ده ته څه ورنه کول سول خپه ؤ پرهلک باندی  د نوم له ایښولو څخه یی انکار وکړ. 

 

 

 

اکبر د ملا څخه پوښتنه وکړه چی  ولی  نوم نه باندی  ږدی؟ ملا ورته وویل:

 

 

 

– اکبره! د هلک په غوږ کی   خو مو اذان مفت درته وکړئ، بس دی  نه ده؟ د نوم ایښولو میوه (شیریني) دی نه ده را وړی او بل د لونګ د نوم سره خو د “عبدال”  او “محمد” توری  نسته.

 

 

 

اکبر ته هغه د پښتو متلونه چی  تربرو به یی  هر وخت په قصدی  توګه د ده مخ ته تکراراوه “هستی  کوی  مستي” چی  نه لری  سړي، مه کورت خوره مه غوړي” ور یاد سول. اکبرپه پټه خوله او خپه زړه هلک کورته را وړی او د خپلی  ښځی  څخه یی  دا خبره پټه وساتله.

 

 

 

 – اکبر خپلی  ښځی  ته وویل:

 

 

 

– الحمد الله چی  خدای پاک ما و تا ته زوی را کی، نور نو زموږ پر مینه میراث خور پیدا سو، که زه مړ هم سم، په تا به می  فکر خراب نه وی  او ستا پر لور به می  سترګی  کږی  نه وي.

 

 

 

 اکبر خو هر څه په غوږو اوریدل او د سر په سترګو لیدل . کوم وخت چی  به د کلی  د یوه ماړه په کور کی  هلک وزیږیدئ، سهار وختی  پربام تر درو نارو سربیره، څاښت به د ټوپکو ډزونه  کیدل، خوشحالۍ به وي، ملا صاحب او چړیان به تر لمانځه وروسته د یو شمیر مړو سره  یو ځا ی د خان سراچی  ته ورتلل، د هلک په غوږ کی  به یی  هلته  اذان ور کاوه،ماښام به نشره  ویل کیده، نوم به ایښول کیدې، مبارکۍ به وي، شیرینۍ به ویشل کیدې.

 

– اکبر به  وویل: 

 

– ای زموږ خدایه! موږ دی  په کومه ګناه او دچاه په ګناه  نیولی  یو؟

 

 

 

خیر، اکبر خپل زوی د لونګ په نوم ونوماوه. اکبر چی  په دوو لاسونو یو څه ګټل،هغه یی  په خپل زوی  لګول. لونګ د لونګ په شان د مورپه مهربانه او پاکه غیږه کی اودخپل پلار ترسیوری  لاندی  را وغوړیدئ. له مور او پلارڅخه یی د ژوند کولو لومړی  حرکات او ډولونه لکه خوړل، خبری  کول، شفقت او مهربانی  زده کړل.

 

 لونګ په خاوروکی ترخاړپوڅو وروسته، ولاړ سو او قدم یی  واخیست؛ یوه نیمه خبره یی  زده کړه. ژر کوڅی  ته را ووت. په خاورو او خټوکی د نورو کوچنیانو سره په ټولنه ور ګډ سو؛ د همزولو سره په خبرو او لوبو مصروف سو. هغه په کوڅه کی داسی  څه زده کړل چی  په کورکی د هغو زده کړه ممکن نه وه.

لونګ به لا شپږ کلن سوی نه و، چی  د ژوندی  پاته کیدو او نفقی  پیدا کولو لپاره د کلیو د نورو بیوزلو کورنیو د ماشومانو په شان د خپل کمکی  بشری  توان او ځواک سره برابر د خپل مور او پلار سره په خواریوکی مصروف سو.

 

لونګ تر پلار د خپلی  موره سره ډیره مرسته کوله.

 په دی  ډول د مور يی  لاس په خلاص و. د لونګ پلار ناروغ او یووزری سړی و. د اقتصادی  کمزورتیا په وجه یی  ښځی  ور سره ملا وتړله. هغی  له هیڅ کاره مخ نه ګرځاوه. د لو او لور پر وخت، د کودو، د درمندونو پر وخت یی  په فصلونو او وډنوکی وږی  ټولول.

 

د هر کس او نا کس د کورونوکارونه به یی کول. اکبر به بیا هم په دی  شکرونه کښل او ویل به يې:

 

 – د خدای تعالی مهربانی  ده، د ښځی  می  اوس د خپل زوی سره خوله پری سول، هغه نوره له یوازيتوب او بی کسۍ را ووتل.

دلمړۍ برخی پای .نوربیا

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.