“سګرېټ څکول د دماغ ورستېدو لامل ګرځي”

 

د لندن د کینګ کالج څېړونکو ویلي، چې سګرېټ څکول د انسان ماغزه ورستوي او حافظه له منځه وړلی شي.

 

څېړونکو دا څرګندونې پر نژدې ۸۸۰۰ کسانو تر یوې ازموینې وروسته کړې دي، چې ۵۰ کسانو یې د وینې سخت فشار درلود او ماغزه یې خراب شوي وو.

 

ورته مطالب

 

سګرټ د نارینه وو د دماغي ودې مخه نیسي

 

سګرټ د انسان په حافظه اغېز کوي

 

څېړنه: سګرټي ښځې تر نارينه وو زياتې د زړه په ناروغۍ اخته کېږي

 

تړلي موضوعات

 

ساينس او ټکنالوژي

 

ساینس پوهانو هم ویلي “خلک باید خبر وي، چې سګرېټ څکول د انسان ژوند ګډوډولی شي او د بدن په څېر ماغزه هم له منځه وړلی شي.”

 

ددوی څېړنه په یوه طبي ژورنال Age and Ageing کې خپره شوې ده.

 

د کینګ کالج څېړونکو د زړه د حملې او د ماغزو د حالت ترمنځ د ممکنه تړاو په اړه تحقیقات کړي دي.

 

کمزورتیا

 

د څېړنې پایلو وښوده، چې د زړه د حملي یو اصلي لامل”ذهني کمزورتیا” ده، که چېرې د زړه حمله سخته وي، د ذهن کمزورتیا هم ورسره ډېرېږي.

 

یوه څېړونکي ډاکټر الکس ډرېګن ویلي: “دماغي کمزورتیا د عمر په ډېرېدو زیاتېږي. په تېره بیا په هغو کسانو چې هره ورځ یو ډول کار کوي. موږ باید خلک خبر کړو، چې سګرېټ څکول د انسان ژوند ګډوډولی شي او ان د زړه د حملې او دماغي کمزورتیا سبب ګرځي.”

 

یوې نوې پلټنې ویلي، چې د غاښونو له ډاکټرانو د ماشومانو وېره او اندېښنه دوی ته معمولاً له خپلو پلرونو په میراث پاتې کېږي.

 

د اسپانیا “رای هوان کارلوس”پوهنتون یوې پلټنې په ډاګه کړې، چې: “هغه پلرونه چې د غاښونو ډاکټرانو ته له تلو وېرېږي، تر ډېره یې دا وېره زامنو ته هم په میراث پاتې کېږي. یوه بله پلټنه وايي هغه چاغې میندوارې ښځې، چې یو ځل یې بچی زیږولی وي، په چاغ حالت کې د زیږون پرمهال یې د بچي د ضایع کېدو ۶۰ سلنه امکان شته.”

 

څېړونکو چاغو ښځو ته دا سپارښتنه کړې ده، چې خپل وزن باید کم کړي او د زیږون پرمهال له ستونزو ځانونه وژغوري او یا دا چې د خپل زېږدونکي بچي ژوند وژغوري.

 

یوه بله پلټنه بیا وايي، چې ککړه هوا د ذهني کمزورتیا لامل ګرځي.

 

 

 

څېړونکي دا هم ویلي، چې ککړه هوا د زړه د ناروغۍ، د وینې د شریانونو د بندېدو، د تنفسي سیستم د خرابېدو او ان تر وخت د مخکې مړینې سبب هم کېدای شي.

 

یوې امریکايي پلټنې ویلي، هغه عمر خوړلي کسان، چې په نسبي ډول په ککړې هوا لرونکي چاپېریال کې ژوند کوي، ددماغو کمزوري یې د پاکو سیمو د هماغه عمر د کسانو په پرتله ډېره وي.

 

څېړونکي دا هم ویلي، چې ککړه هوا د زړه د ناروغۍ، د وینې د شریانونو د بندېدو، د تنفسي سیستم د خرابېدو او ان تر وخت د مخکې مړینې سبب هم کېدای شي.

 

په ناروې کې یوې بلې څېړنې ویلي، د انسان د دماغ اندازه پر څو عواملو پورې تړلې ده، چې د ولادت پروخت د بدن وزن یې ستر عامل کېدی شي.

 

پوهانو ویلي، هغه کسان چې د زیږېدو پرمهال یې د بدن وزن ډېر وي، د دماغ او ماغزو لپاره یې په سر کې لوی ځای وي، خو د چا وزن چې لږ وي، دماغ ته یې لږ ځای وي.

 

خو پوهانو د زیږېدو پرمهال د انسان د وزن او ذهني پوهې د پیاوړتیا ترمنځ د تړاو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

 

ادامه مطلب…

د جګړې د ټپیانو لپاره د بریتانوي ساینسپوهانو اختراع

 

 

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.