عمران خان وايي، طالبان یې له امریکایانو سره خبرو ته چمتو کړي

 
تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ /دسمبر۱۴/ افشا کړه چې دغه هیواد وسله وال طالبان د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرو ته حاضر کړل.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، عمران خان وايي چې له امریکا سره یې وروسته له دې طالبان خبرو ته حاضر کړل چې متحدو ایالتونو له پاکستان څخه د طالبانو د مخنیوي لپاره د نورو اقدامات غوښتنه بس کړه او د خبرو له لارې یې د افغانستان د مسلې له حل سره موافقه وکړه.

عمران خان ویلي چې پاکستان د دسمبر په اوولسمه /راتلونکې دوشنبه/ د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرواترو تر دوهم پړاو وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو امکان برابر کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د سولې او پخلاینې د پروسې په اړه د افغانستان، چین او پاکستان دوهمه درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ /دسمبر ۱۵/ په کابل کې جوړه شي.

ښاغلي عمران خان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د سلمې ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل«هماغه امریکا چې له موږ څخه یې غوښتل چې نور اقدامات وکړو، اوس له پاکستان څخه غواړي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو زمینه برابره کړو.»

عمران خان دې ته په اشاره چې د دسمبر په ۱۷ مه یې له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو امکان برابر کړی، وویل«کله چې به ما ویل چې دا مسله له خبراترو پرته نه شي حل کېدای، دوی به زه طالبان بللم.»

عمران خان وايي چې وروسته له دې یې د طالبانو او امریکایانو د خبرو امکان برابر کړ چې ولسمشر ټرمپ په یوه لیک کې ورڅخه مرسته وغوښته.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس ولسمشر ټرمپ له عمران خان څخه غوښتي چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویلي چې ولسمشر ټرمپ له صدراعظم عمران خان څخه په لیک کې غوښتي چې د طالبانو او امریکایانو د خبرو ملاتړ وکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویندوی وویل «ولسمشر ټرمپ په خپل لیک کې منلې چې پاکستان دا توان لري چې په خپله خاوره کې د طالبانو پناهځایونه بند کړي. په لیک کې همداراز دا روښانه شوې چې د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان مرسته د امریکا او پاکستان د اړیکو د ټینګښت لپاره اساسي دي.

د عمران خان تر څرګندونو لږ وروسته طالب سرچینو د تاند په شمول ځینو نورو رسنیو ته وویل چې په کوټه کې د دوی د مشرتابه شورا پرېکړه وکړه چې له امریکایانو سره پر یوې نوې طرحې او نوې اجنډا خبرو ته سلا شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.