صدیقي: افغان حکومت د سولې وروستۍ هوکړې ته اندېښمن دی

 

تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳ مه: د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وايي، حکومت د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلې په اړه اندېښمن دی.

صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، افغان حکومت د سولې بهیر کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې د تلپاتې سولې پایله او د جګړې په ختمېدو تمام شي.

نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د افغانستان حکومت اصلي اندېښنه دا ده چې تر هوکړې وروسته د ممکنه رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه څنګه ونیول شي؟

ښاغلی صدیقي وايي، لکه څنګه چې پخوانیو امریکايي چارواکو او سناتورانو د دغه هوکړه لیک په اړه اندېښنه ښودلې، افغان حکومت یې هم په اړه اندېښمن دی او ددغې هوکړې په تړاو لا نور وضاحت غواړي.

تر دې وړاندې ځینو امریکايي سفیرانو او دیپلوماتانو د امریکا هغه تګلاره غندلې چې له مخې یې له طالبانو سره د خبرو له لارې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د رایستلو تکل کړی.

دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې تازه د امریکایي پلاوي او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبرې پای ته رسیدلې دي.

له دې وړاندي افغان ولسمشر محمد اشرف غني بار بار د سولې ددې خبرو او توافق په اړه اندېښنه ښودلې وه.
افغان حکومت ددې اندیښنو په اړه تر اوسه نور وضاحت نه دی ورکړی خو اټکل دادی چې ښاغلی غني راتلونکې اونۍ امریکا ته سفر وکړي او د همدې هوکړې په اړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي، خو دغه سفر تر دې دمه ارګ نه دی تایید کړی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.