د ناټو قوماندان: د طالبانو لپاره مناسب وخت دی چې سوله وکړي د ناټو قوماندان: د طالبانو لپاره مناسب وخت دی چې سوله وکړي

 

تاند- په افغانستان کې د ناټو تر ټولو جګپوړی جنرال وايي، د طالبانو لپاره دا تر ټولو ښه وخت دی چې د سولې خبرو ته کښېني.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن نن /چهارشنبه/ په عین حال کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که سوله ونه کړي نو یوازې به د دې ډلې خلاف هوايي او مځکني عملیات به شدید شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل، ویې وویل، د افغانستان د ملي یووالي حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره اوربند وکړي او د دوی تحریک د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.

د افغانستان ولسمشر وویل، که طالبان وغواړي چې په اساسي قانون کې ځینې مواد تغییر شي، کېدای شي پرې غور وشي.

غني همداراز وویل چې د سولې په صورت کې به د طالبانو ټول بندیان خوشي او له تورو لیستونو څخه به د دوی مشران وباسي.

ده همداراز وویل، د افغانستان حکومت په هیواد کې دننه د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو، د ازاد سفر په خاطر د پاسپورټونو له صادرېدو، د دوی د بندیانو د خوشي کېدو، د رسنیو د فعالېدو او د هغوی د کورنیو له استوګن کېدو سره موافق دی.

تراوسه پورې طالبانو دغو وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی او د سیاسي چارو کتونکي دا د دې نښه بولي چې د طالبانو مشران لا هم په دې موضوع په خپل منځ کې بحث کوي.

جنرال نیکلسن، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايی پوځیانو مشري کوي، وویل، له کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د تېر کال په وروستیو کې په افغانستان کې د هوايي حملو اجازه ورکړې ده، طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

ده په عین حال کې په جګړه کې د افغان کومانډو ځواک د موثریت یادونه وکړه.

نیکلسن، چې د امریکا له دفاع وزیر سره له راغلیو خبریالانو سره په بګرام هوايي اډه کې خبرې کولې، وویل، دا په رښتیا چې د طالبانو لپاره تر ټولو ښه وخت دی چې د سولې خبرې وکړي، ځکه چې که اوس خبرې ونه کړي، حالات به د دوی لپاره خراب شي.

راپورونه وايي، دواړه خواوې د پسرلني موسم د جګړې لپاره تیاري نیسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.