ووټل: سږ کال افغان ځواکونه له سختو ستونزو سره مخ شوي

 

 

د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي چې افغان امنیتي ځواکونه سږ کال د جګړې په ډګر کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

هغه ارقام چې په وروستیو کې خپاره شوي څرګندوي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر سږ کال د تېر په پرتله لوړ شوی دی.

 

دا په ‎داسې حال‎ کې ده چې د افغانستان پوځي ځواکونه د امنیتي چارو د مسؤلیت اخیستلو د دوهم کال بشپړولو ته نېږدې دي.

د ناټو ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې افغانستان کې خپل پوځي مأموریت ختم کړ او د ټول افغانستان د امنیت مسؤلیت‌یې د دې هېواد کورنیو ځواکونو ته ورکړ.

 

جنرال جوزف ووټل د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه سږ کال د جګړې له سخت موسم سره مخامخ شوي وو.

 

خو د جنرال ووټل په وینا، د افغانستان امنیتي ځواکونه له زیاتو تلفاتو سره توانېدلي چې د طالبانو مخنیوی وکړي او هغوی یې خپل هدف ته له رسېدو منع کړي دي.

 

دې لوړ رتبه امریکايي جنرال ټینګار کړی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د زیاتو تلفاتو په بدل کې د طالبانو د نفوذ د پراختیا مخنیوی شوی او د دې هېواد ملي اردو په ځانګړي ډول خپل کلک تعهد څرګند کړی دی.

 

فرانس پرېس وايي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان ملي اردو او پولیسو په جګړه کې لږ تر لږه ۲۰ زره تلفات درلودل چې ۵۰۰۰ تنه وژل شوي او ۱۵ زره تنه زخمیان وو.

 

جنرال جوزف ووټل چې په وروستیو کې کابل ته تللی و، فرانس پرېس ته ویلي چې سږ کال د افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفات د تېر کال په پرتله لوړ وو.

 

په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر ویلي چې د روان میلادي کال لومړیو نهو میاشتو کې تر پنځه نیم زره زیات پولیس او عسکر وژل شوي او تر نهه نیم زره زیات زخمیان لري.

 

دا په ‎داسې حال‎ کې ده چې افغانستان کې د جګړې موسم لا پای ته نه‎دی رسېدلی.

 

د فرانس پرېس په وینا، ټاکل شوې وه چې د افغانستان د اردو شمېر یو لک او نوي زرو ته لوړ شي خو هغوی اوس‎مهال د یوازې یو لک او اویا زرو په شاوخوا کې دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې د جګړې په ډګر کې د تلفاتو د زیاتوالي له امله امنیتي ځواکونه د وګړو د شمېر له کموالي سره هم مخامخ دي.

 

جنرال نېکلسن ویلي چې د افغانستان ملي اردو د عسکرو د شمېر د زیاتولو په برخه کې لا هم خپل هدف ته نه‎دي رسېدلي چې د هغه په وینا، یو بل لوی دلیل‌یې کمزوري رهبري او د اداري فساد زیاتوالی دی.

 

جنرال نېکلسن فرانس پرېس ته څرګنده کړې چې هغه پولیس چې په پوستو کې وژل کېږي، ان په ډېرو مواردو کې د خوراک او څښاک لپاره کافي مواد نه‎لري، کافي وسلې او تجهیزات نه ورته رسېږي او په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې د هغوی قوماندان له سره په هغو سیمو کې نه‌وي.

خو د دې دواړو لوړ رتبه امریکايي جنرالانو له څرګندونو سره، افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښت د ستر مفتش دفتر په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو مورال ښه دی او د امنیتي ځواکونو تقریباً په څلورو کې درې برخې ورته ویلي چې تنخواه‌یې ښه ده او پالنه‌یې کېږي.

افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند جنرال چارلس کلېفلېنډ فرانس پرېس ته ویلي چې افغان ځواکونه وتوانېدل چې د طالبانو د فعالیت مخنیوی وکړي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.