د یوي پیړۍ ستري بریا ویاړونه

 

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

د یوي پیړۍ ستري بریا ویاړونه

( لومړۍ برخه )

په ( ۱۶ / ۸ / ۲۰۱۹ ) نیټه د ډنمارک هیواد پهAarhus ښار کی د میشتو افغانانو په زیار د استقلال د سلمي کالیزي د لمانځني په ویاړ یوه پراخه غونډه را بلل شوی وه چی هلته یې د اساسی بیانیې ویاړ ماته را بخښلی وو . دا هم د نوموړي بیانیې لومړۍ برخه :

د نننۍ پرتمیني غونډي درنو ګډونوالو ، آغلو او ښاغلو!

د ویاړه ډګه خبره بولم چي د غربت د ټولو کمزوریو او محرومیتونو سره سره ، ډنمارک میشتي افغانان پدې توانیدلي چي دهیواد د استقلال سلمه کالیزه په ویاړمنه توګه ولمانځي . د غونډي د جوړولو ستړیاوي که تر لویه بریده د افغانستان د ملی تحریک پرغاړه وي ، خو هر افغان باید پدې اړه پر خپله ونډه او ګډون باندي و ویاړي . زه غواړم پدغه مهمه ورځ د امان الله خان یوې تاریخي بیانیی ته ستاسی پام را واړوم . دده ددغي بیانیي څخه موږ دقیق حدس وهلای شو چي ځوان او نوی خپلواکی ته رسیدلی پر وطن مین واکمن د خپل هیواد راتلونکې په څه کي لیدل :

داستقلال تر لاس ته راوړلو وروسته ، شاه امان الله د کابل په جامع جومات کی یوه تاریخی بیانیه ورکړه چی متن یې وتلی مورخ عبدالرحمن زمانی د برټانیوی هند د محرمو اسنادو له ارشیف نه تر لاسه کړی دی. غواړم ددغي ویاړلی ورځي د سلمي کلیزي په لمانځغونډه کي د نوموړی بیانیی برجسته ټکی د ګډونوالو سره شریک کړم . دلته څو خبري د یادولو وړ بولم : د ځوان شاه په بیانیه کي یو شمیر ترمینونه یا اصطلاح ګاني لکه ملت ، حکومت ، دولت او نور دهغه مهال د پوهاویو له مخي کارول شویدي . شاه امان الله کله چي ددغي بیانیي په ترڅ کي د ازادی معنی تشریح کوی ، دی د ازادی یو مهم شرط دا بولی چی یو ازاد هیواد باید د نړۍ د لویو قدرتونو له ډلي نه وګڼل شي . البته دده موخه دا وه چی واړه اوکمزوره هیوادونو ته لکه څنګه چي ازادي تر لاسه کول سخته ده ، همدرانګه یې ساتل ورته اسانه کار ندی . ځکه نو ده پتیئلی وه چی خپل ګران هیواد افغانستان ته باید هر اړخیز پرمختګ ورکړي ، څو و کولای شي ځان د نړۍ د لویو قدرتونو سره سیال کړي . دی

پوهیدی چی هیواد یې یوازی د اقتصادی اونظامی توان په درلودلو سره خپل استقلال ساتلای شی او د نورو اړمنو اولسونو سره مرسته کولای شي . ځکه یې نو د معاصرو غوښتنو سره سم د پیاوړتیا او پرمختګ پلانونه تر لاس لاندي و نیول .

راشئ چي دا هر څه پخپله دده له خولي نه واورو . په نوموړی مسجد کي چي خورا ډیر خلګ حاضر وه ، ده خپله تاریخي وینا په ډیر ویاړ او برم سره د وطنپالني تر احساساتو لاندي داسی پیل کړه :

« ای زما هوډمن ملته !

ستاسو به ښه په یادوی چی ما دخپل سلطنت په پیل کی، شاهی تاج پدی شرط پر سر کښیښود چی د افغانستان بشپړه داخلی او خارجی آزادی به تر لاسه کوم ».

هغه وخت لوستی قشر دومره پراخ نه وو . پدې خاطر ده غوښته چي اولس یي دده ددغه هوډ په مانا او منځپانګه باندي و پوهیږي ، نو یې خپلو خبرو ته داسی دوام ور کړ :

« اوس غواړم تاسو ته څرگنده کړم چی د یوه هیواد خارجی او داخلی آزادی او همدارنگه د یوه خارجی هیواد تراسارت لاندی والی څه معنی او مفهوم لری ؟ یوه هیواد ته هغه وخت په خارجی او داخلی چاروکی آزاد ویل کیری چی و کولای سی د نړی له لویو قدرتونو څخه وشمیرل سی، دا حق ولری د هر حکومت سره په سیاسی او سوداگریزو چارو کي هوکړی لاسلیک ، دخپلو هم مذهبو او هم نژادو وړونو سره وحدت او د اړتیا پر مهال مرستی ور سره وکړی او په نړۍ کی د بل هیڅ هیواد تر نفوذ لاندی نه وی. پدی توگه د خپل هیواد په ټولو چاروکی د آزاد لاس درلودل او دخپل هیواد په گټه د هری چاری د اجرا کولو توان ته استقلال ویلای شو » . دا وه دده له نظره د ازادۍ او استقلال مانا چی د خلګو د فهم سره یې سم توضیح کړه . وروسته یې د اسارت د تشریح کولو په موخه خپلي خبري داسی و غځولې :

« د بل لوری نه تر اسارت لاندی والی وهغه څه ته وایی چی د نړی د قدرتونو څخه ونه شمیرل شی، دنورو هیوادونو سره د سوداګریزو او سیاسی هوکړو اجازه ونلری او ونه شی کړای د خپلو هم مذهبو او هم نژادو وړونو سره مرستي وکړی او همدارنګه دا حق ونلری چی د هغه هیواد داجازی نه پرته ، چی تر نفوذ لاندی یی دی ، دکوم بل هیواد سره اړیکي او سرو کار ولری ». پدې وخت کي یې د برټانیا سفیر ته د هغه هیواد د ناوړه نیت او کړنو پخاطر پدې ډول پیغور ورکړ :

« . . . . که څه هم نفوذ لرونکی هیواد ښایی په ظاهره او سربیرن ډول ځان دوست وښئی، مګر په واقعیت کی به یی دښمن وی او جرړی به یی باسی » . ددغه پیغور سره سم یې دا هم وښودل چي استقلال یې د نورو هیوادونو لخوا په ښه توګه بدرګه شویدي او زیاته یې کړه :

« زه نن د خپل خدای نه شکر باسم چی خپل هدف ته یی ورسولم .همدا اوس زموږ د هیواد استقلال د ترکیی ، المان ، برټانیی، روسیی ، اطریش، او بخارا د هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل سوی دی. زه نن دغه لاس ته راوړنی تاسو ته اعلانوم او ددغو ټولو بریالیتوبونو مبارکی درته وایم » ( اوږدی چکچکی او ستاینیز شعارونه ) .

(دوهمه برخه )

لکه څنګه چي مي په تیره برخه کی یاده کړه ، په ( ۱۶ / ۸ / ۲۰۱۹ ) نیټه د ډنمارک هیواد په Aarhus ښار کی د میشتو افغانانو په زیار د استقلال د سلمي کالیزي د لمانځني په ویاړ یوه پراخه غونډه را بلل شوی وه چی هلته یې د اساسی بیانیې ویاړ ماته را بخښلی وو . دا هم د نوموړي بیانیې دوهمه برخه :

په نوموړی مسجد کي چي خورا ډیر خلګ حاضر وه ، ده خپله تاریخي وینا په ډیر ویاړ او برم سره د وطنپالني تر احساساتو لاندي داسی پیل کړه :

« ای زما هوډمن ملته !
ستاسو به ښه په یادوی چی ما دخپل سلطنت په پیل کی، شاهی تاج پدی شرط پر سر کښیښود چی د افغانستان بشپړه داخلی او خارجی آزادی به تر لاسه کوم ».

هغه وخت لوستی قشر دومره پراخ نه وو . پدې خاطر ده غوښته چي اولس یي دده ددغه هوډ په مانا او منځپانګه باندي و پوهیږي ، نو یې خپلو خبرو ته داسی دوام ور کړ :

« اوس غواړم تاسو ته څرگنده کړم چی د یوه هیواد خارجی او داخلی آزادی او همدارنگه د یوه خارجی هیواد تراسارت لاندی والی څه معنی او مفهوم لری ؟ یوه هیواد ته هغه وخت په خارجی او داخلی چاروکی آزاد ویل کیری چی و کولای سی د نړی له لویو قدرتونو څخه وشمیرل سی، دا حق ولری د هر حکومت سره په سیاسی او سوداگریزو چارو کي هوکړی لاسلیک ، دخپلو هم مذهبو او هم نژادو وړونو سره وحدت او د اړتیا پر مهال مرستی ور سره وکړی او په نړۍ کی د بل هیڅ هیواد تر نفوذ لاندی نه وی. پدی توگه د خپل هیواد په ټولو چاروکی د آزاد لاس درلودل او دخپل هیواد په گټه د هری چاری د اجرا کولو توان ته استقلال ویلای شو » . دا وه دده له نظره د ازادۍ او استقلال مانا چی د خلګو د فهم سره یې سم توضیح کړه . وروسته یې د اسارت د تشریح کولو په موخه خپلي خبري داسی و غځولې :

« د بل لوری نه تر اسارت لاندی والی وهغه څه ته وایی چی د نړی د قدرتونو څخه ونه شمیرل شی، دنورو هیوادونو سره د سوداګریزو او سیاسی هوکړو اجازه ونلری او ونه شی کړای د خپلو هم مذهبو او هم نژادو وړونو سره مرستي وکړی او همدارنګه دا حق ونلری چی د هغه هیواد داجازی نه پرته ، چی تر نفوذ لاندی یی دی ، دکوم بل هیواد سره اړیکي او سرو کار ولری ». پدې وخت کي یې د برټانیا سفیر ته د هغه هیواد د ناوړه نیت او کړنو پخاطر پدې ډول پیغور ورکړ :

« . . . . که څه هم نفوذ لرونکی هیواد ښایی په ظاهره او سربیرن ډول ځان دوست وښئی، مګر په واقعیت کی به یی دښمن وی او جرړی به یی باسی » . ددغه پیغور سره سم یې دا هم وښودل چي استقلال یې د نورو هیوادونو لخوا په ښه توګه بدرګه شویدي او زیاته یې کړه :

« زه نن د خپل خدای نه شکر باسم چی خپل هدف ته یی ورسولم .همدا اوس زموږ د هیواد استقلال د ترکیی ، المان ، برټانیی، روسیی ، اطریش، او بخارا د هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل سوی دی. زه نن دغه لاس ته راوړنی تاسو ته اعلانوم او ددغو ټولو بریالیتوبونو مبارکی درته وایم » ( اوږدی چکچکی او ستاینیز شعارونه ) .

(دریمه او وروستۍ برخه )

لکه څنګه چي مي په تیره برخه کی یاده کړه ، په ( ۱۶ / ۸ / ۲۰۱۹ ) نیټه د ډنمارک هیواد په Aarhus ښار کی د میشتو افغانانو په زیار د استقلال د سلمي کالیزي د لمانځني په ویاړ یوه پراخه غونډه را بلل شوی وه چی هلته یې د اساسی بیانیې ویاړ ماته را بخښلی وو . دا هم د نوموړي بیانیې پاته برخه :

شاه امان الله ددې د پاره چي د استقلال په تر لاسه کولو کي د خپل ملت سر ښندني او میړانه و ستایي ، هغوی یې مخاطب و ګرځول او داسی یې و ستایل :

« ای میلته !
هیچاه دغه استقلال او ازادی تاسو ته د سوغات په توګه نده درکړی. دا ویاړ یوازی او یوازي د لوی خدای د لطف ، د ستر پیغمبر د پیرزوینو او ستاسی د میړانی او زړه ورتیا د برکته د هیوادلو په نصیب شوی دی . غیرت او دافتخار احساس تاسو ته دا جرئت در کړ څو د خپل استقلال د لاسته راوړلو په خاطر مو توره له پوښه را وباسی . پدی ډول تاسی د خپلی توری په زور و دغی د ویاړه ډکی موخی ته ورسیدلاست. خدای مکړه افغانانو هیڅ کله هم نده غوښتی او و به نه غواړی چی د بل هیواد تر اسارت لاندی ژوند وکړی او د پردیو فرمان ومني (هر څوک چی اوبه د توری له تیغ نه چښی ، نوش جان دی شی. هرکی اب از دم شمشیر نوشد نوشش باد ! ) » . له دې نه یې وروسته خپل کورنی او بهرني سیاست په لنډو ټکیو کي داسي څرګند کړ :

« همدا ګړی د خپل اولس په استازولی دټولو هغو دولتونو څخه چی زموږ استقلال یی په رسمیت پیژندلی دی ، د زړه له کومی مننه کوم . پسله دی نه به موږ د نړۍ د هیوادونو سره دوستانه اړیکي وساتو چی په تجارتی او سیاسی چاروکی مرستي را سره وکړی ». ددې سره جوخت یې ګاونډی هیوادونو ته چي هغه وخت ایران ، برټانیا او روسیه وه د خپل اولس په هکله داسی پیغام ورکړ :

« واقعیت خو دادی چی ګاونډی هیوادونه باید زموږ سره په دوستۍ باندی ویاړ وکړی، ځکه چی افغانستان یو شجاع او غښتلی هیواد دی » . شاه امان الله چي د خپل هوډ برخه یې تر لاسه کړي وه ، اوس یې خلګو ته خاطره داسي څرګندوي :

« کله چی می د هیواد د ازادی ترلاسه کولو د پاره تصمیم ونیو، زه دومره هوډمن وم چی که خدای مکړه پدې هوډ کي ناکام سوی وای ، نور نو ما له خدایه ژوند نه غوښت . په لومړی قدم کی به ما خپل ژوند تاسو ته د استقلال د لاس ته راوړلو په خاطر قربانی کړی وای . که می چیری ناکامی په برخه شوی وای ، بیا هم له خپله هوډه نه اوښتم او ځان وژنی ته می تصمیم نیولی وو، مګر د بل تر اسارت لاندی به می ژوند نه وای کړی . که چیری تاسو زما ملا نه وای تړلی او په میړانه مو ګام نه وای پورته کړی ، زه به هیڅ کله هم خپلی موخی ته رسیدلی نه وای او نور به می ژوند پر ځان باندی حرام ګڼلای . ځکه نو ویلای سم چی تاسی ماته نوی ژوند را وباخښه او تاسی پدی خبره باور ولری چی زه به پسله دی نه هم که اړتیا وی، خپل ژوند ستاسی درنو وړونو په خاطر قربان کړم » . شاه امان الله پدې ښه پوهیدي چي د هیواد پرمختګ یې بیله علم او معارف نه شونی ندي . ځکه یې نو د خلګو پام د ځوان نسل و روزلو داسی را و ګرځاوه :

« تر نن ورځی پوری د زده کړو دروازی ستاسي په مخ تړلی وی ، ځکه چی هیڅ هوښیار نارینه د نورو تر اسارت لاندی ژوند نه خوښاوه . که څه هم زه له تاسو نه د عمر له مخی کشر یم مګر بیا هم تاسو ته د یو معنوی پلار له مقام نه مشوره درکوم چی د خدای په خاطر د علم د زدو کړی لپاره نه ستړی کیدونکي هلی ځلی وکړی. تاسی باید خپل بچیان د زده کړو په هیله ښوونځیو ته ولیږی ، تاسی باید د زده کړو په خاطر د خپلو ماشومانو څخه جلا والی هم ومنی اوهغوی پریږدئ چي خارج ته یې د تعلیم په موخه واستوو . دوی یعنی ستاسو بچیان د همدغی لاری کولای سی خپل ګران هیواد ته د خدمت کولو توان تر لاسه کړی اوستاسی نوم د نړی په تاریخ کی ژوندی وساتی.

ای ملته !
تاسو ته مخ در اړوم او په ټینګار درته وایم چی د خدای په پار د علم په تر لاسه کولو کی د هر ډول هلو ځلو څخه ځانونه مه سپموی او غفلت مه کوی. دا ځکه چی یوازی د علم د لاری تاسی کولای سی دینی او دنیاوی بریاوی په لاس راوړی او په یاد ولری چی بی علمه انسان خپل خدای هم پیژندلای نسی » . تر لوړو یادوونو وروسته د وطن په مینه مست ، ځوان شاه خپله وینا په لاندي ټکیو پای ته و رسول :

« ما څه موده مخکی د همدغه سپیڅلی منبر نه د افغانستان استقلال اعلان کړ او اوس د خدای نه منندوی چی نن و دغه هدف ته په رسیدلو سره ، زه د یوه اتل په توګه له دی منبر نه را کوزیږم » .
پدی وخت کی د مسجد د منبر څخه د ځوان ټولواک ، شاه امان الله د را کښته کیدو پر مهال د حاضرو خلګو له منځ نه د خوښی ناری پورته شوی چی :

ــ زنده باد پادشاه دلیر و شجاع ما !
ــ پاینده باد استقلال کشور ما !

د لیکني پای

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.