چارواکي: لومړنۍ نښې ښيي چې د کندهار حمله کوټه کې پلان شوې وه
دآزادی راډیو
افغان امنیتي چارواکي وايي، لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې د کندهار حمله له افغانستانه دباندې پلان شوې وه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د امنیتي اورګانونو ګډ لوړرتبه تحقیقاتي پلاوی د متحده عربي اماراتو او د څېړنې لپاره د نړیوالو امنیتي ځواکونو د ګومارل شویو تحقیقاتي ټیمونو په همکارۍ په کندهار کې هر اړخیزو تحقیقاتو ته دوام ورکوي.
د ملي امنیت د ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړنۍ نښې ښيي چې دا برید له افغانستانه دباندې د کوټې ښار ته په غځېدلې لاره کې د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې پلان شوی و.
حسیب ادعا کوي چې دا مدرسه د انتحاري افرادو د روزنې مرکز دی.
په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې درې پلاوي تحقیقاتو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه:
“د څېړونو لپاره له کابله ټیمونه راغلي دي، اوس فعلاً په څېړنو بوخت دي، د عربي متحده اماراتو یو پلاوی هم په دې اړه څېړنې کوي، خو ویلای نه شوي چې دغه څېړنې به څومره وخت ونیسي.”
خپلواک په عین حال کې د پلاوو د تحقیقاتو د نتیجې په اړه بې خبري څرګنده کړه، ویې ویل چې لا تحقیقات بشپړ شوي نه دي.
د کندهار د والي ویاند د ولسمشر د سلاکار داود ګلزار په مشرۍ کندهار ته د تللي پلاوي د هدف په اړه وویل:
“د ولسمشر د سلاکار داود ګلارزار په مشرۍ یو ګډ پلاوی هم تېره ورځ کندهار ته راغلی، په دغه پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ غړي شامل دي.”
د یکشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ته وویل چې د کندهار د حملې په شمول وروستۍ حملې هغو وسله والو سخت دریځو کړي چې په پاکستان کې مرکزونه لري او پاکستان یې په وړاندې اقدام نه کوي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت په مېلمستون کې د چاودنې په نتیجه کې د دغه ولایت د مرستیال والي او د متحده عربي اماراتو د ۵ ډیپلوماټانو په شمول ۱۲ تنه ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل، هلمند انتحاري حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست، خو د کندهار د پېښې مسؤلیت تر دامهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
پرون د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ټیمونو د صحرا جام تر سیالۍ وړاندې د کندهار، کابل او لښکرګاه د وروستیو تروریستي حملو د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
نظرات بسته شده است.