د سولې عالي شورا: د سولې مشورتي لویه جرګه د کب په ۲۶مه نېټه جوړېږي
دآزادی راډیو
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې مشورتي لویه جرګه چې هدفیې د سولې په اړه ملي اجماع او همفکري ده، د روان کال د حوت میاشتې په ۲۶مه نېټه به جوړه شي.
د دې شورا د درالانشاء رئیس عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» د سولې او امنیت په اړه د ښځو د تحقیق په نوم غونډه کې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له لوري جوړه شوې وه، وویل چې د ټولو خلکو د افکارو راټولولو او د سولې په مذاکراتو کې د سرو کرښو مشخصولو لپاره تر ټوله ښه لاره مشورتي لویه جرګه ده.
نوموړي زیاته کړه:
“د مشورتي لویې جرګې نېټه اوسمهال د حوت ۲۶مه ده او انشاءالله چې د حوت په ۲۹مه به پای ته ورسېږي. ښایي دا نېټه تمدید شي، پهدې جرګه کې به ټول حضور ولري، د ټولنې ټول قشرونه له مرکز او ولایتونو به هلته مشوره او مذاکره وکړي او بالاخره به یو واحد دریځ وړاندې شي.”
دی وايي، د دغې جرګې په طرزالعمل کې به ښځو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شي.
هغه دا هم وویل چې دا ځل د تېر په توپیر د سولې مشورتي لویې جرګې هېڅ یو غړی به د حکومت استازیتوب نهکوي، بلکې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو به جوړه شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د دغې جرګې پر مېکانیزم لاهم کار روان دی او تر دې دمه په ډاګه نهده چې په کوم اساس بهيې ګډونوالو ته بلنه ورکول کېږي.
دا پهداسې حال کې ده چې ۱۰ ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې ملي پروسې په مشورتي ناسته کې د سولې شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزي ته لارښوونه وکړه چې د حوت میاشتې تر وروستیو پورې د سولې مشورتي لویې جرګې ته چمتووالی ولري.
ولسمشر ویلي چې پهدغې جرګه کې د سولې او جګړې پر قیمت، پر هغو ارزښتونو چې باید پرې معامله ونهشي او د سولې په پروسه کې په انعطاف باندې به بحثونه وشي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې د سولې په مشورتي جرګه کې د خلکو د استازو او اغېزمنو څېرو حضور ته په کتو او هغه پرېکړې چې په جرګه کې به وشي پر طالبانو به هم اغېز پرې باسي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا په رښتیا هم په اوسنیو شرایطو کې د مشورتي لویې جرګې ترسره کېدل به د سولې د راوستلو او د یو واحد نظر د رامنځته کېدو په برخه کې ګټور تمام شي که نه؟
د سیاسي چارو افغان کارپوه ګل رحمان قاضي يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:
“که دلته د خلکو اراده تمثیل شي او واقعاً مدیریتیې وشي او د خلکو واقعي استازي پهکې حضور ولري په هغه صورت کې به مشورې هم ګټورې وي او ښه پایله به ولري، خو که برعکس وي جرګه چې د افغانستان له ملي ارزښتونو ګڼل کېږي خپل ارزښت به له لاسه ورکړي.”
سره له دې چې طالبانو ویلي چې نهغواړي یو ځل بیا پخوانۍ شېوې ته وګرځي، خو لا هم دغه اندېښنه شته چې د افغانستان سوله به کوم حقونه او مدني ازادۍ قرباني کړي.
خو د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې افغانستان اوس د تېرو ۱۹ کلونو هېواد نهدی او د افغانانو د راتلونکي په اړه هېڅ یوه پرېکړه به د هغوی له نظر غوښتنې پرته ونهنیول شي.
نظرات بسته شده است.