د مسکو ناسته د طالبانو په ګټه شوه، که د سولې عالي شورا؟
دآزادی راډیو
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د سولې د عالي شورا په پرتله، طالبانو د مسکو له غونډې زیاته استفاده وکړه.
یوه ورځ وروسته له هغې چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د طالبانو سیاسي استازو ګډون وکړ، په کابل کې داسې انتقادونه دي چې د سولې عالي شورا درې کسیز پلاوی په غونډه کې ښه ونه ځلېد.
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان یو له هغو کسانو دی چې وايي، طالب استازي وتوانېدل چې له غونډې زیاته استفاده وکړي.
ښاغلي عرفان د بېلګې په توګه وايي چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی نسبت د سولې د عالي شورا له استازو زیات له نړیوالو رسنیو استفاده وکړه او د طالبانو غوښتنې د نړیوالو رسنیو سرټکي شول.
دا چې د طالبانو پلاوی په کوم دلیل له دغه غونډې زیاته استفاده وکړه؟ عرفان الله عرفان یې په اړه وايي چې روسیې ورته دا زمینه برابره کړې وه.
دی زیاتوي:
“هغه غونډه چې په مسکو کې جوړه شوې وه، دا یو مانور و چې روسیې اجراء کړ، امریکا ته یې خپل موقف څرګند کړ او همدا شان طالبانو نمایش اجراء کړ او ښکاره یې کړه چې د دې وړتیا لرم چې په افغانستان کې رول ادا کړم.”
د وسله والو طالبانو استازو او د افغانستان د سولې عالي شورا غړو د روسیې په کوربه توب د جمعې په ورځ په مسکو کې سره خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د روسیې او پاکستان په ګډون د لسو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
افغان دولت د مسکو په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د افغانستان د سولې عالي شورا د یوه خپلواک ارګان په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړ.
که څه هم په دغه غونډه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو په پیل ټینګار کېده، خو د طالبانو پلاوي د خبرو د پيل لپاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط کېښود.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی پلاوي له یوه پیاوړي دریځه په دغه غونډه کې ګډون وکړ.
دی وایي:
“هیله لرو چې خصومت او ځیني شخصي موضوعات مطرح نه کړي او افغانستان په پام کې ونیسي، هر فرصت چې د افغانستان په ګټه وي، د سولې عالي شورا به ورنه استفاده وکړي او په قوت به ګام اخلي او همداشان باید ووایوو چې دغه غونډه ډېره ګټوره وه.”
د ښاغلي طاهري په خبره، د روسیې په ګډون د غونډې اکثرو غړو د بین الافغاني مذاکراتو په پيل ټینګار کاوه.
له دې یوه ورځ وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر سره وکتل.
د ارګ د اعلامیې له مخې، په دغه لیدنه کې چې تېره ورځ ماښام ترسره شوه، دواړو لوريو د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
راپور: رحمت الله افغان
نظرات بسته شده است.