ولسمشر د ولسي جرګې له لوري د ټاکنیزفرمان رد په اړه غبرګون وښود J

 

 

 

تاند: ابوبکر جبارخیل-  ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د تقنیني فرمان ردیدو په اړه غبرګون وښود.

 

ولسمشر محمد اشرف غني د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره وايي، د ملي شورا صلاحیتونو ته په بشپړ درناوي د تقنیني فرمان نه تصویبول د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بولي.

 

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ولسمشر غني له لوري  د ټاکنیز کمیسیون د جوړښت، دندو او واکونو په اړه لیږل شوی دویم  تقنیني فرمان هم  د رایو په اکثریت سره رد کړ.

 

وکیلان وايي، چې یاد فرمان د اساسي قانون پرخلاف او له اړتیا پرته ور لیږل شوی او حکومت هڅه کوي چې د فشار په راوړلو په ټاکنیزو کمیسیونونو کې پنځوس – پنځوس سلنه ونډه ترلاسه کړي.

 

وکیلان زیاتوي، چې د ټاکنیز قانون او د ټاکنو د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون په شتون کې د یاد فرمان ورکولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

 

د ولسمشرۍ مانۍ اعلامیه دغه راز وايي، د افغانستان حکومت به د ولسي جرګې د نوي تصمیم په رڼا کې د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو د ترسره کولو لپاره ټول کوښښونه ترسره کړي او په همدې موخه به له حقوقي څېړنو او اړوندو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونوسره له مشورې وروسته د اصلاحاتو بهیر تعقیب کړي.

 

اعلامیه زیاتوي، حکومت او خلکو توقع لرله چې د قانون موادو سره د محترمو وکیلانو د عدم موافقې په صورت کې به خپل د پام وړ تعدیلات پیشنهاد او وروسته قانون تصویب کړي، چې د اصلاحاتو بهیر تکمیل او د انتخاباتو د ترسره کولو تیاری چټک کېده.

 

د ارګ اعلامیه همداراز وايي د ملي امنیت شورا د غړو د موافقې او د ولسمشر د دستور په اساس د کورنیوچارو او مالیې وزارتونو په رهبري دوه ځانګړو کمېټو د ټولټاکنو د امنیت د تامین او د مالي سرچینو د موندلو لپاره کار پیل کړی دی ا و ولسمشر په همدې اړه ملګرو ملتونو ته دټاکنو د ترسره کولو د ارزښت او دې بهیر ته د نړیوالو مرستو د جلبولو په خاطر لیک هم استولی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.