د جي اووه پیژندنه او د نړیوالو اندیښنې

 

پوهاند محمد بشیر دودیال

دا هغه اووه صنعتي هېوادونه دي، چې د صنعت لپاره دانرژیکي سرچینو، تولید او دتولیدات بازار، دسعر د مارکېټ او نورو په هکله د تصميم نيولو لپاره سره يو ځى شوي دي. په پېل کې په دې کې د نړۍ پينځه لوى صنعتي هېوادونه (جاپان، دامريکې متحده ايالات، فرانسه ، المان او انګلستان) شامل وو، هغه مهال د دوی دګټو تقابل او رقابت ډیر لږ و، خو تمه دا وه چې د ډیرونورو هیواونو لپاره به یې هم فیصلې او اقتصادی تصامیم ګټور وی. په تیره بیا پرمختیایی هیوادو هم دوی ته په امید سره کتل، وروسته بيا په ١٩٨٦ م. کې ايټاليا او کاناډا هم ورسره یو ځای شول. په ١٩٩٧ م. کې روسیه هم له دې ګروپ ( ډلې ) سره يو ځاى شوه، خو بشپړ غړيتوب يې ترلاسه نه کړ. يو مهال له دوی سره د روسیی په یوځای کیدو سره د G8 ( Group of eight ) په نوم يادېده. په دې توګه ځینی وخت G8 اوځینې وخت G7 هغه هېوادونه دي، چې پرمختللي او صنعتي اقتصاد لري او د نړۍ د صنعت مخکښان دي. روسيې د ٢٠١٤ کال د مارچ له ٢٤ مې نېټې څخه دکريميا د شخړې له امله G8 سره ستونزه پېدا کړې ده. په روانه اونۍ کې دایریدونکی غونډه کې یې ممکن په غړیتوب بیا بحث وشي. تیرو څو کلونو کې یې د کريميا يا اوکراين شخړې له امله د دغې ډلې غونډو کې ګډون ونه کړ، خو فرانسه، جرمني ، ايټاليا، جاپان، انګلستان او دامريکې متحده ايالات يې هغه غړي دي چې کله هم ورڅخه ندی بیل شوی. کله چې په ١٩٧٦ م. کې لا کاناډا ورسره نه وه، يوځاى شوې، د G6 يا Group of six په نوم يادېده، په دې ګروپ کې روسيه یواځی له ١٩٩٨ څخه تر ٢٠١٤ م. کال پورې فعاله پاتې وه. بالعموم دغه ګروپ هېوادونه په کال کې څو ځله خپلو منځو کې د ماليې د وزيرانو په کچه غونډې دايروي چې د اسعارودبیو ، سوداګرۍ او صنعتي توليد په هکله خبرې کوي. مهمه غونډه يې په ٢٠٠٧ م .کال کې په کاناډا کې وه، چې نړيوالو کړکېچونو اود اقتصادي بحرانو په هکله سره وغږېدل . هغه مهال دوى په دې غونډه کې له مالي مسايلو پرته د ترورېزم په هکله هم بحث وکړ، حال دا چې نورې غونډې يې عمدتاً د دوى خپلې اقتصادي مسئلې دي.
په فرانسه کې د جي ۷ د غونډې برخوال مشران

په روانه اونۍ کې چې د فرانسې په جنوب کې د (بی ریټزس) په سیمه کې دجي اووه یا دنړۍ داوو سترو صنعتي هېوادو دوره یی غونډه دایریږی او دوه ورځې به دووام وکړی، داسې شرایط دی چې دډیرو افراطی ډلو؛ لکه داعش، القاعده او بوکوحرام خطر کم شوی دی. خو ښایي د ایران د اټمي جنجالي پروګرام او له دې ډلې سره د روسیې داحتمالي یوځای کېدو له امله پېچلو بحثونو ته لار پرانیزي. په دې غونډه کې چې کوربه یې دفرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان شوی دی، دامریکا دمتحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او دبریتانیا نوی صدراعظم بوریس جانسن هم ګډون کوي. د ب. جانسن له ټاکل کیدو وروسته دا د ده لپاره لومړنۍ لویه او مهمه غونډه ده. په لویه کچه د ګډونوالو برخه اخیستنه یی د اهمیت څرګندونه کوی. دوی به یو شمیر میلمانه چې د جی اووه رسمی غړی نه دی هم را وبولی لکه د دهند صدراعظم نریندرا مودي او نور. اوس له اقتصاد پوهانو برعلاوه، دچاپیریال متخصصینو، صنعتی لویو کمپنیو او دملګرو ملتونو او اټومی سازمان هم دغې غونډې سره ډیره دلچسپي ښودلې ده، دا ځکه دوی ټول دغو مسایلو سره سیده اړیکي لري.

اوس چې ورځ تربلې دنړۍ په کچه یو شمیر نوی ستونزی ترسترګو کیږی، په دې کې یوه لویه ستونزه چې د ملګرو ملتونو سازمان (په تیره ددغه سازمان د چاپیرال ساتنی اداره) یی اندیښنو سره مخامخ کړی، هغه د چاپیریال ستونزې دي. همدا اوس د امازون ځنګلونو کې اور لګیدلی چی میلیونونه هکټاره ځنګل وسوځید، د اوزون د سوری دپراخیدو تازه راپور هم د طب او هم د ټول بشریت ته بله اندیښنه پیدا کړی، د شمال قطب کې د کنګل د هغې ډیرې لویې کتلې ویلی کیدل چی پوهانو یې ویلی کیدل نه و اټکل کړی او دی ته ورته ستونزی هغه څه دي چی بشریت او ساینسپوهان یې د صنعتی هیوادو د افراطی پریکړو او متکاثف ګړندی صنعت زیږنده بولی او توقع ورڅخه لری چې دی برخه کی باید د چاپیریال مسئله د جهانشموله پرابلم په توګه په پا م کې ونیسی. تر اوسه جی اووه په دې ډول مسایلو بحث ندی کړی او نه یې دا دخپلې اجندا برخه بللی ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.