اسلام اباد د افغانستان او پاکستان د لوړې کچې غونډې کوربه دی

 

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد او افغانستان چارواکي نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې پر مهمو مسلو خبرې کوي او د دوو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه تماسونه بیا پیلوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورڅ ماښام وویل چې (د افغانستان – پاکستان د سولې او پیوستون د عمل پلان) غونډه به د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شي.

د پاکستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سُهیل محمود د پاکستاني پلاوي مشري وکړي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د افغان پلاوي مشر دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې اړیکې سړې دي خو داسې ښکاري چې په وروستیو ورځو کې دې هیواد ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار سفر او د اسلام اباد د سفر لپاره د ولسمشر غني له لوري د عمران خان د بلنې منلو د دوو هیوادونو په اړیکو کې کنګل مات کړی وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو هیوادونو په خپل منځ کې د دوه اړخیزو اړیکو په خاطر (د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان) په نوم یو میکانیزم جوړ کړی چې وروستۍ غونډه یې د تېر کال په نوومبر میاشت کې جوړه شوې وه.

د سولې اوړ پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې جوړ شو څو له دې لارې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې، اختلافي مسلو ته حللارې وموندل شي او دوه اړخیزې اړیکې پراخې شي.

دا میکانیزم ۵ کاري ډلې لري؛ سیاسي- دیپلوماتیک، د پوځونو ترمنځ همږغي، استخباراتي همکاري؛ اقتصاد او د کډوالو چارې.

ټاکل شوې وه چې په هرو درو میاشتو کې په دې چوکاټ کې د دوو هیوادونو چارواکي غونډې وکړي خو د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې خړپړتیا سبب شوه چې د نوومبر له میاشتې را په دې خوا بله غونډه ونه شي.

پاکستاني رسنۍ وايي، افغانستان د سولې او پیوستون د عمل په پلان کې ټینګار کاوه چې لومړی دې پاکستان د دوو هیوادونو د دیني علماوو ګډ کنفرانس جوړ کړي چې په افغانستان او سیمه کې د جګړې خلاف فتوا ورکړي. خو پاکستان بیا ویل چې افغانستان د علماوو په کنفرانس کې د صادرېدو لپاره د پرېکړه لیک مسوده وړاندیز کړې نه ده.

پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول وايي چې اوس دواړه خواوې پر دې مسلې تر یوه حده تفاهم ته رسېدلي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.