ولې جګړه ګټونکی نه لري؟

 
ودان روښان ||

افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه اوس داسې پړاو ته رسېدلې چې په نږدې راتلونکې کې یې هیڅ لوری ګټلی نه شي، یانې هیڅ لوری دا توان نه لري چې مقابل لوري ته غوڅه ماتې ورکړي، د هغه پوځي ماشین دړې وړې او ستر جګړه ییز ځواک یې مات یا تسلیمي ته اړ کړي او واړه واړه ټولګي او ډلګۍ یې یو پر بل پسې تسلیمي ته اړې یا له منځه یوسي، دغسې یو حالت په لنډه موده کې د وړاندوینې نه دی، ناڅاپي او د نه وړاندوینې وړ پېښو په اړه څه نه شم ویلی خو له تکتیکي او اوپراتیفي پلوه، د ځواکونو انډول او د ښکېلو لورو ملاتړو پوټانسیل ته په کتو اوس افغان جګړه داسې یو پړاو ته رسېدلې چې په لنډه موده او نږدې راتلونکي کې هیڅ لوری غوڅ بري ته نه شي رسېدلی.

د ځواکونو انډول له پلوه که وکتل شي اوس دولت یو پیاوړی وسله وال پوځ لري چې د وسلو له پلوه پر طالبانو برلاسی دی په دې مانا چې دولت د پرمختللیو ټانکونو تر څنګ هوایي ځواک هم لري او ورسره د ناټو او امریکایي ځواکونو هوایي او ان کله ناکله ځمکنی ملاتړ هم ورسره وي چې له ډېر پرمختللي تخنیک برخمن دي.

افغان وسله وال پوځ د روزنې ښې اسانتیاوې لري او ورسره نږدې ټول سرتېږي او افسران لوستي دي چې د جګړه ییزې روزنې پر مهال له ستونزو سره نه مخ کېږي له بله پلوه وخت ناوخت د ځینو لوړ رتبه او ټیټ رتبه افسرانو له پاره په بهر کې هم د ښو او لوړو زده کړو اسانتیا برابرېږي چې دا پر خپل ځای د وسله وال پوځ پر جګړه ییزې وړتیا مثبت اغیز پرېباسي، خو ستونزه داده چې د وسله وال پوځ ټول اړوندان جګړه ییزو دندو ته نه دي وزګار بلکې زیات شمېر یې غیر جګړه ییزو کارونو ته ګومارل شوي لکه دفتري کارونه او یا هم د پخوانیو او اوسنیو لوړ پوړو چارواکو، د ملي شورا غړو او ځینو نورو پر ساتنه بوخت دي چې دغه حالت د وسله وال پوځ پر جګړه ییز ځواک ناوړه اغیز کړی دی.

په مقابل کې طالبان له هوایي ځواک او پرمختللیو جګړه ییزو توکو بې برخې دي خو دا تشه بیا د هغوی د ډونرانو پیاوړی استخباراتي ملاتړ تر ډېره بریده جبرانوي. هغه پیچلي بریدونه چې په کابل او نورو لویو ښارونو کې د طالبانو په نوم ترسره شوي د زرې په اندازه شک ته په کې ځای نه پاتې کېږي چې په اړه یې استخباراتي مالومات، پلان او اسانتیا د طالبانو ملاتړې کړۍ برابروي یوازې په تکتیکي قدمه کې له طالبانو کار اخیستل کېږي ان کله ناکله طالبان پرې خبر لانه وي بلکې پلان، لوژستیک او ان بریدګر بهرني وي خو په نوم د طالبانو ختم شي اوس لا بل لاس پاکی هم پیدا شوی چې داعش یې بولي چې د هر ترسره شوي خونړي برید مسوولیت پرغاړه اخیستو ته لنګ وهلي ناست دي. سره له دې چې افغان استخباراتي او کشفي بنسټونه د مخالفینو ډېرو بریدونو شنډولو خبر ورکوي خو رښتیا خبره داده چې په دې برخه کې لاهم هم تشې شته چې مقابل لوری ترې ګټه پورته کوي.

د کتونکو په اند ددغه حالت لامل یا لاملونه دادي چې د پاکستان پوځي حکمران جنرال پرویز مشرف په ټینګار له بن کنفرانس وروسته نړیوالې ټولنې په لوی لاس ونه غوښتل چې د افغانستان استخبارات هغه ډول چې ښایي پیاوړي کړي په تېره د هغه د ضد اطلاعاتو برخې ته اړین پام ونه شو. بله دا چې له همغه لومړي سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د بې غورﺉ له امله استخبارات هم د یوې ځانګړې مغرضې کړۍ په انحصار کې پاتې شول. انحصار ګرې کړۍ له استخباراتو یوازې د خپلې ډلې د ګټو ساتلو په موخه کار اخیست نه د افغانستان ملي ګټو له پاره. یادې ډلې استخبارات قومي کړل او له الف تر یا یې خپل نیمه لوستي او نالوستي قومیان په کې ځای پرځای کړل. دغه ارزښتناک بنسټ دومره قومي شوی چې د مشرتابه له څو ځلي بدلون سره سره د سمون چانس په کې ناشونی برېښي او دا چاره یوازې هله شونې ده چې دغه بنسټ له سره جوړ شي چې د افغانستان اوسنی حالت ته په کتو د استخبارتي سیستم له سره جوړول لږ ترلږه اوس ناشونې برېښي.

په تبلیغاتي اړخ کې که رښتیا وویل شي د دولت وسله وال مخالفین یو څه برلاسي دي سره له دې چې د دولت وروستیو سوله غوښتونکو نوښتونو له تبلیغاتي اړخه تر ډېره بریده هغوی(وسله وال مخالفین) بې وسلې وکړي خو هغوی بیا د جګړې زاړه فومول خلاف چې تبلیغات د جګړې په چوپړ کې پر ځای جګړه د تبلیغاتو چوپړ ته ګومارلې. د بېلګې په توګه دوی پردې ښه پوهېږي چې د کورنیو چارو زارت ته یې ننوتل ناشوني دي خو پر هغه ځای ځکه برید وکړ چې له تبلیغاتي اړخه دغه خبر زیات انعکاس درلود، یا په ترهګریزو بریدونو کې د ډېرو کسانو وژل، سره له دې چې ټولیزه کرکه او نفرت له ځان سره لري خو تبلیغات یې په ولس کې وېره خپروي.

د مخالفینو د ځواک بل لامل او امیتاز دادی چې د کرزي بې کفایتې ادارې د فساد او بې عدالتي له امله په لوی لاس خلک له دولته لرې کړای شول، مغرضو کړیو په لوی لاس بهرنیانو ته ناسم رپوټونه ورکړل چې په بریدونکو په تېره هوادي بریدونکو کې ملکي وګړو ته په کې درنه مرګ ژوبله واووښته چې خلک یې له دولته خوابدي کړل. هم د کرزي مفسدو چارواکو او جنګسالارانو په سیمو کې پر خلکو ظلمونه او نارواوې وکړي ان تر دې چې خپله کرزي وویل چې ۸ مېړوښې ښځې زورواکو ځانونو ته کینولي دي.

له بله پلوه د دولت وسله والو مخالفینو بهرنیو ملاتړو په ټګي، برګي او ډېره ځیره کي له یوې خوا د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په پلمه له امریکایانو ښې ډېرې پیسې واخیستې خو د ترهګرۍ پرضد یې نه یوازې مبارزه ونه کړه بلکې طالبان یې بېرته رازوندي، روزنځایونه، وسلې او پیسې یې ورکړې او ان په کلیو کې ځای پرځای کړل. هغه مهال چې کله امریکایانو په شپنیو عملیاتو کې ددولت وسله وال مخالفین په نښه کول کرزي شورماشور جوړګړ کړ او د امریکایانو د شپنیو عملیاتو مخه یې ونیوله چې په دې سره ددولت وسله وال مخالفین نه یوازې کلیو بلکې د ښارونو تر لمنو راورسېدل.

پر همدغه او ځنیو نورو لاملونو د دولت وسله وال مخالفین پیاوړي شول اوس چې کله د هغوی پرضد عملیات کېږي لومړی خو د خلکو ترمنځ ځانونه پټوي او یا هم تښتي خو چې کله دولتي ځواکونه له کلیو بېرته ستانه شي هغوی بیا راګرځي. دا پېښو او موږک لوبه چې له لرغونې زمانې راهیسې ددغه ډول جګړو ځانګړتیا هره ورځ تکرارېږي. ددغه ډول جګړو اصل دادی ترهغو چې خلک پردولتي ځواکونو په بشپړه توګه ډاډمن نه شي چې دوی پرمیدان نه پرېږدي له دولت سره همکاري او ملاتړ یې نه کوي او دا داسې مهال ده چې دولتي ځواکونه د اوږدې مودې له پاره په هر کلي کې نه شي پاتې کېږی چې همدا بیا د مخالفینو د ځواک او ددولتي ځواکونو د کمزورتیا ټکي دي.

افغان وسله وال پوځ د اعاشې او لوژستیک له پلوه یو پیچلي او بېروکراتیک سیستم لري او ځواکونه د عملیاتو پروخت باید درانه پیټي وتړي د وسلو، خوړو او سونګ توکو له پاره دروند او ستونزمن لګښت وګالي چې پر جګړه ییزو عملیاتو یې منفي اغیز کوي خو د هغه عکس د مخالفینو لوژستیک ډېر ساده دی، ټوله اعاشه یې د ولس له دسترخوانه او یا هم په لږ لګښت سیمه ییز خواړه دي چې خلک یې په زور یا خوښه ورته برابروي نو ځکه خو د جګړې په ډګر کې له ستونزو سره نه مخ کېږي په اسانۍ سره برید کوي او چې زور پرې راشي تښتي.

د امریکا متحده ایالات او ناټو تړون د افغان وسله وال پوځ مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي خو مخالف لوری بیا تر ډېره له خلکو د محصول، عشر او ذکات په نوم پیسې اخلي، د نشه یي توکو او خپلسره کان ایستنې، د نشه یي توکو مافیا، د پاکستان، ایران او روسیې مالي ملاتړ، په عربي او اسلامي نړۍ کې ځینو اورپکو کړیو چاندو خپل لګښتونه پوره کوي.

طالبان په وړو او کله ناکله د منځنۍ کچې بریدونو کې برلاسي دي، پر پوستو او ان ګوښي کنډک ډله سیزو بریدونو کې برلاسي خو د سترو او برخلیک ټاکونکو جګړو توان نه لري او د سر درانه زیانونه ګالي. پر همدغه دلیل هغوی کومه ځانګړې سوبه نه شي کولی ان کله ناکله د ولایتونو مرکزونو لکه د کندوز او فراه ته هم ځانونه رسوي خو د ډېرو ځواکونو سترو عملیاتو ته نه شي ټینګېدی چې همدغه یې د سترو بریاوو مخه نیسي، د هغوی عکس دولتي ځواکونو ته ناشونې ده چې ټول عمر کلي په کلي او کوڅه په کوڅه پسې وځغلي پر همدغه دلیل له پوځي لارې ډېر ژر د جګړې پای تت برېښي.

له دې پرتلې داسې ښکاري چې د افغانستان کړکیچ حل یوازینۍ لار سوله ده او د جګړې دوام د افغانانو له لاډېرو وینو توییدو، د یتمیانو او کونډو لښکر شمېر زیاتېدو، وراني، د پرمختګ له کاروانه د افغانانو لابېرته پاتې کېدو او افغانستان کې د پردیو لا ډېرې لاسوهنې ته زمینې له برابرېدو پرته بله هیڅ لاسته راوړنه، نه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.