هلمند کې غبرګو موټر بم چاودنو ۲ پوليس وژلي او ۲ تنه نور ټپيان دي
دآزدی راډیو
د موټر بم غبرګو چاودنو ۲ پوليس وژلي او ۲ نور ټپيان دي.
تېره شپه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د لښکرګاه کندهار پر لويه لار د موټر بمونو دوو پرلهپسې چاودنو د ملي اردو دوه سرتېرې ووژل او دوه نور ټپيان شوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي په دې دواړو بريدونو کې د ملي اردو پوستې ورانې شوي، خو تلفاتيې ځکه لږ دي چې له وړاندې يې اطلاعات درلودل.
دا په تېرو درېيو ورځو کې دوهم ځل دی چې د دغې لويې لارې د امنيت پر سرتېرو غبرګ موټر بم حملې کېږي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين د لومړي بريد پر مهال چې د تېرې جمعې په شپه وشو رسنيو ته ويلي ول چې طالبان د دغه لارې د بندولو نيت لري.
که څه په هلمند کې پر افغان ځواکونو ټول بريدونه طالبان کوي، خو د دغه وروستيو بريدونو پړه کومې ډلې په غاړه نهده اخیستې.
نظرات بسته شده است.