ولسمشر غني د اوربند پر سم مدیریت ټینګار وکړ
کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : ولسمشر غني د موقت اوربند د سالم مدیریت په خاطر د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینوقدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.
له ارګ څخه د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن د ۳۴ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په پیل کې ولسمشر د هرات ولایت د اهل تشیع جید عالم حجت الاسلام جعفر توکلي د وژنې په خاطر د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او د هېواد د دیني علماو د امنیت پر تامین او د یادې پېښې پر څېړلو یې ټینګار وکړ.
هغه ټولووالیانو ته لارښوونه وکړه چې د محلي حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ټولنې له بېلابېلو افشارو سره مشورتي ناستې وکړي، ځکه د حکومت د کار موخه د خلکو رضایت دی.
ولسمشر غني د موقت اوربند د سالم مدیریت په خاطر د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینوقدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، ترګواښ لاندې سیمو کې چاڼیز عملیات دوام لري او هر هغه خطر چې خلکو او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته متوجه وي باید د دفع کولو لپاره یې هراړخیز اقدامات وشي.
ولسمشر څرګنده کړه، حکومت د اوربند په بحث کې کوچنی خطر هم نه شي منلی او د اوربند پر مهال به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر تعرض په وړاندې ځواب ووایي.
هغه په افغانستان کې د جګړې د حرام بللو په اړه د مسجدالحرام د امام او د مسجدالنبوي(ص) د امام د فتواو هرکلی وکړ او ويې ویل، د اسلام علما په منسجم ډول په افغانستان کې د جګړې په حرام او مردود بللو کې همغږي او موافق دي او په دې اړه یې خپل ګډ غږ پورته کړی.
نظرات بسته شده است.