پاکستان او هندوستان د افغانستان پر سر سیالي کوي

 

 

 

حبیب الله غمخور 

 

کارپوهان وايي چې له افغانستان څخه د ناټو د جنگي ځواکونو له وتلو سره، کیدای شي په دې هیواد کې د پاکستان او هندوستان نیابتي جگړه پیل شي. دواړه هیوادونه غواړي په افغانستان کې ډیر نفوذ ولري.

 

د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف، له فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «د پاکستان له پاره خطر […] په افغانستان کې د هندوستان نفوذ دی.» هغه زیاته کړې ده: «هغوی [هندوستان] غواړي چې د پاکستان ضد افغانستان رامنځ ته کړي.»

 

مشرف وړاندې ویلي دي چې که هندوستان په افغانستان کې له خپلو پلویانو څخه د نفوذ د ترلاسه کولو په موخه کار اخلي نو پاکستان به هم دا کار وکړی: «که هندوستان په افغانستان کې ځیني قومونه کاروي، نو پاکستان به هم له خپل ملاتړ څخه کار واخلي. زموږ قومي ملاتړي پښتانه دي.»

 

مشرف: هندوستان غواړي چې د پاکستان ضد افغانستان رامنځ ته کړي 

 

مشرف: هندوستان غواړي چې د پاکستان ضد افغانستان رامنځ ته کړي

 

مشرف له ۱۹۹۹ کاله تر ۲۰۰۷ کال پورې په پاکستان کې په واک کې پاتې شوی دی خو هغه په وروستیو وختونو کې د خیانت په تور نظر بند دی. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مشرف خبرې اوس هم سیاسي وزن لري. یو شمیر کارپوهان وايي چې مشرف اوس هم له پوځ سره نزدې اړیکې لري. دغه کارپوهان زیاتوي چې مشرف کیدای شي یوازې د پاکستان د پوځ مفکورې بیان کړي.

 

په عین حال کې د پاکستان ملکي حکومت هم د افغانستان، ترهگرۍ او افراطي اسلامپالو په اړه ورته نظر لري. د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۷مه نیټه د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز، له BBC سره په مرکه کې وویل چې پاکستان د هغو یاغیانو د له منځه وړلو اړتیا نه لري چې دې هیواد ته گواښ نه پیښوي.

 

عزیز ویلي دي: «ولي باید د امریکا متحده ایالاتو دښمنان زموږ په دښمنانو بدل شي. د هغوی [یاغیانو] له ډلې څخه یو شمیر یې زموږ له پاره خطرناکه دي او یو شمیر یې نه دي. ولي باید موږ هغوی ټول خپل دښمنان کړو.» هغه له دې خبرو سره د حقاني شبکې ته اشاره وکړه چې ویل کیږي له کلونو راهیسې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې پر بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کوي.

 

له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ټول هیواد امنیتي چارې د افغان ځواکونو پر غاړه وي 

 

له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ټول هیواد امنیتي چارې د افغان ځواکونو پر غاړه وي

 

دا د دوو بیلابیلو پاکستاني مشرانو دوه بیلابیلې څرگندونې دي خو دواړه څرگندونې یو ډول پیغام لري: اسلام آباد په کابل کې د نوي دهلي له نفوذ څخه د خطر احساس کوي او له همدې کبله کیدای شي چې د یاغیانو ځینې ډلې د دغه نفوذ د کمولو له پاره په افغانستان کې وکاروي.

 

پخوانی سیاست

 

د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې کوم نوی بدلون نه دی رامنځ ته شوی. کارپوهان وایي چې د پاکستان پوځ او د دغه هیواد ملکي حکومت اوس هم طالبان خپل مهم ستراتیژیک ملگري گڼي. هغوی په دې اند دي چې طالبان باید له افغانستان څخه د ناټو تر وتلو وروسته، د دې هیواد په حکومت کې ونډه ولري. کارپوهان وایي چې پاکستان غواړي په افغان حکومت کې هغه شان نفوذ ولري چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې لاره.

 

لندن میشته خبریال او څیړونکي فاروق سولیهریا، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «کابل اوس له نوي دهلي سره دوستانه اړیکې لري. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي. اوس سرتاج عزیز په رسمي توگه دا موضوع منلې هم ده. پاکستان غواړي چې سناریو ته بدلون ورکړي او یو ځل بیا افغانستان تر خپلې سیاسي ترنفوذ لاندې برخې باندې واړوي.»

 

په همدې حال کې په هارورد پوهنتون کې د افغانستان د شخړې څیړونکی مت ویلدمن، په دې باور دی چې پاکستان به تر هغه وخته پورې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس وانخلي تر څو چې په سیمه کې سیاسي خوځښتونه بدلون و نه مومي. ویلدمن وایي: «شواهد ښيي چې پاکستان د افغانستان په هکله خپلې پالیسۍ ته بدلون نه دی ورکړی.»

 

د آلمان په هایدلبرگ پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه زیگفرید وولف، هم ورته نظر لري. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان په پوځ کې یو شمیر کړۍ اوس هم په دې اند دي چې طالبان کیدای شي په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ پر ضد د ستراتیژیکو مهرو په توگه وکارول شي.

 

د روان میلادي کال په پیل کې هندوستان وویل چې له افغانستان سره به د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي. دا د هندوستان له خوا یوه بهرني هیواد ته د مرستې په توگه ژمنه شوې تر ټولو ډیرې پیسې دي.

 

هندوستان پر دې وتوانید چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره نزدې اړیکې ټینگې کړي 

 

هندوستان پر دې وتوانید چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره نزدې اړیکې ټینگې کړي

 

سولهریا وایي، په داسې حال کې چې هندوستان د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په مرسته بوخت دی، پاکستان په دې برخه کې ډیر لږ کار کړی دی: «د طالبانو د ملاتړ له لارې پاکستان د افغانستان د ویجاړیدو سره مرسته کړې ده. زه وخت نا وخت افغانستان ته ورځم او دا ویلی شم چې په دې هیواد کې پاکستان کې ډیر بدنامه دی. په خواشینۍ سره چې پاکستان نه غواړي د افغانستان په برخه کې خپلې تگلارې ته بدلون ورکړي.»

 

په نوي دهلي کې میشت ژورنالیست ویویک کمار، وايي چې په افغانستان کې د هندوستان او پاکستان گټي تل په ټکر کې پاتې شوې دي: «نوی دهلي غواړي چې ولسمشر غني د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په لاره روان شي. هندوستان په افغانستان کې ډیره پانگونه کړې ده او د ټولې پانگونې ستراتیژیک هدف یې په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ کمول دي.»

 

سولهریا بیا وايي چې اوس په افغانستان کې ډیر څه بدلون موندلی دی او حالات د پاکستان په خوښه نه دی: «پاکستان اوس نه شي کولای چې افغانستان او نورې نړۍ ته شرایط وټاکي. زه فکر کوم چې پاکستان لا وختي نیابتي جگړه بایللې ده.»

 

اوږد مهاله اهداف د لنډ مهاله اهدافو پر وړاندې

 

په داسې حال کې چې افغانستان له امریکا متحده ایالاتو سره یوه امنیتي تړون لاسلیک کړی دی، دا هم د پاکستان له پاره ستونزمنه خبره ده او هم د هندوستان له پاره چې افغانستان بې ثباته کړي. کراچۍ میشته ژورنالیست اویس توحید، وایي چې دغه تړون د ټولو هغو پاکستاني مشرانو له پاره د «د ویښیدو زنگ دی» چې باید په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو د واکمنې هیلې و نه لري.

 

دغه کارپوه وایي چې پاکستان باید پر لنډ مهاله اهدافو د تمرکز پر ځای له افغانستان سره د سوداگرۍ او اقتصادي همکاریو له لارې اوږد مهاله همکاري وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.