د پر له پسې واورو د اورېدو له کبله د افغانستان یو شمېر لارې بندې شوي
تاند- د زیاتو واورو د اورېدو او په ځینو سیمو کې د سېلونو د جاري کېدو له کبله د افغانستان یو شمېر لارې بندې شوي دي.
راپورونه وايي چې له تېر ماښام څخه په سالنګ کې لږترلږه ۷۰ سانتۍ نوره واوره اورېدلې او دا لار، چې د سې شنبې په ورځ ناوخته بنده شوې وه، لا هم بنده ده.
په هرات ښار او شاوخوا سیمو کې د درنې واورې ترڅنګ سېلونه جاري شوي دي چې له کبله یې د هرات -اسلام کلا، هرات – تورغونډۍ او هرات – کندهار لاره بنده شوې ده.
د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د شیبر لار هم بنده ده او د دایکنډي او بامیان ګڼ سړکونه هم د واورو د اورېدو له کبله بند دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رييس عبدالبصیر حبیبي نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل چې د سې شنبې له ورځې را په دې خوا په سالنګونو کې تر ۲۰ زیات راشي /برفکوچونه راغلي او لا هم د واورې ورښت دوام لري.
حبیبي وايي چې د واورې د اورېدو او د تېز باد د چلېدو له کبله د لارې د خلاصون عملیات له خنډ سره مخامخ دي.
ده په عین حال کې وویل چې د ادارې کارکوونکو یې لسګونه مسافر، چې په لارو کې بند پاتې شوي وو، ژغورلي دي.
حبیبي همداراز وايي چې تېره شپه په حاجي ګک کوتل ک ۵۸ تنه مسافر، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل وو، د بامیان د فواید عامې د ریاست د کارکوونکو له لوري ژغورل شوي دي.
ښاغلی حبیبي وايي چې د سالنګ لویه لار به تر بلې اطلاع پورې بنده وي.
نظرات بسته شده است.