د عبدالله محزون پوپلزي د سلم تلين په مناسبت علمي او څيړنيز سيمينار جوړ سو

خبریال

6/6/2013

 

په كندهار كي د اروا ښاد شاعر عبدالله محزون پوپلزي د سلم تلين په مناسبت دوه ورځنى علمي سيمينار جوړ سو.

 

 

 

د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ مسؤلين وايي چي په دي سيمينار كي به دعبدالله محزون  پر ژوند او اثارو علمي څيړنه وسي تر څو دغه كلتور ژوندى پاتي سي او مخكني علمي څيري په خلكو وپيژني.

 

 

 

هغه دوه ورځنى سيمينار چي د ارواښاد شاعر عبدالله محزون پوپلزي د سلم تلين په وياړ جوړ سوى وو پكښي د كندهار ترڅنګ  له كابل څخه يو شمير ليكوالانو هم برخه اخيستى ول.

 

 

 

دغو ليكوالانو عبدالله محزون د افغانستان په فرهنګي ډګر كي يو نوميالى شاعر وباله او ويې ويل چي هغه خپل د ژوند په دوره كي د افغانستان د فرهنګي چارو د پرمختګ لپاره نه ستړي كيدونكي هڅي كړي.

 

 

 

((دغه ډول سيمينارونه ډېر مهم دي ځکه چې هغه څيري را پيدا کوي کوم چې ډېر وخت مخکي د خلکو څخه پټي سوي دي ارواښاد پوپلزى اوس نسته خو ياد يې سته دى او موږ تمه لرو چې په دي ډول سيمينارونو سره به ددي څيرو ته د خلکو پام زيات سي))

 

 

 

په همدى حال كي د كندهار والي توريالي ويسا د دغسي سيمينارونو جوړول وستايل او ددى سيمينار د برخوالو سره يي ژمنه وكړه چي د عبدالله محزون ټول ليكل سوي اثار به چاپوي او د هغه په نامه يې يو ښوونځى نومولى  چي دا كار به نه يوازي د نن ورځي د سيمينار يادونه وي بلكي د تل لپاره به دهغه يادونه پاتي سي.

 

 

 

((زه د همدي دريځ څخه دا زيرى درکوم چې د ارواښاد عبدالله محزون په نوم مو يو ښوونځى نومولى او هم به د هغه ديوان ته چاپي بڼه ورکړم تاسو يې ديوان چمتو کړى زه به يې چاپ کړم)).

 

 

 

د اطلاعاتو او فرهنګ ريس دواخان مينه پال وايي چي دوى تردى وړاندي د كندهار د نورو نوميالي شاعرانو ليكوالانو سيمينارونه هم جوړ كړي دي چي په دى لړ كي يي د عبدالله محزون پوپلزى چي يو پياوړى شاعر وو په فارسي او پښتو ژوبو يي ديوانونه ليكلي او چاپ كړي دي  نن يي دده د مړيني د سلم تلين په وياړ دغه علمي سيمينار جوړ كړى دى.

 

 

 

د مينه پال په خبره چي دغي لړى ته به تر هغه دوام وركوي ترڅوچي د چي دټلو هغو شخصيتونو په اړه څيړنه كوي چي په كندهار كي د هغوى يادونه نه وي سوى.

 

 

 

عبدالله محزون پوپلزى د كندهار ولايت د بلدي نومي سيمي اوسيدونکى وو او په سيمه کې د وخت د ادبستان پيژندل سوى او نوميالى شاعر وو.

 

 

 

پوره سل كاله وړاندي د اتيا كلونو په عمر له دى فاني نړى څخه وكوچيده او په زرګونو پښتو او دري شعرونه يي د وياړلي اثارو په شان مينه والو ته پاتي سوه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.