د بشر حقونو شپږ میاشتنی راپور؛ افغانستان کې هره ورځ ۱۶ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دآزادی راډیو

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په منځني کچه هره ورځ ۱۶ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، په ټوله کې د ناامنیو په ۸۸۰ بېلابېلو پېښو کې ۲،۹۵۷ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د دغه کمېسیون مرستیال نعیم نظري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۴» د ملکي تلفاتو په اړه د شپږ میاشتني راپور پر مهال د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې جګړه‌ییزې پالېسۍ او تاکتیکونه له سره وارزوي.

ښاغلی نظري زیاتوي: “کمېسیون د افغانستان د دولت له وسله‌والو مخالفینو په کلکه غواړي چې د ماینونو ایښودلو نظامي تاکتیک دې ژر تر ژره پرېږدي او له افغان دولت غوښتنه کېږي چې خپلې جګړه‌ییزې پالېسۍ او طرزالعملونه دې وارزوي او بیا کتنه دې پرې وکړي او په دې ډول‌یې تنظیم کړي چې د ملکي خلګو د مرګ‌ژوبلې سبب نه‌شي.”

ښاغلی نظري زیاتوي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په جګړو کې ۱،۲۱۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱،۷۴۴ نور ټپیان دي.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د تېر ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۱ سلنه کموالی راغلی.

د یاد کمېسیون موندنې ښيي چې روان کال د ملکي وګړو له ټولې مرګ‌ژوبلې ۴۸،۵ سلنه د طالبانو، ۲۶،۷ سلنه‌یې د نامعلومو عاملانو، ۱۵،۵ سلنه‌یې د حکومتي ځواکونو، ۶،۳ سلنه‌یې د داعش ډلې، ۲،۳ سلنه‌یې د نړیوالو ځواکونو او پاتې یې په کونړ، کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله اوښتي.

د کمېسیون په راپور کې راغلي چې د طالبانو د بریدونو له امله اوښتې ملکي مرګ‌ژوبله د تېر میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۲۴ سلنه کمه شوې ده.

راپور کې یادونه شوې چې هدفي وژنې او ترور د ټولې ملکي مرګ‌ژوبلې ۳۱ سلنه جوړوي، د ځای پر ځای شویو ماینونو چې د ایښودلو پړه‌یې پر طالبانو اچول کېږي، د مرګ‌ژوبلې ۲۶ فیصده جوړوي او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه ورکې زیاتوالی راغلی.

په راپور کې همدا شان راغلي چې راکټي بریدونو کې چې د ټولې مرګ‌ژوبلې ۱۲،۷ سلنه جوړوي، روان کال ورکې ۴۷ سلنه کموالی راغلی، ځانمرګي بریدونه چې د مرګ‌ژوبلې ۱۱،۷ سلنه جوړوي، ۴۷ سلنه ورکې کموالی راغلی، ځکمنۍ نښتې او جګړې چې د مرګ‌ژوبلې ۱۱،۵ فیصده جوړوي، ۶۶ سلنه ورکې کموالی راغلی، هوايي بریدونو کې چې تر ډېره د حکومت او نړیوالو ځواکونو له لوري کېږي، ۴۴ سلنه کموالی راغلی او شپني عملیاتو کې چې هم د همدې ځواکونو له لوري کېږي ۹۰ فیصده کموالی راغلی.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر رسنیو او خبریالانو ۵۵ د تاوتریخوالي، سپکاوي، ګواښونو، وژنو او ټپي کېدو پېښې ثبت شوي چې ۱۴ خبریالان‌یې قرباني شوي، ۴ وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ملکي تلفاتو پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي
خو طالبان له خپل اړخه ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبره ردوي او پړه‌یې په افغان او بهرنیو ځواکونو وراچوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د دوی جګړه‌ییز تاکتیک کې ملکیان بشپړ خوندي دي.

یو شمېر عام افغان بیا په جګړه کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښمن دي.

څو تنو یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: “نفیسه یم د کابل ښار اوسېدونکې، د طالبانو او حکومت او همدا شان د جګړې د نورو خواوو له لوري ملکي مرګ‌ژوبله زیاته شوې، غوښتنه کوو چې جګړه‌ییز لوري دې ملکیانو ته پام وکړي.”

“عمران امیري یم، په جګړه کې زیاته قرباني ملکیان ورکوي، حکومت او طالبان او یا نورې ډلې چې جګړې کوي، ملکیان دې نه‌وژني، نه‌دې هم د دوی له کورونو د سنګرونو په توګه استفاده کوي.”

د نړیوالو کنوانسیونو د وینا پر بنسټ د جګړې ښکېلې خواوې باید د ملکیانو مرګ‌ژوبلې ته بشپړ پام وکړي او که تېروتنه رامنځته شي باید له ځنډ پرته عدلي او قضايي تعقیب شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چې عدالت په نظر کې نیولو او د هېوادوالو د بشري حقونو په خوندیتوب سره دې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل او ژر تر ژره دې بشپړ اوربند ټینک کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.