ولسي جرګه وايي، ګاونډي هیوادونه دې له طالبانو سره له خبرو راوګرځول شي
تاند- د افغانستان د ولسي جرګې غړیو له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سیمې د هیوادونو د چارواکو د کتنو مخه ونیسي.
ولسي جرګې وروسته له دې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په دې برخه کې د اقدام غوښتنه وکړه چې روسیې او ایران طالب استازو ته د خبرو لپاره بلنې ورکړې.
که څه هم طالبان د ابوظبي، دوحې او جدې غونډو ته هم وبلل شول خو د ولسي جرګې غړي دا غونډې د افغانستان د مسلې د حل، او د مسکو او تهران بلنې طالبانو ته د رسمیت ورکولو او ملاتړ لپاره ګڼي.
د ولسي جرګې غړیو ویلي چې د افغانستان د حکومت له حضوره پرته له طالبانو سره د بهرنیو هیوادونو د چارواکو کتنې د افغانستان سولې ته زیان اړوي.
د ولسي جرګې ځینې غړي باور لري چې له طالبانو سره دا ډول کتنې د افغانستان د جګړې د اوږدېدو سبب کېږي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي وویل چې د افغانستان د حکومت له ګډونه پرته له طالبانو سره د بهرنیو هیوادونو کتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
د ولسي جرګې غړي محمد سلجوقي وویل، د سیمې هیوادونه د دې لپاره له طالبانو سره لیدنې کتنې کوي چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي.
ده دا هم وویل چې د افغانستان د حکومت د استازو له حضوره پرته به له طالبانو سره کتنې به له دغو هیوادونو سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو د کمزوېدو سبب شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تېره اوونۍ د هند د سفر په لړ کې په یوه مرکه کې وویل چې طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري.
ده همداراز وویل چې د ایران د هغو سرحدي سیمو د امنیت لپاره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، له دې ډلې سره استخباراتي ارتباطات لري.
د ښاغلي ظریف دا څرګندونې د ګڼو افغانانو له عکس العمل سره مخامخ شوې.
نظرات بسته شده است.