د ولسي جرګې ۹۰ غړي له بې جوازه وسلو او نږدې ټول غړي ناقانونه موټرو کې ګرځي

 

تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسي جرګې د ۲۵۰ غړو له منځه یې ۱۶۰ کسانو ته وسلې او جوازونه ورکړي دي، خو د ۹۰ وکیلانو د وسلو سرچینه نده معلومه چې له کومه ځایه یې ترلاسه کړې دي.

وزارت وايي، په دغو ۱۶۰ وکیلانو یې ۸۳۷ میله وسله توزېع کړې ده چې ټوله ورسره ثبت شوې هم ده.

د قانون له مخې هر وکیل حق لري ۴ میله وسله له ځانه سره وګرځوي، خو ویل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت هر وکیل ته د ۸ میله وسلې جواز ورکړی او بیا هم ګڼو وکیلانو ډېره وسله او ډېر ساتونکي ځانته ساتلي دي.

د جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي، دا مهال شپږ ساتونکي لري چې ټول له کورنیو چارو وزارت سره ثبت دي، مګر هغه وسلې یې چې شخصي دي او ثبت کړې یې نه دي په کور کې یې ساتلې دي: (( یو وخت ځینو وکیلانو له ماسره رقابت کاوه، ما هم زیات ساتونکي لرل، پيکا او راکټونه به هم راسره وو، خو کله چې ولسمشر فرمان صادر کړ، له هغې وروسته مې زیاته وسله ونه ګرځوله.))

دا په داسې حال کې ده چې د ترافیکو ریاست وايي، ګڼ شمېر وکیلان په غیر قانوني ډول د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په نوم نمبرپلیټونه په موټرو نصبوي.

د کابل د ترافیکو رئیس خان محمد شینواری وايي، یوازې پنځه نمبرپلیټونه یې تر اوسه رسما وکیلانو ته ویشلي دي، نور ټول غیر قانوني دي: (( دوی دا ټول نمبرپلیټونه جعلي جوړ کړي دي، نه پوهېږم چې چېرته یې جوړ کړي دي.))

د ولسي جرګې غړی رئیس عبدالخالق دا مني چې په دوه موټرو د یو نمبر پلیټ لګول له قانون خلاف دي خو وايي، دا نمبرپلیټونه یې د جرګې په دارالانشاء کې ثبت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له جمعې ورځې راهیسې د امنیتي ارګانونو او ولسي جرګې د وکیلانو تر منځ له شخړې وروسته وکیلان ادعا کوي چې دوی ته سپکاوی د منلو نه دی او له ګاردانو سره یې باید د پولیسو لخوا برخورد او پوښتنې ګروېږنې ونشي.

دوی غوښتنه لري چې امتیازات او امکانات دې ورته ډېر کړای شي او هغه پولیس دې له دندو ایسته شي چې د جمعې په ورځ یې د پلچرخي ګمرک د تالاشۍ په پوسته له وکیلانو سره د موټر د نمبرپلیټونو او بې اسناده وسلو پر سر جنجال کړی دی.

خو د امنیت شورا لخوا یو پلاوي ته دنده ورکول شوې ده چې د دغه جنجال څېړنه دې وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.