ارګ: وزیرانو په اړه د ولسي جرګې د هرې پریکړې درناوی کوو

 

 

 

د آزادی راډیو

د افغانستان ارګ ماڼۍ د ولسي جرګې له هغه پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوي چې اکثریت وزیران به د پراختیايي بودیجې د نه مصرف له امله استیضاح کړي.

 

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د وزیرانو استیضاح، د صلاحیت اخېستل او د قانوني سرغړونې په صورت کې عدلي او قضايي ارګانونو ته د هغوی معرفي کول د ولسي جرګې صلاحیتونه دي.

 

“د وزیرانو په اړه چې ولسي جرګه هره پریکړه کوي موږ یې درناوی کوو او دا د پارلمان صلاحیت دی هغو وزیرانو ته یې چې رایې ورکړي څه ډول چلند ورسره وکړي.”

 

د ښاغلي مرتضوي په خبره د حکومت او پارلمان ګډ کار او تفاهم کولای شي تر ډېره د مهمو پریکړو په عملي کولو مثبت اغېز وکړي.

 

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د رایو په اکثریت د ۱۳۹۴م مالي کال د قطیعې د رد ترڅنګ پریکړه وکړه، هغه وزیران به استیضاح کړي چې د پراختیايي بودجې له ۷۰ سلنې یې کمه مصرف کړې وي.

 

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري وايي، راتلونکې اوونۍ به د ولسي جرګې د رئیسانو په کمېټه کې د وزیرانو استیضاح لپاره مهال‎وېش وټاکي.

 

ښاغلي غفاري ازادي راډیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې وکیلان به له سلیقوي او سیاسي چلند پرته د اسیضاح کېدونکو وزیرانو د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.

 

“راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د رئیسانو د کمېټې ناسته لرو او له هغې وروسته به د استیضاح کیدونکو وزیرانو لپاره مهال‎وېش جوړ شي او کله مو چې د وزیرانو ځوابونه واورېدل احتمالاً د هر وزیر په اړه به د وکیلانو قضاوت فرق وکړي.”

 

ښاغلی غفاري وايي، هغه وزیران چې په قانوني سرغړونې ګرم وپېژندل شي دوی به یې عدلي او قضايي بنسټونو ته هم معرفي کړي.

 

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا انتقاد کوي چې د پراختیايي بودجې نه مصرف هرکال تکرارېږي خو حکومت او ولسي جرګه یې د مخنیوي لپاره اساسي اقدامات نه‎کوي.

 

اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون وايي، د پراختیايي بودجې نه مصرف د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د افغانستان د پرمختګ مخه هم ډب کړې ده.

 

“که بودجه نه مصرفېږي د فقر د پراختیا، د بنسټیزو کارونو او پروژو نشتوالی او د فقر او پرمختګ خنډونه په افغانستان کې تلپاتې کېږي.”

 

ښاغلی سیحون وايي، د افغانستان پراختیايي بودجه د نړیوالو ډونرانو له هغو مرستو تمولېږي چې د پلان او ځانګړو طرحو له مخې حکومت ته ورکول کېږي خو د ځینو مسؤلینو د بې کفایتی او لازمو ظرفیتونو د نشتوالي له کبله هرکال په میلیونونو ډالر په دې برخه کې ضایعه کېږي چې باید مخه یې ونیول شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.