د ولسمشر غني نوې څرګندونې: د افغانستان جګړه طالبان نهشي ګټلی
دآزادی راډیو
ولسمشر اشرف غني په خپلو نویو څرګندونو کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان جګړه طالبان نهشي ګټلی.
ښاغلي غني د واشنګټن د جانز هاپکېنز په مشهور پوهنتون کې د پرمختللو نړیوالو مطالعاتو محصلینو ته په وینا کې زیاته کړه چې افغانستان دا جګړه نهبایلي.
ښاغلي غني ویلي، د ده حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره سوله وکړي او طالبانو هم له هغه حکومت سره چې غیر مشروعیې بولي مستقیمو خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
ښاغلي غني په دې وېډیويي کنفرانس کې وویل، طالبان د ګټلو په حالت کې نهدي.
د ده د خبرو پر مهال په کابل کې یوه انتحاري برید کوونکي ځان والوزاوه او ګڼ خلکیې مړه او ټپیان کړل.
ولسمشر یادونه وکړه چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ملي ځواکونو له ۲۸۰۰۰ زیات سرتېري په جګړو کې ووژل شول، خو ده ډاډ څرګند کړ چې که افغان پوځ هوايي ځواک او کمانډو ولري، نو کولای شي چې له وسلهوالو مخالفینو څخه پراخې سیمې ونیسي.
ولسمشر غني وویل، په هر ځای کې چې افغان ځواکونو ته تلفات پېښ شوي، دوی په دفاعي حالت کې و.
ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېره څرګنده کړه او ویېویل چې د افغان ځواکونو تلفات یو ناڅاپه وروسته له هغه لوړ شول چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د سرتېرو مرګ ژوبله راکمه شوه ځکه د محاربوي چارو مسؤلیت افغان ملي ځواکونو ته وسپارل شو.
ولسمشر غني وویل چې له ۲۰۱۵ میلادي کال په راوروسته موده کې یوازې ۵۸ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي په داسې حال کې چې د همدې مودې په ترڅ کې له ۲۸ نیم زرو زیات افغان ځواکونه شهیدان شوي دي.
ښاغلي غني په دې اړه هم خبرې وکړې چې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې افغان حکومت او متحده ایالات ورته دریځونه لري، خو ولسمشر غني د پاکستان یادونه یو ځل بیا وکړه او ویېویل چې پاکستان لا هم د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې بېړنی کار نهکوي او په خپلو پالېسیو کې هم بدلون نهدی راوړی.
نظرات بسته شده است.