د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری ورکړ

 

تاند- د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته، چې په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي، خبرداری ورکړ، له خپلې کمپلې پښې ونه غځوي.

د پاکستان د پوځ ویندوی ډګرجنرال اصف غفور د پنجشنبې په ورځ وویل، پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ له نژدې څاري.

د پاکستان د پوځ ویندوی همداراز وویل، پوځ پي ټي ایم (د پښتون ژغورنې غورځنګ) ته موقع ورکړې چې د پښتنو، په تېره بیا د هغو کسانو په توګه چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې اوسي او له سختدریځو سره د پاکستان د پوځ د اوږدې جګړې په لړ کې ځورېدلي دي، اعتراض وکړي.

ده په عین حال کې وویل چې د پوځ حوصله په ختمېدو ده.

«موږ د دوی په غمونو، سختیو پوهېږو، خو دوی باید له هغو حدودو وانوړي چې دولت مجبورېږي چې باید د حالاتو د کنټرول لپاره له قوې کار واخلي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د پوځ له لوري د لسګونو زره پښتنو، په تېره بیا قبایلو له وژلو او بې درکه کولو وروسته رامنځته شو. دا غورځنګ یوازې د خپلو بې درکه شویو عزیزانو د موندل کېدو غوښتنه کوي خو د پاکستان پوځ، چې باور کېږي ټول نیولي او تښتولي کسان یې په بې رحمۍ وژلي دي، حاضر نه دی چې د بې درکه شویو په اړه پښتنو ته حساب ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.