خلیلزاد له باجوه او جنجوعه سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې J

 

تاند- پاکستاني چارواکو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې موافقه وکړه چې په نهایت کې د افغانانو ترمنځ خبرې د افغانستان د مسلې د حل لپاره حیاتي اهمیت لري.

زلمی خلیلزاد نن /پنجشنبه/ پاکستان ته لاړ او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې ولیدل.

د پاکستان اسوشیتیدپریس خبري اژانس وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره د پلاوو په کچه په کتنه کې د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر پر انکشافاتو خبرې وکړې.

په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې له سفیر زلمي خلیلزاد سره د امریکا د دفاع وزارت او ملي امنیت شورا غړي هم په پلاوي کې ملګري دي.

د مېرمن جنجوعه په مشرۍ د پاکستان په پلاوي کې د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو جګپوړو مامورینو برخه لرله.

ښاغلي خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته د خپلو سفرونو او خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل او مېرمن جنجوعه وویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرستې ته ځان ژمن بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته ګډ مسوولیت دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، ښاغلی خلیلزاد به سبا /جمعه/ د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم وویني.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی خلیلزاد دوې ورځې وړاندې پاکستان ته لاړ شي.

د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره کتنه
د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي نن د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وکتل.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې، پخلاینې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

جنرال باجوه ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان سولې ته اهمیت ورکوي او ډاډ ورکوي چې هلې ځلې به سیمې ته سوله او امنیت راوړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیاله لیزا کرټیس هم په پاکستان کې ده او د دغه هیواد له بېلابېلو چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.