شربت ګله نن د پېښور له یوه زندانه خوشي شوه
دآزادی راډیو
شربت ګله نن د پیښور له یوه زندان خوشې شوه او په پام کې ده چې د رارواني اوونۍ د دوشنبې په ورځ هېواد ته ستنه شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال نن پر ټولنیزو شبکو په یوه راپور کې خبر ورکړ چې شربت ګلې ته به هېواد ته له ستنېدو سره سم د ولسمشر اشرف غني له خوا هرکلی وویل شي.
Follow
Dr Omar Zakhilwal @DrOmarZakhilwal
په ډیری خوښۍ سره اعلانوم چی د افغانستان زړه راکښونکی معصومه څیره شربت ګله له خواشینوونکی وضعیت راخلاصه او د… http://fb.me/3gfACD67K
7:26 PM – 4 Nov 2016
7 7 Retweets 30 30 likes
شربت ګله وروسته له هغه د افغانانو د مهاجرت په یوه سیمبول بدله شوه چې تصویر یې څو لسیزې مخکې د نشنل جیوګرافیک مجلې پر پشتۍ له خپریدو وروسته په ټوله نړۍ کې مشهور شو.
شربت ګله لس ورځې مخکې د پاکستان د فدرال تحقیقاتو د ادارې له خوا په دې تور ونیول شوه چې د پاکستان د تابعیت جعلي شناختي کارډ یې جوړ کړی دی.
ښاغلي زاخېلوال له ټولو هغو فعالانو مننه کړې چې په هېواد کې دننه او بهر یې د شربت ګلې د خلاصون لپاره په کمپاینونو کې برخه واخیسته.
نظرات بسته شده است.