د ولسي جرګې په اوسنیو ټاکنو کې د خلکو دنده

 

احسان الله ارینزی

په دې ورځو کې په افغانستان د نوي پېر د ولسي جرګې درېیمې ټاکنې روانی دی. دا ټاکنې به د ملي شوری د ولسي جرګې له یوې دورې څخه و بلې دورې ته د واک لېږد تر څنګ، دا هم جوته کړي چې په هېواد کې لویدیځه ولسواکي څومره عملي شوې، بریاوې کومې دي او ستونزې چېرته دي؟

ولسواکي په افغانستان کې اوږد تاریخ نه لري. په تېرو سلو کلونو کې، د هېواد ډېر سیاسي نظامونه په زور ړنګ شوي او تر نیمایي ډېر واکمنان په دار ځړېدلي او یا په ګولیو سوري – سوري شوي!

په ډېر معاصر تاریخ کې د ولسمشر محمد داوود خان په ضد د خلق دموکراتیک ګوند کودتا، په افغانستان کې د داسې یوې خونړی جګړې بنسټ کېښود چې دا دی اور یی په خپل یو څلوېښتم کال کې، تر بل هر وخت لوړې لمبې وهي او د افغانستان له خلکو څخه د سر، مال او عزت قربانی اخلي.

په افغانستان کې اوسنۍ ولسواکي د طبیعي بهیر، تاریخي بدلونونو او پرمختګونو له لارې نه؛ بلکه هغه وخت راغله چې امریکایانو د طالبانو اسلامي امارت یا د لوږی پاچایی نسکوره کړه او نړیوالې ټولنې د (بن) په غونډه کې د افغانستان له پاره په داسې یو ګڼ ګوندیزه پراخه بنسټه ولسواکي هوکړه وکړه چې د غونډې د افغاني برخه والو تنظیمي استازو، تنظیمونو او افغانی ټولنې له ظرفیت څخه ډیره لوړه وه!

له هغه ځایه چې په پیل کې مرکزي دولت کمزوری او لومړنی ولسمشر حامدکرزي په ورانوونکو مصلحتونو مین سیاستوال و، د دولتي واکمنۍ د پراختیا او پیاوړتیا په ځای، هغه جنګي تنظیمونو ته د چاغېدو او زور ښوونې وخت او امکانات په لاس ورغلل چې د انسان، اسلام، افغانستان، ملي یووالي او سترو وطني ګټو په ځای، په کمکیو شخصي، قومي، مذهبی ګټو پسې لالهانده وو او امریکایی ډالرو یې سترګې برېښولې وې!!

هو، له بده مرغه چې په نویو دولتي جوړښتونو کې د پخوانیو جنګي ډلو ټپلو برلاسي، تنظیمي سلایقو، د کلاشینکوف فرهنګ، د ظرفیت او منابعو لږوالی او د ګډ کار او تفاهم د روحیې کمزورتیا، داسې شرایط رامنځ ته کړل چې هېواد د سترو ملي ګټو، یووالي، پرمختګ او ولسواکۍ په ځای خطرناکو ټولنیزه انقطابونو ته لاړ او افغانستان د اسلام او افغانانو د ګډ کور په عوض، د تنظیمونو او ټوپکیانو د واک، سمت، سیمې، ژبې، رنګ او مذهب په کورګیو ووېشل شو.

تنظیمي جګړه مارو چې د اسلام د سرلوړۍ او د افغانستان د خپلواکۍ د شعارونو په برکت، د خلکو د ککریو په بیه واک ته رسیدلې وو، له بده مرغه د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي کړیو او نړیوال استکبار په لمسه، د افغانستان مسلمین، لکه د خپلې پخوانۍ واکمنۍ د تورو او بدمرغه کلونو په شان، یو ځلې بیا په سنی او وهابی او شیعه او سید او اسمعیلی او …ووېشل!

دې جګړو مارو چې یو وخت یې ځانونه د خلق الله او امت مسلمه داعیان بلل، د خدای منلی مخلوق، د افغانستان له خلکو څخه پښتانه، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، نورستاني، بلوڅ او … جوړ کړل او کرکه یې دومره ژوره کړه چی اوس ورور،ورور ته ټوپک ګرځوی!

او له هغه ځایه څخه چې هم جګړه مارو تنظیمونو او هم مذهبي او قومي مافیا په ګاونډیو هېوادنو، سیمه او نړۍ کې ملګري او ملاتړي درلودل؛ نو افغانستان یو ځلې بیا د ډېرو پټو بهرنیو کړیو د لاسوهنو په داسې فعال مرکز بدل شو چې موږ یې هره ورځ په ټول لوی وطن کې د اور، وینو، چاودونو، مرګونو او ورانیو په بڼه وینو او شاهدان یې یاستو!

نو لکه چې څنګه وینو لویدیځې ولسواکۍ او نویو شرایطو په افغانستان کې د رښتیاني ملي یووالي او نېکمرغه برخلیک په ځای؛ ژور قومي، مذهبي، نسلی او سیاسي بېلتون رامنځ ته کړی چې پایلې به یې د راتلونکي افغانستان له پاره ښې نه وي.

له بده مرغه چې د ولسي جرګې اوسنۍ دورې هم له دې انقطاب او بېلتانه سره ډېره مرسته وکړه. د دې جرګې ډېر استازي چې اوس د خپل غیرقانوني استازیتوب په اتم کال کې تشریف لري، د خلکو او ولایاتو استازي نه؛ بلکه د قومي، مذهبي ډلګیو او د ګټو، قراردادونو، معادونو، غلا، رشوت او بیساري اداري او اخلاقي فساد استازی بلل کېږي.

دې نامطلوبو عناصرو په ولسواکي، ولسي جرګې او ټاکنو باندې د عام ولس باور دومره کمزورې کړي چې اوس د بل پړاو له پاره نوم لیکنه ډېره پیکه روانه ده او کېدای شي چې لږ خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي او خپلې رایې به استعمال کړي!

که څه هم چې په ټاکنو کې به د خلکو ګډون لږ وي؛ خو د افغانستان او ولسواکي د ژغورنې له پاره، د هر رایه ورکوونکي وجداني دنده جوړېږي چې د افغانستان سترو ملي ګټو ته په کتو سره، داسې شمېرلي او مسوول قدمونه واخلي چی د افغانستان نیکمرغئ پکی له ورایه ښکاری او وطن د دی اور او وینو له تالاب څخه د ژغورنی ساحل ته وباسی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.