امریکايي سناتورانو د افغانستان د انتخاباتو او د سولې د بهیر ملاتړ کړی
دآزادی راډیو
د امریکا د سنا درېیو غړو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو او د سولې د بهیر ملاتړ کړی دی.
ولسمشر غني او سناتورانو، ډګ جونز، جک ريډز او جین شاهین پر سوله او انتخاباتو خبرې کړي دي.
دا خبر د افغانستان د ولسمشر دفتر پرون، د اپرېل په ۱۳مه، پر ټوېټر خپور کړی دی.
View image on TwitterView image on TwitterView image on TwitterView image on Twitter
ارگ
✔
@ARG_AFG
President @ashrafghani met with U.S. senators @DougJones, @SenJackReed and @SenatorShaheen at Arg today, and discussed a range of subjects including presidential elections, the peace process and government reforms.
261
1:53 AM – Apr 14, 2019
74 people are talking about this
Twitter Ads info and privacy
ارګ ویلي چې دواړه خواوې د افغانستان په حکومت کې پر اصلاحاتو هم غږېدلي دي.
آرشیف/ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ
SEE ALSO:
افغان حکومت له طالبانو غواړي چې د سولې په اړه د حکومت او خلکو بلنه ومني
کابل ته د امریکايي سناتورانو تللي پلاوي ویلي چې په انتخاباتو او سوله کې د افغانانو په ځانګړي ډول، د ښځو حقوق خوندې کېږي.
پهدې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې به د سېپټمبر په ۲۸مه کېږي.
د امریکا د سنا پلاوی پهداسې وخت کې کابل ته تللی چې وسلهوالو طالبانو د جمعې په ورځ د “الفتح” په نوم پسرلني عملیات پېل کړل.
وسلهوالو طالبانو د شنبې په ورځ د کندز ښار پر لمنو او یو شمېر ولسوالیو کې حملې پېل کړې.
په کابل کې چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په نورو ۱۵ ولایتونو کې هم حملې شوي دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې، حبیبې سرابي پرون د شنبې په ورځ«۱۳۹۸ کال د وري ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، افغانان سوله غواړي خو وسلهوالو طالبانو څرګنده کړه چې هغوییې نه غواړي.
سرابي وویل:
“معلومه ده چې څوک جګړه غواړي او د بې ګناه انسانانو د ویني له بهولو نه ستړي کېږي، زما پوښتنه دا ده چې دا څرنګه انسانیت او اسلام دی؟”
خو د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند ویلي چې هغوی سولې ته متعهد دي، خو د افغانستان امنیتي ځواکونه او بهرنۍ قواوې یې د پوځي عملیاتو په زیاتولو تورن کړي دي.
د طالبانو پسرلني عملیات د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وغندل.
هغه پر ټوېټر د جمعې په ورځ له پاکستان، قطر او نورو هېوادونو چې د خلیلزاد په وینا، په افغانستان کې سوله غواړي، غوښتنه وکړه چې ورته کار وکړي.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad
✔
@US4AfghanPeace
1/6 The Taliban’s spring offensive announcement is reckless. It is irresponsible to suggest that an increase in violence is warranted because the government announced a security plan. The Afghan people have clearly voiced their desire for peace.
878
3:53 AM – Apr 13, 2019
Twitter Ads info and privacy
480 people are talking about this
ټاکل شوې چې خلیلزاد په نږدې وخت کې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره وګوري.
په ولسي جرګه کې د غزني استازي، علي اکبر قاسمي ازادي راډیو ته پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۴» پهدې اړه وویل:
“د دې لپاره چې د سولې او مذاکرو خبره ډېره توده ده، هغوی «طالبان» غواړي چې د زیات امتیاز ترلاسه کولو لپاره حرکتونه وکړي او دولت هم مجبور کړي چې زیات امتیاز ورکړي.”
په کابل کې د سیاسي چارو د څارونکيعلي امیري له نظره د سولې په هڅو کې ابهام زیات دی، خو پرمختګ باید وشي.
علي امیري ازادي راډیو ته وویل:
ښايي د وخت له تېرېدو سره ټولنیز فشار د سولې کاروان تر یوه حده پرمخ بوزی!
نظرات بسته شده است.