دموردورځی په وياړددوستی فرهنگی ټولنې پیغام

حبيب لله غمخور

 

سويډن دمالمو ښار

 

د۱۳۹۲ ل کال دجوزا۲۳

 

نېکمرغه دې وي دموروياړلې ورځ

 

 

 

دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت دی راسئ دا عزت په گډه وساتو،درناوی ئې وکړواوددوي دخوښيوهر ډول امکانات برابرکړو.

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم 

 

دهيوادپياوړواو قهرمانوخويند اوميندو! 

 

تر هر څه وړاندي تاسو اوپه  نړۍ کښې ترستم لاندې اوزوريدلوميندواوخونيدو ته دمور دتاريخي او وياړلې ورځې درارسېدوله امله  دزړه له کومي مبارکیو ،نيکيو هېلو اودرناوی  وړاندې کولوساره تاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو.

 

نوربې شمېره ولسونه په رښتنانۍ بڼه دمور درناوی کوی خوموږ دمورددرناوي خبري کوو،مگردقانون ،دوداودستور ترنامه لاندي دهغې دبې شمېره انساني حقوقواوغوښتنوترپښولاندي کولوترڅنگ دشلاخو اوقمچينو وهلودټولو انسانی اواخلاقوداصولوخلاف خپله توره اوتاريکه اراده پرې په جبراوزورمنواودغه عمل  اسلامی  او افغاني دود بولو .

 

نن تر هر چاافغان ميرمن کړ ېږ  ي اودهغې په وړاندي داسلام او عرف په نوم داسي ظلمونه رواگڼل کيږي چې» دبشريت په قاموس کي ئې بېلگه نه ليدل کيږي . هر واسکټ اوهردلاري پر سربم چاودنه دځان وژونکي بريد په حقيقت کښي يوه مور اوخور کړ وي .

 

وياړ په تا اي غيرتی مور ې !

 

وياړپه تاسوغيرتی خويندو چې دې ظلمونواوکړاونوته موځان ټينگ کړئ !

 

مادران باشهامت وستمديده افغان !

 

روز پر میمنت مادر این نماد مهربانی وعطوفت رابه تمام مادران بزرګوار ورنجديده مهین درسراسر ی جهان تبریک وتهنیت ګفته ارزو ی صحت ،سلا متی وبهروزي به همه مادرا ن عزیز تمنا داریم .

 

اغلو! 

 

 که دبشري ټولنې تير تاريخ ته نظرواچووداسي ولس به ونه موندل شي چې مورته دقدراودرناوي په سترگه ونه گوري . مگر په رسمي اوعام ډول دا(( ۱۰۶)) کاله کېږي  چې دنړئ په ټولوهيوادونوکې دمور دورځی په نامه دهغې دهغوزحمتونو اوخواريوقدرداني کيږي ،کوم چې دخپل ماشوم دلويولواوروزلو په لارکي يې ګاللي دي .

 

زموږ په هيوادکې دنهولسېزوراپدې دجوزا پر ۲۴ دموردورځې په مناسبت  دهيوادپه لويوښار کي دولتي غو نډي جوړېږي . يوازي مهغه وخت  چې کله تنظيمونه اوبنسټپالې ډلي واک ته ورسېدې بيا ددې  ورځي  چي مور ته ددرناوي دورځې په نامه ډالی سوې وه ، لمانځل قدغن  اوگناه کبيره وبلل سول .وه .ددوي دچاکميت په دوران کښي  دافغانستان له کال هنداري نه دا ورځ  دموردورځې په نوم پاکه  سول . پدې وخت کښي دښځې دحق او آزادۍ ،دمور دمقام اودرناوي خبره چاپرخوله نشوه راوړاي . رښتيا خودادي چي ددغې ورځې لمانځنه له هغې لومړۍ ورځې بياتر ننه پوري تشريفاتي او دولتي  بڼه درلوده .کله چې به هغه وخت هم چاروا کودښځودحقوقواوهغوي ته په ټولنيز ژوندکې دنارينه سره دبرابراو فعال  گډون خبرې کولې،ښځي به حيراني پاته شوې چې دا چارواکي څه پرتي وايي، په عمل کې ښځو درناوی نه پېژاند اونه ئې احساس کړی دي .

 

له بده مرغه زموږ کلتوري اوعلمی نهادونواوموسسودډله ايزورسنيوپه گډون دخپل هيواد دماشومانواو ځوان نسل ترغوږ وددې ورځی ارزښت اوگټوې ندي رسولي .يوازي دجوزاپه ۲۴ مه ډله ايزي رسنۍ ددولتي غونډوراپورونه نشرته سپاري اوڅوښاغلي بياپدې غونډوکي دجمهوررئيس په گډون نرمی اوخوږې  داسي خبري کوي چې اورېدونکي ورته حيران پاته وي  .سږکال چې دپالمان يوشميرناخبره اودجهالت په خوب ويده وکيلان دښځوپروړاندي  ظلم اوستم ناروابللوقانون يوشمير مادې  نه منې اودهغه دتصويب سره په يوه اوبل نامه مخالفت کوي اوښاغلی کرزی بياددې ټولنيزي ناخوالي ننداره کوي ، موږ نه پوهيږ و چې پدې ورځ به زموږ ميندو اوخويندوته  ښاغلی کرزی اونورلوړپوړي چارواکي دکوموډاليو اودهغوي حقوقوته دکوم درناوی خبري وکړي .

 

له هغې ورځې چې په افغانستان کې دطالبانو رژيم نسکورسوی او ښاغلی کرزي ته دولتي واک  ته رسېدلی ،دښځودحق خبري دهردولتي چارواکي پرخوله دي .په ځانگړې توگه ښاغلی کرزی هرچيري اوپه هرځاي کښي دده له نظره  ښځوته دغه تش په نوم  حق ورکول چې عملي بڼه نلري  دخپل حاکميت يوه لويه لاسته راوړنه بولي . 

 

 متاسفانه همدااوس هم دنړيوالي ټولني اوزموږ پتمنوخونيدو اوميندو دغولوني لپاره هر چېرې اوهره ورځ دښځو دحقوقوددفاع،هغوی ته دهيواد په سياسي،اقتصادي،اجتماعي اوفرهنگي ژوندکي دفعال او برابرگډون خبري اوتبليغات کيږي،خوپه عمل کي بيا زموږ ميندي اوخويندي ترهرچازيات په ډيرو بدواوزړه بوږ نوونکو شرايطو کي ژوندکوي . زموږ له بېوزله ، مجبورواوکړېدلو ميندو څخه سوکاله ژونداوخوشحالي ،اقتصادي اوټولنيزو ستونزو اونا امنیوله ځان سره وړې ده .

 

له بدمرغه په ډله ايزورسنيو،دولتي کارونواونورو ټولنيزوسازمانوکښي دکاراوفعال گډون په وړاندي دښځو دحقوقو ددرناوی خلاف دهمدې دولتي چارواکواوپرونيو فتواگرولخوا پاټکونه جوړېږي اودمنځنيوپېړيو دمنسوخي او نړيوالوته دنه منلوکړنې او اصول  پر افغاني موراوخور  رواگڼل کيږي .  

 

دشرم خبره خولاداهم ده چي داپاټکونه پداسي بڼه اعلانېږي چي دټولونړيوالو نورمونوخلاف دانسان حق اومقام ته پکښي سپکاوی له ورايه ښکاري  . 

 

ددې ټولنيزو ناخوالوتر څنگ دې څولسيزودقدرت پر سرجگړې تر بل هر چاافغانه مور په سره تناره کښي سېځلې اوکړ ولې ده. همدې لعنتی جگړې له دې نه دژوندملگری،لور اوزوي اخيستۍ اودائې دژوندله ټولوهغونعمتونونه محرومه کړې کوم چي ديوه انسان رواحق دی .

 

په دې تېرودريولسيزوکي داسي ورځ نه ده ماښام سوې چې دافغاني مورچېغه دې آسمان ته نه وی پورته سوې اوترسترگو دې اوښکي نه وي څڅېدلي ،که دااوښکي راټولې سوی وايي اوس به دريابونه ترې جوړسوی واي .

 

 حقيقت خو دادی سره لدې چې ښځې زموږ دټولنې پوره نيمايې جوړه وې دبهرنيوځواکونو اونړيوا لوسازمانوپه شتون کې دهغوي حقوق نه يوازي ددوي دمخالفينوبلکي ددوي تر حمايې لاندي کسانو او ډلو لخواپه يوه اوبل نامه ترپښو لاندي کيږي . دنړی والي ټولنې دشتون اوددوي لخوادافغان ولس سره دټولنيزو مرستوپه برخه داسي کوم کار چې دهغه په پايلوکي دې په عمل کښي  دافغانو ښځو انساني اواسلامي حقوق اوآزادي تظمين شوی وي،اويا دي هغوي دجنگسالارو اوزورمندانو دوحشي منگولو څخه نجات موندلی وي ندی ترسره شوی  .يوازي شعاراوداخبره چې موږ دښځو حقوقوته درناو ی لروزموږ دهيواد دښځو کوم دردندی دواکړی ،ځکه خودادی ددې ټولوخبرو سره زموږ خوندي اوميندي داقتصادي اوټولنيز و ناخوالوسره مخامخ اودژوندپه ډيرو بدوشرايطوکې شپې او ورځي سباکوي . 

 

همدا اوس  دولتی چارواکي دخپلو لاسته راوړنو يوه لويه بېلگه دښځودحقوقو اوآزاديوتظمين بولي،ولي بياهم دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتی،پر پېغلواو وړو ماشومانوبې شمېره جنسی تېری،دوسله والوکسانولخواپه زور  ودونه اوپه بدوکې دښځواوپېغلوورکول،له ښوونځيودماشوموانجونوراگرځول ،دښځينه شاگردانومسمومول ، دکار په ځاي کښي دښځوتوهين اوله هغوي نه دناوړي استفادې غوښتنه، زموږ د غيرتی ښځو عزت يې له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی. 

 

افغاني مېرمن دمختلفو تعصوبونوپر اساس په ټولنه کي دمساوې حق څخه عملآمحرومه پاته شوې . زموږ دهيواد غوڅ اکثريت ښځې اوپيغلې دتعليم،تحصيل اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق اوحتا دسرنويشت دټاکلو،خپلي ارادې او عقيدي دبيانولوڅخه محرومي دي .داڅه چي موږ دلويوښارونوپه مرکز نو کښي وينوچي يو اوبل ځاي  ښځه کارکوي اوياماشومه ښوونځۍ ته ځي داپه هيڅ ډول ددې ټول افغانستان دپوره نيمائي اوسېدونکونمايمنده گي نسي کولاي  .

 

زموږ په هيوادکې دعنعنو دود اودستور نه  په ناوړه گټه اخيستنې افغانې ښځې تر بل هرهيوادتر ښځو دژوندله ټولو سياسي،اجتماعې، فر هنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي پاته دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي . 

 

له نېکه مرغه اوس يو اوبل ځاي دزورواکانو اودولتي چارواکوددغوغير عادلانه کړونواوتېريو په وړاندي افغاني مېرمني چوپه خوله ندې ناستي،دنړۍ دنورو ښځو په شان  يې دخپل روا اوانساني حق څخه ددفاع په خاطر ږغ اوچت کړی او پدي لارکښي قربانۍ ورکوي . 

 

زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان اوڅو دولتي اداروکې په سمبوليکه بڼه ښځو ته دمحدوي ونډې ورکول اويا دبهرنيانودخوښی لپاره په لويو او وړغونډوکي دڅوښځورابلل دهيواد دنيم نفوس هيڅ درد نشي دواکولای .

 

زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندود اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو اوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه اړينه مسله ده کوم چې همدااوس افغانی مېرمنې ورسره لاس اوگرېوان دي . دولتي چارواکي اوپه سرکي ښاغلی کرزی ملي او اسلامي مسوليت لري چې دافغانوښځوله روا حقوقونه دفاع اوساتنه وکړي . داسلام دپاک دين دارشاداتو دبشرحقوقودنړيوالي اعلاميې په رڼاکي دښځودحقوقڅخه ددفاق دقانون په مټ دهغوي په وړاندي دهر ډول تبعيض، تعصب ، جنسي ستم اوتيري مخه ونيول شي .

 

همدا اوس افغاني ښځي (( ۹۰ )) په سلو کې نالوستی دي ،لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپرمختيا لپاره بيله کوم ډارنه غښتلي اوکوټلي گامونه اوچت شي . زموږله نظره دهیواد سياسي اوټولنيزسازمانونه ،مدنې ټولنې اوټول هغه کسان چې دافغاني موردحقوقونه دفاع کوي اړينه بولوچې دخپلو ټولوامکاناتونه په استفادې سره  دملگرو ملتو دسازمان، يونيسف،يونسکو،دبشردحقوقوددفاع نړيوال سازمان په پرمختلفوهيوادونوکښي دښځودحقوقوددفاع سازمانوځانگړې پاملرنه دې ټکې ته راواړوي چې افغاني ښځې دنړۍ بل هر هيواد ترښځوسياسي ،اقتصادي اوقانوني حمايې ته  اړتيا لرې . 

 

دولتی مشرتابه  بايد په اساسي،مدنی اوجزاقانون کې دبنيادې تغيراتوپه راوستو سره بايد د ښځو خرڅول ،دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ،په بديوکې دښځي اوانجلۍ ورکول، پر ښځوفردي اويا ډله ايز جنسي تيرۍ،دښځو جسمي ، رواني ازار،سنگسار،تيرباران،اعدام اوپه دورو وهل ،په زور اوجبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري ناروا،د اسلامي اوانساني اخلاقوڅخه ليري کړنې چي په هغوکښې دښځوانساني کرامت اومقام ته سپکاوی شوی وي اوياتر پښو لاندي کيږي منع اوغير قانونی اعلان  شي . 

 

ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي اوغير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکارحق ، په مرکز او ولاياتوکي دمور اوماشوم دحمايې په منظور ځانگړي ادارې او په ټول افغانستان کي د امکان تر بريده وړکتونونه اوماشومانو ته دشيدو ورکولوخوني جوړ ي سي .

 

زموږ دفرهنگی ټولنې په عقيده  دافغانستان ملي شخصيتونه،سياسي اوټولنيز سازمانونه  ،مدني ټولنې  که  په رښتيا سره ځانونه  دغوربړېدلو اوزوکلېدلو خويندو اوميندوته ژمن بولي، بايددبنسټپالو اډيالوژيگانو، نظريو،عقيدو او ښځو سره  په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکي کړنې،په ټولنيز ژوندکښي ددوي دفعال گډون  پر وړاندي د پاټکونو جوړولو، اوغيرانساني کړنوپرخلاف  ملي مبارزه غښتلې کړي ترڅوزموږ دعزمنې خويندي اوميندي ددوي له ظلم اوستم نه نجات ومومي اودويته ديوې باشرفه، سپيڅلي،افغاني او مسلماني مور اوخور په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي دنارينه ووسره يوځاي اوږه په اوږه دفعا ل گډون زمينه برابره شي .

 

پدې هيله چي يوه ورځ  زموږ غيرتي خويندي اوميندي دسوکاله،بسيااوپتمن ژوند په ترلاسه کېدوسره دخپل هيوادپه جوړونه اودسالموماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې امکانات پيداکړي .ومن الله التوفيق

 

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

 

حبيب لله غمخور

 

 

 

 

 

© http://www.benawa.com/details.php?id=55574#ixzz2WC9GLM00

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.