د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر او جګپوړو چارواکو غونډه
تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون د خپل هیواد له جګپوړو پوځي، ملکي او استخباراتي چارواکو سره د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس، لوی درستیز جوزیف دانفورد، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د سي آی اې رييس جینا هاسپل او د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ګډون درلود.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې امریکايي مشرانو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب له څرګندونو وروسته د دفاع وزارت په پټه خونه کې غونډه وکړه.
خو ډېر احتمال شته چې امریکايي مشرانو دا غونډه په قطر کې د امریکا او طالبانو په غونډه کې پر شوې موافقې د بحث لپاره دایره کړې وي.
طالبانو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې امریکا ته ویلي چې خپل پوځیان دې د ۳ تر ۵ میاشتو په منځ کې وباسي خو امریکایانو ورته ویلي چې په ۱۸ میاشتو کې به یې وباسي.
نظرات بسته شده است.