دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ به د سولې تړون په لنډو ورځو کې لاسلیک شي.

د دې شورا د اجرائیه بورډ غړي عبدالحکیم مجاهد ازادي راډیو ته وویل: “داسې معلومېږي چې کېدای شي په ډېر نږدې کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ هغه توافقات لاسلیک شي چې په هغه کې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش تر بحث لاندې دی او د سولې عالي شورا د دې خبر هرکلی کوي.
تر دې مخکې ‘سي‌اېن‌اېن’ ټلوېزیون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې له خبرو د باخبره امریکایي پوځي چارواکو په وینا خبر ورکړی و چې د ولسمشر ټرمپ اداره هڅې کوي چې له طالبانو سره په لنډ وخت کې حتی د اوونۍ تر پایه داسې تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې طالبان دې ته چمتو شي چې شخړې راکمې کړي.
په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په وینا چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې ده خبر ورکړی چې امریکایي پلاوی چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې تړون وکړي، خو شرط دا دی چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د نیویارک ټایمز راپور د ‘سي‌اېن‌اېن’ له راپور سره د وخت په حساب توپیر لري، د دې ورځپاڼې د راپور له مخې د سولې تړون به په څو اوونیو کې لاسلیک شي. روېټرز بیا په یو ډول د نیویارک ټایمز خبره تأیید کړې ده، دغه اژانس د افغان حکومت د دوو سرچینو او یوه غربي ډیپلومات په وینا ویلي دي چې د فبرورۍ تر اخره به له طالبانو سره د سولې تړون وشي.
د احتمالي سولې د موافقې د جزئیاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو بارنت روبین چې یو وخت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سلاکار و د ازادي راډیو ګندهارا وېب‌پاڼې ته ویلي دي چې د موافقې له لاسلیک سره به طالبان په بشپړه توګه له القاعده سره اړیکې قطع کوي او له داعش سره به جګړه کوي. د ښاغلي روبین په باور د موافقې له مخې به په ۱۳۵ ورځو کې د امریکایي ځواکونو شمېر په افغانستان کې ۸۶۰۰ ته راکمېږي. امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتېري لري.

روبین چې یو وخت په ملګرو ملتونو کې هم د امریکا د حکومت سلاکار پاتې شوی دی، زیاتوي چې له طالبانو سره تر موافقې وروسته به په ۱۰ ورځو کې په اسلو کې بین‌الافغاني خبرې پيلېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې ناروې او جرمني دواړو وړاندیز کړی دی چې د افغانانو ترمنځ به د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو به د سولې د هڅو حمایت وکړي: “موږ په کلکه باور لرو چې د ناټو لپاره تر ټولو غوره دا ده چې د سولې د بهیر او هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان د کړکېچ لپاره یوې سیاسي حل‌لارې ته زمینه برابره کړي. موږ به د هغو اقداماتو هرکلی وکړو چې د شخړو د کمېدو باعث کېږي.”

د ناټو سرمنشي پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره او د شخړو د کمېدو لپاره خپله وړتیا او اراده څرګنده کړي.

د سې شنبې په شپه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ټیلیفون افغان ولسمشر ته د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د پایداره کموالي په اړه چې په اوربند به بدل شي د پام وړ پرمختګونو خبر ورکړ. اشرف غني پر دې پرمختګ خوښي څرګنده کړه او روېټرز اژانس د یوه افغان چارواکي په وینا چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې ده خبر ورکړ چې روانه اوونۍ به د جرمني په مونشن کې د نړیوال کلني امنیتي کنفرانس په څنګ کې افغان ولسمشر له مایک پومپیو سره د سولې پر روان بهیر مخامخ په تفصیل خبرې وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.