له پاکستانه راتلونکې په امونیم نایټرېټ بار لارۍ ونیول شوه

 

تاند- افغان امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه په یوه راتلونکې لارۍ کې ۶۲ بوجۍ امونیم نایترېټ، چې په چاودنو کې پکارېږي، کشف کړل.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا لارۍ د پکتیکا په اورګون ولسوالي کې ونیول شوه.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لارۍ کې امونیم نایټرېټ د وزیرستان په واڼه کې بار شوي وو.

افغانستان ته له کلونو راهیسې اکثره چاودېدونکي مواد له وزیرستانونو، بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه راوړل کېږي خو د افغان امنیتي چارواکو په وینا اوس طالبانو ته ډېره وسله د روسیې له لوري د تاجکستان له لارې او همداراز د ایران له لوري ورکول کېږي.

د ملي امنیت ریاست وايي چې په اورګون کې نیولي امونیم نایټزېټ په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په بمونو او انتحاري واسکټونو کې د ځای پر ځای کولو لپاره راستول شوي وو.

د ملي امنیت د ریاست په ادعا له دغو موادو سره یې د حقاني شبکې دوه غړي چې رووف ګل او عبدالرحمان نومېږي، نیولي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.