‘پر بګرام هوايي اډې برید کې یو کس وژل شوی او له ۸۰ زیات تپیان شوي’

دآزادی راډیو

د بګرام په هوايي اډه کې ننني برید د سیمې ۸۰ تنه عام اوسېدونکي ټپيان کړي او یو تن وژل شوی.

دا خبره په پروان ولایت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډیو ته تأیید کړه.

وړاندې له دې د افغان ګډو ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډیو ته ویلي و چې د بګرام هوايي اډې ته نږدې سهار وختي دوه موټر بم بریدونه وشول.

په موټر بم کې د بګرام هوايي اډې یوې څنډې ته یو روغتیايي مرکز ډېر زیانمن شوی.

د سیمې خلک چې په خپلو کورونو کې و د ښېښو د ماتېدو او د ځينو کورونو د ورانېدو په نتیجه کې ژوبل شوي
د الوزي په خبره وسله‌وال تر برید وروسته د بګرام هوایي اډې ته ننوتي او اوس هم هلته ډزې روانې دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي په بګرام هوايي اډه کې نن سهار وختي په یوه روغتیايي مرکز برید شوی دی.

د قاطع ملاتړ مأموریت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو بریدګرو دغه روغتیايي مرکز ته چې د سیمې خلکو ته‌یې خدمات وړاندې کول سخت زیان رسولی دی.

د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي په برید کې امریکايي یا ائتلافي ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د دوی په خبره افغان ګډو ځواکونو او بهرنیو عسکرو د بریدګرو حمله دفع کړې او د برید پر مهال د بګرام هوايي اډه خوندي وه.
تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

په بګرام کې د امریکايي ځواکونو یو لوی شمېر سرتېري مېشت دي چې اکثر داسې بریدونه مخکې وسله‌والو طالبانو کول.

په بګرام کې دا برید داسې وخت کېږي چې د طالبانو سیاسي ډله په قطر کې له امریکایانو سره پر افغان سولې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.