له افغانانو سره جنګ او امریکایانو سره خبرې

ودان روښان ||

داسې رپوټونه خپاره شوي چې طالبانو او امریکایانو استازو په دې وروستیو کې په افغانستان، عربي متحده اماراتو او قطر کې څوځله یو بل سره لیدلي دي. د رپوټونو له مخې طالبانو له دې خبرو خوښي ښودلې او مالومه نه ده چې په ټوکه یا جدي توګه کوم طالب مرکچي ویلي چې له امریکایانو سره یې په ګډه چای او کولچې هم خوړلي دي.

سرچینې وایي چې د عربي هېوادو، چین او روسیې د استخباراتو له ویرې طالبانو غوښتل پېژند یې پټ پاتې شي، چې که په ځیر وکتل شي په خپله په همدې خبره کې سترلوست او راز پروت دی. کله چې طالبان د خپل هېواد او خپلې عقیدې له پاره جنګېږي، خپلې او د بل ورور وینې په ډېره بې رحمي تویوي خو کله چې غواړي ددغه حالت پای ته رسولو یا هم خپلې موخې د رسېدو له پاره د کومې سوله ییزې حل لارې لټولو هڅه وکړي نو بیا ځان د ځینو هېوادو له استخباراتو پټوي ولې او د څه له پاره؟ که زه خپلواک اوسم، موخه مې هم خپله وي، جګړه هم خپله کوم او سوله هم خپله، نوبیا ولې د روسیې، چین یا عربي هېوادو له استخباراتو ځان پټ کړم؟ له دې داسې ښکاري چې له یادو یا هم نورو هېوادو سره پټپټانی او ماملې لري یا یې ژمنې ورسره کړي چې اوس غواړي ځانونه ترې تېر کړي. شک نه شته چې هیڅوک د خدای د رضا له پاره چا سره مرسته نه کوي او هغه چې وایي:« پېښو هم بې ګټې لمر ته نه کیني». هغه هېوادونه چې په سیمه او نړۍ کې ستراتېژیکې ګټې لري خپل هر ګام او هر سینټ یوازې او یوازې د خپلو ستراتېژیکو ګټو له پاره پورته او لګوي یې. د یادو هېوادو استخباراتي سازمانونو کې به ځینو له طالبانو د پوځي او مالي مرستو په بدل کې دا ژمنه اخیستې وي چې تر هغو یې دغه یا هغه موخه نه وي ترلاسه شوې باید جګړې ته دوام ورکړي.

ټول پوهېږو چې د افغان جګړې ډونران خپلې موخې لري د بېلګې په توګه د پاکستان لومړي وزیر سلاکار مشاهد حسین یو وخت په ډاګه ویلي و چې په افغانستان کې د سولې لار له کشمیره تېرېږي او هم د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کیاني یو وخت امریکایانو ته ویلي و چې په هغه شرط په افغانستان کې د سولې ټینګښت له پاره د اوباما ادارې سره همکاري او مرسته کوي چې امریکا د کشمیر مسله د پاکستان په ګټه حل او دغه راز، د اټومي وسلو په اړه هغه دریځ پاکستان ته ورکړي چې د بوش ادارې هندوستان ته ورکړی و. بله داچې پاکستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه غواړي د هندوستان ان مشروع ګټې وننګوي چې بیه یې باید افغانان په خپلو وینو او د خپل هېواد په وراني پرې کړي. دغه راز، روسان ځکه طالبانو سره مرسته کوي چې له یوې خوا په افغانستان کې د خپلې ماتې غچ له افغانانو او امریکایانو واخلي او له بله پلوه د امریکا نړیوال سیال په توګه د امریکا ګټې وننګوي او هم له اوکراینه د کریمیا تاپووزمې بېلولو په اړه امریکا د خپل دریځ نرمولو ته اړه کړي. دغه راز، ایران هم په ښکاره خو دداعش مخنیوي خو په اصل کې له افغانستانه په وړیا توګه د اوبو ورتګ تضمین کړي او په افغانستان کې د اوبو بندونو مخنیوی وکړي او هم د ټاپي پروژه اخلال کړي.

دغه ټول هېوادونه او لوري په کومه بیه خپلو موخو ته رسېدل غواړي؟ په دغه ځای کې غواړم یوازې د یوناما د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي مرګ ژوبلې شمېرې له لوستونکو سره شریکې کړم.

د یوناما رپوټ وایي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

د یوناما وروستي رپوټ له مخې افغانستان کې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړوالي اصلي لامل دی.

دغه رپوټ د ۲۰۱۸ لومړۍ شپږ میاشتې ښیې چې په ترڅ کې یې ۱۶۹۲ کسان وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.

رپوټ وایي دا شمېرې له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ثبتولو پیل کړي تر ټولو لوړې دي.

د رپوټ له مخې د طالبانو او داعش په ګډون د دولت مخالف وسله‎وال د ۶۷ سلنې مرګ ژوبلې مسوول دي. د ۲۰ سلنې اوښتې مرګ ژوبلې مسوولیت د حکومت پلوه ځواکونو پرغاړه دی.

د ورکړل شویو رپوټونو پربنسټ له ۲۰۰۱ کال راهیسې۱۱۱۰۰۰ ملکي افغانانو، پوځیانواو طالبانو په جنګ جګړو کې ژوند بایللی.

البته دا رسمي شمېرې دي خو رښتینې شمېرې تر دې ښایي ډېرې لوړې وي. له تردید پرته په دې کې به د بهرنیانو تېروتنې وي، په دې کې شک نه شته چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د عصرالفساد د بې رحمه او فاسدو چارواکو او هم په شمال کې د جنګي جنایتکارانو او متعصبینو نادودې اغیزمنې وې، چې بې ګنا انسانان یې وژلي او د خلکو ملیکتونه یې ترې غصب کړي له پامه نه شي غورځېدلی خو دا هم هېر نه کړو اوس چې ددې غمېزې ابرومندانه پای ته د رسېدو یا رسولو له پاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې ګړندۍ شوي، د نورو وینو تویېدو له پاره هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي، ځکه چې ددغه حالت دوام د ویرجن ملت ستونزې نورې هم زیاتوي او دغه ملت د نابودي کندې ته ټیلوهي. سپینه به یې ووایم دا اوس چې د ځینو پردي پالو له خولې د ملي یووالي ضد نارې سورې پورته کېږي او هغه د چا خبره د پښو خاورو سترګوته ورالوزي لامل یې همدغه کور ورانې او د نورو د موخو له پاره جګړه ده چې بیخي وړې بېلګې یې پورته یادې شوې. خدای خبر چې افغان دوښمنه کورنۍ او بهرنۍ کړۍ به د افغانستان تباهي له پاره نورې څه ډول نقشې او پلانونه لري چې پلي کېدل یې یوازې او یوازې د جګړې په دوام کې شوني دي. نو طالبانو! اوس چې له امریکایانو سره خبرې او افغانانو سره جګړه کوﺉ یوازې د ملت پروړاندې خپل دریځ کمزوری کوﺉ او بس. طالبانو ښایي دا به تاسې ته د خپل نړیوال دریځ پیاوړي کولو په لار کې لاسته راوړنه ښکاري خو دا به عادلانه، نه وي چې ستاسې په جګړو کې په همدې شپږو میاستو کې د یو لاس ګوتو له شمېر لږ امریکایان وژل شوي خو په مقابل کې یې د رسمي شمېرو له مخې۱۶۹۲ملکي افغانان وژل شوي چې له تردید پرته رښتینې یې تر دې هم لوړې دي. دا چې څومره افغان پوځیان او څومره خپله طالبان وژل شوي په دې شمېرو کې نه دي راغلي په زغرده ویلی شو که زرګونه نه وي نو سلګونه خو دي، نو دا خو په په پټي کې نه و راشنه شوي او نه اوبو راوړي وو بلکې د یوچا زامن د یو چا پلرونه، د یو چا ورونه او د یو چا نور عزیزان وو. دا داسې مهال ده چې هغه دروازه هم اوس پرانیستل شوې چې له مرګ ژوبلې پرته هم تاسې(طالبان) خپلو موخو ته چې ستاسې په وینا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، رسېدلی شوﺉ نو ولې مو د اسانې لارې پرځای سخته، پېچلې او خونړۍ لار غوره کړه چې هغه له افغانانو سره جګړه او امریکایانو سره خبرې دي؟

بیاهم خپله همیشنۍ خبره تکرارووم چې زموږ ټولو د طالبانو په شمول عزت، ګټه او ښېګڼه هرڅومره ژر چې وي په سوله کې ده او هغه هم د بهرنیانو له لاسوهنې او فرمایش پرته افغاني سوله کې او بس!

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.