د هګۍ ډېر ژیړ خوړل د زړه ناروغي پیدا کوي

 

 

 

 

 

 

 

 بریتانوي ساینسپوهانو په افغانستان کې د خپلو ژوبل شویو پوځیانو د ټپونو له درملنې سره د مرستې لپاره یوه داسي کامره جوړه کړې چې تري ډي یا درې بعدي عکسونه اخلي.

دا سپکه کامره، چې د بریتانیا په اکسفورډ کې د طبي تکنالوژۍ شرکت «ایکونا» جوړه کړې ده، د هلمند په باسټن کمپ او دغه راز د برمنګم په کوین الیزابت روغتون کې استعمالېږي.

په دې روغتون کې د افغانستان د جګړې ټپیان معالجه کېږي.

د ایکونا کامره نه یوازې د زخم درې بعدي یا د درو اړخونو عکس اخلي بلکې یوه ځانګړې وسیله هم لري چې په خورا دقت د ټپ اندازه او ژوروالی مېچوي.

د بریتانیا د مطبوعاتو د راپور له مخې له دې درې بعدي کامرې څخه کار اخیستل ډاکترانو ته دا امکان ورکوي چې د ټپ وخت مالوم کړي او په دې پوی شي چې زخم دقیقاً څه وخت جوړېږي.

دا انکشاف له ډاکترانو سره مرسته کوي چې د درملنې پلان عیار کړي.

ډاکتران وايي چې د دې کامرې تر اختراع مخکې ورته ګرانه وه چې په دې پوی شي چې ټپ څومره ژور دی او په رغېدو یې څومره وخت لګېږي.

د ایکونا کامرې پر جوړولو او انکشاف ورکولو اته کاله ولګېدل.

د دې کامرې بیه څه کم پنځه زره پونډه ده.

 

د کاناډا یوې تازه څېړنې ښودلې ده، چې برتانوۍ “انډپنډنټ” ورځپاڼې خپره کړې، وايي هرڅومره چې د هګۍ ژیړ وخوړل شي، هومره ورسره د وینې شریانونو ته زیان اوړي.

څېړونکي وايي، د هګۍ ډېر ژیړ خوړل هغه ماده پیاوړې کوي، چې د وینې د شریانونو د بندښت لامل ګرځي.

ورته مطالب

الخلیل ښار کې ۳ چرګو ۲۵ رنګه هګۍ اچولې

اول چرگه وزيږيده بيا هگۍ راغله، نه يې منئ؟ ويې لولئ

چرګه مخکې پيدا شوې که هګۍ؟ليدل04:02

تړلي موضوعات

ساينس او ټکنالوژي

دوی زیاتوي چې په دې سره رګونو کې د وینې تګ راتګ ټکنی کېږي چې دا کار د زړه د درېدو سبب هم کېدای شي.

ددغې څېړنې پایلې پر هغو شمېرو ولاړې دي چې وايي څېړنه یې پر شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو ترسره کړې ده.

د څېړنې پایلې ښودلې ده، چې د وینې رګ بندوونکې ماده د عمر په زیاتېدو وده کوي په تېره بیا کله چې سړی څلوېښت کلنۍ ته ورسېږي.

دوی وايي دا کټ مټ هماغه عمر دی، چې پر سګرټ څکوونکي سړي د سګرټو د ناوړه اغېز څرګند څرک پیلیږي.

په دې څېړنه کې څېړونکو ویلي، چې د هګۍ ژیړ د سګرټو د اغېز د اغېز له درېیمې برخې سره مساوي دی.

ساينسپوهانو  تر ټولو غټه سياره وموندله، په دغه سياره كې چې توپ (ګيند) ډوله ده، چې هايدروجن هم پكې شته، له خبرونو سره سم د دې سيارې حجم تر مځكې شل ځله لوى دى او له مځكې څخه څوارلس سوه نوري كاله لري پر يوه ستوري راڅرخي.

سيانسپوهان په دې اند دي چي دا سياره تر مشتري ۱،۷ ځله لويه ده، چې په اوسني كهكشان كې تر ټولو لويه سياره شمېر كېږي.

په دې سياره كې د تودوښې درجه ۱۰۰۰ ده، خو كېداى شي چې په يوه ډكه سيمه كې يې ۲۸۰ سانتي ګريډه وي.

 

حكمت سروش    اديسون د مخترعينو اتل

 

دغه اتل چې له زرو څخه يې ډېرې غټې او وړې اختراعګانې کړي دي نورو وګړو ته د نصيحت په ډول وايي: ((زيار او آزمون)) دغه حکمت لرونکي نصيحت هغه ته په ټوله نړۍ کې مشهورتيا وروبښله او همدغه نصيحت د خلکو د ژوند لارښود وګرځېد.

 ادیسيون د هغو امريکايي شخصيتونو څخه دی، چې کابو ټولو نړيوالو ته نږدې او ښاغلی دی هغه په ۱۸۴۷ زېږديز کال د ميلان اوهايو په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيستلې او په ماشومتوب کې يې له خپل پلار سره د ميشينګان ښار ته لاړ او په هغه ځای کې د ورځپاڼې خبريال شو او وروسته يې په خپلواک ډول يوه ورځپاڼه پيل کړه او د دې ورځپاڼې ټولې چارې په يوې لارۍ کې ترسره کېدې او همدا لارۍ د ورځپاڼې کتنځای، چاپ ځای او هم د ورځپاڼې ادره وه، چې د هر ډول اړين کار لپاره يې په کې بېل ځای جوړ کړی و او همدغه خوځنده کار ځای و، چې د برېښنا قوې د هغه پاملرنه ځانته راواړوله او هغه يې څېړنې ته وهڅاوه، چې تلګراف منځ ته راغی او په خپلو نورو هڅو کې يې برياليتوب وموند. په ۱۸۸۶ لمريز کال يې په خپل کور کې يوه کارخانه او آزميښتون جوړ کړ، چې ورو ورو ډېر مشهور شو او په هغه ځای کې پنځه څلوېښت کاله په فکر او اختراعګانو تېر کړ، چې د ده په ورځني مهال وېش کې د خوب او خوراک لپاره ډېر لږ وخت ورکړل شوی و. فونوګراف، ميکروفون او ميموګراف د اديسون له ګټورو اختراعګانو څخه دي، چې د انسان د ژوند په آسانه تېرولو کې يې ډېره ونډه اخيستې ده. خو د دغو ټولو سربېره يې يوه بله ستره او ډېره ګټوره اختراع د برېښنايي ګروپ ده، چې د دې اختراع لپاره يې کلونه کلونه زحمت په ځان ومانه او هر ډول زحمت به چې په ادیسون راته هغه ته به يې تنه ورکوله او د خپلې موخې د پوره کولو لپاره يې هلې ځلې کولې، چې د اديسون ونې ميوه راوړه او نړۍ ته يې روښنايي وروبښله.

کينه توسکوب د هغه له اختراع څخه ده، چې په پايله کې يې سينما منځ ته راغله او د فونوګرافش ترکيب له فلم سره د غږ لرونکې سينما د زېږندې لامل شوه او ورسره ورسره يې مصنوعي اولاستيک جوړ کړ، چې اوسمهال ډېر دود لري.

 دغه بې جوړې نوښتګر د اورېدلو  په حس کې ستونزې درلودلې، چې دغه ستونزه د ده په کارونو کې د سستوالي او لا ستونزمنتيا لامل شوې وه او خپله به يې شکايت نه کاوه او د خپلې خوښۍ لپاره به يې ويل: دغه چوپتيا او خاموشي ماته ارامي او سکون رابښي.

ادیسون دوه ځلې واده وکړ او پنځه اولاده يې درلودل، چې يو له هغو څخه د (نيوجرسي) حکمران شو، دغه مخترع او د نړۍ وګړو ته د برېښنايي رڼابښوونکی د اکتوبر په مياشت د ۱۹۳۱ لمريز کال کې له دې نړۍ وکوچېد او نورو وګړو ته يې برېښنايي رڼا پرېښوده خپله د تيارو کندې ته لاړ.

 

 

د پښتني کهول د لا ويښېدو په هيله

 

رفيع الله ستانکزى/کابل

 

یوی جاپانی کمپنۍ د سترګی په اندازه یو تلویزیون جوړکړی چی انسان کولای شی چی په یوه سترګه تلویزیون او په بله سترګه نورشیان د ځان شاوخوا وګوری .درویټرز خبری رسنۍ دیوه رپوټ په اساس دا تلویزیون د یوی جاپانې کمپنۍ له لوری په توکیوکی جوړ شوی ،چی (تله ګلاس ټی دری ایف) نومیږی پلن والی یی (۲)سانتی متره اووزن یی ټول ټال (۳۵) ګرامه دی .داسکالارپه نامه ددی جاپانی کمپنۍ عمومی مدیر (دایزوکیوهارا)په وینا اوس په ملیونونو مساپر خلک کولای شی په یوه سترګه تلویزون او په بله سترګه خپله شاوخواوګوری .ټاکل شوی چی  دغه چا‍‍پانۍ تلویزون دروانې اونې به اوږدو کی د ۸۰۶ امریکایی دالرو به بیه بازار ته وړاندی شی.

 

 

جعفر هاند  

 

 

انګلیسي کارپوهان د داسي یو روبوت( برقي سړي) د جوړولو په لټه کې دي چې په جوړولو سره به یې د جراحۍ په نړۍ کې ستر انقلاب رامنځ ته شي .دا روبوت ( اسنیک) نومول شوی او جراحانو ته به دا اسانتیا برابره کړي چې په پیچلو جراحی عملیاتونو کې بې له دي چې د ناروغ بدن څیري کړي ، د هغه په مرسته ډول ډول عملیاتونه تر سره کړي . د انګلستان په امپریال پوهنتون کې د طبی تکنالوژی ماهرینو د دې روبات د جوړولو لپاره تر اوسه څلور ملیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړي دي . ماهرین وایې دا ربوت په خپل ځان کې پرمختللي موتورونه او ډیجیتلي کامري لري چې د خولي او یا هم د بدن د بلي برخي څخه د انسان زړه ، کولمي او د بدن نور داخلی غړي په ډیره ښه او مطمینه توګه عملیاتولای شی. د بریټانیا د روغتیا وزیر چې په خپله هم د دې تکنالوژۍ د برابرولو د ډلي غړی دی وایې چې دا ربوت به په ډیر کم وخت کې په ډیر دقت او هوښیارۍ سره پیچلۍ جراحی عملیاتونه تر سره کړي .د دې ربوت ډیري برخي تر اوسه جوړي شوي دي .

 

میرویس جلالزی

 

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.