مۍ میاشت کې به افغانستان څخه د سرتېرو ایستل ستونزمن وي ـ سپینه ماڼۍ

دامریکا غږ

سپینې ماڼۍ ویلي چې د لوجستیکي اړخه به د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ایستل ستونزمن وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون دوشنبه ناوخته اپرېل ۵ (وري ۱۶) خبریالانو ته وویل چې تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د دغو ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

اغلې ساکي زیاته کړه: “د ټولو سرتیرو ایستلو په اړه د مۍ میاشتې لومړۍ نېټه به د لوجستیکي اړخه ډيره ستونزمنه وي. موږ ادامه ورکو. هغه (جو بایډن) هم د خپل ملي امنیت سلاکارانو او نړیوالو شریکانو سره مشورو ته دوام ورکوي.”

د سپینې ماڼۍ ویاندې همدارنګه وویل چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اوس مهال له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو، د امریکا د بهرني سیاست او د دغه هیواد د ملي سیاست په اړه د پرېکړې کولو په حال کې دی او په وینا یې د سمې پرېکړې لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.

د امریکا او طالبانو د دوحې د پرېکړې په اساس باید ټول امریکايي سرتېري د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووزي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د تیرې مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې نه غواړي امریکايي عسکر د زیات وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي بایډن یو ځل بیا روښانه کړه “د تکتیکي ستونزو” له امله به ستونزمنه وي چې د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې دغه شمېر سرتیري له افغانستان څخه ووزي.

خو بایډن وویل چې هغه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا د هغو متحدینو سره په مشورو بوخت دي چې په افغانستان کې سرتیري لري: “که چیري له هغه ځایه وزو په خوندي او منظم ډول به ووزو.”

په دې وروستیو کې د بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د استخباراتي ادارو چارواکو ویلي چې که له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر ایستلو مخکې په دغه هیواد کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د واک وېش رامنځته نشي، په دوو یا درې کلونو کې به وسله وال طالبان د دغه هیواد اکثر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي و که چیري د سولې له ټینګېدو پرته امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي په دغه هیواد کې به یو ځل بیا کورنۍ جګړې پيل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.