یوناما د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د معرفي کېدو هرکلی وکړ

 

 

 

 

د آزدی راډیو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازي دفتر یا یوناما د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د معرفي کېدو هرکلی وکړ.

یوناما پرون سې شنبه وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمېسيون د غړو معرفي په افغانستان کې پر ټاکنیزو بهیرونو د خلکو د باور زیاتولو لپاره یو ستر او مهم ګام دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ګام په افغانستان کې د قانون تر رڼا لاندې، د انتخاباتي اصلاحاتو د چټکوالي او د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره مهم دی.

د خبرپاڼې په حواله، ټاکنیز کمېسیونونه باید د ټاکنو لپاره مهالوېش جوړ کړي او په‎ دې بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

یوناما د انتخاباتو د کمېسیونونو د ملاتړ څرګندونه کړې او هڅولي یې دي چې له ټولو اړوندو ادارو سره په روښانه، بې‌پرې او هر اړخیز ډول کار وکړي.

 

یوناما ویلي چې د افغانانو تر رهبرۍ لاندې د انتخاباتي بهیرونو د ښه ترسره کېدو لپاره تخنیکي مرستې به جاري وساتي.

 

د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۲ نویو ټاکل شویو کمېشنرانو پرون د خدمت لوړه وکړه.

 

په‎ دوی کې یوه تن، رفیع‌الله بېدار پرون ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو د شفافیت د ملاتړ او خلکو ته د انتخاباتي بهیرونو پر شفافیت د باور ورکولو لپاره هېڅ هڅه به ونه‎سپموي.

 

“ډېر به کوښښ وکړو چې نیمګرتیاوې اصلاح شي او یو مېکانیزم یا سیسټم رامنځته شي چې هغه تل پاتې وي او که افراد ځي یا راځي یا فردي تمایلات ولري، هغه به نه‌اغېزمن کوي. یو معقول انتخاباتي جدول به جوړ کړو، سره له‎ دې چې موږ مستقل یو خو له دولتي امکاناتو او ظرفیتونو به استفاده کوو. زموږ غټ کار به دا وي چې پر ټاکنیزو بهیرونو د خلکو زیانمن شوی باور بېرته ټینګ کړو.”

 

ښاغلي بېدار ټینګار وکړ چې نوي ټاکل شوي کمېشنران مسلکي خلک او د لوړو زده‎کړو خاوندان دي او باور يې څرګند کړ چې د انتخاباتو د شفافیت ساتلو لپاره به‌یې هڅې اغېزمنې وي.

 

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد او د افغانستان د سیاسي چارو شننوکی نصرالله ستانکزی، دا وروستی پرمختګ یو مثبت ګام ګڼي او وايي چې د داسې ملي بهیرونو په شفافیت او بریالیتوب کې ښه امنیت او د خلکو پراخ ګډون هم مهم رول لري.

 

“امنیت، اقتصاد، د خلکو، مدني ټولنې او ګوندونو ګډون کولای شي چې د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي خو که دا ونډه کمزورې شي او قوانین او مقررات هم ضعیف وضع شي، د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.”

 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو کمېسیونونو د ۱۲ نویو کمېشنرانو د لوړې په مراسمو کې د وینا پر مهال، له خلکو سره د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو پر ژمنه بیا ټینګار وکړ.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.