طالبان وايي، د ټاپي پروژې له امنیت سره بشپړه همکاري کوي

 

 
تاند- د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو له لوري د ټاپي پروژې د اجرايي چارو له رسمي پیل سره په یو وخت افغان طالبانو اعلان وکړ چې د دې پروژې ملاتړ کوي.

طالبانو ویلي، په دې خاطر د دې نللیکې او د هغې د امنیت ملاتړ کوي چې د هیواد د اقتصادي سوکالۍ لپاره ده.

نن د دې ۱۰ ملیارد ډالرې پروژې د جوړولو کار په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف، د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي او د هند په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ایم. جې. اکبر له لوري پرانیستل شو.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي«د ټاپي پروژه چې د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د هغې د احداث ابتکار هم د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال تر سره شوی له هغو مهمو صنعتي او اقتصادي پروژو څخه ده چې تکمیل یې په افغانستان باندې د امریکايي اشغال له امله تراوسه ځنډیدلی و.»

طالبانو په عین حال کې ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د دې نللیکې د کار پیل ښه خبر دی.

طالبانو ویلي«په هغو سیمو کې، چې زموږ په کنټرول کې دي، اسلامي امارت د دې پروژې له اجرا کېدو سره بشپړه همکاري اعلانوي او د ټاپي پروژې اړونده جهتونه د اسلامي امارت د اصولي موقف رعایتولو ته متوجه کوي.»

طالبانو همداراز ویلي چې په دې پروژه کې امریکایانو ته کومه ګټه په لاس نه ورځي او ممکن د لوګر د مس عینک د پروژې په شان یې په لاره کې خنډونه جوړ کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو انشعابي ډلې هم د دې پروژې له تطبیق سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړی و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.