په سويډن کي ددوستي فرهنگی ټولني اعلاميه

 

سويډن – مالو
د۲۰۱۸ ز کال دجون ۸
په سويډن کي ددوستي فرهنگی ټولني اعلاميه
نن مو يوځل بيا په ډله ايزو رسنيو کي خبر ترلاسه کړ چې په کوزه پښتونخواکي بيا دوزيرو دځوان خوځښت دپښتون تحفظ مومنټ چې دپښتون ژغورنې غورځنگ ورته ويل کيږي دمشرتابه يوه غړي علي وزير پرکوردپاکستاني طالبانو تر نامه لاندي وسله وال بريد سوی دی . پاکستاني طالبان دخپل وحشيانه بريد دسپيناوي لپاره داخبره کوی چې گويا دوزيرستان ځوان غورځنگ پدې سيمه کي دطالبانودشتون او اوسېدوسره مخالف دي .
بلې همدا سي ده !
دوزيرستان خلک اوپښتون تحفظ مومنټ په خپله سيمه کي نوردپاکستاني طالبانو اوترهگرو داوسېدو له ځايو اوروزنتونوسره مخالف دي اوپدې کي دخپل ولس زيان ويني .
ددې ترڅنگ پدې يوه نيمه مياشت کې دپاکستاني چارواکو لخوا په مختليفو نومونو د پښتنو اوپه ځانگړې توگه له وزيرو سره نارواچلند اووژنه ،ترټنه ددوي لپاره دتحمل وړ نده .
دوي دپاکستان دهيواد په جغرافيه کي داوسېدونکو په گوته دپاکستانی چارواکونه غواړي چې ددوي سره لکه دملک دنوروغير پښتون او بلوڅ اوسېدونکو قومونو په دود چلند وسی اودوي ته دپاکستان په قانون کي په گوته سوی حقوق ورکړه سي . دوي غواړي چې ددوي پر ملگرو بريدونه بند اوملگری یې غير قانوني زندانوته ونه لېږل سي .
خوددوي ددې معقولو انساني اوقانونی غوښتنو پروړاندي دپاکستان دولتي چارواکي دخپلواستخباراتي امکاناتونه چې دطالب نوم یې ورباندي ايښي ددې خوځښت دځپلو اودرهبرانو دډارولو لپاره ورنه کار اخلي .
موږ پدې خبر يو چې پاکستانی چارواکي ولې د فاټا مخالف دی اوغواړي دغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي . داځکه چې د فاټا اوسېدونکي د طالبانو او ترهګرۍ مخالف دي او دا مسئله د پاکستان ګټې تر ګواښ لاندي راولي.
هغه کسان او هغه ډلې چې د طالبانو اوترهګرۍ مخالفت کوي د پاکستان ګټې ګواښي او دا د پاکستان لپاره د زغم وړ نه خبره نده ،ځکه خویې اوس ددې سيمي اوپه ځانگړې توگه دوزيرو دملی احساس لرونکو زلمو دخوځښت پر خلاف ملاتړلې .
زموږ فرهنگي ټولني مشرتابه دکرښي هاخوا دټولو پښتنو اوبلوڅوپروړاندي دپاکستاني چارواکو،پوځي او استخباراتی ادارو غير انساني اودبشردحقوقو اودموکراسي خلاف کړنې په کلکه غندي اوددوي له رواحقوقونه بې ساری ملاتړ کوي .
زموږ پوښته له پاکستاني چارواکونه داده چې ولې دوي هلته دپښتنو، بلوڅو اوپه ځانگړې توگه اوس له وزيرو سره دومره ناوړه اوناروا چلند کوي ؟ ددې ترڅنگ مو دملگرو ملتودسازمان ،دامنيت شورا،داروپايي ټولنې پارلمان ،دبشردحقوقو نړيوال زسازمان او اسلامي کنفرانس غړوهيوادونو نه غوښتنه داده چي دوزيرستان داوسېدونکو اوهلته دځوان خوځښت پښتون تحفظ مومنټ سره دټولو اخلاقي ،انساني اونړيوالو کنوانسينو اواعلاميوخلاف کړنو په اړوند له پاکستاني چارواکونه پوښتنه وکړي او ورنه وغواړي چې نور پخپل هيوادکي داوسېدونکو پر وړاندي داډول غير انساني کړنوته دپاي ټکي کښېږدي .
يادونه :
ددې اعلاميې کاپي دملگروملتودسامان دسرمنشي دفتر ،امنيت شورا ،داروپايي ټولنې پارلمان اوداسلامي کنفرانس غړو هيوادونو سازمان مرکزي دفتر اودبشردحقوقونړيوال سازمان ته ولېږل سوې .
په سويډن کي ددوستی دفرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.