ارګ: پر سپېڅلو ځایونو حملې د مخالفینو د کمزورۍ ثبوت دی

 

 

 

دآزادی راډیو

د افغانستان حکومت په کابل کې د شیعه‎ګانو پر جومات “باقرالعلوم”د پرونۍ حملې په اړه وايي چې وسله‎والو په ډېرو سیمو کې ماته خوړلې او له‎ دې امله پر سپېڅلو ځایونو حملې کوي.

 

په‎ دې حمله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل او تر ۸۰ زیات زخمیان شول.

 

د افغانستان حکومت وايي چې پر سپېڅلو ځایونو حملې په ‎دې هېواد کې د بېلابېلو مذهبونو د پلویانو تر منځ نفاق نه‎شي اچولای.

 

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر یوه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له ۳۰ وسله‎والو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دي او هغوی یې کمزوري کړي نو له‎ دې امله د مذهبي مراسمو پر سیمو او سپېڅلو ځایونو حملې کېږي.

 

“وسله‎وال په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ شوي دي. هغه هڅې چې وسله‎وال‌یې د مذهبي تشدد رامنځته کولو لپاره کوي، هېڅکله بري ته نه‎شي رسېدلای. ټول افغانان په یوه غږ دا پېښه غندي.”

 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې پر باقرالعلوم جومات او مدرسه وروستۍ حمله خونړۍ وه او له امله‌یې لږ تر لږه ۳۰ جسدونه او ۸۵ زخمیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

 

د “اعماق” په نوم یوه خبري سرچینه چې وسله‎والې ډلې يې چلوي، وایي چې په‎ دې انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۱۶ کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي وو.

 

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائيه ریاست مرستیال محمد محقق دا حمله په شدت غندلې او پر خلکو یې د احتیاط کولو غږ کړی دی.

 

“دا دښمنان د پخوا په پرتله زیات جاهل دي. دا هغه دښمنان دي چې تازه راپیدا شوي دي. هغوی پر عادي خلکو حملې کوي یعنې داسې نه‎دي چې د حکومت یا حکومتي ځواکونو پر ضد فعالیت وکړي، بلکې خلک په نښه کوي. دا د بشریت دښمنان دي. “

 

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندانۍ، کابل کې د امریکا سفارت، کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دفتر او د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې پرونۍ حمله په شدت غندلې ده.

 

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو ګډ قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې په‎ دې حمله کې د ملکي وګړو قتل څرګندوي چې حمله کوونکي احساس نه‎لري.

 

نېکلسن په یوه خبرپانه کې افغانانو ته ډاډ ورکړی چې ناټو تړون به‌یې څنګ ته ولاړ وي او د باثباته افغانستان جوړولو لپاره هڅې به جاري وساتي.

 

په کابل کې د حملې مسؤلیت د سُني وسله‎والو ډلې، داعش منلی دی.

 

د کابل پوهنتون استاد احمد ضیا رفعت وايي چې افغانستان کې د شیعه‎ګانو او سُنیانو تر منځ د نفاق لپاره هڅې تل ناکامې شوي دي.

 

 

“شیعه مشرانو په تېر کې دا کار کړی او ښه ده چې راتلونکې کې هم دا کار وکړي چې د تفرقې اچولو داسې هڅې له سُني افغانانو سره ونه‎تړي. سُني رهبران هم باید خپل دا کار جاري وساتي چې داسې پېښې محکومې کړي. “

 

کابل کې پرونۍ پېښه په روان کال کې پر شیعه‎ګانو درېیمه حمله ده.

 

روان کال د عاشورا په مراسمو کې په وسله‎واله حمله کې ۱۴ تنه شیعه‎ګان ووژل شول.

 

څو میاشتې وړاندې په کابل کې د جنبش روشنايي د پلویانو په لاریون کې د انتحاري حملو له امله لږ تر لږه ۸۰ تنه شیعه‎ګان ووژل شول.

 

پینځه کاله مخکې هم د عاشورا په مراسمو کې په انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۷۵ تنه وژل شوي وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.