د موقت حکومت او د قطر ددفتر په اړوند ګډه اعلاميه
بسم الله الرحمن الرحيم
۱۳۹۲ د سرطان ۱۵
د موقت حکومت او د قطر ددفتر په اړوند ګډه اعلاميه
د ۲۰۱۳ کال د جون په اتلسمه نيټه د قطر مرکز دوحه کی د طالبانو د سياسی دفتر پرانستلو دافغان کشالی ټول اړخونه او ددوی غوره شوي سياستونه ترسيوری لاندی راوستل.
په هم هغه ورځ چی کابل دناتو څخه افغان پوځيانو ته د امنيتی ذمه واريو دليږد دپنځم پړاو کوربه ؤ. د قطر پلاز ميينه دوحه کی طالبانو د اسلامی امارت د نوم او بيرغ سره يو ځای خپل دفتر پرانست.
دپورتنيو دوو پيښو څخه يوه ورځ وروسته د کابل تر ټوله حساس خوندی ځايونه تر بريد لاندی راغلل ، د هيواد په بيلو بيلو سيمو کی جنګونو زور واخست ، ځنی شمالی ولايتونه د حکومت څخه د سرکشی د زړی لانجی سره مخ شول، د اجماعګانو توده خبره بيرته سړه شوه، سیاسی اتحادونه دنوو ستونزو ښکار شول او هغه انتخابات عملا وګواښيدل چی کوم تکنوکرات ورته د مشر او ځنی جهادی مشران ، قومندانان پکی د مرستيالانو ، وزيرانو ، اوواليانو په توګه په نښه شوی و .همدغو حالاتو بيرته د سوله ايز حل تيوری پیاوړی کړه د سیاسی حل د څو محدودو لارو څخه يو هم د موقتی انتقالی حکومت همغه وړانديز دی
چی څه نا څه څلور کاله وړاندی دافغانستان دازادی او ملی يووالی حرکت او د خپلواک افغانستان ملی حرکت د خپلو متحدينو سره يو ځای دمعضلی د حل په خاطر برابر او د هيواد دنوميالی دينی سياسی شخصيت پروفيسور عبدالستار سيرت وروستنيو دوو ټلويزونی ويناګانو ورته نوښت او سا ورکړه.
څومره چی د لنډمهالی اداری جوړښت د افغان ولس ملی اړتيا ده هغومره دوطن دسولی او ملی يووالی مخالفان ددی پروړاندي خنډونه او غلطی اوازی انګازي هم مينځ ته راوړی.
د خپلواک افغانستان ملی حرکت او دافغانستان دازادی او ملی يووالی حرکت د موقت انتقالی حکومت د جوړښت ، ددي برخه والو د معيارونو ، او سیاستونو په هکله دالاندي اعلاميه نشر ته سپاری.
۱ـ موقت حکومت دهغی مستقلی ملی افغانی جبهی دپلاتفورم په رڼا کی جوړيږی چی بنيادونه يي پر اسلاميت ، افغانيت ، استقلال او پر خپله خاوره د خپلو خلکو پر مشروع حاکميت ولاړ دی.
۲ـ جبهه د لومړنی ملی غونډی د جوړيدو لپاره د تدارک او تنظيم يوه کميته فعالوی.
۳ـ ددغی غونډي په جوړيدو کی عدالت ، لياقت او د هيواد اجتماعی واقعيتونو ته پام يو مهم اصل دی.
۴ـ د افغانانو د ملی غونډی مهم هدف د مشروعيت او بيړنی صلاحيت د پياوړی مرکز ايجاد دی.
۵ـ جبهه عملا د ملګرو ملتو ، اسلامی کنفرانس ، امريکا ، اروپايي ټولنی او ګاونډیو هيوادو په تفاهم او مرسته د موقت انتقالی حکومت جوړيدو ته کار کوی.
موقت حکومت
۱-ـ حکومت د هغو افغانانو څخه جوړيږی چی په هيڅ ډول د خپلو خلکو په وژنه د بهرنيو یرغلونو په لارښونه ، د ملت د مالونو په لوټنه او د خپل وطن د استقلال پروړاندی د سترو جرمونو په سر ته رسولو کی ککړ او دخيل نه وی
۲ـ دا حکومت د افغانستان د خپلو ضروريتونو پر بنياد مينځ ته راځی د هيوادد ټولو اسلامی ملی ارزښتونو ساتل او پالل يی ملی ذمه واری ده.
۳ـ لنډمهالی اداره د خپلی ټولنی هراړخيزه حالاتو ته په پام دداسی پرمختللی ، نوي اوپه نړی واله کچه د منل شوی افغانی نظام د ټينګښت لپاره کار کوی چی د افغانانو د تاريخی وطن اوسنی انزواته د پای ټکی کيږدی او د سيالانو سره سيال افغانستان په ښپو ودروی.
۴ـ طالبان د افغانی ټولنی يو واقیعت ، دافغان کشالی مهم اړخ او د هيواد په سوله ، ملی يووالی او سياسی راتلونکی کی يوبنسټيز اړخ دی.
۵ ـ د افغان کشالی د اغيزمنو اړخونو او شخصيتونو سره جوړيدونکی خبری مهمی او ضروری دی.
۶ ـ د شهيدانو د کورنیو پالنه ، د ځوان نسل اجتماعی پرمختګ او د ښځو د حقه حقوقو تامين د موقتی اداری مهمی ذمواری دي.
۷ ـ د موقت انتقالی حکومت ستره دنده د قانون حاکميت ، د قانون سمون اود افغانستان پرخلکو دانحصارګرو حلقو د جبری حاکميت پروړاندی دولس بيداری او مالی هوساينه ده.
۸ ـ حکومت اړين دی چی په خپله کاری موده کی عادلانه ټاکنو ته شرايط برابر کړی او د خپلی دندی په وروستی نيټه د چاروواګی د ملت غوره شوو مشرانو ته و سپاری.
۹ ـ دافغانی ټولنی دټولو اقشارو ، دينی پوهانو، قومی مشرانو مستقلو بی پری شخصيتونو او سياسی مسلکی کدرونو څخه جوړه شوی شورا د حکومت بشپړ کاری پروګرام جوړوی.
په درناوی
د افغانستان دازادی او ملی يووالی د حرکت مشر
پروفيسور عبدالستار سيرت
د خپلواک افغانستان د ملی حرکت د موقتی اجرايه شوری مسؤل
زرغون شاه شينواری
نظرات بسته شده است.