د کابل په ۴ مارکېټونو کې اورلګېدنې میلیونونه ډالر زیان اړولی

 

دآزادی راډیو

د کابل د نادر پشتون واټ د مارکېټونو دوکانداران وايي چې دغلته د یو شمېر مارکېټونو د سوځېدو له امله دوی ته سلګونه میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی دی.

د کابل د نادر پشتون واټ دوکانداران وايي چې د دغې اورلګېدنې له امله چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته پیل شوه، د کابل، اتفاق، خیرخوا او زرنګار مارکېټونو سلګونه دوکانونه پکې د اور خوراک شول.

یو شمېر دوکانداران چې په وارخطايۍ له خپلو دوکانونو د مالونو د ايستلو په حال کې وو، د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت په وخت د اور په وژولو او د دوی د سوداګریزو مالونو په خوندي کولو ونه توانېد.
دوو تنو زیانمنو شویو سوداګرو حاجي اسدالله او اختر محمد ازادي راډيو ته وویل:

“کله چې مارکېټ ښه وسوځېد، بیا دوی راغلل، دوی ایله له خپلو څو موټرو سره اخوا دېخوا ګرځېدل، په دې وخت کې زموږ ډېر مالونه هم غلا شول.”

“موږ یوازې په زرنګار مارکېټ کې نېږدې دوه سوه ګودامونه درلودل، همدا شان په خیر خوا مارکېټ کې له زرو ډېر دوکانونه وو، د سوداګرو ټول مالونه وسوځېدل او هېڅ نه دي پاتې.”

د دغو دوکاندارانو په وینا، یاده اور لګېدنه د پنجشنبې د ورځې مازیګر ناوخته نېږدې پنځه بجې په یو مارکېټ کې رامنځته شوه چې د څو ساعتونو په تېرېدو نورو مارکېټونو ته هم وغځېده.

دوی له لوړ پوړو حکومتي مسؤلینو غواړي چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره دې ژر ترژه پلاوی وټاکي، تر څو د دغې اور لیګېدنې لامل معلوم کړي.

همدا شان دوی غواړي چې حکومت ورسره مالي مرستې وکړي.
د دوکاندارانو په خبره، دا د کابل ستر سوداګریز مارکېټونه وو چې تر ډېره پکې برقي سامان الات، د کورونو د اړتیا وړ وسایل او ګرځنده موبایلونه پلورل کېدل.

دغه دوکانداران همدا شان د خپلو زیات شمېر سوداګریزو مالونو د تالان خبره هم کوي چې د اور لګېدنې پر مهال لوټ شوي، خو دوی نه وايي چې دا لوټ او تالان د چا له خوا ترسره شو.

په دغه اور لګېدنه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د زیانمونو سوداګرو په وینا، په دې پېښه کې ورته میليونونه ډالر مالي زیان رسېدلی دی.

دا لومړی وار نه دې چې په مرکز کابل کې دغه ډول اور لګېدنه رامنځته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د کابل په منډوی او د دغه ښار په یو شمېر نورو سوداګریزو ساحو کې څو ځله دغه ډول اور لګېدنه رامنځته شوې چې سوداګرو ته يې ستر مالي زیانونه اړولي دي.

که څه هم تر دې دمه د دغې اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د کابل د پولیسو یوه چارواکي رحمت امیني د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ګومان کېږي چې اور د برښنايي شارټۍ له امله لګېدلی وي.

په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي بنسټونو او د کابل اطفايې خپله ټوله هڅه کړې چې یاده اور لګېدنه کنټرول کړي.
دی زیاتوي:

“پولیسو په ټول توان سره هڅه وکړه، خو د اور لګېدنې کچه ډېره لوړه وه، خو بالاخره موږ واتوانېدو چې د شپې په وروستۍ برخه کې اور کنټرول کړو.”

دی وايي چې د اور لګېدنې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي او په دې اړه به نور جزیات وروسته له خلکو سره شریک شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان دغه ډول اور لګېدنې ستر اقتصادي زیان ګڼي او وايي چې حکومت د خلکو د مال او سر په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

له ډلې يې سید قیاس سعیدي په افغانستان کې د بیمې سېستم او د اطفايي د کافي تجهیزاتو نه موجودیت او خلکو ته د اور لګېدنې د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي نه ورکول د دغه ډول پېښو لامل ګڼي او ټینګار کوي چې حکومت په دې برخه کې مسؤلیت لري او باید جدي پام ورته وکړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.