روسیه وايي، د امریکا د ناکامېدو له کبله په افغانستان کې منځګړتوب کوي

 

تاند- یوه جګپوړي روسي دیپلومات نن /دوشنبه/ وویل، مسکو غواړي چې د افغانستان د سولې لپاره د منځګړتوب رول ولوبوي ځکه چې فکر کوي امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف وویل، د افغانستان له سولې سره د مرستې لپاره د روسیې هلې ځلې د دې لپاره نه دي چې د امریکا د هڅو مخه ونیسي، بلکې د خپلو مشروع امنیتي اندېښنو لپاره دي.

ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې دوام د روسیې او د هغې د منځنۍ اسیا د متحدانو ګټې ګواښي.

کابلوف په مسکو کې یوې غونډې ته وویل«افغانستان زموږ د غوږ ترڅنګ دی نو د روسیې او د هغې د متحدانو ملي ګټې په خطر کې دي. موږ د روان وضعیت په وړاندې لاس تر زنې نه شو کښېنستلی. موږ د امریکا متحدو ایالتونو ته خبر ورکړ چې د لانجې د حل کولو په هڅو کې بریالۍ نه ښکاري.»

ضمیر کابلوف دا خبره وروسته له دې وکړه چې د جمعې په ورځ /نوومبر ۹/ مسکو د طالبانو او د سولې د شورا د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه و.

کابلوف همداراز وویل چې امریکا او ناټو نه یوازې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې بریالي شوي نه دي بلکې شخړه یې لا پراخه کړې ده. ده په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ د ساحو پراختیا د خپلې ادعا ثبوت وباله.

«لوېدیځوالو په افغانستان کې جګړه بایللې ده، خو په دې څرګند حقیقت اعتراف نه کوي. که دوی پر قوې اتکا ته دوام ورکړي، یوازې به د زرګونو نورو انسانانو وینې وبهېږي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي یادونه وکړه چې د جګړې په پای ته رسېدو کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران په ګډون د سیمې د هیوادونو ډېره ګټه ده او دوی باید لا ډېر فعال رول ولوبوي.

په وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو هم د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره هلې ځلې زیاتې کړي او زلمی خلیلزاد یې د سولې لپاره ځانګړی استازی ګومارلی دی.

خلیلزاد د شنبې په ماښام له ولسمشر غني سره له کتنې وروسته له عطا محمد نور، اسماعیل خان او یو شمېر نورو قوماندانانو سره وکتل او ویې ویل چې د افغانستان سوله نژدې شوې ده.

کابلوف وویل چې د روان مني په پای کې به ممکن له خلیلزاد سره وویني.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.